اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۶ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۵ کال د کب د میاشتی ٢٢ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د سردار محمد داود خان په روغتون د بريد د بېلا بېلو اړخونو په اړه نظريې وړاندې شوې او پريکړه وشوه چې د امنيتي سکتور مسئولين دي استجواب شي.

په سر کې د مشرانو جرګې رئيس او غړو د سردار محمد داود خان روغتون د کب د اتلسمې وحشتناکه بريد په کلکو ټکو وغنده او په يادې پېښه کې يې د بهرنيو استخباراتو او کورنيو مزدورانو لاسوه ښکېل وبلل، ويې ويل اړتيا شته چې مشرانو جرګه په اړوندو ارګانونو لازم فشار وارد کړي تر څو د دغه پوښتنې وړ قضيې بېلا بېل اړخونه په جدي توګه وڅېړي او هغه کسان چې په مستقيم يا غير مستقيم ډول يادې پېښه کې ښکېل وي، وپيژني او مجازات کړاي شي او پرينږدي چې د دغې مهمې او جدي قضيې سره سليقوي چلند ترسره شي او ځينې نور په دي آند وو چې تل د پېښو وروسته حقيقت موندونکې پلاوي ټاکل کيږي خو خو پايلې يې د لمس وړ نه وي، بايد د زيات دقت په موخه د مجلس يو غړي هم د پلاوي غړيتوب ترلاسه کړي او هم په غونډه کې د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په لوستو سره د دغې زړه بوږنوونکې پېښې شهيدانو ته دعا وشوه او د ټپيانو له پاره د سملاسي روغتيا هيله وشوه او پريکړه وشوه چې د امنيتي سکتور مشرتابه دي د روانې مياشتې د نهه ويشتمې نېټې په غونډه کې ياد روغتون باندي د پېښې د رامنځته کېدو د څرنګوالي او د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه لازم معلومات وړاندي کړي.

17-Hot95-JAL3.JPG 

همدا راز په غونډه کې يادونه وشوه چې د پاکستان او د سيمې د يو شمېر هېوادونو د استخباراتي سازمانونو لاسوهنې، د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ د اختلافونو شتون او بي پروګرامي، امنيتي سکتور کې د مديريت کمزورتيا او د مسئوليتونو نه ترسره کول او د امنيتي سکتور برخو کې د افرادو په ګمارلو کې د دولتي يو شمېر چارواکو لاسوهنې د ناامنيو او ستونزو د زياتېدو سبب شوي دي چې بايد د هېواد امنيتي سياسيت او په ځانګړې توګه کشفي او استخباراتي بنسټونو پياوړتيا کې د سره غور او مقتضي پريکړې وشي.سناتورانو د ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان د رښتيني څېرې د څرګندولو په موخه په ياد سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي محمد صيقل څخه هرکلې او ملاتړ څرګند کړ، ټينګار يې وکړه چې د ملګرو ملتونو سازمان دي يادو مواردو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او پر پاکستان دي لازم فشار راوړي چې ياد هېواد د ا فغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې، د ترهګرو د تجهير او تمويل او د ډيورڼد فرضي ليکې د هغې غاړې څخه د افغانستان په سرحدي سيمو د راکټونو د توغولو څخه ډډه او د پاي ټکې کيږدي.د مجلس غړو ټولټاکنې د ديموکراسۍ يو اصل وباله او په څو راتلونکو ورځو د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو د جوړېدو د نېټې د اعلان په اړه د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون د وروستيو اقداماتو څخه هرکلې وکړ، ټينګار يې وکړ چې د يادو ټاکنو د جوړېدو نېټه دي ژر تر ژره مشخصه او د ټاکنيزو مرکزونو او رايو ورکوونکو د امنيت په ټينګښت کې دي لازم تدابير ونيسي.

يو شمېر غړو د زياتو امريکايي ځواکونو حضور د هېواد په زيان وباله، ويې ويل ممکن دغه کار په هېواد کې نيابتي جګړې زياتې کړي، اړتيا شته چې د زياتو پوځيانو د لېږ پر ځاي کورني ځواکونه په جنګي الوتکو، دافع هواي، درنو وسلو او نورو تجهيزاتو سمبال تر څو دغه زړه ور ځواکونه وکولاي شي د جګړو په ميدانونو کې ترهګرو په آسانۍ سره له منځه يوسي.

په غونډه کې يو شمېر سناتورانو په حکومت کې د وروستيو مقرريو او د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ د معاملاتو د احتمال په اړه خپلې نظريې  وړاندې کړي، څرګنده يې کړه چې ګمارل شوي اشخاص دي د هر ډول تعلقاتو پرته د نافذو قوانينو او لوايحو سره سم خپلې دندې پر مخ يوسي او خلکو ته دي خدمت وکړي.سناتورانو په خپلو خبرو کې جوماتونو، منابرو او ټولنو کې د وران وضعيت په ښه کولو کې د ديني عالمانو رول ګټور وباله او ويې ويل، بايد په دي برخه کې د هېواد علما او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت لا خپل فعاليتونه ګړندي کړي او پرينږدي چې د دي خاورې دښمنان د ځوانانو د پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه واخلي.

