د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۵ کال د ليندۍ ١٥ مه
د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار نن په کابل کې
ميشت د فدراتيفې روسيې سفير ښاغلي الکساندر مانتيتسکي سره د ملي شورا په مقر کې
وکتل.
په دي کتنه کې چې د کورني امنيت او دفاعي چارو، نړيوالو چارو د
کمېسيونونو غړو، يو شمېر نوروسناتورانو او د دارالانشا لوي رئيس هم ګډون درلود، د فدراتيفې روسيې
سفير د خپل متبوع هېواد د مرستو د وړاندي کولو منجمله د لس زره ميله کلاشينکوفونو
او افغانستان ته په ملکي او پوځي برخو کې د سلګونو تحصيلي بورسونو د ورکړې څخه
يادونه وکړه، ويې ويل چې ټاکل شوې د يو سلو اتيا زياتې نورې پوځي بورسيې هم د
افغانستان په واک کې ورکړل شي، ښاغلي
مانتيتسکي د افغانستان طالبانو سره د روسيې د اړيکو په اړه د افغانستان او پاکستان
له پاره د روسيې د ځانګړي استازي ضمير کابلوف د وروستيو څرګندونو په اړه وويل چې د
نوموړي له خبرو څخه بل ډول برداشت اخيستل شوې چې ګواګې روسيه د طالبانو سره همکاري کوي چې دا ډول نه بلکې ځينې روسي مسئولين
د دي هېواد د يو پيلوټ د خوشې کېدو له پاره چې د طالبانو ډلې له خوا اسير شوي وو د
٢٠١٤ کال څخه مخکې له دوي سره اړيکه درلوده او نوموړې يې د طالبانو له حبس څخه
خوشي کړ.
همدا راز نوموړي د دي کتنې په جريان کې د مشرانو جرګې دفاعي چارو او
نړيوالو چارو کمېسيونونو سره په ناسته کې د لا زياتو څرګندونو غوښتونکې شو.
ورپسې فضل هادي مسلم يار په خپلو خبرو کې د ياد هېواد له مرستو خخه
مننه وکړه او ويې ويل، افغانستان د يو خپلواک او آزاد هېواد په توګه او د ملي
ګټو او متقابل احترام په پام کې نيولو سره د سيمې او نړۍ هېوادونو او په ځانګړې
توګه فدراتيفې روسيې سره د همکارۍ او اړيکو د پراخوالي غوښتونکې دي او په خواشينۍ
سره د طالبانو د ترهرګرې ډلې په اړه د روسيې حکومت د استازي وروستيو خبرو او د
افغانستان د وضعيت څېړنې په اړه د ځينو هېوادونو په ګډون په مسکو کې د کنفرانس
جوړېدل چې د افغانستان حکومت په جريان کې قرار نه لري، زموږ او زموږ د هېوادوالو د
اندېښنو سببب شوي دي.
فضل هادي مسلميار ټينګار وکړ، که چېرې د روسيې حکومت وغواړي تر څو د
شته اندېښنو د حل له پاره کار وکړي، اړتيا شته چې مسئول چارواکي د طالبانو سره د
همکارۍ په برخه کې د ياد هېواد د ځانګړي استازي څرګندونې د مطبوعاتو له لارې رد او
د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړي چې داسي کوم څه نه شته، د مشرانو جرګې رئيس همدا راز تياري وښود
چې په نږدي ورځو کې به د مشرانو جرګې د
کورني امنيت، دفاعي چارو او نړيوالو چارو کمېسيونونوسره به د نوموړي د ناستې زمينه
مساعده کړي.