اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
دو شنبه ٬د سلواغې ۳۰ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٥ کال د لړم شپږمه نېټه

د غور ولايت يو شمېر استازو او په ځانګړې توګه ملي شورا کې د ياد ولايت سناتورانو، يو شمېر سياسي شخصيتونو، ځوانانو او د غور ولايت د مدني ټولنې فعالانو د نوموړي ولايت د سې شنبې ورځې د خونړرۍ پېښې په تړاو مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ. 

6-Aqrab95-Kanfranc.jpg

په دي کنفرانس کې لومړې د خلکو استازو د يادې پېښې له امله خپل د خواخوږۍ مراتب څرګند او دغه زړه بوږنوونکې عمل يې د تاريخ د تورو او ړندو زړونو والا کار وباله، ويې ويل چې په دي پېښه کې د دېرشو زيات کارګر چې د خپل ژوند د چارو په موخه په ورځنيو کارونو بوخت وو، په شهادت رسيدلي، شاوخوا لس تنه نور ټپيان او يو شمېر نور لا تر اوسه ورک دي.

دوي د خلکو د ځان او مال د امنيت د ټينګښت په امر کې د مرکزي حکومت کمه پاملرنه د پوښتنې وړ وبلله، ټينګار يې وکړ په هغه صورت کې چې حکومت دي برخه کې جدي پاملرنه ونه کړي خلک به خپله پريکړه وکړي.

دغه استازي زياتوي چې طالبان او د داعش ډله په غور کې ايدولوژيکي اډه نه لري، يوه غله، شوکماره او قطاالطريقه ډله ده چې کله د طالبانو او کله د داعشيانو بيرغ د خپلو غلاو، د عامه نظم او امن د ګډوډۍ له موخه پورته کوي. حکومت بايد په هغې پيژندنې سره چې د دي وېره اچوونکې ډلې څخه يې لري د دوي د لمنځه وړو په موخه تهاجمي بريدونه په لاره واچوي.

د غور استازي همدا راز ټينګار کوي چې د دي ولايت د پراخې او صعب العبوره ځمکو ته په پاملرنې سره د دي ولايت د جنګي جغرافيې سره د امنيتي ځواکونو تشکيل  برابر نه دي او په ياد ولايت کې د رزمي او دفاعي ځواکونو شمېر کم دي چې حکومت دي په دي برخه کې سملاسي پاملرنه او له دي پلوه دي امنيتي تشه حل کړي.

همدا راز په دي ناسته کې سناتور محمد داود غفاري پراختيايي، اقتصادي او سياسي بېلا بېلو برخو کې د ملي يووالي حکومت د مشرانو له کم کارۍ څخه نيوکه وکړه، ويې ويل چې د غور خلک دي پايلې ته رسيدلي چې د ملي يووالي حکومت مشران، د غور ولايت هير کړي او د هېواد په لويه کچه سياسي ګډون کې يې په پام کې نه دي نيولي.

6-Aqrab95-Kanfranc1.jpg

د دي مطبوعاتي کنفرانس په پاي کې د ګډونوالو له خوا پريکړه ليک هم صادر شو چې په ياد پريکړه ليک کې د موضوع د لا زياتې څېړنې، د امنيتي موجوده تشکيل د ډېوالي، د پراخو عملياتو د په لاره اچولو، د وګړنيزو پاڅونونو څخه ملاتړ او د غور ولايت د شته ستونزو د څېړنې په موخه د خلکو د استازو او د مدني ټولنو د بنسټونو د استازو په ګډون د واکمن پلاوي د لېږد غوښتونکې شول.