اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د وري ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۵ کال د کب د میاشتی ٢٥ مه

د مشرانو جرګې کمېسيونونو نن په بېلا بېلو موضوعګانو غونډې او بحثونه وکړل.

د عبدالطيف نهضت يار په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د يو خصوصي شرکت پر کارکوونکو د کابل ښار په تايمني سيمه کې د بريد ترسره کېدل په کلکو ټکو وغندل شول او د يادې پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت، ټپيانو ته د کاملې شفا او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وشوه او د هېواد د کشفي او استخباراتي ادارو څخه وغوښتل شول تر څو د دا ډول غميزو پېښو د رامنځته کېدو د مخنيوي په موخه مخکې تر مخکې تدابير تر لاس لاندي ونيسي.

د غونډې په بله برخه کې د مواصلاتو او مخابراتو، قومونو او قبايلواود ولايتي شوراګانو د چارو  د کمېسيونونو رییسانوله یوشمېر غړو سره یوځای  د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون پخواني غړي مرحوم مېر حسين صادقي پرواني روح ته دعا وکړه او استاد پرواني يې مجاهد، مبارزاو عالم  وباله او ياد مرحومي ته يې د خداي له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

25-Hot95-Farhangi.JPG 

د غونډې په بله برخه کې د کمېسيون د کاري چارو د پرمختګ او د هېواد ښاريانو د ستونزو د څارنې او وارسي په موخه د ولايتي سفرونو د تنظيم د څرنګوالي په اړه بحث او يو لړ تدابير ونيول شول.

په پاي کې د لوړو زدکړو موسسو او پوهنتونونو کې د استادانو د نه تبديلۍ موضوع تر بحث لاندي ونيول شوه، وپتييل شوه تر څو په دي برخه کې د لوړو زدکړو وزير سره په راتلونکې غونډه کې بحث وشي.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې،ټاکل شوې وه چې د ملي دفاع وزارت، کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست اړوند مسئولين دي د کمېسيون په غونډه کې دسردار محمد داود خان روغتون او شپږمې حوزې د تروریستي بریدونو په تړاو معلومات وړاندي کړی؛ خو د نامعلومو او غير موجه دلايلو پر بنسټ حاضر نه شول او د خپل نه حضور دليل يې د قول اردوګانو دوه ورځنې سمينار وښود،چې په کمېسيون کي نه ګډون يي  د قناعت وړ ونه بلل شواو بايد د کمېسيون په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د هېواد د روان وضعيت په اړه بحث وشو او د هېواد نننې وضعيت او حالات چې له امله يې افغانستان ولس له ګڼو ستونزو سره مخ دي د دولتي لومړۍ درجې مسئولينو ناغيړي وبلل شوه  او دايي د ولس او دولت تر منځ د واټن په رامنځ ته کېدو اصلي دلیل وباله.

 25-Hot95-Dfai.JPG

د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د ملي بس تصدۍ د فعاليتونو د څرنګوالي، د عوايدو د راټولولو او روڼوالي،په مرکز او ولايتونو کې د ترانسپورتي خدمتونو د وړاندي کولو د څرنګوالي، د فعالو او غير فعالو بسونو اوپمپ استيشنونو په ګډون د منقولو او غير منقولو مالونو په هکله خبري وشواو څرګنده شوه چې هغه پمپ استيشنونه چې د ملي  بس تصدۍ پورې اړه لري قرارداد يې تکميل شوې خو د نامعلومو دلايلو پر بنسټ داوطلبۍ ته نه دي وړاندي شوي. پريکړه وشوه تر څو د ملي بس تصدۍ عمومي رئيس د يادو موضوعګانو د وضاحت په موخه د کمېسيون يوې غونډې ته راوبلل شي. همدا راز د غونډې په وروستۍ برخه کې کمېسيون ته په راغلو عريضو او مکتوبونو بحث او لازمې لارښوونې وشوې.

