اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د كب ۵ مه٬ ۱۳۹۵ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ١٥ مه

د مشرانو جرګې د د دولس ګونو کمېسيونونو د نن و رځې په غونډو کې يو لړ موضوعګانو تر بحث لاندي ونيول شوې او په اړه يې لازمې پريکړې وشوې.

د محمد هاشم الکوزي په مشرۍ د دفاعي چارو او کورني امنيت د کمېسيون په غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د نفوسو د احوال  دثبت او بريښنايي پيژندپاڼو عمومي رئيس، د پاسپورت رياست د بشري منابعو رئيس او يو شمېر مسئولانو د پاسپورت او پيژندپاڼو د وېش د څرنګوالي او په دي برخه کې د هلمند ولايت کې د کوچيانو او کډوالو د ستونزو په اړه څرګندونې وکړي، ويې ويل چې هره ورځ د پنځو څخه تر اوو زرو پورې مراجيعن د خپلو تذکرو د تاييد په موخه دي رياست ته مراجعه کوي او د جعل او فساد څخه د مخنيوي په موخه کمپيوتري سيستم جوړ شوي، همدا راز د هويت د پيژندلو او د سفارت خانو سره د ا ړيکو په موخه ملي مرکز جوړ شوې چې د هېواد مرکز او ولايتونو کې د ټولو نمايندګيو سره وصل دي او کاري اسانتياوې يې برابري کړي دي. يادو مسئولينو بريښنايي پيژندپاڼو اداره کې د کارکوونکو د استخدام د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندي کړل ويې ويل، د ياد رياست اړوند ٣٥٠ بستونه اعلان ته وړاندي شوي وو او د ازموينې د خيستو بهير کې د روڼوالي په موخه په بهير کې د ناظرينو په توګه د امنيت شورا او آي او ام دفتر د استازو په حضور د پنځه زره کسانو څخه ازموينه واخيستل شوه چې له دي جملې څخه درې سوه پنځوس تنه استخدام شول.

 15-Jadi95-Dfai.JPG

د لطيف خان ژوندي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د طالبانو شتون څخه د هېواد د بېلا بېلو سيمو او په ځانګړې توګه د کندز يو شمېر ولسواليو او د بغلان ولايت د دهنې غوري و لسوالۍ د بېرته نيولو د پڅ بهير او د دي ډلې د بيا سمبالېدو څخه اندېښنه څرګنده شوه، په ډاګه شوه چې حکومت او نړيوال ملګري دي موضوعي په جدي توګه وڅيړي، له دي پرته ناوړه پايلې به يې د نه جبران وړ وي. د غونډې په بله برخه کې د ازبکستان اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګريزو مالونو د ترانزيت د اساي حل لارې د پلټنې په اړه د تاشکند ښار کې د افغانستان او ازبکستان تجارتي، ترانزيتي او اقتصادي همکاريو د ګډې کمېټې ناستې څخه هرکلې او هيله څرګنده شوه چې له دي لارې دي ترانزيتي شته ستونزې حل شي. دغه راز په غونډه کې د افغانستان او هندوستان تر منځ د د ولتي کمېټو د جوړېدو او همدا راز د اندونيزيا، ماليزيا او چين هېوادونو سره خبرې او د لا زيات بحث په موخه راتلونکې غوندې ته وځنډول شوه.

15-Jadi95-Bio.JPG 

د مېرمنې ليلما احمدي په مشرۍ د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د خصوصي ښوونځيو څخه د اړوندو بنسټونو له خوا د زياتې ماليې د اخيستو په اړوند د ختيځ زون د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې د رئيس پوهنوال غلام سرور شدل د شکایت په اړه  بحث  او کمېسيون وپتييله چې اړوندې ادارې او په ځانګړې توګه د هېواد د پوهنې وزارت دي د نافذو قوانينو په پام کې نيولو سره د خصوصي ښوونځيو له خوا د مالياتو د ورکړې په برخه کې له سره غور وکړي تر څو د خصوصي ښوونځيو ستونزې حل شي. د غونډې په بله برخه کې د تحصيلي چارو د وضعيت په اړه بحثونه وشول، پريکړه وشوه چې د لوړو زدکړو وزارت د لوړو زدکړو موسسو رئيس او د سمنګانو ولايت د لوړو زدکړو موسسې مسئول دي د ترسره شويو کوښښونو او هڅو له امله په يوې غونډه کې د کمېسيون له خوا تقدير شي.

15-Jadi95-Farhangi.JPG 

د عبدالباقي بريال په مشرۍ د معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د اساسي قانون اونۍ څخه د يادونې تر څنګ، هيله څرګنده شوه چې د يادې اونۍ څخه د لمانځنې په موخه د سيمينارونو او ورکشاپونو په جوړېدو سره خلک کولاي شي د هېواد اساسي قانون څخه پوهاوې ترلاسه کړي. د غونډې په بله برخه کې د ژمي په موسم د پرله پسې ستونزو په اړه د سروبي ولسوالۍ د يو شمېر معلولينو او شهيدانو د وارثانو د شکايت په اړه خبرې او د رسيدګۍ په موخه کابل ښاروالۍ ته واستول شو.

15-Jadi95-Malolin.JPG 

د مېر حاتم تره خيل په مشرۍ د ولايتي شوراګانو، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې راغلو عريضو ته د رسيدګۍ سربېره، د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ د لسو تنو ښوونکو او ملازمينو د عريضې په اړه د ياد ولايت د ولايتي شورا په ليک خبرې وشوی او موضوع د اړيکو له مخې اړوند کمېسيون ته راجع شوه.

