اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د چنګاښ ۱۴ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د لمنځه وړو د نړيوالې ورځې په مناسب د ملي شورا د مشرانو جرګې پيغام:

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د ١٣٩٥ کال د ليندۍ درېيمه

د ملي شورا مشرانو جرګه په  هېواد کې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي څخه د ژورې اندېښنې د څرګندولو تر څنګ، د ښځو، ماشومانو او سړو پر وړاندې د هر ډول ظلم او ستم تحميلول د اسلام د مبين دين د لارښوونو او د هېواد د ملي ارښتونو او رواجونو سره په ټکر کې ګڼي او د زړه بوږنوونکو او تاوتريخوالي اعمالو له امله د ښځو او ماشومانو د قربانيو او منجمله د ګمراهانو او جنايت کارانو له خوا د ښځو او ماشومانو پر وړاندې جنسي تيريو له امله خپل نفرت څرګندوي او ټينګار کوي چې د حکومت مسئولې ادارې دي د دي جنايتونو د عاملينو د نيولو او د عواملو

مشرانو جرګه د علماي کرامو، مشرانو او مدني او ټولنيزو بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي چې د دغي شومي او شنيع پديدې پر وړاندې لاس په کار شي تر څو الله تعالي(ج) رسول اکرم ص راضي او زموږ دينداره ملت په بشري ټولنه کې له شرمه وژغورل شي.

د ملي شورا مشرانو جرګه د هېواد د ښځو او ماشومانو د مدني، سياسي، ټولنيزو او اقتصادي حقوقو د ټينګښت ترڅنګ، ژمنه کوي چې د ټولو دولتي او ټولنيزو بنسټونو تر څنګ به د الهي لارښوونو او د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې د ښځو حقوقو په ورکړه کې له هيڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

 

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس

فضل هادي مسلم يار