اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د كب ۷ مه٬ ۱۳۹۵ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ١٨ مه

د مشرانو جرګې د نن ورځې د کمېسيونونو په غوڼدو کې يو لړ موضوعګانو تر بحث او څېړنې لاندي ونيول شوې.

د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د ملي دفاع وزارت مرستيال، د ياد وزارت د حقوقو رئيس، د پيژنتون مرستيال او د کابل ښاروالۍ د ملکيتونو رئيس د ملي دفاع وزارت له خوا د حقوقو او امتيازونو د نه ورکړې په اړه د ملي اردو د پخوانيو يو شمېر افسرانو د شکايت په اړه څرګندونې وړاندې کړې، د ملي دفاع وزارت مرستيال په دي برخه کې وويل، د يادو افسرانو درې کلن معاشونه د ملي دفاع وزارت له خوا د څو قسطونو په ترڅ کې وويشل شول او د کابينې د پريکړې سره سم بايد د دوي د تقاعد د حقوقو په مقابل کې يوه يوه نمره ځمکه د دوي په اړوندو ولايتونو کې پرې ويشل شوې واي،خو پدی اړه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د کابينې د مصوبې د پلي کېدو په برخه کې تر اوسه په پراخ ډول اجراات نه دي کړي.

ورپسې د کابل ښاروالۍ د ملکيتونو رئیس وويل چې د ملي دفاع وزارت د راستول شوي لست له مخې بايد د کابل ولايت کې شاوخوا اوولس زره نمرې ويشل شوې واي، مګر د املاکی شخړوله امله تر اوسه نهه سوه نمرې ويشل شوي دی.

د ملي دفاع وزارت د حقوقو رئیس زياته کړه، په ميدان وردکو ولايت کې شاوخوا دوه سوه نمرې ځمکه ويشل شوي او شاوخوا دوه زره نمرې ځمکه چې ټاکل شوې وه د کابل نوي ښار پروژه کې وويشل شې؛ خو د کابل ښاروالۍ د يادو نمرو په بدل کې د پيسو غوښتونکې ده چې د کابينې د مصوبې له مخې بايد ياد ملکيتونه په وړيا ډول وويشل شي، کمېسيون وپتييله چې د ملي دفاع وزارت مرستيال دي دغه موضوع په کابينه کې مطرح او يو شمېر  هغه دولتي ادارې چې په دي برخه کې يې ناغيړي کړي، جمهوري رياست ته دي خبر ورکړشی، او د خپل پايلو څخه دي د کمېسيون د مرغومي د نهه ويشتمې نېټې په غونډه کې رپوټ وړاندي کړي.

 18-Jadi95-Shikayat.JPG

د غونډې په بله برخه کې د کنړ ولايت ته د کوم موجه دليل پرته د کابل ښار د پوهنې رياست د بشري منابعو د پخواني مدير د تبديلۍ په اړه د نوموړي شکايت د پوهنې وزارت د بشري منابعو د رئيس او د کابل ښار د پوهنې د رئيس په حضور کې مطرح او پدی هکله لازمی پريکړه وشوه. دغه راز د ښځينه ليليې د نشتوالي د هرات او فراه ولايتونو د ښځو چارو شکايت او د خديجې کبرا سوداګريز مرکز په اړوند د هرات ولايت د ښځو چارو د ستونزې په اړه بحث ترسره شو، کمېسيون وپتييله چې د ښځو چارو وزارت معين، د ملي د فاع وزارت د تاسيساتو رئیس، د لوړو زدکړو وزارت معين او د ياد وزارت د ليليو رئیس دي د کمېسيون راتلونکې غونډې ته راوبلل شي.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه بحثونه وشول او ټينګار وشو چې مسئول ارګانونه دي د طالبانو له شتون څخه د سيمو په پاکولو کې لازم اقدامات تر لاس لاندي و نيسي او د دي تر څنګ دي د کورنيو بيځايه شويو او بېرته راستنېدونکو سره لازمې مرستې وشي. دغه راز په غونډه کې د يو شمېر خلکو د زنداني کولو په اړه د دايکندي ولايت د امنيه قوماندان څخه راغلې شکايت واوريدل شول او وپتييل شوه چې دغه مسله دي د امنيتي چارو له لوي معين سره مطرح شي. د غونډې په پاي کې د کورنيو چارو وزارت د سوانحو او کمپيوټري چارو مدير ډګروال بشير احمد د خيالي پوليسو د پېژندنې او امنيتي منسوبينو د ثبت په اړه د خپلو اجرااتو په اړوند معلومات وړاندې کړل چې د کمېسيون د قناعت وړ وګرځيدل.

