اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۵ کال د  کب د میاشتی ٢٨

د  مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د مېرمنې شفيقې نوروز  خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون غونډې په هېواد کې د امنيتي وضعيت او په دي برخه کې د خلکو د اندېښنو په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه چې موضوع دي د اړوندو مسئولانو سره شريکه کړاي شي. د  غونډې په بله برخه کې د کمېسيون د روان کال د کاري پلان په اړه بحثونه وشول.

28-Hot95-Zanan.JPG 

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د مارشال محمد قسيم فهيم پوهنتون مسئولانو د کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو څخه د ځوانانو د جذب په اړوند معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې دقومي ترکیب په پام کي نیولو سره د هېواد دټولو ولايتونو څخه ٥٧٠ تنه ځوانان په دي تحصيلي بنسټ کې جذب شوي .

 همدا راز په غونډه کې د ستر درستيز دارکان رئيس، د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د کشف ريسانو، د کورنيو چارو وزوارت د تروريزم رئیس او د کابل د ګارنيزون عمومي قوماندان سره د سردار محمد داود خان څلور سوه بسترته ایزه روغتون باندې د تروريستي بريد په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندي کولو په ترځ کي په روغتون باندي دبريد د رامنځته کېدو، د يادې پېښې د کورنيو او بهرنيو عللو ، روغتون ته د وسلو او مهماتو د لېږد د څرنګوالي، د روغتون په چاپيريال کې د موټر د چاودنې او ځينو نورو مسايلو په اړه څرګندونې وکړې، ويې ويل چې اوس ژر ده چې اصلي تورن کسان معرفي شي ځکه چې هر اړخيزي څېړنې د ګمارل شوي پلاوي له لوري جريان لري چې د څېړنو په تکميلېدو سره به مکمل جزئيات د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په واک کې ورکړل شي چې دغه څرګندونې د کمېسيون له خوا د قناعت وړ ونه ګڼل شوې، وپتييل شوه چې دغه مسله دي سبا په عمومي غونډه کې د امنيتي سکتور د لومړې درجه مسئولانو سره مطرح شي.

28-Hot95-Dfai.JPG 

د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون د مرستيال ګل احمد اعظمي په مشرۍ د کمېسيون په غونډه کې د بستونو د تنقيص په اړه د ملي دفاع وزارت د پوځي پوليسو قوماندانۍ د درې منسوبینو شکايت د ياد وزارت له پيژندوال سره مطرح شو چي نوموړي د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، د ډګروالۍ بست د نشتوالي پر بنسټ ياد اشخاص په ريزرف کې قرار لري او د ترفیع اوتبدیلیو دسیستم له اصلاحاتو وروسته به په مناسبو پوستونوکی وګمارل شي،کمېسيون د نوموړي د څرګندونو په اورېدو سره د تبديلۍ او تقرر په بهير کې د روڼوالي او عدالت پر اصل ټينګار وکړ، څرګنده يې کړه چې د عارضينو قناعت دي ترلاسه شي.

دغه راز د نيمروز او فراه ولايتونو د کار او ټولنيزو چارو رياستونو د سي بي آر دازموينو په اړه شکايتونه د ياد وزارت معين اود اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تعينانو د بورد له رئيس سره مطرح شو،چي يادو مسئولانو د څرګندنو د وړاندي کولو تر څنګ وويلو د سي بي آر ازموينو بهير په ځانګړو شرايطو سره چې د نړيوال بانک له خوا تمويليږي، پرمخ ځي او ټاکل شوي چي يو تن د فراولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست ته وګمارل شي او په وخت سره به د نيمروز ولايت ستونزې ته هم رسيدګي وشي.

 28-Hot95-Shikayat.JPG

همدا راز په پام کي وو؛چي د فراه ولايت اته اويا ميل بندر کې د پراخ فساد د شتون په اړه د سوداګرۍ وزارت د معين او د ياد وزارت د ترانزيتي اسانتياو د رئيس سره خبري وشي؛خونوموړو د نن ورځی په غونډه کي ګډون ونکړ،کمیسیون د دوي په نه حضور نیوکه وکړه اوپریکړه وشوه چي ياد چارواکي دي په راتکونکي غونده کي د سناتورانوپوښتنو ته ځواب ووايی.د غونډې په پاي کې په کروندګرو باندي د کرنيزو تخمونو او کيمياوي سرو د نه وېش او ځينو نورو مسايلو په اړه د خاص ارزګان ولسوالۍ د اوسېدونکې راغلې شکايت تر بحث لاندي ونيول شو او وپتييل شوه چې د کرهڼې، د کليو د پراختيا او د طبيعي پېښو د ادارې معينان دي د کمېسيون په يوې راتلونکې غونډه کې د سناتورانو پوښتنې ځواب کړي.

