د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٥ کال د زمري ١٦ نېټه
يو شمېر سناتورانو نن د مطبوعاتي
کنفرانس په ترځ کې د بريښنايي پيژندپاڼو سره دضميموي پاڼي ويش ردکړاو له حکومت څخه
يي غوښتنه وکړه چي په الکترونيکي تذکري کي دي د افغان کلمه درج اوپه يوه پاڼه کي دي،د
ويش لپاره تياري ولري.
په دي مطبوعاتي ناسته کې سناتورانو د خپلو
ټاکنيزو حوزو په استازيتوب خبرې کولي ويې ويل، هغو آوازو چې حکومت غواړي د
بريښنايي پيژندپاڼي ترڅنګ يوه بله ضميمه چې په هغه کې به د هېوادوالو هويت او مليت
شامل وي،وويشي او څرګنده ئي کړه چي دمل(ضميموي)پاڼي ويش د انديښني وړ ده، ځکه ددي
پاڼي ضميمه کول د تذکري له پاڼي سره يو ځاي د اساسي قانون دڅلورمې مادې خلاف عمل دي اود
اساسي قانون په دي ماده کي دافغان دکلمي صراحت په دي توګه تصريح شوي چي( د افغان
کلمه د افغانستان د ملت په هر فرد اطلاق کيږي)
او بايد حکومت په دي برخه کې په غور سره قدم پورته کړي او بايد په يوه پاڼه کي د
تذکري دخاوند مکمل هويت ځاي په ځاي شي چي له دي پرته به دلوي کندهار،لوي ننګرهاراو
لويي پکتيا د اوسيدونکوپه ګډون د هيواد د نوروخلک هم هغه پيژندپاڼه چي په هغي کي د اسلام اوافغان کلمي نه
وي ذکر شوي، تر لاسه نکړي.

سناتورانوپه داسي حال کي چي دملي وحدت حکومت ئي
داساسي قانون خلاف د بحران دمخنيوي لپاره ديوه تفاهم زيږنده وبلل،ټينګارئي وکړ چي
حکومت بايد اساسي قانون او نور نافذه قوانين تر پښو لاندي نکړي اوپه اوسنيو حساسو
شرايطو کې چې د هلمند، غزني،بدخشان، کندز، ننګرهار او ارزګان ولايتونو کې جګړې
دوام لري او حکومت له ګڼ شمير ستونزو سره مخ دي ، نه ښايي چي په دا ډول طرحو او
سملاسي پريکړو باندي خپلې ستونزې نوري هم زياتي کړي او د خلکو او دولت ترمنځ واټن
زيات او د وروڼو او برابرو قومونو تر منځ د بېلتون سبب شي.
دمشرانوجرګي
غړو په دي مطبوعاتي کنفرانس کي دملي وحدت له حکومت څخه په کلکه غوښتنه وکړه چي په
هيواد کي د امنيت دټينګښت په لاره کي دي پريکنده اقدامات تر سره کړي او دملي
پروګرامونو د طرحي او تطبيق لاري چاري دي په ملي اجماع کي د ټولني له
نخبګانو،مخورو،عالمانو اوپوهانو سره د سلا او مشورو له لاري ولټوي او زياته ئي کړه،
اړتيا شته چې د ملي يووالي حکومت دي د هېواد د ملي منافعو په پام کې نيولو سره د بريښنايي
پيژندپاڼو د وېش بهيردي هم،د هېواد د هري سيمي له مخورو او پوهو شخصيتونوسره په
مشوره کي چي د ټولو له پاره د منلو وړ وي،تطبيق کړي.