18-Jadi95-Dfai.JPG 

د قاري مير حاتم تره خيل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د ننګرهار ولايت د يو شمېر اوسېدونکو د شکايتونو او عرايضو په اړده د ياد ولايت د ولايتي شورا ليک مطالعه او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شوې. د غونډې په پاي کې وپتييل شوه چې د مشرانو جرګې د دارالانشا مالي او خدماتي رئيس دي،د اداري مسايلو په اړه د کمېسيون يوې غونډې ته معلومات وړاندی کړي.

18-Jadi95-Emtiazat.JPG 

د حاجي نظر محمد فقيري په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د بغلان ولايت رپوټ واوريدل شو، د بغلان ولايت څخه د راغلي رپوټ پر بنسټ ناپيژاندو وسله والو پرون د تاله او برفک ولسوالۍ انار دره سيمه کې د ډبرو سکرو د کان ديارلس تنه کارګر شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان کړي دي، کمېسيون د شهيدانو کورنيو سره د خواخوږۍ د څرګندونو تر څنګ دغه عمل وغانده او د عاملينو د پيژندلو غوښتونکې يې شو. د غونډې په بله برخه کې کابل ښار کې د برېښنا وېش او مصرفی بیل يې غير عادلانه وبلل شو، څرګنده شوه چې يو شمېر زورواکي او دولتي چارواکي د بريښنا لګښت نه تحويلوي چې بايد په دي برخه کې پاملرنه وشي او د دي تر څنګ ميتر لوستل بايد هره مياشت ترسره شي.

18-Jadi95-Aqwam.JPG 

د پوهنملې حميرا نعمتي په مشرۍ د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون په غونډه کې د هلمند ولايت د پوليسو د ښځينه منسوبي وژل چې نوموړې د کورنيو ستونزو له امله خپله دنده پريښودې وه، په کلکو ټکو وغندل شو، ټينګار وشو چې د ياد جنايت ترسره کوونکې دي وپيژندل شي او مجازات دي شي. د غونډې په بله برخه کې د هېواد ښځينه زندانيانو وضعيت څخه رپوټ مطالعه او څرګنده شوه چې د کمېسيون ترلاسه شوي معلومات روښانوي چې د تېر څخه د زندانونو عمومي وضعيت ښه شوې خو د بهرنيو هېوادونو زندانيان د ماشومانو سره په يوې خونه کې دي چې دغه عمل د کمېسيون د اندېښنې وړ دي، بايد په دي برخه کې مسئولن ارګانونه لازمه پاملرنه وکړي.

18-Jadi95-Zana.JPG 

 د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ  دملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د ١٣٩٥ مالي کال دويمه ربع کې د وزارتونو او دولتي ادارو د پراختيايي پروژو د پلي کېدو ميزان په اړه د اقتصاد وزارت راستول شوې رپوټ واوريدل شو. په رپوټ کې راغلي چې د مالي کال دويمه ربعه کې دوه شپېته پروژې چې زياتره يې د پوهنې سکتور کې دي، پاي ته رسيدلي دي او د شپږ پنځوس پروژو چارې د متعددو دلايلو پر بنسټ ځنډيلي دي، کمېسيون وپتييله چې د هغو ادارو مسئولان چې پروژې يې ځنډيدلي، د ځواب په موخه کمېسيون ته احضار شي. د غونډې په پاي کې د مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې د پريکړې سره سم وپتييل شوه چې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون څلورنيم مياشتينې کاري رپوټ ترتيب او عمومي غونډې ته دي وړاندي شي.