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د دوه سوه تنو افغان زندانيانو د لیږد په اړه د ايران د حکومت له اقدام څخه هرکلې وشو اودغه ګام يي د افغانستان او ايران دحکومتونو تر منځ د زندانيانو د تبادلي هوکړه ليک پر بنسټ ترسره کیږي، ويل کيږي چې د هوکړې راهيسې له څلور زرو تنوڅخه زیات  زندانيان له ياد هېواد څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

د غونډې په بله برخه کې د افغانستان، انګلستان او پاکستان تر منځ درې اړخيزه ناسته کې  د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر ګډون په ګډون خبري وشوي اوهيله څرګنده کړه چې داناسته به د افغانستان او پاکستان تر منځ د سياسي اړيکو د ښه والي سبب وګرځي. د غونډې په پاي کې د سارک پراختيايي صندوق منشور د پنځمې مادې د (الف او ب) بند د تعديل په اړه بحث وشواو  ياد تعديل د کمېسيون له خوا تاييد شو.

28-Hot95-Bio.JPG 

د الحاج صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند اسلامي شورا اساسليک په يوې مقدمې او څلرويشتو مادو کي او د اسلامي همکاريو سازمان له پاره د مصئونيت او امتيازونو په برخه کې موافقتنامه د يوې مقدمې، اته فصلونو او شپږدېرشو مادو کې تر بحث لاندي ونيول شو او همدا راز د کمېسيون غړو د پورتنيو اسنادو په اړه د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو د کمېسيون نظر تاييد کړ.

د غونډې په بله برخه کې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د وياند د وينا له مخې ټاکل شوې شاوخوا نهه زره جريبه ځمکه په پنځو صنعتي پارکونو کې د افغانستان د غاليو توليدوونکو باندې وويشل شي او د غاليو د غوره توليد په موخه ټولې اسانتياوې دي په صنعتي پارکونو په پام کې نيول شوي دي، چی  کمېسيون دا اقدام د غاليو د توليد او صادراتو په برخه کې مهم او ګټورګام  وباله اوتاکید وشوچي د سوداګرۍ او صنايعو وزارت دي په دي برخه کې د خپلو اقداماتو څخه د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون باخبره وساتي.

28-Hot95-Mali.JPG 

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د تقاعد د خزاينو رياست د کارشکنۍ په اړه د جوزجان ولايت د متقاعدينو د استازو حقوقي عريضه باندي بحث ترسره شو او  وپتييل شوه چې د کار او ټولنيزو چارو، عدليې، ماليې وزارتونو او د متقاعدينو استازي دي د کمېسيون په يوې غونډه کې ګډون تر څو د يادې مسلې په اړه بحث ترسره شي.

 28-Hot95-Adli.JPG

د ډاکټر محمداجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د هرات ولايت د کوچيانو رئيس حاجي محمد عارف اسحاقزي د ياد ولايت د کوچيانو ستونزې په ګوته کړي او څرګنده يې کړه چې دغې ولايت کې کوچيان د څښاک د اوبو، انساني او حيواني سيارو کلينيکونو او درملو، ښوونځيو، د څارويو د وښو او پيژندپاڼو د نشتوالي، د ټاکنيزو حوزو کمښت او داسي نورې ستونزې په ډاګه کړي چې د کمېسيون د غړو له خوا پرې بحث او پريکړه وشوه چې د يادو مواردو  په اړه دي د کوچيانو عمومي رئيس سره خبرې او حل لارې دي وموندل شي. د غونډې په بله برخه کې د اسلامي کنفرانس سازمان له پاره د مصئونيت او امتيازونو موافقه ليک باندي غور او د لا زياتو بحثونو په موخه راتلونکې غونډې ته وځندول شوه، همدا راز د کمېسيون غړو د افغانستان، پاکستان او انګلستان درې اړخيزې ناستې څخه ملاتړ وکړ او څرګنده شوه چې د افغانستان او پاکستان پر ستونزې دي هر اړخيزې خبرې وشي .

28-Hot95-Aqwam.JPG