اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۵ ل


د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ٢٠ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب انجنير فرهاد سخي نن په کابل کې ميشت د استراليا سفارت لومړي سکرتر ښاغلي انتوني هوروکس سره وکتل.

په دي کتنه کې چې د مجلس منشي نايب نجيبې حسيني هم حضور درلود، لومړي نايب اقتصادي او پوځي بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د افغانستان خلکو سره د دوي د مرستو او همکاريو د دوام په اړه وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې د ياد هېواد له ژمنو څخه قدرداني څرګنده کړه، زياته يې کړه چې افغانستان اوس هم په بېلا بېلو برخو او په ځانګړې توګه د امنيتي ځواکونو د ملاتړ او سمبالولو په برخه کې د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

 20-Jadi95-MUL1.JPG 

همدا راز انجنير فرهاد سخي د تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ويستو د هڅو په اړه د افغانستان په چارو کې د ځينو ګاونډيو هېوادونو د څرګندو لاسوهنو په اړه د افغانستان د خلکو اندېښنې څرګندې کړې، روښانه يې کړه چې نړيواله ټولنه دي نه پريږدي چې افغانستان يو ځل بيا د ترهګرو په ځآلو بدل شي، نوموړي د نړيوالې ورانوونکې پديدې په شان ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د جدي همکاريو غوښتونکې شو.

دغه راز په دي کتنه کې د مجلس منشي نايب په ملي شورا او په ځانګړې توګه مشرانو جرګه کې د ښځو د فعال حضور څخه معلومات وړاندي کړل، زياته يې کړه چې د ښځو د زورولو د منع قانون د دواړو مجلسونو ګډ کمېسيون کې د بحث وروسته تصويب او ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د توشيح په موخه د جمهوري رياست مقام ته واستول شي چې نوموړې ياد قانون د افغان مېرمنو له پاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.

ورپسې ښاغلي انتوني هوروکس د افغانستان خلکو سره د خپل هېواد د مرستو دوام څخه ډاډ ورکړ، ويې ويل چې د متبوع هېواد د ژمنو پر بنسټ به ياد هېواد د توکيو او شيکاګو کنفرانسونو کې هر کال سل ميليونه ډالر د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا په موخه د ٢٠١٥ کال څخه تر ٢٠١٨ کال پورې د افغان دولت په واک کې ورکړي. نوموړي د افغانستان خلکو ته د امنيت په ټينګښت کې د استراليايي ځواکونو قربانيو څخه يادونه وکړه، زياته يې کړه چې دم ګړۍ د ياد هېواد شاوخوا درې سوه سرتيري د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې حضور لري.

په پاي کې لومړي نايب او د مجلس منشي نايب د دواړو هېوادونو د پارلماني دوستۍ کمېټې په جوړېدو ټينګار وکړ، چې ښاغلي هوروکس ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې د غه وړانديز به د خپل متبوع هېواد پارلمان سره مطرح کړي.