د مېر حاتم تره خيل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازو چارو د کمېسيون په غونډه کې د ملي شورا د مقر د امنيتي غوره تدابيرو په اړه بحثونه وشول، وپتييل شوه چې د يادې موضوع په تړاو دي د ملي شورا د امنيتي چارو رئيس د کمېسيون په يوې راتلونکې غونډه کې خپل پروګرامونه او پلانونه وړاندي کړي. د غونډې په دويمه برخه کې راغلي عریضي او مکتوبونه مطالعه او د اجرااتو په موخه اړوندو حکومتي مراجعو ته واستول شوې.

د مېرمنې شفيقې نوروز خېل په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون د څلورمیاشتني کاري پلان خبري وشوي اواړین تصمیمونه ونيول شول.

25-Hot95-Zanan.JPG 

د ډاکټر محمد آجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون د کاري پلان په اړه بحث ترسره شو، پريکړه وشوه چي  د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت، د سرحدونو او قبايلو وزارت اود کوچيانو د انسجام عمومي ریاست  د ١٣٩٥ کال د کړنورپوټ او د ١٣٩٦ کال د پلان په هکله د کمېسيون په راتلونکوغونډو کې څرګندوني وکړي.

همدا راز د کمېسيون غړو د کنړ او ننګرهار ولايتونو په يو شمېر ولسواليو د پاکستاني ځواکونو بريدونه او د ياد هېواد د جنګي چورلکوتيرې وغندل پريکړه وشوه چې د کمېسيون غړي دي ياد ولايت ته سفر وکړي او موضوع دي له نږدي وڅيړي.

دغه راز د سرحدي ولايتونو د يو شمېر زده کوونکو د عريضو په ا ړه چې د خوشحال خان او رحمان بابا ليسو کې د ګډون او تبديلۍ غوښتونکې وو، مطالعه او د راتلونکو اجرااتو په موخه  د سرحدونو او قومونو چارو وزارت ته واستول شو. 

د سيد صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه د پا کستاني پوځيانو له خوا د افغانستان د ځمکني حاکميت او هوايي حريم د نقض په اړه بحث او نظريې بدلې شوې او د پاکستان دغه کار د ټولو اصولو او نړيوالو موازينو خلاف وبلل شو، همدا راز د راکټونو د توغولو او د سپين بولدک او تورخم بندرونو د بندېدو له دوام څخه اندېښنه څرګنده شوه او له پاکستان وغوښتل شول چې د دغې بهير دوام د هيڅ هېواد او هېچا په ګټه نه دي بلکې د دواړو هېوادونو تر منځ به وضعيت لا ترينګلې کړي چې بايد ژر تر ژره دي خپلسريو ته د پاي ټکې کيښودل شي. د کمېسيون غړو د دي تر څنګ چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي له خوا د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا کې د پاکستان پر وړاندې د درج شوي شکايت څخه ملاتړ څرګند کړ د هېواد د بهرنيو چارو وزارت څخه يې وغوښتل تر څو د ديپلوماتيکو لارو څخه رامنځته شويو ستونزو ته مناسبه حل لار ومومي. په پاي کې د روان اجلاس په لړ کې د کمېسيون د کاري پلانونو او راتلونکو پروګرامونو په اړه بحث او لازمې پريکړې وشوې.

