اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۷ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د افغــانستان اسلامي جمهــوري دولــــــت

د مشرانو جرګې د دارالانشاٰء لوى رياست

د پارلماني او مسلكي چارو معاونيت

د ملي شورا د مشرانو جرګې د شپاړسمې تقنيني دورې، د شپږم كال د لومړي اجلاس فعاليتونه او كړنې

۱۳۹۴/ د كب ۱۶ نه د ۱۳۹۵ / د چنګاښ تر ۳۱ مې

د ملي شورا مشرانو جرګه د شپاړسمې تقنيني دورې د شپږم كال د لومړي اجلاس په بهير كې د استازيتوب، قانون جوړونې او څارنې په برخو كې په پارلماني او مسلكي چارو كې د مشرانو جرګې د دارالانشاء د لوى رياست له لوري د لازمو اسانتياوو په برابرولو او اجرايي همكارۍ سره خپلې دندې پرمخ بيولې چې د هغو لنډيز په لاندې ډول وړاندې كيږي:

په تقنيني او د غونډو په برخه كې

لنډيز:

۱- د (۳۸) عمومي غونډو جوړول؛

۲- د دوولسګونو كميسيونونو د (۴۳۳) غونډو جوړول؛

۳- په كميسيونونو او عمومي غونډو كې د وزيرانو او نورو لوړپوړو چارواكو (۲۸۳) د استجواب او استماع موارد؛

۴- ولايتونو او د كابل ښار له ادارو نه (۱۰) د كتنې او معلوماتي سفرونه؛

۵- د خلكو او ادارو د (۱۰۴) عرضپاڼو او شكايتونو څيړل او ارزول؛

۶- د (۲۰) قوانينو تصويب؛

۷- د (۸) نړيوالو ميثاقونو، پرتوكولونو او هوكړه ليكونو تصديق؛

۸- د (۲۲) پيغامونو، اعلاميو او پريكړه ليكونو صادرول؛

۹- د مشرانو جرګې د رئيسانو د كمټې د (۱۹) غونډو جوړول.

د ترسره شويو فعاليتونو شرح:

الف: د قانون جوړولو په برخه كې:

۱- د قانون جوړونې، علمي او حقوقي څيړنو چارو انستيتوت د علمي كادر د غړو د حقوقو قانون په اړه د ۱۴/ ۶/ ۱۳۹۴ نيټې د ۸۰ مې ګنې تقنيني فرمان تصويب؛

۲- د هستوي انرژۍ قانون په اړه د ۸/ ۶/ ۱۳۹۴ نيټې د ۶۹ مې ګنې تقنيني فرمان تصويب؛

۳- د بريښنا انرژۍ د خدمتونو د تنظيم قانون په اړه د ۸/ ۶/ ۱۳۹۴ نيټې د ۶۷ مې ګڼې تقنيني فرمان تصويب؛

۴- د كرنيزو افتونو د له منځه وړلو قانون په اړه د ۸/ ۶/ ۱۳۹۴ نيټې د ۷۱ مې ګڼې تقنيني فرمان تصويب؛

۵- د تداركاتو قانون په اړه د ۱۱/ ۶/ ۱۳۹۴ نيټې د ۷۵ مې ګڼې تقنيني فرمان تصويب؛

۶- د پوليسو د ذاتي چارو قانون د ځينو مادو د تعديل په اړه د ولسي جرګې د غړو د طرحې تصويب؛

۷- د افغاني هلال احمر( افغاني سرې مياشتې) د چارو د تنظيم د قانون د طرحې تصويب؛

۸- د كورني او بهرني امنيت پر وړاندې د جرمونو او ترهګرو جرمونو په اړه د جزايي اجرااتو قانون د لومړۍ ګڼې د ضميمې په تړاو د ۱۱/ ۶/ ۱۳۹۴ نيټې د ۷۶مې ګڼې تقنيني فرمان تصويب؛

۹- د هوايي چلند قانون د ۱۱مې او د ۱۲مې مادې د ۱۵ جز د تعديل د طرحې تصويب؛

۱۰- د صنعتي طرحو د ملاتړ قانون تصويب؛

۱۱- له مستهلك نه د ملاتړ قانون د طرحې تصويب؛

۱۲- له بيرغ؛ ملي نښان او ملي سرود نه د ګټې اخيستو د قانون د طرحې تصويب؛

۱۳- د ټاكنو د خپلواك كميسيون او د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د تشكيل، دندو او واكونو قانون په اړه د ۹/ ۱۲/ ۱۳۹۴نيټې د ۱۵۹مې ګڼې تقينيني فرمان تصويب؛

۱۴- د خوړو د خونديتوب د قانون د طرحې تصويب؛

۱۵- د معاملو د لارښوونې قانون د طرحې تصويب؛

۱۶- د كار قانون د تعديلي طرحې تصويب؛

۱۷- د پاسپورت د قانون د طرحې تصويب.

