اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د چنګاښ ۲ مه٬ ۱۳۹۶ ل


د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ٢١ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د پټی په پریکولو سره دیادي جرګی د ویدیوکنفرانس مرکزپرانيست.

د دي مرکز د پرانیستلو په مهال چې د مجلس لومړي نايب انجنير فرهاد سخي، د منشي نايب نجيبه حسيني، يو شمېر سناتوران اود مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس حاضر وو، د مشرانو جرګې رئيس د ویدیوکنفرانس  له لاری د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له معين عبدالمالک صديقي سره دخبرو په ترځ کی،ددي ادارې د معین اود مشرانو جرګې د دارالانشا د لوی رئيس سيد حفيظ الله هاشمي او د ټولو کارکوونکو له هڅو څخه قدرداني څرګنده کړه او ويې ويل، خوښ يم چې د موکلينو غوښتنو او ستونزو ته  په خپل وخت د رسيدګۍ په موخه د مشرانو جرګې د ويديو کنفرانس مرکز د ملي شورا په مقر کې جوړ شو چې د اړتيا په وخت کې به اړوند ستونزي او غوښتنی د ویدیوکنفرانس له لاری د ولايتي شورا له غړو، واليانو، امنيه قوماندانانو او نورو حکومتي مسوولینو سره مخامخ شریکي کړی.

 21-Jadi95-MUT1.JPG

د مشرانو جرګې رئيس هيله څرګنده کړه چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره به هم په خپل وار سره د دي پروګرام په تنظيم کې له واليانو او ولايتي شوراګانو سره دايمي همکاري وکړي.

ورپسې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معين عبدالمالک صديقي د ويديو کنفرانس مرکز په جوړېدو کې د مشرانو جرګې ابتکار څخه قدرداني څرګنده کړه او ډاډ يې ورکړ چې د واليانو او ولايتي شوراګانو سره به د ويديو کنفرانس چارو په تنظيم کې له هيڅ راز هڅو او کوښښونو ډډه ونه کړي. ويل کيږي چې د مشرانو جرګې د ويديوکنفرانس نوي تاسيس شوي مرکز اوسمهال د شپږو ولايتونو سره وصل دي چې په نږدي راتلونکې کې به ټول ولايتونه د دي مرکز تر پوښښ لاندي ونيول شي.