اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي

دفتر د ١٣٩٥ کال د کب ٢٤

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د سې شنبې ورځې په غونډه کې د هېواد د روان وضعيت په اړه د بحثونو سربېره د سردار محمد داود خان روغتون څخه د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون د پلاوي رپوټ واوريدل شو.

په پیل کې د مشرانو جرګې رئيس او ټولو غړو د کمونستي رژيم پر وړاندې د هرات ولايت د خلکو د برحقه او حماسه جوړونکې پاڅون د اته دېرشمې کليزې څخه يادونه وکړه  او ياد پاڅون يې د اشغالګرو پر وړاندې د مبارزو سرمشق وباله، پريکړه وشوه چې په دي مناسبت د مشرانو جرګې له لوري دي جلا پيغام صادر شي.

24-Hot95-JAL1.JPG

خو د غونډې په آزادو بحثونو کې د مجلس غړو د کابل ښار په ګډون د هېواد په څو ولايتونو کې د امنيتي وضعيت له امله خپلې اندېښنې څرګندې کړې، وويل شول چې د ژمي موسم د خلاصېدو په حال کې دي خو چاڼيز عمليات لکه څنګه چې اړین وو؛ترسره نه شول اواوس هم د هلمند، ارزګان، کندز او بغلان ولايتونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندي دي او زياته شوه چې له يوې خوا د ډيورڼدې د فرضي کرښې د هغې لورې څخه د راکټونو او توپونوتوغول دوام لري او له بلې خوا کابل ښار په يوې اونۍ کې د دوو خونړيو بريدونو شاهد وو، چې دا ټول د امنيتي ارګانونو د کمزوري مديريت څرګندوي دي او بايد د ملي يووالي حکومت مشران دي برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د لغمان ولايت په ګډون يادو سيمو کې دي چاڼيز پراخ عمليات پيل کړي.

يو شمېر غړي په دي باور وو چې د کابل واشنګټن تر منځ امنيتي موافقتنامه په سمه توګه نه ده پلي شوي او ورځ تر بلې امنيتي وضعيت خرابيږي، هېواد د پاکستان له خوا د راکټونو او توپونود توغولو له امله په امن کې نه دي اوڅرګنده شوه د امریکا متحده ایالات د کابل-واشنګټن د امنیتی تړون د مفادو له مخي مکلف دی چي په افغانستان باندي د بهرنیود ښکاره حملو مخنیوی وکړي او هم باید دملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر مسکو ته د سفر په ځاي واشنګټن ته سفر کړي واي او د افغان ولس اندېښنې يې د يادو هېوادونو له چارواکو سره شريکې کړي واي  .

سناتورانو يو ځل بيا د سردار محمد داود خان په روغتون کې ورستيو پېښو ته په اشارۍ سره وويل، اوس د دي وخت رارسيدلي چې حکومت د نظام په داخل کې جاسوسان وپيژني او تر څېړنې لاندي يې ونيسي تر څو د ورته پېښو له تکرار څخه مخنيوي وشي. په غونډه کې سناتورانو يو ځل بيا د پاکستان پر وړاندې د ا فغانستان د شکايت ليک څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا څخه يې وغوښتل چې د افغانستان حکومت دا شکايت ليک  په بي پرې ډول تر بحث لاندي ونيسي اوپدي توګه د پاکستان دولت د لاسوهنواود ياد هېواد له لوري د ترهګرو د تجهيز او تمويل مخه دي ونيول شي.

د مجلس يو شمېر غړو په پوهنې وزارت کې د اداري فساد پرشتون نيوکه وکړه ويې ويل، نوي ښوونکې د بډو ورکولو پرته نه ګمارل کيږي چې بايد په دي برخه کې او د لغمان ولايت ښوونکو ته د ځمکې د وېش او د ديني مدرسو د ليليو موظفینو له پاره د معاشونو د ورکړې په برخو کې دي پاملرنه وشي او هم يو شمېر نورو غړو په دغو حساسو شرايطو کې د بلخ د والي عطا محمد نور پرونۍ څرګندوې نامناسبې وبللې، ټينګار يې وکړ چې بايد ټول دولتي چارواکي خپل اختلافونه ليري او د هېواد د وضعيت د ښه والي په برخه کې هڅې وکړي.

د امنيتي مسوولانو په پرتله د هلمند والي د کړنو بريالي بلل،د ماليې وزارت د نویو مقررو له امله د مستوفيتونو له خوا په وخت سره د حوالو جاتو نه اجرا کېدل، د دايکندي ولايت په ګډون د سړو ولايتونو د پراختيايي بودجو په پلي کېدو ټينګار، د جهاد او مقاومت مشرانو پروړاندې د سپکاوي پر مخنیوي ټینګار، په هغو ترهګرو باندې د اعدام حکم په پلي کېدو ټينګار چې محاکمو پرې د اعدام حکم صادر کړي ، د حکومت په لوړو څوکيو کې د هېواد د جنوب لويديځ اوسېدونکو د کادرونو نشتوالي او ځينې نور هغه مسايل وو چې د سناتورانو له خوا وړاندي شول.

