اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
جمعه ٬د لندۍ ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د۱۳۹۵ کال د مرغومي ١٢

د مشرانو جرګې د لومړي نايب انجنير فرهاد سخي په مشرۍ د يادې جرګې د يکشنبې ورځې په غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد د پوهنې وضعيت په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړل.

12-Jadi95-JAL1.JPG

د پوهنې وزارت سرپرست څخه سناتورې ليلما احمدي او نورو غړو د هېواد د پوهنې د کړکيچ، تشو بستونو کې د استخدام د ستونزو او د ښوونکو او په ځانګړې توګه ولايتونو کې د استادانو د تقرر په جريان کې د بډو، د رتب پر بنسټ د ښوونکو په استخدام ټينګار، د يو شمېر ښوونکو نامعلوم حالت چې د نيما انستيتوت او نورو تحصيلي موسسو کې په لوړه کچه د تحصيل د دوام غوښتونکې دي، د ښوونځيو، ښوونکو او خيالي زده کوونکو د مشخصېدو، د ښوونکو له پاره د سرپنا مسلې، د هېواد په درېيمه ژبه د مسلکي ښوونکو او کتابونو د کمښت، د خصوصي يو شمېر ښوونځيو د غير معياري والي او په يادو ښوونځيو کې د نصاب خلاف د کتابونو د تدريس، د تدريسي حق الزحمې د نه ورکړې، د ښوونځيو د تعميرونو کمښت او ولايتونو او ولسواليو کې د اداري برخو د کمښت، د تړل شويو ښوونځيو د موضوع، تعليمي نصاب کې د بيا کتنې وړانديز او په کې د معلوليت لرونکو اشخاصو سرېه د چلند د ښه والي داخلول او د ځينو نورو مواردو په اړه يو لړ پوښتنې مطرح کړې.

د پوهنې وزارت معين او سرپرست ډاکټر اسدالله محقق جهاني په خپلو خبرو کې وويل، په ټول هېواد کې د شپاړس زره ښوونځيو کې شاوخوا زر ښوونځي يې د امنيت او جګړو له امله تړل شوي دي. څلويښت سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او په ټوليزه توګه نهه ميليونه او درې سوه زره زده کوونکې د پوهنې وزارت کې ثبت دي چې دوه ميليونه يې د بېلا بېلو دلايلو پر بنسټ دايمي غير حاضر دي.

نوموړي د هېواد د درېيمې ژبې د نصاب د تدريس په اړه وويل چې اته نوي سلنه تکميل او هم د نوي تعليمي نصاب بيا کتنه د ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم جريان لري او ياد وزارت پلاوي ګمارلي په هغه صورت کې چې په دي برخه کې کتنې شتون ولري، اصلاح به يې کړي او زياته يې کړه چې د هېواد پوهنه د کيفيت له پلوه غوره وضعيت کې ده او په عالي سويه د ښوونکو د ګمارلو شمېر د ډېرښت په  حال کې دي او په هغه صورت کې چې مناسبه بودجه د دي وزارت په واک کې ورکړل شي لا زيات مسلکي ښوونکي به استخدام کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست چې د پوهنې په برخه کې يې ستونزې ومنلې په ملي شورا کې يې د خلکو د استازو څخه وغوښتل چې د ښوونځيو د ودانيو او اداري تعميرونو، د شپاړس زرو نويو ښوونکو د استخدام او د ملي بودجې له لارې د ښوونکو د زياتوالي په موخه د پوهنې وزارت بودجې د زياتوالي په برخه کې همکاري وکړي. نوموړي وويل چې تر دوو راتلونکو مياشتو به د ولايتونو د پوهنې ريسان د سي بي  آر پروسې له لارې استخدام شي.

12-Jadi95-JAL2.JPG

د غونډې په ازادو بحثونو کې سناتورانو د تور ليست څخه د يو شمېر طالب مشرانو د نومونو د ويستلو په اړه د روسيې، چين او پاکستان درې اړخيزې ناستې غوښتنه د هېواد په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه وبلله، او د افغانستان حکومت له هوکړې پرته يې هر راز پريکړې مردودي وبللې، ټينګار يې وکړ چې بايد د ملي يووالي حکومت د ګاونډيو، وسيمې او نړۍ پر وړاندې روښانه، فعال، مناسب او متوازن بهرني سياست تدوين او اجرات ته دي وړاندي کړي. همدا راز يو سناتور د حزب اسلامي سره د حکومت موافقتنامې د موادو د نه پلي کېدو څخه نيوکه وکړه او ويې ويل چې خلکو د توافقنامې لاسليک څخه هيله درلوده چې دغه عمل باعث شي چې وسله والې مخالفې ډلې چې د سولې غوښتونکې دي له دي بهير سره يو ځاي شي، خو د څو مياشتو په تېرېدو سره کومه پايله نه ده ترلاسه شوي. همدا راز يو شمېر سناتورانو د نظام داخل افرادو لکه د استاد عطا محمد نور سره د جمهور رئيس کتنې د نظام څو ټوټي کېدل وبلل خو ځينو ياد کار يو طبيعي او مناسب امر وباله او تاييد يې کړ. دغه راز په غونډه کې د مجلس غړو د ميلادي ٢٠١٧ کال د مبارکۍ تر څنګ، هيله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو سازمان تازه سرمنشي د افغانستان وضعيت ته زياته پاملرنه وکړي تر څو د دي خاورې خلک د سولې او ټيکاو څخه برخمن شي.

د عمومي لويو لارو او په ځانګړې توګه د کندهار- هلمند لويې لارې د امنيت پر ټينګښت ټينګار، هلمند کې د امنيتي ځواکونو تر منځ د نه همغږۍ څخه اندېښنه، د هغو افرادو په علني محاکمې ټينګار چې د تخار ولايت کې يې د کم عمر نجلۍ باندې ډله ييز جنسي تيري کړي، کندز  ښار کې د هېواد هندو هېوادوالو څخه د لالا دلسوز وژنې څخه د خواخوږۍ څرګندول او ځينې نور مسايل مطرح شول.

12-Jadi95-JAL3.JPG

د يادو بحثونو په جمع بندۍ کې د غونډې رئيس له حکومته وغوښتل چې د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د موافقتنامې موادو د پلي کېدو په اړه د هېواد د خلکو د غوښتنو سره سم په خپلو ژمنو عمل وکړي او يادې موافقتنامې ته د عمل جامه وغوندي، همدا راز د کورني امنيت او دفاعي چارو کمېسيون ته دنده وسپارل شوه تر څو د هېواد په لويو لارو او په ځانګړې توګه د کندهار- هلنمد لويې لارې ستونزې د امنيتي مسئولينو سره تر څېړنې لاندي ونيسي. د مشرانو جرګې لومړي نايب د جمهوري رياست ارګ سره د عطا محمد نور د خبرو اترو په اړه وويل، نبايد د ځينو خلکو له خوا د دي خبرو اترو څخه ناسم تعبيرونه وشي، ځکه چې نوموړې د اسلامي جمعيت د پر نفوذو څېرو څخه شمېرل کيږي چې د بل هر هېوادوال په شان کولاي شي د هېواد جمهور رئيس سره کتنه وکړي، انجنير سخي د کندز ولايت کې د اهل هنودو هېوادوالو څخه د يو تن وژنه وغندله او د نوموړي کورنۍ سره د خواخوږۍ د څرګندولو تر څنګ، ټينګار وکړ چې امنيتي مسئولين دي د پېښې د عاملينو په پيژندلو کې له ممکنو لارو ګټه پورته کړي.