اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د ليندۍ درېيمه نېټه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن په کابل کې ميشت د هندوستان جمهوريت دلوي سفير (من پريتوهارا )سره د ملی شورا په مقر کی وکتل.

په دي کتنه کې چې يو شمېر سناتورانو، د جمهوري رياست سلاکار محمد يوسف پښتون، د دارالانشا لوي رئيس او د ښارجوړونې چارو وزارت معين هم ګډون درلود، د مشرانو جرګې رئيس د افغانستان له پاره د دوست هیوادهندوستان دمرستو په ارزښت او په ځانګړې توګه د افغانستان د پارلمان د نوې ودانۍ ،زرنج-دلارام سړک او د سلما د اوبو بند د جوړېدو، ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې اود اداری کادرونو  د ظرفيتونو په لوړولو کی يی ددی هیواد مرستې ګټورې او د دواړو هېوادونو دتاریخی  دوستۍ او ښه ګاونډيتوب څرګندويه وبللې.

فضل هادي مسلم يار زياته کړه، چی د کاري کتنو په ترځ کی دهند د سفارت مسئولينو د ملي شورا دواړو مجلسونو دارالانشاو له پاره د نويو ودانيو د جوړونې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړی وه، سروې او ډيزاين يې تکميل او د ياد سفارت په واک کې ورکړل شوي دي، هيله مند يو چې دوست هېواد د يادې پروژې د عملي کېدو په برخه کې اقدام وکړي

3-Qaws95-MUL1.JPG 

 همدا راز د د ځوانانو د روزنيز پارلمان د غړو د ظرفيت جوړونې پروګرامونویی هم دهند له لوي سفير سره شريک کړ او په دی هکله دنوموړي دپاملرنی غوښتونکی  شو.

ورپسې ښاغلي من پريتوهارا د خبرو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو تر منځ د دوستۍ او همکاريو په اړه رڼا واچوله، افغانستان يې په سيمه کې د خپل اعتماد وړ دوست وباله او زياته يې کړه، کله چی د افغانستان ولسمشر ياد هېواد ته سفرکړی وو، هندي چارواکو له افغانستان سره د يو ميليارد ډالرو د مرستی ژمنه کړي ده او دم ګړۍ هندوستان منتظره دي تر څو د افغانستان حکومت هغه پروژې او پروګرامونه چې په لومړيتوب کې ځاي لري ،مشخصی او هند حکومت ته یی ور په ګوته کړی، تر څو لومړني کارونه يې پيل شي او ډاډ يې ورکړ چې د پارلمان د اداري ودانۍ د رغاونې له پاره  د هند د حکومت دمسوولو مراجعو نظرونه ترلاسه شوي دي او هڅې رواني دي چې تر څو په دي برخه کې عملي ګامونه پورته شي، همدا راز ژمنه يې وکړه چې د ځوانانو د روزنيز پارلمان د غړو دروزنی په اړه به یی  لارې چاری وڅیړی.