اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د چنګاښ ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ٢٠ مه

د مشرانو جرګې د کمېسيونونو په غونډو کې يو لړ موضوعګانو تر بحث لاندي ونيول شوې.

د سيد صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ايټاليان جمهوريت تر منځ د هرات څخه د چشت شريف ولسوالۍ پورې د ختيځ- لويديځ دهليز د بيا رغاونې له پاره د آسانه پور د ورکړې موافقتنامنه په شپاړسو مادو کې تر بحث لاندی ونیول شوه او وپتييل شوه چې د لا زياتو معلوماتو د وړاندي کولو په موخه دي د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالو معاهدو رئيس او د ياد وزارت د اقتصاد رئيس دي د کمېسيون يوې غونډې ته راوبلل شي، دغه راز د کمېسيون غړو په مسکو کې د افغانستان د سفير څرګندونو څخه چې ويلي يې دي، تاجکستان هېواد په قاچاقونو کې لاس لري، خواشيني څرګنده کړه او ياد نظر يې د نوموړي شخصي نظروباله او ټينګار وشو چې د بهرنيو چارو وزارت دي د ديپلوماتيک عرف سره سم موضوع وڅيړي او د اجرااتو پايلې دي کمېسيون ته وړاندي کړي، د غونډې په وروستۍ برخه کې د بېرته راستنېدونکو او تروريزم سره د مبارزې په موخه افغانستان کې د جاپان هېواد د نولس ميليونو جاپاني ينو له مرستی  څخه هرکلې وشو او ياده مرسته يې په اوسنيو شرايطو کې چې بېرته راستنېدونکې د ستونزو سره مخ دي، مهمه او ګټوره وبلل.

20-Jadi95-Bio.JPG 

د الحاج صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د اړوندو مسئولينو له خوا د حقوقو د نه ورکړې په اړه د فراه ولايت د ١٣٩٥ کال د يو شمېر متقاعديو شکايت باندې خبرې وشوې، دوي وايي سره له دې چې ټول قانوني مراحل يې بشپړ کړي دي خو د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو بريالي شوي نه دي. د دوي عريضه د اړيکو له مخې ماليې وزارت ته واستول شوه تر څو په اړه يې اجراات وشي. همدا راز د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ايټاليان جمهوريت تر منځ د هرات څخه د چشت شريف ولسوالۍ پورې د ختيځ- لويديځ دهليز د بيا رغاونې له پاره د آسانه پور د ورکړې موافقتنامه د يوې مقدمې او شپاړسو مادو په داخل کې مطالعه او وپتييل شوه چې د کمېسيون غړي دي د يادې موافقنامې په اړه خپلې نظريې په عمومي غونډه کې وړاندي کړي.

20-Jadi95-Mali.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې وپتييل شوه چې د ملي دفاع وزارت د تاسيساتو رئيس دي د کمېسيون د مرغومي د پنځه ويشتمې نېټې په غونډه کې د ستراتيژيکو استخباراتو معاونيت د افسر ډګروال عبدالعليم د شکايت په اړه څرګندونې وکړي.

د کمېسيون د مرستيالي روشن آرا الکوزۍ په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ايټاليان جمهوريت تر منځ د هرات څخه د چشت شريف ولسوالۍ پورې د ختيځ- لويديځ دهليز د بيا رغاونې له پاره د آسانه پور د ورکړې په باب بحث او خبرې وشوې او د لا زياتو څېړنې په موخه راتلونکې غونډې ته پاتې شو.دغه راز د هرات ولايت د کوچيانو چارو د عمومي آمر حاجي محمد عارف اسحاقزي د شکايت په اړه بحث او خبرې وشوې، نوموړې ادعا لري چې د يو شمېر مشرانو له خوا چې په مرکز کې ميشت دي، غواړي چې قومي اختلافونه او ناامنۍ رامنځته کړي او غواړي د خپلو شخصي ګټو له پاره د کوچيانو شورا جوړه کړي، په داسي حال کې چې دم ګړۍ په ياد ولايت کې د کوچيانو شورا موجوده او بلې شورا ته اړتيا نه شته، همدا راز پريکړه وشوه چې د کوچيانو چارو عمومي رياست ته مکتوب واستول شو تر څو د يادې موضوع په اړوند پوره څېړنې وکړي او د خپلو اجرااتو رپوټ په رسمي توګه کمېسيون ته راوليږي.همدا راز راز د کمېسيون غړو په مرکزي حکومت غږ وکړ چې په هېواد او په ځانګړې توګه د کنړ ولايت کې د ځنګلونو د پري کولو او د لرګيو د قاچاق پر ضد دي جدي اقدام وکړي، دا په داسي حال کې ده چې د څو ورځو راهيسې د کنړ ولايت يو زيات شمېر لرګي د محصول پرته نورو ځايونو ته قاچاق کيږي او ځنګلونه په بي رحمۍ سره قطع کيږي. همدا راز د کمېسيون غړو د کډوالو چارو وزارت او طبيعي پېښو ادارې څخه وغوښتل تر څو هغه کډوال چې د هېواد بېلا بېلو برخو ته کډه شوي او په بد وضعيت کې دي  سملاسي دي د غذايي اوسون توکو مرستې ورسره وشی.