د نړيوالو معاهدو او ميثاقونو تصديق:

۱- د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوامداره ګډون او همكارۍ د سند تصديق؛

۲- د ۱۹۸۳ د ستراسبورګ د محكومو كسانو د ليږد كنوانسيون تصديق؛

۳- په اسلام كې د ماشوم د حقونو د ميثاق تصديق؛

۴- د (+ جي ۷) منشور تصديق؛

۵- د ادبي او هنري اثارو د ملاتړ په اړه د برن كنوانسيون تصديق ۱۹۷۱ د پاريس سند؛

۶- له نړيوال سوداګريز سازمان سره د افغانستان د پيوستون د سند تصديق؛

۷- د هلال احمر د نړيوال اسلامي كميسيون د رامنځته كيدو د هوكړه ليك تصديق؛

۸- د ژوند بڼو په كنوانسيون پورې د ناګويا د الحاق پروتوكول تصديق.

د ملي شورا د دواړو جرګو د ګډ پلاوي غونډې

۱- د تداركاتو قانون په اړه د قانون د طرحې په برخه كې؛

۲- د كرنيزو افتونو د له منځه وړلو قانون په اړه ؛

۳- د افغاني هلال احمر( افغاني سرې مياشتې) چارو د تنظيم د قانون د طرحې په اړه؛

۴- د قانون جوړونې، علمي او حقوقي څيړنو چارو انستيتوت د علمي كادر د غړو د حقوقو قانون په اړه...

ب: د استازيتوب ( د خلكو د غوښتنو او ستونزو د انعكاس) په برخه كې:

د مشرانو جرګې غړو د شپاړسمې تقنيني دورې د شپږم كال د لومړي اجلاس په بهير كې د جرګې په عمومي او د كميسيونونو په غونډو كې د خلكو بنسټيز مسايل او ستونزې مطرح كړې او په ځينو مواردو كې د كميسيونونو او اړوندو دولتي ادارو له لارې يادو مسايلو او ستونزو ته د حل لارو موندلو غوښتونكي شول چې په ټوله كې په عمومي غونډو او د كميسيونونو په غونډو كې د شپاړسمې تقنيني دورې د شپږم كال د لومړي اجلاس په بهير كې د خلكو او ادارو (۳۱۲) عرضپاڼې او شكايتونه وڅيړل شول او د اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شول او همداراز په مهمو ملي او نړيوالو مسايلو د بحث ترڅنګ شاوخوا (۲۲) پيغامونه، اعلاميې او پريكړه ليكونه هم صادر شوي دي.

ج: د پارلماني څارنې په برخه كې:

د قوانينو د پلي كيدو او د اجرائيه قوې پر كړنو څارنه د پارلمان له مهمو او بنسټيزو دندو څخه شميرل كيږي او پارلمان ته دا واك اساسي قانون وركړى دى.

مشرانو جرګې په دې برخه كې د شپاړسمې تقنيني دورې د شپږم كال په لومړي اجلاس كې د اړوندو كميسيونونو له لوري د يو شمير وزارتونو او دولتي ادارو د كاري پلانونو او تشكيلاتو د ارزونې ترڅنګ يو شمير حكومتي چارواكي د استماع او استجواب په موخه د جرګې عمومي غونډو او دوولسګونو كميسيونونو غونډو ته رابللي دي او په بيلا بيلو برخو كې يې له هغوى نه د معلوماتو غوښتنه كړې ده، همداراز د مشرانو جرګې غړو (۳۰) نظارتي سفرونه ولايتونو او د كابل ښار د ادارو د كتنې لپاره ترسره كړي دي.

د عمومي غونډو د جوړيدو په برخه كې:

مشرانو جرګه له كړنلارې سره سم په اوونۍ كې دوې ورځې عمومي او درې ورځې د كميسيونونو غونډې جوړوي، مشرانو جرګې د شپږم كال په لومړي اجلاس كې (۳۸) عمومي غونډې جوړې كړې او (۱۳) قوانين او (۸) نړيوالې معاهدې او ميثاقونه يې تصويب او تصديق كړي دي. په عمومي غونډو كې معمولا د قوانينو د طرحو، هوكړه ليكونو، مهمو ملي مسايلو او د وزيرانو د استجواب په اړه بحث كيږي. په تيرو څلورنيمو مياشتو كې لاندې كسان عمومي غونډو ته رابلل شوي دي:

۱- د هيواد د امنيتي حالاتو د راپور وړاندې كولو او د جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ويلو په موخه د دفاع وزارت د لوى درستيز د مرستيال، د كورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو د مرستيال او د ملي امنيت د لوى رياست د مرستيال را بلل؛

