اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۳ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۵ کال د کب ٢٤ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار نن د جمعيت اصلاح د رئيس او يو شمېر غړو سره وکتل.

په دي کتنه کې د ياد جمعيت رئيس د ياد بنسټ د علمي او فرهنګي فعاليتونو څخه د معلوماتو د وړاندي کولو تر څنګ زياته کړه چې حقيقي تبليغ کې بايد د اسلامي د مبين دين ارزښتونه وپلټل شي او په دي برخو کې د هېواد د حکومتي مسئولينو او لوړو علمان مکلفيتونه مهم وبلل.

24-Hot95-MUL1.JPG 

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب د خپلو خبرو په ترڅ کې د ديني علماو او مسلمان امتي په يووالي او همفکرۍ ټينګار وکړ او په دي برخه کې يې د علماو شورا او ديني عالمانو رول ګټور وباله او ډاډ يې ورکړ چې ملي شورا او په ځانګړې توګه مشرانو جرګه هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده.

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد اصف صديقي د لوګر ولايت د محمد آغه ولسوالۍ يو شمېر مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو سره په جلا توګه وکتل.

په دي کتنه کې دوي د خپلو سيمه ييزو ستونزو د مطرح کېدو تر څنګ ځوانانو له پاره د کارموندنې زمينې برابرولو کې د حکومتي اړوندو مسئولينو د پاملرنې غوښتونکې شول.

24-Hot95-MUL3.JPG 

ورپسې د مشرانو جرګې دويم نايب په ټولنه کې د ځوانانو د رول په اړه رڼا واچوله، څرګنده يې کړه ځوانان دي چې کولاي شي د خپلو علمي ظرفيتونو په لوړېدو سره ټولنه د پرمختګ او ترقۍ لوري ته سوق کړي او هم يې ژمنه وکړه چې مطرح شوې ستونزې به د اړوندو مسئولانو سره شريکې کړي.