اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د مرغومى ۲۹ مه٬ ۱۳۹۵ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د مرغومي ١٤ مه

د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د يادې جرګې د سې شنبې ورځې په عمومي غونډه کې یوعنوان قانون دتعدیل طرحه او دری مورده نړيوال سندونه تصويب او د هېواد د روانو مسايلو په اړه نظريې وړاندې شوې.

 14-Jadi95-JAL1.JPG

د ستندر جوړونې دقانون د تعديل طرحه چې د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې تر مطالعې او څېړنې لاندي نيول شوې وه د سناتورانو حاجي صالح محمد لالا ګل او صالحې مهرزاد له خوا وړاندې او د رايو په اکثريت تصويب شوه، او هم (د سياسي نمايندګۍ د جوړېدو په اړه د افغانستان ا.ج.د او يونان جمهوري دولت تر منځ موافقتنامه)،( آثارو او چاپي سرچینوته د نه ليدونکو، کمو ليدونکو او نورو معلوليت لرونکو افرادو د لاسرسي په اړه د مراکش معاهده) او (د اقليم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو چارچوب کنوانسيون(سي او پي ٢١) چې د نړيوالو چارو کمېسيون ترڅیړنې لاندې نیول شوي و د سناتورانو لطيف خان ژوندي، سيد صفي الله هاشمي، نجيبې حسيني او ډاکټرې انار کلي هنريار له خوا وړاندې او تصديق شول.

دغه راز په غونډه کې د مشرانو جرګې د کورنيو دندو اصولو تعدیلات چی په تقنيني، عدلي او قضايي چارو او نوروکمیسیونو کی ترمطالعې لاندې نیول شوي و د سناتورانو مولوي غلام محی الدين منصف، حاجي محمد حسن هوتک، عزيزې مصلح او محمد علم ايزديار له خوا وړاندې او تر۲۹ویشتمې مادې تصويب شول او د راغلو تعديلونو سره سم د مجلس دولس دايمي کمېسيونونه لسو کمېسيونونو ته تقليل شول، دغه راز د کورنيو دندو اصولو د نهه ويشتمې مادې پر بنسټ هر کمېسيون خپله لومړنۍ غونډه د کمېسيون د تر ټولو مشر غړي په مشرۍ چې پخپله دکمیسیون رياست ته نوماند نه وی ،خپل رئيس، نايب او منشي د اکثريتو حاضرو رايو سره د يوه کال له پاره د کمیسیون دجرګې په تاييد ټاکي اوپه هغه صورت کې چې د کمېسيون د اداري پلاوي نوماندان له يوه څخه زيات وي او درییس په ټاکلوهوکړه ونشي د اداري پلاوي انتخاب د جرګې له خوا ترسره کيږي، په همدی ډول د کمېسيونونو د ادراي پلاوي غړو څخه هر يو د دولسمې مادې د ذکر شويو شرايطو د تحقق په صورت کې د يو ثلث په وړانديز او د جرګې د ټولو غړو د دوو ثلثو په تاييد د خپل سمت څخه عزل کيږي.

او د کورنيو دندو اصولو د نهمې مادې صراحت سره سم دمشرانوجرګې درئيس انتخاب د موقت رئيس تررياست لاندي د سري او مستقيمو رايو په کارولو او د افغانستان د اسلامي جمهوريي دولت د اساسي قانون د ٨٧ مادې په حکم د يوې تقنيني دورې له پاره انتخابيږي، چې دجرګې ټول غړي د مساوي حقوقو لرونکې دي او هر غړئ کولاي شي ځان د اداري پلاوي څوکیوته نوماند کړي.

ټاکل شوې د مشرانو جرګې د کورنيو دندو اصولو پاتې مواد د مجلس په راتلونکو غونډو کې تر تصويب لاندي ونيول شي.

دغه راز په آزادو بحثونو کې د اداري فساد پر وړاندې د هیواد دجمهوررییس دمبارزې څخه ملاتړ وشو او څرګنده شوه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير د دندې ځنډول او د کورنيو چارو وزارت د پخوانيو درې چارواکو ممنوع الخروجي، زياتې خوښۍ راټکولي چې بايد د ټولو هغو کسانو دندې چې په اداري فسادتورن دي د ټيمي او سليقوي چلند پرته دې وځنډول شي تر څو د څېړنو لړۍ په راڼه ډول پرمخ ولاړه شي.

همدا راز سناتورانو د ملي يووالي حکومت دمشرانوله لورې د مناسب بهرني سياست د نه شتون، د حکومت د مشرانو تر منځ نه همغږي او د هیواد امنيتي وضعيت په اړه نيوکې وکړې او وي ويل په روان ژمي کې د طالبانو شتون څخه د سيمو د پاکولولپاره اړین تدابیر په پام کی ندي نیول شوي  بلکې طالبان په هلمند، کندز، فراه او ځينو نورو سيمو کې دامنیتي ځواکونوسره په جګړه بوخت دي.