 

 د يو بل خبر له مخې د مېرمنې ليلما احمدي په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون پلاوي د کابل ښارپه  اتمه ناحيه کې د جهان د لوړو زدکړو موسسې  څخه ليدنه وکړه.

په پیل کې د کمېسيون پلاوي د درسي ټولګيو، کتابتون، کمپيوټر لیب، څېړنيزو مرکزونو، د جندر شعبو، اداري او نورو برخو څخه ليدنه وکړه او د يادې موسسې  رئيس د معلوماتو د وړاندي کولو به ترځ کی وویل چی  د جهان د لوړو زدکړو موسسه د ١٣٩١ کال راهيسې محصلینو ته د حقوقو، شرعياتو، کمپيوټر ساينس او اقتصاد په برخو  کې د يو سلو شلو استادانو له خوا درس ورکول کيږي. د پلاوي غړو د ليدنې پر مهال د جهان خصوصي لوړو زدکړو موسسه د کتابتون، څېړنېز مرکز، کنفرانس خونې  او کمپيوټر زدګړې دوړيا کورسونو د لیدنی په ترځ کی،ټينګار وکړ هغه نيمګړتياوې او کمښتونه چې د هییت له لوری په ګوته شوی  حل او کمېسون ته دي ډاډ ورکړي.

د کمېسيون د منشي ګل احمد اعظمي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون غونډې په کابل ښار او په ځانګړې توګه يولسمه ناحيه کې د جنايي جرمونو د ډېرښت، ښار کې د غير مسئوله وسله والو افرادو د تګ راتګ، وسله والو غلاو، د موټرو د غلا او ځينو نورو مسايلو په اړه راغلي شکايتونه د کابل امنيه قوماندانۍ امنيتي مرستيال او د پوليسو د يولسمې حوزې آمر سره په بحث کې مطرح شول.يادو مسئولانو په هېواد کې د واقعاتو د شمېرنې تر څنګ د پوليسو لاسته راوړنو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، په نږدي ورځو کې پنځلس موټرې د غلو څخه د پوليسو لاس ته لوليدلي او خاوندان يې کولاي شي يادې موټرې د امنيه قوماندانۍ څخه ترلاسه کړي او زياته يې کړه چې د جعلي پليټونو څخه ګټه اخيستل د ناامنيو د زياتوالي سبب شوې او ځينې وخت ليدل کيږي چې دولتي لوړپوړي چارواکي هم د دا ډول پليټونو څخه ګټه اخلي او د کورنيو چارو وزارت د خپلسريو څخه د مخنيوي په موخه د وسلې کار د جواز وېش ځنډولي او د ملي امنيت شورا د لاروښوونې په تمه ده.دغه راز د حيدري مارکيټ خاوند ته د يو شمېر پيسو په ورکړې سره سره د ياد مارکيټ د دويم ځلي جوړېدو څخه وروسته د دوکانونو د نه سپارلو په اړه د کابل ښار د لومړې ناحيې د ياد مارکيټ د تيمورشاهي سړک د سرو زرو د دوکاندارانو شکايت وڅېړل شو، کمېسيون د هټيوالو د څرګندونو د اورېدو وروسته پريکړه وکړه چې د جنوب زون د څارنوالې رئيس، د مارکيټ خاوند او شکايت کوونکې دي په راتلونکې غونډه کې حاضر او د سناتورانو پوښتنو ته دي ځواب وړاندي کړي. د غونډې په پاي کې د فارياب ولايت څخه د کمېسيون د يو شمېر غړو رپوټ ولوستل شو.په رپوټ کې د المار بند او دهن درې کې د ستونزو، د ياد ولايت عامې روغتيا پروژه کې د نيمګړتياو، د چارواکو له خوا د سرې مياشتې د رئيس د نه معرفي په اړه د ياد ولايت د ياد بنسټ د بي برخليکۍ، د ناامنيو د زياتوالي، کورنيو بيځايه شويو ته د نه رسيدګۍ او ځينې نور مسايل په بحث کې مطرح کړل، وپتييل شوه چې د تدارکاتو د عالې کمېټې غړو څخه دوه تنه غړي، د اوبو او انرژۍ، عامې روغتيا او کډوالو وزيرا، د سرې مياشتې رئيس، د کورنيو چارو وزارت لوي معين او نور اړوند مسئولان دي د کمېسيون د غړو پوښتنو ته څرګندونې وکړي.

