اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د غويي ۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۵ کال د کب د میاشتی ٢٣ مه

د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي نن د يوې ناستې په ترڅ کې د ورزشکارانو ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دي ناسته کې دوي د خپلو په لړ کې وويل چې څو ځلي يې د البسې او ورزشي وسايلو د برابرولو په موخه د المپيک د ملي کمېټې عنواني وړانديزونه استولي، خو د يادې کمېټې له خوا پاملرنه نه ده شوې. د مشرانو جرګې دويم نايب د ورزش پراختيا او پرمختيا د هېواد اساسي اړتيا وبلله، ډاډ يې ورکړ چې د ورزشکارانو وړانديزونه به د المپيک د ملي کمېټې مسئولانو سره مطرح او حل لارې به يې وپلټي.

23-Hot95-MUL1.JPG

د يو بل خبر له مخې د مشرانو جرګې منشي استاد محمد طيب اعطا نن د يو شمېر علماو، مشرانو، سپين ږيرو او د کنړ ولايت د پيچ درې ولسوالۍ د ځوانانو د علمي شورا غړو سره وکتل.

په دي کتنه کې دوي د خپلو سيمه ييزو ستونزو د مطرح کولو تر څنګ د پراختيايي پروژو د پلي کېدو او د ځوانانو پرله پسې ستونزو ته د رسيدګۍ په برخه کې د اړوندو مسئولانو د پاملرنې غوښتونکې شول چې د مشرانو جرګې د منشي له خوا په يادو برخو کې د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

23-Hot95-MUL2.JPG

همدا راز د مشرانو جرګې منشي د آزادو ټولټاکنو بنسټ يا فيفا رئيس محمد يوسف رشيد سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دي کتنه کې د مشرانو جرګې منشي ټولټاکنې په ټولنه کې د دموکراسۍ يو اصل وباله او په ټاکلي وخت يې د پارلماني ټولټاکنو د جوړېدو په بهير او روڼوالي يې ټينګار وکړ.

23-Hot95-MUL6.JPG

دغه راز د مشرانو جرګې منشي ډاکټر محمد فيصل سميع په داسي حال کې چې په ولسي جرګه کې د بغلان ولايت د خلکو استازي محمد عظيم محسني هم حضور درلود د ياد ولايت د مدني ټولنې بنسټونو يو شمېر غړو سره وکتل.

23-Hot95-MUL5.JPG

په کتنه کې د مدني ټولنې د غړو استازو د منشي نايب په توګه د فيصل سميع د ټاکنې د مبارکې تر څنګ خپلې يو لړ سيمه ييزې ستونزې مطرح کړې چې د مشرانو جرګې د منشي نايب له خوا د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.