اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د تلې ۲۸ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ١۹ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په عمومي غونډه کې د مشرانو جرګې کورنيو دندو اصولو موادو کې يو شمېر تعديلونه تصويب او په بغلان ولايت کې د ملکي افرادو وژنه وغندل شوه.

د مشرانو جرګې کورنيو دندو اصولو موادو کې د تعديلونو طرح د مجلس د کاري چارو د لا ښه تنظيم په موخه چې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې پيشنهاد شوي وو د سناتورانو هر يو مولوي غلام محۍ الدين منصف، حاجي محمد حسن هوتک او عزيزې مصلح له خوا غونډې ته وړاندې او تصويب شول.

19-Jadi95-JAL1.JPG 

دغه راز په غونډه کې هرات څخه چشت شريف پورې د ختيځ او لويديځ له پاره د آسانه پور د  ورکړې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ايټاليا دولت تر منځ د پور موافقتنامه معرفي او د څېړنې په موخه ځانګړې کمېسيون ته راجع شوه. په نننۍ غونډه کې رئيس او د مجلس غړو د وېره اچوونکو له خوا د بغلان ولايت تاله او برفک ولسوالۍ انار درې سيمه کې د اوو تنو کان ويستونکو ډله ييزه وژنه په کلکو ټکو وغندله او د شهيدانو روحونو ته د دعا او د دوي پاتې کسانو ته د ډاډګېرنې د څرګندونو تر څنګ د مسئولو ارګانونو او په ځانګړې توګه د ياد ولايت سيمه ييزې ادارې څخه وغوښتل شول چې ژر تر ژره د دي بشري ضد جنايت عاملن وپيژني او د څېړنې لاندي دي ونيسي او زياته يې کړه چې ترهګر د خپلو بادارانو د لاروښوونې پر بنسټ تل هڅې کړي چې په دا ډول وژنو سره د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ قومي، مذهبي او سمتي تضادونو ته لمن ووهي تر څو د افغانستان وضعيت لا زيات ګډ وډ او کړکېچن کړي او بالاخره خپلو شومو او ناپاکو موخو ته ورسيږي چې هيڅکله به خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي، بلکې د اجنبي خاينانه توطيو او دسيسو په لاره اچوولو سره به د افغانستان مقاوم ملت د مخکې څخه زيات منسجم او زموږ د ګران هېواد د دين د دښماننو د شومو غرضونو پر وړاندې به ودريږي.

همدا راز په غونډه کې د کابل پوهنتون د پخواني استاد او د هېواد د وتلي تاريخ ليکوونکې پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ مړينه يوه لويه علمي ضايعه وبلل شوه او د قرآنکريم د مبارکو آياتونو په تلاوت سره د مرحومي روح ته دعا وشوه. دغه راز په آزادو بحثونو کې هلمند ولايت کې د امرکيا د درې سوه سمندري ځواکونو ميشت کېدل، په ياد ولايت کې د جګړې د دوام څرګندوي وبلل شو چې وړاندې هم زرګونه بهرني عساکر په هلمند ولايت کې ميشت وو او هيڅ وخت ياد ولايت کې امنيت ټينګ نه شو او بايد حکومت د هلمند سيمو د پاکولو په موخه ګټور تدابير تر لاس لاندي ونيسي او د کورنيو بيځايه شويو وضيت او حالت ته چې زرګونو کورنيو ته رسيږي، اقدام وکړي او  هم هلمند  ولايت ته د حکومت له خوا په يو خت د والي د دوو مرستيالانو استولو څخه نيوکه وشوه.

په آزادو بحثونو کې، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ  وويل شول چې هغه وخت رارسيدلي تر څو د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونه په هغو سيمو کې چې طالبانو او نورې ترهګرې ډلې فعاليت کوي خپلو چاڼيزو عملياتو ته پراخوالي ورکړي او دښمن ته وخت ورنه کړي چې په راتلونکې اوړي کې په خطرناکو خوځښتونو لاس پورې کړي. سناتورانو په نشه يي توکو د روږدو کسانو د مراقبت او درملنې په برخه کې د مسئولان د نه پاملرنې څخه نيوکه وکړه، ويې ويل چې د هوا سړښت سره هره ورځ څو تنه روږدي په کابل ښار او په ځانګړې توګه د پل سوخته لاندي خپل ژوند له لاسه ورکوي، بايد مسئولان د دوي په درملنه او راټولولو کې جدي پاملرنه وکړي تر څو له يوې خوا عام خلک زيانمن نه شي او له بلې د دوي انساني کرامت پايمال نه شي.