۲- د افغان كډوالو د ستونزو، له هيواده د ځوانانو د تیښتې او د سولې د څلور اړخيزو خبرو اترو په اړه د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين او د كډوالو چارو د وزير رابلل؛

۳- د ښوونې او روزنې په وزارت كې دشته ستونزو په اړه ددې وزارت د وزير رابلل؛

۴- د معلوماتو وړاندې كولو او د جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ويلو په موخه د كابل ښاروالۍ د سرپرست محمد اسلم اكرمي، د ښاروالۍ د تنظيف د رئيس او د اوبو رسولو او كاناليزاسيون د رئيس رابلل؛

۵- د كابل په ښار كې د كورونو او موټرو د وسله والو غلاوو، وژنو او تښتونو او پر (۱۰) رياست د ځانمرګي بريد په اړه د كورنيو چارو د وزير، د كابل د امنيه قوماندان او د ملي امنيت د لوى رياست د سرپرست رابلل؛

۶- له هيواده بهر د افغان محصلينو د ستونزو او په دې وزارت پورې د اړوندو نورو موضوعاتو په تړاو د بهرنيو چارو د وزير رابلل؛

۷- د ورستيو سيلاونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او زيانمنو خلكو په اړه د پیښو د مخنيوي په چارو كې د دولت د  وزير او د بيړنيو حالاتو د كميټې د غړو رابلل؛

۸- د ماليې وزارت د لاسته راوړنو په اړه د ماليې د وزير رابلل؛

۹- د معلوماتو وړاندې كولو او د جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ويلو په موخه د ښار جوړولو د وزير رابلل؛

۱۰- د ستاينليك ترلاسه كولو په موخه د بازمحمد مبارز او د ۱۳۹۴ كال د كانكور د څلورو ممتازو زده كوونكو ګډون؛

۱۱- د جرګې د غړو پوښتنو ته د ځواب ويلو په موخه د كورنيو چارو وزارت د امنيتي مرستيال رابلل؛

۱۲- له افغانستان سره د هندوستان د مرستو د ستايلو په موخه د هند د سفير ګډون؛

۱۳- د سوداګرۍ وزارت د لاسته راوړنو په اړه د راپور وړاندې كولو په موخه د دې وزارت د وزير ګډون؛

۱۴- د فري فايټ په سياليو كې د اتلولۍ د ستايلو په موخه د احمد ولي هوتك ګډون؛

۱۵- د كليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د پروژو د پلي كيدو د څرنګوالي په اړه د ياد وزارت د وزير رابلل.

ددې اجلاس په بهير په مجموعي ډول (۳۰) دولتي چارواكي او انفرادي كسان د استجواب، استماع او ستايلو په موخه د غړو له لوري عمومي غونډو ته رابلل شوي دي.

د كميسيونونو د غونډو د جوړيدو په برخه كې:

د مشرانو جرګې كميسيونونه په اوونۍ درې ورځې غونډې جوړوي چې د شپږم تقنيني كال د لومړي اجلاس په بهير كې يې (۴۳۳) غونډې جوړې كړې دي، مشرانو جرګه دوولس كميسيونونه( د نړيوالو چارو كميسيون، د ولايتي شوراګانو، د غړو د خونديتوب او امتيازونو كميسيون، د شكايتونو اوريدو كميسيون، د دفاعي چارو كميسيون، د كورنيو چارو او سيمه ارګانونو كميسيون، د ملي اقتصاد، مالي او بودجې كميسيون، د مواصلاتو او مخابراتو كميسيون، د عدلي او قضايي چارو كميسيون، دديني، فرهنګي، ښوونې او روزنې،لوړو زده كړو او علمي څيړنو كميسيون، د ښځو چارو او مدني ټولنې كميسيون، د عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې كميسيون، د معلولينو، د شهيدانو د وارثانو او كډوالو چارو كميسيون او د قومونو، قبايلو او كوچيانو كميسيون) لري.

كميسيونونه خپلې دندې د كميسيونونو د اساسي كاري كرښو سره سم چې عمده موارد يې د حكومت او غړو له خوا د مسودو د طرحو څيړنه، د ولسي جرګې له لوري د رااستول شويو مصوبو څيړل او د قوانينو او تقنيني فرمانونو د تصويب، تعديل او يا لغوه كيدل دي، د كميسيون واك دى او راپور يې عمومي غونډې ته وړاندې كوي.

همداراز د خلكو ستونزو د حل لارو موندلو او د استجواب، ليدنو كتنو او رسمي مراجعو ته د مكتوبونو د استولو له لارې د اجرائيه قوې پر كړنو د څارنې لپاره اقدام كوي چې له دې جملې نه (۲۸۳) د وزيرانو او نورو دولتي لوړ پوړو چارواكو د استجواب استماع او معلوماتو موارد په كميسيونونو كې ترسره شوي دي.