اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر د کب ٢٩ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د هېواد د روانو مسايلو په اړه بحثونه وشول.

په سر کې د مجلس رئيس د مشرانو جرګې د نن ورځې په ناسته کې د هېواد د امنيتي سکتور د مسئولانو د نه حضور په اړه وويل چې د مجلس له خوا د استجواب له پاره د دوي حضور د سردار محمد دواد خان روغتون د تروريستي پېښې د څېړنې بهير د نه تکميلېدو په نسبت د راستول شوي مکتوب له مخې د راتلونکې اونۍ غونډې ته معطل شوي ده.

 29-Hoe95-JAL1.JPG

 خو يو شمېر سناتوران په دي باور وو چې همدا اوس د ارزګان، هلمند او فراه ولايتونو کې امنيتي وضعيت د قناعت وړ نه دي او د غير مسئولو وسله والو د شتون په نسبت کابل ښار کې جنايي جرمونه زيات شوي، هغه ډول چې خلک يې د رسنيو له لارې اوريدلي او د ولسي جرګې د يو وکيل د ساتونکو له خوا د درېيم پروان سيمه کې درې تنه ټپيان شوي او د دارلامان په تګلوري کې د ياد مجلس د يو بل غړي د ساتونکو د خپلسرو ډزو له امله د خلکو اندېښنې زياتي شوي او هم يو شمېر په دي آند وو چې حکومتي لوړو پستونو او حتي د ارګ چاپيريال کې د پاکستان د آي اس آي استخباراتي سازمان ځاي پيدا کړي چې بايد مسئولين ژر تر ژره استجواب کړاي شي.

د نن ورځې بحثونو کې سناتورانو همدا راز سوله د افغانستان او سيمې له پاره يوه جدي اړتيا وبلله، ټينګار يې وکړ چې بايد د افغانستان نړيوال همکاران د سولې په راوستلو کې رښتيني هڅې وکړي او پر پاکستان او نورو هېوادونو چې د ناامنيو په زياتولو کې لاس لري، لازم فشار وارد کړي او هم وويل شول چې څه موده وړاندې د سولې د عالي شورا مشر ومړ خو تر اوسه يې پر ځاي بل څوک نه دي ګمارل شوي او اړتيا شته چې د سولې د عالي شورا چارو د پرمختګ په موخه يو بل متعهد شخص وګمارل شي.

يو شمېر سناتورانو په خپلو خبرو کې وويل، د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې موافقتنامه لاسليک شوي خو ليدل کيږي چې حکومت يې د پلي کېدو په موخه دلچسپي نه لري چې بايد يادې برخې ته پاملرنه وشي ځکه چې د افغانانو تر منځ سوله د ناامنيو د کمښت او د سولې بهير ته د مخالفينو د هڅونې سبب ګرځي. په غونډه کې سناتورانو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټولټاکنې د ديموکراسۍ د ټينګښت په موخه يو اصل وباله څرګنده يې کړه چې اړتيا شته د هرې ممکنې لارې د يادېو ټاکنو د جوړېدو نېټه اعلان ځکه په بېلا بېلو پلمو زيات ځنډ د ولسواکۍ په نظام د خلکو باور کموي. سناتورانو د ١٣٩٦ لمريز کال د رارسېدو له امله د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وويله، د هېواد کړيدلي ولس ته د سولې هيلې تر څنګ د ټولو هېوادوالو وغوښتل شول چې د چاپيريال ساتنې د شنه کولو، شادابۍ او د هوا ککړتيا څخه د مخنيوي په موخه نيالګي کينوي او د ونو په اوبولو کې دي هر اړخيزه پاملرنه وکړي.

همدا راز په غونډه کې د خبريال د نړيوالې ورځې د کب د اوويشتمې څخه يادونه وشوه او سناتورانو له دي ورځې څخه د مبارکۍ تر څنګ د رسنيو د کارکوونکو له هڅو ستاينه وکړه، ټينګار يې وکړ چې بايد د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د هر ډول پېښو مخه ونيول شي تر څو د ټولنې دغه برخه وکولاي شي د کومې وېرې پرته حقايق روښانه او خلکو ته يې ورسوي او هم وويل شول چې بايد د امنيتي ځواکونو شهيدانو ته چې خپل ځانونه د خاورې او ملي نواميسو څخه قربانوي د شهيد کلمه وکارول شي او د دوي د پاتې کسانو څخه غوره مواظبت وشي.

