اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د تلې ۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ١٥ مه

د مشرانو جرګې لومړي نايب انجنير فرهاد سخي نن د کابل او غزني ولايتونو د يو شمېر اوسېدونکو وړانديزونه واوريدل.

په دي ناسته کې دوو تنو د نورو په استازيتوب خبرې وکړي او ويې ويل، د غزني ولايت د سلطان د اوبو بند چې له تاريخي لرغونتوب څخه برخمن دي او د لوړ ظرفيت لرونکې دي سره له دي چې په تيرو کلونو کې يې يو لړ کارونه هم پر مخ تللي؛خو د ياد بند شاتني لوري ديوال د بيا رغاونې او ترميم ته هيڅ راز پاملرنه نه ده شوې.

15-Jadi95-MUL1.JPG 

همدا راز د کابل ولايت  د شاتوت بريشنا بند څخه چې د سروي او ډيزان کار يې تکميل شوي او د برېښنا په توليد، د اوبو د کچې د لوړولو او کابل ښآر کې د چاپيريال د پاکولو په برخه کې اساسي رول لري، هم يادونه وشوه، څرګنده شوه چې د اوبو او بريښنا وزارت په يادو مواردو کې چندانې پاملرنه، نه ده کړې.

 د مشرانو جرګې لومړي نايب په هېواد کې د بريښنا بندونو او اوبولو په اړه پانګونه يوه جدي اړتيا او د اقتصادي پرمختګ او د هېواد ښاريانو د ا ړتيا په حل کې يو مهم ګام وباله، ژمنه يې وکړه چې په دي برخه کې د اوبو او انرژۍ وزير سره خبرې وکړي.

د يادولو وړ ده چې د اوبو او بريښنا وزير څخه هم دي ناستی ته رابلل شوې وه؛خو نوموړی دنامعلومو دلايلو پر بنسټ ګډون ونکړ اوپه نه راتګ یی  نيوکه وشوه.