اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر

د ١٣٩٥ کال وږي اوومه نېټه

د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو( ستونزو او حل لارو د څرنګوالي د څېړنې کنفرانس د مشرانو جرګې د عامه هوساينې د کمېسيون له خوا او  دالبا موسسې په مالي مرسته نن د انترکانتيننتال په هوټل کې جوړ شو.

7-Sunbola95-KNF1.JPG

په دي کنفرانس کې چې د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود، د مشرانو جرګې دويم نايب انجنير حسيب الله کليمزي، د مجلس منشي مولوي عبدالله قرلق، د عامي روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز، يو شمېر سناتورانو، د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس سيد حفيظ الله هاشمي او يو شمېر نورو ګډون درلود، په سر کې د ياد کمېسيون مشر نثار احمد حارس په هېواد کې د طبابت په برخه کې د يو لړ پرمختګونو د يادولو تر څنګ د خصوصي او دولتي روغتونونو له لارې د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو، د لابراتوارونو د غير د نه معيار، د ناروغيو د ناسم تشخيص، په ځانګړي توګه ولايتونو کې د درملو د ګران پلورنې او تاريخو تيرو درملو، په درملتونونو کې د غير مسلکي افرادو د استخدام، روغتيايي خدمتونو ته په ليري پرتو سيمو کې د ښاريانو د نه لاسرسي، په ولسواليو کې د نسايي او ولادي روغتيايي مرکزونو د نشتوالي، د جواز پرته د ځينو بهرنيو ډاکټرانو د فعاليت، د چاپيريال د روغتيا ساتنې نه مراعات کېدل او د ځينو نورو نيمګړتياو په اړه د کمېسيون ترلاسه شوي مواردو څخه يادونه وکړه، چې په هېواد کې د طبابت له عمده ستونزو څخه ګڼل کيږي.

ورپسې د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضيا مسعود د دغې رپوټ د وړاندي کولو په برخه کې د عامه هوساينې د کمېسيون هڅې تاييد کړي او ويې ويل، زموږ په ټولنه کې عامه روغتيا د ښوونې او روزنې تر څنګ له ځانګړي اهميت څخه برخمنه ده چې بايد هر هېوادوال له روغتيايي خدمتونو څخه بر خمن شي او زياته يې کړه سره له دې چې په روغتيايي برخه کې اجراات شوي دي خو اوس هم د روغتيايي خدمتونو کمښت څخه د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ او ګواښي يې چې په ولسواليو او کليو کې طبي متخصصين شتون نه لري، د مېندو او ماشومانو د مړيني کچه هم د ګاونډيو هېوادونو په پرتله د پام وړ ده او زياته يې کړه چې زموږ هېوادوال هر کال له يوه ميليارد ډالرو پورته د درملنې په موخه له هېواد څخه بهر لګوي.

د ولسمشر ځانګړي استازي د بي کيفيته درملو او خوراکي توکو څخه په مخنيوي د تاکيد تر څنګ وويل، د عامي روغتيا وزارت مسئولان ژمن دي تر څو په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو وړاندي کول ښه شي.

دغه راز په ياد کنفرانس کې د مشرانو جرګې دويم نايب انجنير حسيب الله کليمزي د خبرو په ترڅ کې يادونه وکړه چې افغانستان په اوسنيو شرايطو کې د روغتيايي ستونزو سربېره له تروريزم، افراط ګرايي او اداري فساد سره لاس او ګريوان دي او کومې کړنې چې د روغتيا په برخه کې ترسره شوي دي بسنه نه کوي، او د دي وخت رارسېدلې چې لوړ پوړي چارواکي او هېوادوال په يو غږ سره په يادو برخو کې جدي اقدامات وکړي تر څو په هېواد کې د متوازنو روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو شرايط مساعد شي او ډاډ يې ورکړ چې د حاضرو ګډونوالو وړانديزونه به د مشرانو جرګې د کمېسيونونو له لارې تر څېړنې لاندي ونيسي.

همدا راز په دي ناسته کې د عامي روغتيا وزير فيروز الدين فيروز د علل او عواملو په اړه د روغتيا برخو کې د ستونزو د تاييد تر څنګ د يادو ستونزو په هکله نظر څرګند کړ، ويې ويل چې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسې د هر هېوادوال حق دي چې تر اوسه يواځي شپېته سلنه هېوادوال تري برخمن شوي او د روان کال تر پايه به د روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو په موخه ٣٧٠ نوي مرکزونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او زياته يې کړه، د هر هېوادوال له پاره پنځه ډالره په پام کې ونيول شول چې کافي نه دي او دغه وزارت د درملو د کنترول په موخه د درملو چارو د تنظيم اداره جوړه کړه او په نږدي راتلونکې کې به د مجهز او معياري لابراتوار مرکز په کابل ښار په فعاليت پيل وکړي.

 7-Sunbola95-KNF2.JPG

د دي کنفرانس په پاي کې د ګډونوالو او مسئولانو تر منځ د پوښتنو او ځوابونو وروسته د عامه هوساينې د کمېسيون د مرستيالې طيبې زاهدي له خوا يولس ماده ييز پريکړه ليک چې د لابراتواري خدمتونو د معياري کولو، د متوازنو روغتيايي خدمتونو، ولادي او نسايي برخې ته د جدي پاملرې، د مناسب فيس د ټاکنې، د بي کيفيته درملو د ورد او قاچاق، د خصوصي سکتور د قانوني کېدو، د چاپيريال ساتنې قانون د موادو د تطبيق او ځينې نور مسايل يې رانغښتل، ولوست او وپتييل شوه چې دغه پريکړه ليک دي د پلي کېدو په موخه د جمهور رئيس، اجراايه رئيس او نورو مسئولينو عنواني وليږل شي.