اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د چنګاښ ۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٦ کال د وري شلمه نېټه

د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې فدراتيفې روسيې څخه د مجلس د پلاوي د رپوټ د اورېدو سربېره، د هېواد د روانو مسايلو په اړه نظريې وړاندې شوې.

په آزاد بحثونو کې سناتورانو، آستراليا، اندونيزيا او سنګاپور هېوادونو ته د هېواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني کاري سفر ګټور او د لاسته راوړنو ډک وباله او له ياد سفر څخه د ملاتړ تر څنګ ټينګار وشو چې بايد هغه موافقتنامې چې په بېلا بېلو برخو کې لاسليک شوي په عالي مديريت سره دي پلي شي، خو يو شمېر نورو د جمهور رئيس غني د سفر سره جوخت د آستراليا مرکز کې د جنبش روشنايي د پلويانو لاريون د هېواد د ملي ګټو خلاف وباله، څرګنده يې کړه چې دغه جنبش تل د افراطي ډلو په څېر عمل کوي چې بايد مخه يې ونيول شي.دغه راز يو شمېر سناتورانو د سوريې ادلب ښار باندې شيميايي بريد چې د سلو زيات کسان يې وژلي چې ويل کيږي د سوريې حکومت له خوا ترسره شوې، وغنده او په دي برخه کې يې د اسلامي نړۍ د پټې خولې پاتې کېدو څخه نيوکه وشول او وويل شول چې په سوريه کې د امريکا او روسيې مخامخ کېدل ممکن په افغانستان کې ناوړه پايلې رامنځته کړي او بايد د افغانستان حکومت خپل بي پريتوب وساتي او پرينږدي چې افغانستان د امريکې او روسيې د سياليو په ډګر بدل شي او هم يو شمېر نورو د سوريې په يوې هوايي اډه د امريکا راکټي بريد هم وغانده.

20-Hamal96-JAL1.JPG

همدا راز د مجلس يو شمېر غړو وويل، د روسيې د بهرنيو چارو وزير اعلام کړي چې امريکا او ناټو زياتو هېوادونو ته د افغانستان څخه د نشه يي توکو او پوډرو د قاچاق په سوداګرۍ کې رول لري چې دغه خبرې دومره دقيقې نه دي او که چېرې روسيه غواړي چې دي شومې پديدې سره جدي مبارزه وشي د افغانستان د نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس دي د دي شومې پديدې پر وړاندي تجهيز او تمويل کړي او هم يو شمېر نورو سناتورانو د پاکستاني چارواکو څخه د يوه څرګندونې چې ويلي يې دي: موږ وو چې اوس د افغانستان په نوم هېواد شتون لري، وغندلې او ويې ويل چې دغه هېواد خپله د تروريزم حامي او ملاتړې هېواد دي او د افغانستان سوله غوښتونکې او مجاهد ولس د تاريخ په اوږدو کې د خپلې خاورې او ملي نواميسو څخه دفاع کړي او کوي يې. دغه راز په غونډه کې سناتورانو د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو څخه يو ځل بيا ملاتړ وکړ او ويې ويل چې تېره ورځ د هېواد امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې د يوه ځانمرګي بريد څخه د مخنيوي په موخه يوه ښه لاسته راوړنه لري او هم د هېواد د هوايي ځواک د هوايي بريد له امله په کندز کې د طالبانو ډلې تش په نامه والي د خپلو څو بهرنيو ساتونکو سره وژل شوې دي.سناتورانو يو ځل بيا په هېواد کې د پوهنې وضعيت او په دي برخه کې د شته نيمګړتياو څخه يادونه وکړه او ويې ويل: د ښوونځيو د درسونو رسمي پيل څخه شاوخوا شل ورځې تيريږي خو تر اوسه د پام وړ نيمګړتياوې په ښوونځيو کې شتون لري او له بلې خوا د پوهنې وزارت د حق الزحمې ښوونکو استخدام د ازموينې بهير ته پريښودې چې دغې کار تدريسي سيستم کې ستونزې رامنځته کړي چې بايد په دي برخه کې له سره غور وشي.په غونډه کې يو شمېر سناتورانو وويل، زياتره سياسي احزاب د افغانستان د سياسي حزبونو قانون سره په مطابقت نه دي تشکيل شوي او د عدليې وزير هم په دي آند دي چې بايد نوموړې يوې عمومي غونډه کې ځواب ورکړي او هم يادونه وشوه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نور اړوند ارګانونه او يو شمېر بهرني افراد چې د خبريالانو په جامو کې افغانستان ته رازي، په دقيقه توګه وپيژني، ځکه امکان شته چې يو شمېر د دي نوم لاندي د استخباراتي دندو ترسره کولو ته وګمارل شي. د مجلس غړو ماين سره د مبارزې د نړيوالې ورځې د اپريل د څلورمې څخه خبرې وکړې او ويې ويل: د دي سره سره چې دي برخه کې زيات کارونه ترسره شوي خو اوس هم زرګونه هکتاره ځمکې په ټول هېواد کې په ماين پوښل شوي او تل د خلکو څخه قربانۍ اخلي او بايد زياتره برخې چې دي مواردو کې فعاليت کوي پياوړي شي.