 سناتورانو د حکومت د مشرانو تر منځ د لا زياتې همغږۍ د ټينګار تر څنګ وويل چې داسې اټکل کیږی چی  د پاکستان لوي درستيز افغانستان ته سفر وکړي، بايد د افغانستان دحکومت مشرتابه  په ښکاره ډول د ياد هېواد د لاسوهنو اودترهګرودتمویل په اړه  ټول مسايل مطرح کړي ترڅومثبته پایله ترلاسه شی.

په غونډه کې يادونه وشوه چې د افغانستان خلک د افغانستان د اساسي قانون داونۍ د لمانځنې په جريان کې دي، سره له دي چې دغه قانون د سيمې په کچه د ښو قوانینوڅخه شمیرل کیږی خو په کراتو  د درې ګونو قواو او د دولت مشرتابه له خوا نقض شوئ چې بايد له دي کار څخه ډډه وشي او د اساسي قانون په پلي کېدو کې لازم اقدامات تر لاس لاندي ونيول شي.

کابل ته د سلګونو غير مسئولو وسله والو سره د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په راتګ نيوکه، دملګروملتونودامنیت شورای دتورلیست څخه داسلامی حزب درهبرئ دنومونو ایستلوپه لارکی دروسيې اویوشمیرنوروهیوادونولخوادخنډجوړولوڅخه نیوکې، کندز ولايت کې د لاله دلسوز په نوم دیوتن اهل هنود هېواد وال د وژنې د عاملينو په نيولو ټينګار، د ولايتي شورا د يو وکيل او يو شمېر نورو په ګډون تخار کې د وژنو د نه څېړنې، د اوبلن ګاز د بيې د لوړوالي څخه اندېښنه او د نفتي توکو او اوبلن ګاز تصدۍ په دولتي کېدو دجمهوررییس دهوډڅخه هرکلی، د افغانستان او پاکستان په چارو کې د روسيې د ځانګړې استازي ضمير کابلوف ويناو څخه نيوکي، کندهارکې د پنځو مېرمنو د قاتلينو د نيولو لپاره دیاد ولایت  د امنيتي ځواکونو څخه د مننې څرګندول، هیواد ته د قطری وګړو د راتګ دعلت په څېړنې ټینګار، دبغلان ولایت دځینوسیموڅخه د پوځي قطعاتو د ويستلو څخه اندېښنې، امنيتي سکتور او په ځانګړې توګه دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کې د عمده بدلونونو وړانديز،په هلمندولایت کی طالبانوسره دایرانی وسلودموجودیت څخه اندیښنې، دهیواد په داخلی چاروکې دسیمې اوګاونډ یوشمیرهیوادونولاس وهنه او ځينې نور مسايل مطرح شول.

د مجلس رئيس ديادو مواردو په جمع بندئ کی د ضمير کابلوف څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله، جوته يې کړه چې د ا فغانستان سره د امريکا ضعيف سياست او نه رښتينولي سبب شوې چې د کابلوف په شان اشخاص او د سيمې ځينې هېوادونه تل د دي په کوښښ کې وي تر څو د هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنې وکړي.

دمشرانوجرګې رییس په خپلو خبرو کې د طالبانو ترهګره ډله مخاطب او ويې ويل دوي د اسلام نامه څخه په ګټې اخيستنې هره ورځ د افغانستان د ښاريانو په وژنو لاس پورې کوي په داسي حال کې د دغې اجيري ډلې افراد د کفري هېوادونو لمنوته پناه وړې ده  او د هغوي له خوا تمويل او سمباليږي او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان حکومت بايد روسيې او امريکا هېوادونه پوه کړي چې نبايد افغانستان د خپلو سياسي سياليو ډګر وګرځوي.

14-Jadi95-JAL2.JPG

فضل هادي مسلم يار د هغو آوازو په اړه چې ويل کيږي د هېواد د بهرني سياست طرح د حکومت او ملي شورا تر منځ ورکه شوي وويل، د اساسي قانون سره سم قوانين او مقررې لومړی ولسي جرګې ته استول کیږي چی پدی اړه بایدحکومت خپل مکلفیت ادا اوپه اړه یی څیړنې وکوي.

د مشرانو جرګې رئيس ټینګاروکړچی دحکومت مشرتابه دي افغانستان ته د پاکستان  دلوي درستيز د راتګ په وخت د هېواد د لوړو ګټو او د خلکو د غوښتنو په پام کې نيولو سره اړینې پریکړې وکړي ،همدا راز ويې ويل چې د حکومت اجرائيه مشر په خپلو خبرو کې ويلي چې د هېواد  پوځيان د بغلان ولايت کې د هيڅ پوځي اډې څخه نه وزي، چې اړتيا ده ترڅو د افغانستان حکومت د امنيتي ځواکونو د لا زياتو سمبالولو او تمويل په برخه کې لازم او عملي اقدامات وکړي او هم د کندز ولايت  مسئولينو څخه وغوښتل شول چې د اهل هنود هېوادوالو څخه د يو تن د وژنې عاملينو په پيژندلو او نيولو کې لازمه اقدامات ترسره کړي.