اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ليندۍ ٩ مه

د مشرانو جرګې دويم نايب انجنير حسيب الله کليمزي نن د ننګرهار ولايت د خوګياڼو ولسوالۍ د يو شمېر مشرانو غوښتنې واورېدې.

9-Qaws95-MUL1.JPG 

په دي ناسته کې څو تنو د نورو په استازيتوب د پراختيايي پروژو د نه پلي کېدو، د ښوونځيو کمښت او د مسلکي استادانو نشتوالي، د روغتيايي معياري مرکزونو کمښت په اړه يې خپلې يو لړ سيمه ييزې ستونزې مطرح او زياته يې کړه چې پراختيايي پروژې د پنځلسو کلونو راهيسې په ياده ولسوالۍ کې په ټپه ولاړي دي.

د مشرانو جرګې دويم نايب د ښاريانو ستونزو ته رسيدګي د حکومت له مکلفيتونو څخه وبلل، ډاډ يې ورکړ چې يادې ستونزې به د يوې ناستې په ترڅ کې د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار او د عامي روغتيا، پوهنې، کليو د پراختيا او کرهڼې وزيرانو په حضور سره شريکي شي.