د مجلس لومړي نايب پورتني مطرح شوي موارد جمع بندي او ويې ويل، د هېواد په کچه د امنيتي شته ستونزو په پام کې نيولو سره اړتيا شته چې د امنيتي ګواښونو او اړتياو سره سم د هېواد امنيتي سياست کې بيا ځلي کتنه ترسترګو شي او هم يې د هېواد د امنيتي ځواکونو د وروستيو سرښندنو او لاسته راوړنو څخه ملاتو او مننه وکړه. محمد علم ايزديار د هېواد د جمهور رئيس محمد اشرف غني د وروستيو سفرونو څخه هرکلې وکړ، ياد سفر يې اقتصادي، سياسي او سوداګريزو اړيکو پراخوالي کې مهم ګام وباله او هيله يې څرګنده کړه چې د سفر جريان کې د تړل شويو هوکړه ليکونو او د ژ منه شويو مرستو څخه بهتره استفاده ترسره شي، د مشرانو جرګې لومړي نايب د سوريې پر خاوره د حکومت له خوا د کمياوي وسلو د استعمال د غندلو تر څنګ د نړيوالې ټولنې او بشري حقوقو د مدافعينو څخه وغوښتل تر څو د دغه بشري ضد جنايت عاملين تر څېړنې لاندي ونيسي او هم يې د سوريې جګړه کورنۍ نه بلکې د سيمې او نړۍ د لويو هېوادونو تر منځ جګړه وبلله.

محمد علم ايزديار ټولو هېوادونو سره د خپلواک هېواد په توګه د افغانستان د هر ډول اړيکو ټينګښت او پراخوالي د افغان دولت او خلکو حق وباله او ټينګار يې وکړ چې د څو تېرو کلونو په اوږدو کې يو شمېر هېوادونه د دي بهير خنډ ګرځيدلي چې حتي په يو شمېر مواردو کې د سيمې يو شمېر هېوادونه د افغانستان نظام د مخالفو ډلو د ملاتړ او پياوړي کولو په کوښښ کې دي او زياته يې کړه چې قانون د بشري ټولنې د اړتيا څخه دي نبايد ورڅخه ناسم تعبير وشي او په داسي لاريونونو او کړونو لاس پورې کړي چې د هېوادوالو تر منځ د وحشت او حکومتدارۍ د کمزورتيا د رامنځته کېدو سبب وګرځي. همدا راز يو شمېر موارد يې د څېړنې په موخه اړوندو کمېسيونونو ته واستول.