د ډيورنډ ليکې په اوږدو کې د پاکستان له خوا د نويو دروازو جوړول او د راکټي بريدونو غندل، د ترهګرو په اړه د محاکمو د حکم په پلي کېدو ټينګار چې په عدام محکوم شوي دي، د ښځې د نړيوالې ورځې د مارچ د اتمې له مله مبارکي، د څلور سوه بستريز روغتون د شهيدانو او ټپيانو له اړه د هېواد د هندوانو هېوادوالو خواخوږۍ څخه ستاينه، د بريښنايي پيژند پاڼو په ژر وېش ټينګار، د هلمند، کندز، بغلان او نورو ناامنيو سيمو امنيتي وضعيت ته جدي پاملرنه، د هېواد د صادراتي او وارداتي مالونو د بدلون په موخه د تورخم او سپين بولدک پولې د بديل موندل او ځينې نور مسايل مطرح شول.د مطرح شويو مسايلو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئيس څرګنده کړه چې دم ګړۍ د افغانستان ملت د پاکستان استخاباراتي تباه کاره سازمان پر وړاندې اعلان شوې جګړه کې قرار لري، نو نبايد په بېلا بېلو پلمو او د زبون دښمن په ګټه کار وکړو چې د حاکم نظام د کمزورتيا سبب شي، بلکې ملکفيتونو ته د مسئولينو د متوجه کولو سره د دوي په پياوړتيا او ښه والي کې هڅې وشي او زياته يې کړه چې د نظام په داخل کې د جاسوسانو د افشا په اړه د حکومت اقدامات به د مشرانو جرګې ملاتړ خپل کړي.

د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دايمي استازي څرګندونو څخه ملاتړ وکړ څرګنده يې کړه چې بايد دغه ګام وړاندي اخيستل شوې واي او د پاکستان ناوړه څېره چې د وېره اچوونکو څخه ملاتړ يې د خپل بهرني سياست تګلاره ګرځولي نړيوالو څخه ښکاره کړي واي.نوموړي د هغو آوازو په اړه چې د افغانستان د بشري حقونو د کمېسيون مشر د ملګرو ملتونو سازمان په يوې غونډه کې د امنيت شورا تور ليست څخه د حزب اسلامي د امير د نوم د ويستو په اړه خپل انتقاد څرګند کړي، محکوم کړ، زياته يې کړه چې نن د افغانستان خلک د هرې ورځې څخه زيات سولې ته تږي دي او هره ډله چې اساسي قانون ته احترام او تاوتريخوالي څخه لاس پورته کړي له هغې سره دي سوله وشي.فضل هادي مسلميار د ټاکنيزو د نېټې اعلام او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټولټاکنو جوړېدل د خلکو غوښتنه او د ديموکراسۍ اصل وباله، او پر عملي کېدو يې ټينګار وکړ، همدا راز د تورخم او سپين بولدک بندرونو د بديلو لارو د موندو له پاره د حکومت له هڅو څخه يادونه وشوه، ويې ويل چې په دي برخه کې بايد جدي کارونه وشي او بديلې لارې بايد وپلټل شي چې د قيمتونو بي څاري لوړېدل خلکو ته د نه زغم وړ دي.

 17-Hot95-JAL2.JPG

د مشرانو جرګې رئيس يو ځل بيا د مجلس ملاتړ د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه څرګند کړ او د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون ته يې دنده وسپارله تر څو د سردار محمد داود خان روغتون کې د زړه بوږنوونکې پېښې د رامنځته کېدو موضوع د امنيتي مسئولينو سره وڅېړي او پايلې يې په راتلونکې غونډه کې وړاندي کړي.

دغه راز په غونډه کې د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار د کندز ولايت د وګړنيزې شورا پيغام وړاندي کړل، ويې ويل چې د ياد ولايت خلک د امنيتي وضعيت څخه اندېښمن دي، هيله لري چې مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه امنيتي سکتور دي د طالبانو شتون څخه د سيمو د پاکولو په موخه منظم او لازم تدابير ونيسي، د کندز د امنيت په ټينګښت کې هڅې وکړي تر څو د تېرو کلونو پېښو څخه مخنيوي وشي.

 

همدا راز په غونډه کې د فراه ولايت سناتور ګل احمد اعظمي د خپل ولايتي سفر رپوټ وړاندي کړ، ويې ويل چې د فراه ولايت اوسېدونکې د بخش آباد بند د رغاونې کار د چټکتيا، د ترڅنګو ولايتونو په شان د بريښنا د بيې د کمښت، د امنيتي ځواکونو زياتوالې او فراه ښار کې د پوليسو حوزو د جوړېدو، خپله ولايت کې د زندانيانو د ساتنې، د فراه پوهنتون کې د انجنيرۍ پوهنځي د جوړېدو، ٧٨ مرزميل ته د ګمرک انتقال، د باغ پل سړک د پخولو او ياد سړک کې د استملاک شويو ځمکو د پيسو د ورکړې او ځينې نورو مسايلو غوښتونکي دي او هيله لري چې مسئولان او په ځانګړې توګه د ملي شورا مشرانو جرګه په دي برخه کې پاملرنه وکړي، د غونډې په پاي کې د ملکي هوايي چلند اسلامي شورا اساسليک او د اسلامي همکاريو سازمان د مصئونيت او امتيازونو هوکړه ليک معرفي او د څېړنو په موخه اړوندو کمېسيونونو ته راجع شو.