15-Jadi95-Entizat.JPG 

د کمېسيون د مرستيالي مېرمنې طيبې زاهدي په مشرۍ د عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې د کمېسيون په غونډه کې د بي بي عايشې صديقې(رض) د روزنتون د ادغام په اړه د لغمان ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست د راستول شوي وړانديز په اړوند بحث وشو، پريکړه وشوه دا چې په ياد روزنتون کې یتیم ماشومان په زدکړو بوخت دي، له دي پلوه د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ياد بنسټ له ادغام څخه صرف نظر کړي او د نهم ټولګې څخه دولسم ته د ياد روزنتون د تعليمي ټولګي د لوړوالی او ليليې د جوړېدو په برخه کې اقدام وکړي. د غونډې په بله برخه کې د لغمان ولايت روغتيايي مرکزونو کې د شته ستونزو او ترافيکي پيښو ته د رسيدګۍ په موخه د کابل- جلال آباد د لويې لارې په اوږدو کې د ايمرجنسي کلينيک د نشتوالي په اړه بحث وشو، وپتييل شوه تر څو د لغمان ولايت د عامې روغتيا رياست وړانديزونه د اجرااتو په موخه عامې روغتيا وزارت ته واستول شي.

15-Jadi95-Rifai.JPG 

د الحاج نظر محمد فقيري په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د ډيورنډ فرضي کرښې ها خوا قبايلو باندي د پاکستان له خوا بندير چې له دي وروسته د پاسپورت او ويزې پرته افغانستان ته سفر نه شي کولاي، د کرښې دواړو خواو ته پرتو قبايلو اندېښنه ښودلي چې له دي امله به د دوي پر ژوند او سوداګرۍ ناوړه اغيزه پرويوزي دا لومړې ځل دي چې د ډيورند کرښې هاخوا په پرتو قبايلو بنديز لګول کيږي،د کمېسيون غړو د پاکستان دغه پريکړه ناسمه بللې او وايي چې دا کار به د قبايلو پر ژوند او روزګان ناوړه اغيزه وکړي. دغه راز د کمېسيون د غونډې په بله برخه کې د اساسي قانون د نمانځنې اوونۍ په درشل کې وويل شول چې اساسي قانون د هېواد ملي وثيقه ده، بايد په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي او همدا راز جوته شوه چې د هغو بنسټونو او اشخاصو ارزونه دي وشي چې په ځينو مواردو کې يې اساسي قانون نقض کړي او همدا راز د اساسي قانون پر تطبيق د څارنې کمېسيون څخه وغوښتل چې د پوهنې وزارت سره دي په همغږۍ د افغانستان اساسي قانون په آسانه او روانه ژبه د هېواد د ښوونځيو مدني تعليماتو برخه وګرځوي او تدريس دي شي او له حکومت څخه وغوښتل چې هڅې دي وکړي تر څو د اساسي قانون ټول مواد د تطبیق شی .

15-Jadi95-Aqwam.JPG 

د کمېسيون د مرستيال ډاکټر زلمي زابلي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې د کرهڼې، لوړو زدکړو، ښارجوړونې وزارتونو معينانو او د ځمکوالۍ د خپلواکې ادارې استازو سره د زابل پوهنتون د رغاونې په موخه د زر جريبه ځمکې د انتقال موضوع د کرهڼې وزارت او ځمکې ادارې څخه مطرح شوه. په غونډه کې يادو مسئولانو د ځمکې د انتقال او د ياد پوهنتون د رغاونې اسنادو د طي مراحلو په برخه کې خپله تياري څرګند کړ، چې په پايله کې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون پريکړه وکړه چې د زابل ولايت دي د د رې راتلونکو ورځو په جريان کې د پوهنتون د جوړونې ساحې ملکيت دي ته په پام سره چې په باستاني، کرهڼيزه او کانونو سيمو کې نه وي، تثبيت کړي او موضوع دي د لوړو زدکړو وزارت ته ارسال کړي او ياد وزارت دي خپله ونډه د ځمکې ادارې رياست ته د وړانديز د کولو او د جمهوري رياست د عالي مقام د حکم اخيستو په موخه ارسال کړي. دغه راز د پوليسو کوپراتيف ادارې له خوا د حقوقو او امتيازونو د نه ورکړې په اړه د کورنيو چارو وزارت د متقاعدو يو شمېر افسرانو شکايت د ياد کوپراتيف رئيس او د کورنيو چارو وزارت د تفتيش رياست ادارې فساد سره د مبارزې رئيس سره په بحث کې مطرح شو.يادو مسئولانو وويل، د ١٣٩٣ کال د عقرب مياشت کې د پخواني ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال د دفتر د مکتوب پر بنسټ د پوليسو کوپراتيف

 15-Jadi95-Shikayat.JPG

بانکي حسابونه تړل شوي وو چې اوسمهال دغه حسابونه د دويم ځل له پاره فعال شوي دي. کمېسيون د متقاعدو افسرانو شکايت ته د نه رسيدګۍ څخه د نيوکې تر څنګ ټينګار وکړ چې ياد مسئولين دي نوموړي افسران دعوت او د دوي قناعت دي حاصل کړي. د غونډې په پاي کې د ګلبهار سنټر د سوداګريز مرکز د خاوند له خوا د پيسو د نه ورکړې په اړه د راسب منصوري ساختماني شرکت د رئيس انجنير نعنت الله شکايت د معروض عليه په حضور په بحث کې مطرح شو او کمېسيون د دواړو لورو د څرګندونو او وړانديزونو په اورېدو سره موضووع د حل او فصل په موخه د سوداګرۍ خونو ته محول کړ.