هغو سيمو کې د چاڼيزو عملياتو پر چټکتيا ټينګار چې په کې مخالفين حضور لري، اوسني وضعيت مهارولو کې د هېواد د امنيتي شکتور مشرتابه نابريالي بلل او په دي پستونو کې د پياوړو افرادو په ګمارلو ټينګار، د معلولينو د ستونزو د کمښت په موخه کنړ ولايت کې د کابلبانک نمايندګيو زياتوالي، د هېواد د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر وروستي سفر څخه ملاتړ، د ملي شورا د استازو د نشتوالي په نسبت د سردار محمد داود خان روغتون د حقيقت موندونکې پلاوي د ترکيب ناقص بلل، د امنيتي ځواکونو د شهيدانو وارثانو ته کمه پاملرنه، د نورو ولايتونو په پرتله د جوزجان ولايت د امنيتي منسوبانو په امتيازونو توپير، هلمند ولايت کې د اردو روغنياتو برخه کې فساد، د نورستان ولايت د برګمټال ولسوالۍ کې د واوري ښويدنې زيانمنو له پاره پر لازمو مرستو ټينګار، مشخص شويو سيمو ته د نورستان ولايت د سيمه ييزو پوليسو او پر لېږد او تجهيز ټينګار، اداري فساد سره پر مبارزې ټينګار او په يو شان ډول په ټولو د قانون پلي کېدل او ځينې نور مسايل مطرح شول.

د مشرانو جرګې رئيس چې ياد موارد يې جمع بندي کړل، ويې ويل د شته يو شمېر نيمګړتياو او ستونزو سره سره، د حکومت د کابيني غړي هم د هېوادوالو څخه دي او د افغانستان خلکو د هوساينې له پاره هڅې ترسره کوي او ټينګار يې وکړ چې مجلس د دي تر څنګ چې د امنيتي ځواکونو د تجهيز، پياوړتيا او يو ځاي کولو په موخه د هېواد د امنيتي سکترو مشرتابه له پاره لازمې لارښوونې وړاندي کړي دي تل يې د افغان امنيت ځواکونو سرښندنو څخه ملاتړ کړي او څرګنده يې کړه چې حکومت بايد د ارزګان او د هېواد د نورو ناامنو ولايتونو امنيتي وضعيت ته مخکې تر مخکې پروګرام ولري، همدا راز زياته يې کړه چې په نوي کال کې بايد ټول واليان د ولايتونو پوځي او ملکي مسئولينو سره خپلې چارې پر مخ يوسي او د اجيرو دښمنانو پر وړاندې لازم اقدامات وکړي.

فضل هادي مسلم يار سوله د هېوادوالو اساسي اړتيا وبلله او تينګار يې وکړ چې بايد حکومت د مزدورو ترهګرو پر وړاندې چې همدا اوس د پاکستان، ايران او روسيې هېوادونو له خوا د خپلو شومو مقاصدو د ترلاسه کولو په موخه ابزاري ګټه اخلي، د قوت څخه کار واخلي تر څو دومره وټکول شي چې د تاوتريخوالي لاس پورته کړي، د مجلس رئيس يو ځل بيا د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې توافقنامې لاسليک څخه خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې دواړه لوري د موافقتنامي سره سم چلند او عمل وکړي تر څو خلک د حزب اسلامي د امير انجنير ګلبدالدين حکمتيار د راتلو شاهدان و اوسي دغه راز غوښتنه يې وکړه چې د سولې د عالي شورا په سر کې تجربه کاره او مناسب شخص وګمارل شي.

29-Hoe95-JAL2.JPG 

د مجلس رئئس د دي تر څنګ چې د ټولټاکنو کمېسيون په خپلواکې ټينګار وکړ ويې ويل چې دغه کمېسيون بايد خپل مسئوليت ادا کړي او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د جوړېدو نېټه اعلام کړي، همدا راز د هېواد د ملي امنيت سلاکار وروستي سفر يې وخت پورې وتړه او ويې ويل چې د دا ډول ديپلماتيکو سفرونو مثبتو پايلو ته بايد منتظره پاتې شو.

فضل هادي مسلم يار د پاکستان له خوا د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د هر ډول تاسيساتو جوړول وغندل او مردود يې وبلل تر څو د توقف له پاره يې د هرې ممکنې لارې څخه لويه استفاده وکړي همدا راز د نوي کال او د کروندګر جشن د رارسېدو څخه يې د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وويله، د ټولو هېوادوالو يې وغوښتل تر څو د چاپيريال د شنه کولو په موخه د نيالګو د ساتنې او کرلو په برخو کې هڅې وکړي.