د مشرانو جرګې غړو د هېواد بهرني سياست کې د مشخصې پاليسې نشتوالي څخه يادونه وکړه، ويې ويل چې د مدون بهرني سياست نشتوالي سبب شوې چې افغانستان د لويو قدرتونو د سياليو ډګر وګرځي چې د پاکستان سربېره يو شمېر نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي چې بايد په دي برخه کې پاملرنه وشي. په غونډه کې د کنړ ولايت د ځنګولو د بي څاري او بي رحمانه پري کولو او د يادو ځنګلونو پري کولو څخه د نه مخنيوي په اړه نيوکه وشوه او وپتييل شوه چې د مشرانو جرګې پلاوې دي دغه مسله له نږدي وڅيړي، او پايلې او ترلاسه شوي معلومات دي مشرانو جرګې سره شريک کړي تر څو پر بنسټ يې مقتضي پريکړې وشي.همدا راز په غونډه کې د هېواد د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړي شاه پور ځدران په وړونکې موټر د کابل بګرامۍ سيمه کې وسله وال بريد په سختو ټکو وغندل شو او د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون ته دنده وسپارل شوه چې دغه مسله او په بغلان کې د څو تنو وژل وڅيړي. د بحثونو په جمع بندۍ کې د مشرانو جرګې رئيس بغلان ولايت کې د ملکي افرادو د وژلو د غندلو او د دوي د عاملنو په نيولو د ټينګار تر څنګ، د کابل پوهنتون د پخواني استاد پوهاند دوکتور محمد حسن د مړينې له امله د هېوادوالو ته ډاډګېرنه وړاندي کړه او څرګنده يې کړه چې حکومت دي د مرحومي د تدفين او خاورو سپارلو مراسم په محترمانه توګه پرځاي کړي.

فضل هادي مسلم يار په خپلو خبرو کې د يو شمېر سناتورانو پوښتنو ته وويل، شايد د کابل واشنګټن او کابل ناټو د امنيتي تړونونو د ځينو موادو په  عملي کېدو کې د هېوادوالو د غوښتنو سره سم کار نه وي شوي او يا هم نن افغانستان په هغه ځاي کې قرار درلود چې په يواځي ځان يې د نړيوال تروريزم سره مبارزه کولي او ټينګار يې وکړه چې د اړيکو او قراردادونو د شتون پرته افغانستان نه شي کولاي خپل سياسي ژوند ته دوام ورکړي، ځکه د سياسي تعلقاتو درلودل د حاضر عصر د اړتياو څخه شمېرل کيږي او د سعودي عربستان په ګډون نن زياتره اسلامي او غير اسلامي هېوادونه د امريکا متحده ايالاتو سره اړيکې لري، نو نبياد د احساساتي نظريو په وړاندي کولو سره چې د عامه ذهنونو د ګډوډۍ سبب ګرځي د امنيتي قرارداد د لغوې غوښتونکې شي، بلکې حکومت بايد د دي قرارداد په کامل تطبيق او د امنيتي ځواکونو او په ځانګړې توګه د هېواد د هوايي ځواکونو په سمبالولو او ملاتړ کې هڅې وکړي.

د مشرانو جرګې رئيس د هلمند ولايت کې د امريکايي نويو ځواکونو ځاي پر ځاي کول په هغه صورت کې ګټور وبلل چې دوي وکولاي شي د هېواد د امنيتي ځواکونو روزنې څخه په مستقيم ډول د ترهګرو سره جګړه وکړي او له هلمنديانو څخه دفاع وکړي. د مجلس رئيس د هېواد ځنګلونه ملي پانګه وبلله، ويې ويل چې حکومت بايد پراخو تبليغاتو او افواهاتو ته چې دا ورځې په ټوليزو رسنيو کې د ياد ولايت د ځنګلونو د پريکون او قاچاق په اړه د ياد ولايت د سيمه ييزې ادارې د يو شمېر مسئولينو پر وړاندې يې کوي، پاملرنه وکړي او د صحت او نه صحت موضوع دي روښانه کړي څرنګه چې د ملي پانګې څخه ساتنه د ټولو بنسټونو او دولتي ادارو د دندو او مسئوليتونو له جملې څخه شمېرل کيږي.

19-Jadi95-JAL2.JPG 

فضل هادي مسلم يار د اسلامي ثقافت مضمون تدريس باندې د ځينو نيوکه، د هېواد د خلکو د عقيدې پر وړاندې وبلله، ويې ويل چې يو شمېر استادانو خپله اندېښنه په دي برخه کې ماسره شريکه کړي او خپله مې په روښانه توګه د هېواد د اساسي قانون د ديارلسمې کليزې په لمانځغونډه کې چې د جمهوري رياست ارګ کې جوړه شوې وه ياده کړي او ډاډ ورکوم چې هيچاته به د پوهنتونونو درسي نصاب څخه د اسلامي ثقافت مضمون د حذف او يا هم سپکاوي حق ورنه کړي او د لوړو زدکړ وزارت بايد د اسلامي ثقافت د لا پياوړتيا په برخه کې اقدام وکړي.

په پاي کې د مجلس رئيس د د يني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو چارو کمېسيون ته دنده وسپارله تر د وارد شويو ادعاو صحت او ثقم موضوع چې ويل کيږي د يومف سويس خصوصي پوهنتون له اعتباره ساقط دي، د شته اسنادو په رڼا کې وڅيړي او هم د کورنيو چارو وزارت څخه وغوښتل شول تر څو د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ کې د پوليسو منسوبينو په لاره کې شته ستونزو ته رسيدګي وکړي.