دغه راز په غونډه کې سناتور محمد هاشم الکوزي د سردار محمد داود خان روغتون څخه د مشرانو جرګې د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون د پلاوي د ليدنې رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې د عمومي غونډې د پريکړې پر بنسټ د کمېسيون پلاوي پرون دنوموړې روغتون څخه ليدنه وکړه او له يو شمېر مسوولانو سره يې د وروستۍ تروریستي پیښې په اړه خبري وکړي.

د محمد هاشم الکوزي په وينا د څلور سوه بستريز روغتون رئيس جنرال سياووش د جزئياتو د وړاندي کولو په موخه حاضر نه شو او يو شمېر نور مسئولين ونه توانيدل چې د روغتون  داخل ته د ترهګرو د داخلېدو د څرنګوالي او هغو کسانو په اړه چې له دوي سره يې همکاري کړي، د قناعت وړ ځواب وړاندي کړي خو ډاډ يې ورکړ چې د پام وړ جزئيات به د هغه پلاوي په واک کې ورکړي چې د ملي دفاع وزارت له خوا ګمارل شوي دي؛خو د کمېسيون پلاوي د مسولینو دخبرو او دپیښې له سیمې  د ليدنې څخه جوته کړه ،چې په دي تروریستي بريد کې له ترهګرو سره د روغتون د امنیتي مسوولانو له لوري همکاري شوي،ځکه چې روغتون ته له امنيتي سختو پلټنو څخه وروسته تګ اوراتګ کیدلاشي.

ويل کيږي چې د سردار محمد داود خان دروغتون په بريد کې شاوخوا سل کسه شهيدان او ټپيان شوي دي، خو د غونډې رئيس ټينګار وکړ چې ددي تروریستي برید څرنګوالی دي دکمېسيون دسبا ورځي په غونډه کي له اړوند مسوولینوسره وڅیړل شي او ددفاعي چارو کمیسیون د پلاوي دپایلو اوپه کمیسیون کي دامنیتي اړوند مسوولینود توضیحاتو له مخي دي، د راتلونکي یکشنبی ورځي په عمومي غونډه کي دي دملی دفاع او کورنیوچارو وزیرانو او دملي امنیت له لوی رییس څخه دي د موضوع دلا روښانتیا په اړه پوښتني وشي.

د مشرانو جرګې رئيس د يادو مواردو په جمع بندۍ کې  د هرات ولايت د مېړنو او دين داره خلکو ته د ډاډګېرنې او غمشريکۍ د څرګندولو تر څنګ د۱۳۵۷کال د کب د څلرویشتمي نیټی دخونړي پاڅون څخه په لمانځنه کې د هرات د خلکو د حماسه هستونکي اوله ولولو ډک ګډون څخه ستاينه وکړه، همدا راز د هېواد  مجاهدينو او جهادته درناوې يې د افغانستان ټول مسلمان ملت ته درناوې وباله چې افغان ملت د همدغو جهادي رهبرانو تر قیادت لاندی د شوروي اتحاد تیري کونکي پوځ ته ماتي ورکړه.

24-Hot95-JAL2.JPG

فضل هادي مسلم يار يو ځل بيا پر خپل پخواني دريځ ټينګار وکړ اود افغانستان لوي ملت او د ملي شورا مجلسینو ته يي په خطاب کې وويل، په روانو شرايطو کې چې پاکستان د خپلو شومو او پليدو موخو ته درسیدلو په هیله يو شمېر اجيري ډلي رامنځ ته کړي او د دوي په واسطه هره ورځ د افغانستان د خلکو د وينو تويولو هڅه کوي، موږ ټول بايد د ملي یووالي تر سیوري لاندي د نظام د ساتني،پياوړتيا او ثبات په خاطرهلی ځلي وکړو اوټینګاريې وکړ چې د هر هېوادوال وجيبه او مکلفيت دي چې د هېواد د اتلو امنيتي ځواکونو د رزمي مورال او روحيې د لوړولو په موخه خپل ملاتړ له دي زړه ورو پوځيانو څخه څرګند کړي او همدارازد حکومت مشرتابه هم بايد د دښمن د نفوذ او د نظام په داخل کې د دوي د نفوذي عناصرو مخنيوی وکړي او د کشفي او استخباراتي دستګاو دلا پياوړتيا او منسجمېدو په برخو کې دي هڅې او عملي اقدامات وکړي.

د مجلس رئيس د بدخشان، کندز، فراه، ارزګان او هلمند ولايتونو او يو شمېر نورو سيمو د ناامنيو پر وړاندې د سناتورانو د اندېښنو  په پام کې نيولو سره څرګنده کړه چې یاد موارد به د ملي امنیت دشورا په غونډه کی د هېواد له جمهور رئيس سره شریکي کړي .