اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر د کب ٢٨ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار په داسي حال کې چې د يادې جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار او يو شمېر سناتورانو حضور درلود د يوې ناستې په ترڅ کې د يو شمېر معلولينو غوښتنې او ستونزې واورېدې.

په دي ناسته کې دوي د خپلو يو لړ ستونزو د مطرح کولو تر څنګ د معلولينو د حقوقو او امتيازونو وقانون او د معلوليت نړيوال کنوانسيون د رعايت چې افغانستان ورپورې تړل شوي، تحصيلي بورسيې او ځينې نورو مواردو د پلي کېدو غوښتونکې شول.

28-Hot95-MUL3.JPG 

ورپسې د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس هم حضور درلود، په هېواد کې د معلوليت لرونکو اشخاصو د ستونزو د تاييد تر څنګ، د ټولنې معلولې برخې ته رسيدګي او پارملرنه يې د حکومتي مسئولينو او اړوندو بنسټونو مکلفيتونو څخه وبلل، زياته يې کړه هغوي چې د اسلام، آزادي او ملي نواميسو او د هېواد ځمکنۍ بشپړتيا څخه د ساتې په لاره کې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي د مسئولينو او مرستندويو ټولنو له خوا ورته جدي پاملرنه نه ده شوي او زياته يې کړه چې په هېواد کې د جګړو او بي ثباتۍ دوام، بيروني لاسوهنې او د ګټورې استراتيژۍ نشتوالي د ټولنې معلولې برخې ته د رسيدګي خڼد شوي دي.

همدا راز د مشرانو جرګې رئيس د معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو چارو د کمېسيون په لغوه کې د معلولينو د اندېښنو په اړه رڼا واچوله، څرګنده يې کړه چې مجلس د ټولنې زيانمنې برخې ته په پام  او د معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو ستونزو او غوښتنو ته د غوره رسيدګۍ په موخه د معلولينو چارو کمېسيون د معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو، عامه هوساينې او طبيعي منابعو او چاپيريال ساتنې، روغتيا، کار او کارګر، بدنې روزې او سرې مياشتې د چارو کمېسيون په نوم نومولي چې په دي کې د معلولينو او شهيدانو د وارثانو ستونزې او نورو کاري ساحو له دي کمېسيون سره يو ځاي شوي چې د پياوړتيا بېلګه يې خپله کړي ده.

مسلم يار ژمنه وکړه چې د خپلو قانوني واکونو په چوکاټ کې به تل د هېواد معلولې برخې څخه ملاتړ وکړي او کوي يې او هم يې هيله څرګنده کړه چې د ملي يووالي حکومت مشران دي خپل زيات پام دغې برخې ته واړوي.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د لوړو زدکړو وزيرې پوهنوال فريدې مومند سره د لوګر ولايت د لوړو زدکړو د موسسې په چوکاټ کې د کرهڼې پوهنځي د جوړېدو په اړه د ياد ولايت د سپين ږيرو او مشرانو غوښتنې شريکې کړي.

28-Hot95-MUL1.JPG 

ورپسې د لوړو زدکړو وزيري د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ د هېواد څلور دېرشو ولايتونو کې د کانکور ازموينو اخيستو د بهير د څرنګوالي  څخه د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ ډاډ ورکړ چې په دي برخه کې به اقدام وکړي.

 

همدا راز د مشرانو جرګې دويم نايب د کافي درملو د نشتوالي، ناروغانو له پاره د کافي بستر د کمښت او د ياد کلي روغتيايي مرکز محوطه کې د شنې ساحې د نشتوالي په اړه د لوګر ولايت د محمد آغه ولسوالۍ د ده نو کلي د يو شمېر مشرانو غوښتنو څخه يادونه وکړه او په يادو برخو کې د مشرانو جرګې د دويم نايب د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورپسې محمد آصف صديقي د دوه نو کلي د مشرانو غوښتنې موجه وبللې، ډاډ يې ورکړ چې يادو ستونزو ته به د رسيدګۍ تر څنګ اړوندو مسئولانو سره شريکې کړي.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې منشي نايب ډاکټر فيصل سميع نن د افغانستان مقننه قوې څخه د ملاتړ موسسې سرپرست سره وکتل.

په دي ليدنه کې نوموړي د دارالانشا کارکوونکو له پاره د ظرفيت لوړونې پروګرامونو د جوړېدو، د هېواد ولايتونو ته د کمېسيونونو د پلاويو د سفرونو د تمويل او استماعيه غونډو په برخو کې د يادې موسسې د همکاريو له دوام څخه معلومات وړاندې کړل.

28-Hot95-MUL2.JPG 

ورپسې منشي د يادې موسسې همکاريو څخه د قدردانۍ تر څنګ ټينګار وکړ چې د کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په برخو کې دي لا زياتې هڅې وکړي.