 20-Jadi95-Shikayat.JPG

د مېرمنې ګلالۍ اکبري په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار بريښنا د ستونزو په اړوند خبرې او وپتييل شوه چې د بريښنا شرکت عمومي رئيس او د کابل بريښنا سوداګريز مرستيال او د کابل بريښنا د دفتر مسئول دي د څرګندونو په موخه د کمېسيون د مرغومي د شپږ ويشتمې نېټې غونډې ته راوبلل شي، دغه راز د هندلنګ خدمتونو په برخه کې د آريانا ناس شرکت قرارداد کې د شته ستونزو په اړه بحث او د کمېسيون غړو د ياد شرکت د ماشينرۍ برخې څخه د ليدنې تر څنګ معلومه کړه چې د ياد شرکت ټول ماشينونه دي زاړه او دويم لاس دي او نوي تخنيکي وسايل يې د کابل هوايي ډګر ته نه دي انتقال کړي او دغه شرکت د کندهار او هرات ولايتونو کې د خدمتونو د وړاندي کولو په برخه کې هم ستونزې لري او هم د ياد شرکت د منفک شويو کارکوونو د ستونزو د حل په اړه د څرګندونو د وړاندي کولو په هکله د دي کمېسيون غونډو کې د آريانان ناس شرکت د رئيس په پرله پسې نه حضور نيوکه وشوه او وپتييل شوه تر څو د مرغومي د شپږ ويشتمې نېټې په غونډه د آريانا ناس شرکت رئيس، د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رئيس او د کابل نړويوال هوايي ډګر کې د صافي شرکت مسئول ګډون وکړي، د غونډې په وروستۍ برخه کې د کمېسيون د يو کلنو کړنو د رپوټ د لوست سربېره، د کارته نو سړک کې د شته ستونزو په اړوند چې څه موده وړاندې د کمېسيون د پلاوي له خوا

20-Jadi95-Mukhabirat.JPG 

يې ليدنه شوې وه او ياد سړک د ښاروالۍ د نورم او معيارونو سره سم نه دي رغاول شوي او هم د اوومې ناحيې د استوګنې سيمه د لوړ پوړيزو ودانيو د جوړېدو په اړه د روسيې سفارت شاته سيمې د خلکو د ستونزو په اړه خبرې وشوې، وپتييل شوه تر څو د يادو مواردو په اړه د څرګندونو د وړاندي کولو په موخه د کابل ښاروالۍ سرپرست، د کابل ښاروالۍ د اتمې ناحيې رئيس، د کارته نور سړک د قراردادي شرکت مسئول، د اوومې ناحيې رئيس او د حوزې رئيس دي د دوشنبې ورځې غونډې ته راوبلل شي.

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې وپتييل شوه چې د ملي دفاع وزارت د تاسيساتو رئيس دي د کمېسيون د مرغومي د پنځه ويشتمې نېټې په غونډه کې د ستراتيژيکو استخباراتو معاونيت د افسر ډګروال عبدلعليم د حقوق شکايت په اړه څرګندونې وکړي.