25-Hot95-Bio.JPG 

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د ناامنيو او تروريستي بريدونو د زياتوالي او په دي برخو کې د کشفي او استخبارتي کمزورتيا څخه اندېښنې د ملي امنيت عمومي رياست اوپراتيفي مرستيال سره په بحث کې مطر شولې، نوموړي د موضوع په اړه د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ د يو شمېر دولتي ادارو د ناغېړيو شکايت وکړ، ويې ويل چې په زياترو ځانمرګو او  تروريستي بريدونو کې د جعلي پليټونو او او ناراجستره سيم کارتونو څخه ګټه پورته کيږي، چې د ملي امنيت اداره په زياترو مواردو کې د يو شمېر محدوديتونو سره د پېښې څخه مخکې اړوندو ادارو او ارګانونو ته خبر او ورسره معلومات شريکوي.نوموړي زياته کړه، د اصلي او جعلي پليټونو په تشخيص کې د متخصصو افرادو نشتوالي او د مخابراتو وزارت او ترافيکو رياست له خوا د سيم کارتونو د ثبت او راجستر له پاره د شفاف سيستم نشتوالي او د پرمختللو وسايلو نشتوالي او د سيمو او ځايونو په نومولو کې د ښارواليو کمزورتيا هغه نيمګړتياوې دي چې د دي ادارې په لاره کې دي. د کمېسيون رئيس او غړو د هېواد د ملي امنيت د عمومي رياست د لا زياتې پياوړتيا او مسلکې کېدو پر تاکيد د ټينګار تر څنګ وويل چې د دي ا دارې مسئولين او چارواکي بايد د نورو امنيتي ادارو سره د لازمې او کاملې همغږۍ سره خپلې غونډې او ناستې زياتې کړي تر څو د هېواد د امنيتي سکتور د لازمو هڅو په انسجام سره د هېوادوالو د آسوده، ډاډمن او نسبي امنيت زمينه برابره شي.

 25-Hot95-Shikayat.JPG

په بلې برخه کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت معين او د بهرنيو چارو وزارت د سياسي لومړي مديريت مسئول بهرنيو هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان کې د افغان کډوالو د ورځ تر بلې د ستونزو د زياتېدو په اړوندو خبرې وکړې ويې ويل چې په دي برخه کې د پاکستان سفير د هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته احضار او د ياد هېواد د خپلسرو او لاسوهنو په تړاو رسمي شکايت د ملګرو ملتونو سازمان امنيت شورا او نړيوال سوداګرۍ سازمان کې ثبت شوي دي، مسئولينو د افغان کډوالو سره د ياد هېواد خصمانه اعمال او نامناسب چلند د ټولو اصولو او نړيوالو موازينو او د ګاونډيتوب خلاف کار وباله چې په خواشينۍ سره په يادو مواردو کې مخکې تر مخکې تدابير نه دي نيول شوي. د کمېسيون رئيس او غړو د افغان دولتي چارواکو د کمزورو اجرااتو څخه د نيوکې تر څنګ وړانديز وکړ تر څو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د بهرنيو چارو وزارت او ټول دولتي بنسټونه بايد د کډوالو ستونزې د حل له پاره پرله پسې غونډې جوړي کړي.

همدا راز شخصي روغتيايي مرکزونو او د دوي معاينه خانو کې د غاښونو ډاکټر په توګه د غاښونو د پروتيز برخې د زياترو فارغانو د فعاليتونو په هکله د راغلو شايتونو په موخه حضور يووړ چې ويل کيږي د غاښونو پروتيز يوه دوه کلنه تحصيلي دوره ده چې فارغان يې نه شي کولاي د غاښونو په درملنه او معالجه کې فعاليت وکړي، چې ياده موضوع د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو معين سره مطرح شوه، د عامې روغتيا معين په دي برخه کې وويل، د روان کال په لړ کې شاوخو ٤١ د غاښونو غير قانوني کلينيکونه او مرکزونه تړل شوي دي او د ياد وزارت هڅې په دي برخه کې رواني دي نوموړي همدا راز په دي برخه کې د يو شمېر دولتي زورواکو لاسوهنو څخه شکايت وکړ، ژمنه يې وکړه چې د عامې روغتيا وزارت د زورواکو د نفوذ د کمښت او د نافذو قوانينو او مقرراتو د پلي کېدو په موخه هڅې کوي.

همدا راز په پاي کې د فراه، نيمروز، ارزګان، باميان، غور، بادغيس او فارياب ولياتونو د درملو قراردادونو څخه راغلي شکايتونه مطرح شول، پريکړه وشوه چې د عامې روغتيا وزير، د ياد وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو معين او د يادو ولايتونو قراردادريان دي د کمېسيون په يوې راتلونکې غونډه کې د څرګندونو د وړاندي کولو په موخه ګډون وکړي.