دغه راز (نړيوال تروريزم سره د مبارزې) په اړه پارلماني کنفرانس کې د ګډون په موخه د فدراتيفې روسيې څخه د مشرانو جرګې د پلاوي رپوټ د محمد علم ازديار له خوا چې د دي پلاوي مشري يې په غاړه درلوده، غونډې ته وړاندي شو، زياته يې کړه دغه کنفرانس چې د ياد هېواد د سين پترزبورګ ښار کې د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو اتحاديې د بين الپارلماني ټولنې او د اروپا د امنيت سازمان له خوا د وري د پنځمې څخه تر اتمې نېټې پورې جوړ شوې وو په کې د افغانستان د پارلماني پلاوي سربېره، د مشترک المنافع خپلواکو هېوادونو د پارلمانونو ريسانو، مرستيالانو او غړو، د اروپا اتحاديې د پارلمان استازو، د مديترانې حوزې پارلمان، د نړيوالو سازمانونو ريسانو او استازو او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړي وو.په رپوټ کې يادونه شوې چې د مشرانو جرګې د پلاوي رئيس د موضوع په تړاو د بيانيې په وړاندې کولو وويل، تروريزم انساني ټولنې او بشري مدنيت له پاره يوه جدي ستونزه ده، تروريزم پوله نه لري او يو هېواد، يو قوم، يو ملت، يو دين او يو مذهب  پورې محدود او تړلې نه دي. تروريزم د ټولو قرباني اخلي، که چېرې نن تروريزم په يو شمېر اسلامي هېوادونو او د مسلمانانو ټولنې يوې برخې، د افغانستان او پاکستان څخه تر عراق، سوريې، ليبيا، سوماليا او نايجريا پورې حضور لري او يا هم دغه ترهګر افراطي او اسلامي تکفير ګرا ډلو پورې زيات تعلق لري، خو د دوي د افکارو او چلندونو اصلي او زيات قربانيان مسلمانان دي.نو هغه ترهګر چې د ټولو مخکې مسلمانان نښه کوي او هره ورځ اسلامي خاوره کې د مسلمانانو وينې تويوي، د اسلام او د نړۍ د يو نيم ميليارد مسلمانانو څخه استازيتوب نه کوي، تروريزم يو غير مدني فکر، خشونتګرا او وينې تويونکې بنسټ دي. ترهګر د انسانانو په وژنو، د ژوند په اخيستو سره تر ټولو لومړې حق د انسانانو څخه اخلي. ترهګر د نړيوالو حقوقو ډولونه نقضوي او د وېرې خپرولو او د ټولنې د ورانولو او د مدني بنسټ د ورانولو پرته کومه موخه نه لري.ترهګر د هېوادونو ټيکاو، ارضي حاکميت، ملي امنيت او سيمه ييزو او نړيوال امنيت ګواښي، مشروع هېوادونه بي ثباته کوي او د ټولنې او ملتونو د ژوند په ټولو برخو کې د تل پاتې پراخوالي خنډ ګرځي، د مشرانو جرګې لومړي نايب زياته کړه چې په خواشينۍ سره افغانستان او سيمه کې د امريکا د متحده ايالاتو په مشرۍ د نړيوالې ټولنې د حضور پنځلس کلنه تجربه ښايي چې د تروريزم سره د مبارزې له پاره پياوړي او کامل صداقت شتون نه لري او نه به يې ولري، د ترهرګرو اډې او ځالې موخه نه دي ګرځول شوي او د دوي ملاتړي د پاکستان په مشرۍ د فشار او تنبه کولو په ځاي هڅول کيږي او ورڅخه ملاتړ کيږي او دغه امر موجب ګرځېدلې تر څو ترهګر نه يواځي سرکوب او لمنځه ولاړ نه شي، بلکې د دوي فعاليتونه لا پراخوالې مومي.همدا راز د سيمې د بي ثباتۍ او ناامنۍ په موخه د افغانستان شمال او شمال ختيځ ته د طالبي او داعشي ترهګرو انتقال څخه مستقيم او غير مستقيم ملاتړ، منځنۍ آسيا هېوادونو او قفقاز حوزه کې د دوي نفوذ او د فدراتيفې روسيې په ګډون د سيمې هېوادونو ته د درد سر جوړول له هغو پروګرامونو څخه دي چې غواړي افغانستان په دويمې سوريې بدل کړي.

20-Hamal96-JAL2.JPG

د دي کنفرانس په درشل کې د مشرانو جرګې پلاوي د فدراتيفې روسيې د شورا مرستيال (الياس مخاموف) د تاجکستان جمهوريت پارملان رئيس سيد عبدالله يوف، د سنت پترزبورګ ښار کې ميشتو افغانانو او محصلينو سره وکتل او د دواړو هېوادونو او په ځانګړې توګه پارملاني اړيکو د پراختيا او د تروريزم د ګډ ګواښ پر وړاندې د ګډو مبارزو د پراخوالي په اړه يې بحثونه وکړل، د يادولو وړ ده چې د دي پلاوي په ترکيب کې سناتور رحمت الله اڅکزي او حاجي صالح محمد لالا ګل هم ګډون درلود.