اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د وږي ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ١٩ مه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن په هم ګټو هېوادونو کې د جمهور رئيس د ځانګړي استازي محمد شاکرکاګرسره د ملی شورا په مقر کې وکتل.

په دي کتنه کې په داسي حال کې چې د مجلس منشي مولوي عبدالله قرلق هم حاضروو؛د ولسمشر ځانګړي استازي د په افغانستان کې د پانګونې په موخه د منځنۍ آسيا هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو په هکله ديادوني په ترځ کی وويل چې د ترکمنستان- آقينې د اوسپنې پټلۍ دپروژې افتتاح سره به د افغان سوداګرو ستونزي حل شي او زياته يې کړه، دغه ترانزیتی لاربه لمړی ترکمنستان د فارياب ولايت د آقينې بندر سره د ٣٥ کيلو مترو په واټن وتړي او په دويمه مرحله کې به د آقينې بندرڅخه د مزارشريف او کندز ښارونوته وغځيږي چې د دي پروژي په پلی کولو سره به زیات کاري فرصتونه رامنځ ته شي .

19-Jadi95-MUL1.JPG 

ورپسې د مشرانو جرګې رئيس د بنسټیزواقتصادي پروژو پلی کول هیوادوالو ته يوه لويه لاسته راوړنه وبلله، زياته يې کړه چې د دا ډول پروژو افتتاح به د سيمې او هېوادونو د اقتصادي همکاريو په پياوړي کولو کې مهم رول ولري او وروسته يي په داسي حال کې چې يو شمېر سناتوران هم حاضروو؛ د مشرانو جرګې د تقديرليک او نښان په ورکړې سره يې د ولسمشر د ځانګړې استازي له فعاليتونو او کړنو څخه ستاينه وکړه او په ورسپارل  شويو دندو کې يې د نوموړي د لا زياتو برياليتوبونو هيله څرګنده کړه.

همدا راز د مشرانو جرګې رئيس د هرات ولايت د نشه يي توکو سره د مبارزې د رئيس غلام جيلاني دقيق کاري رپوټ واوريد.

په دي ليدنه کې نوموړي د نشه يي توکو د کښت او قاچاق  د کمښت په موخه د ياد رياست د لا سته راوړنو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ د نشه يي توکو د ضررونو څخه د پوهاوي په برخه کې د ديني عالمانو، ځوانانو،مدني فعالانو او رسنيو رول ګټور وباله.

د مشرانو جرګې رئيس دنشه يي توکوکر،قاچاق اواعتیاد يې په هېواد کې يوه لويه ستونزه وبلله، ټينګار يې وکړ چې اړوند ارګانونه دي په دي برخه کې عملي پروګرامونه ترلاس لاندي ونيسي اوپه پای کی یی  دښاغلی دقیق  د فعاليتونو ستايني په موخه نوموړی ته دمشرانوجرګی تقدیر نامه ډالۍ کړه.