18-Jadi95-Mali.JPG

د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د ماليې وزارت د ګمرکونو عملياتي رئيس په عمدي ډول د اسلام قلعه بندر د سکنر ماشين د غير فعالولو په اړه چې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون څارنيز رپوټ کې وړاندي شوې وو، څرګندونې وکړي. د ماليې وزارت د ګمرکونو عملياتي رئيس د ياد ماشين غير فعالول په عمدي توګه ونه بلل، ويې ويل چې د اسکنر ماشينونه په زياترو بندرونو کې د زړښت له امله غير فعال دي چې په دي برخه کې څو مکتوبونه د اړوندو ادارو عنواني استول شوي دي. کمېسيون د نوموړي د څرګندونو په اورېدو سره پريکړه وکړه چې د ماليې وزارت دي د فساد د رامنځته کېدو څخه د مخنيوي په موخه موضوع د وروستۍ پريکړې په موخه د وزيرانو شورا ته پيشنهاد کړي. د غونډې په بله برخه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د تعيناتو بورد د اجرائيوي بورد رئيس څخه د هرات ولايت ازموينې بهير کې د کمېسيون د تفتيش او په ياد ولايت کې د پوښتنو بانک د نشتوالي په اړه يو لړ پوښتنې مطرح شوې، نوموړي د څرګندونو د وړاندي کولو تر څنګ وويل، د فرمان په ترڅ کې د کمېسيون رول په څارنيزو ازموينو کې وو او د سوالونو بانک د ادارو او وزارت خانو مسلکي او تخصصي برخو پورې اړه لري.

18-Jadi95-Adli.JPG 

د مېرمنې ليلما احمدي په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زدکړو د موسسو رئيس په داسي حال کې چې د سمنګانو ولايت د لوړو زدکړو موسسې رئيس هم حاضر وو د سمنګانو ولايت کې د ترانسپورت او لابراتوار د نشتوالي، د تشکيل د کمښت، د څښاک اوبو او د ښځينه او نارينه ليليې د نشتوالي، د مجهز کتابتون د نشتوالي، د کنفرانس صالون او ورزشي ميدان د نشتوالي او د نرسنګ انستيتوت د نشتوالي د ستونزو په اړه څرګندونې کړي او د پوهنتونونو او د لوړو زدکړو وزارت د خصوصي لوړو زدکړو د موسسو د رئيس او د سمنګانو ولايت د لوړو زدکړو د موسسې د رئيس کار او فعاليت د کمېسيون د غړو له خوا تقدير شو او د تقدير ليک په ورکړې سره له دوي څخه قدرداني وشوه.

18-Jadi95-Farhangi.JPG 

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د ترهګرو له خوا په دايکندي ولايت کې د ديارلسو تنو وژل په کلکو ټکو وغندل شول او د حکومتي چارواکو وغوشتل شول چې په دي برخه کې جدي څېړنې وکړي. د غونډې په بله برخه کې هندوستان هېواد کې د افغان وګړو د ستونزو په اړه خبرې وشوې، وويل شول يو شمېر هغه افغانان چې د درملنې په موخه ياد هېواد ته سفر کوي زياتې پيسې د خپلې درملنې په بدل کې د ياد هېواد اتباعړو ته ورکوي. په غونډه کې ياد هېواد کې ميشت د افغانستان سفارت د کم کارۍ د څرګندولو تر څنګ، وپتييل شوه چې يادې ستونزې دي د هېواد د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره شريکي شي. د غونډې په پاي کې د امريکا فلوريډا ايالت کې ځانمرګي بريد وغندل شو، ټينګار وشو چې تروريزم يوه نړيواله ستونزه ده او اړتيا شته چې هېوادونه د تروريزم د ځالي په لمنځه وړو کې په ګډه کار وکړي.

18-Jadi95-Bio.JPG