اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لړم ۲۲ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٤ کال د ليندۍ ٩ مه

د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د منع په موخه کنفرانس د مشرانو جرګې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون له خوا جوړ شو.

په دي کنفرانس کې په داسي حال کې چې يو شمېر وزارت خانو، د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د منع د عالي کمېسيون غړو، د ښځو حقوقو يو شمېر فعالانو او د مدني ټولنې بنسټونو هم حضور درلود، د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار د ښځې د رول او د اسلام په مبين دين کې د دوي د ځايګاه په اړه د خبرو تر څنګ، د ښځو پروړاندي د تاوتريخوالي

 9-Qaws94-MUT1.JPG

زياتوالي، د ښځو، ماشومانو او سړو نارينه وو په ګډون د هم جنسو پر وړاندي د ظلم او شکنجې زغم د ټولو دساتيرو او د ديني روزنو سره په ټکر کې وګڼه او د تاوتريخوالي د پراخوالي علت يې د سواد ټيټه کچه، د مبتذلو فلمونو خپرول، د هېواد د نافذو قوانينو څخه بي خبري، فقر او بيکاري، ناخوښه رواجونه او عنعنات وګڼل، له عالمانو، حکومتي ذيدخلو بنسټونو، رسنيو او د هېواد د مدني ټولنې بنسټونو څخه يې وغوښتل تر څو د تعليمي او تحصيلي پروګرامونو په لاس لاندي نيولو سره د ديني پروګرامونو په خپورولو کې هڅې وکړي تر څو اسلامي بډاي ارزښتونه چې د ټولو انساني نويو تګلارو او اړتياو ځواب ويونکې دي د تاوتريخوالي ځاي ناستي شي او د فقر او بدبختۍ لمن ټوله شي.

ورپسې د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار هم د تاوتريخوالي د شومي پديدي په اړه د خبرو ترڅنګ څرګنده کړه چې تاوتريخوالي د اجتماعي ژوند په ستونزو، تبعيض، بي سوادۍ، فقر او بي کارۍ او نورو ناخوښو رواجونو کې ريښه لري چې په هېواد کې دوامداره جګړې او بي ثباتۍ د قانون حاکميت ته زيان رسولي او د تاوتريخوالي د زياتوالي سبب شوي دي او څرګنده يې کړه هغه وخت چې د قانون پلي کوونکو بنسټونو کې فساد شتون ولري، نه شو کولاي تاوتريخوالي پاي ته ورسوو او هم علماي کرام او د سيمو مشران چې د جوماتونو په ممبرونو کې پوهاوي ورنه کړي د تاوتريخوالي لمن به ټوله نه شي.

همدا راز د مشرانو جرګې د ښځو چارو او مدني ټولنې د کمېسيون مشرۍ مېرمن صديقي بلخي د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د زياتوالي څخه اندېښنه څرګنده کړه او د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د مخنيوي او پوهاوي په موخه د رسنيو او مدني ټولنو د نه ستړي کېدونکو هڅو څخه قدرداني وکړه او د هېواد د عدلي او قضايي ارګانونو او د مسئولو ادارو يې وغوښتل تر څو د دي ناوړه عمل څخه په مخنيوي کې ګټور اقدامات وکړي او مرتکبين يې د اسلامي شريعت د احکامو له مخې مجازات کړي.

همدا راز په دي کنفرانس کې د ښځو چارو وزارت معينې فوزيې حبيبي د ښځو د حقوقو د مدافع بنسټونو په همغږۍ ټينګار وکړ او د دولتي بنسټونو يې وغوښتل تر څو د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د لمنځه وړو ملي ستراتيژي، د تاوتريخوالي د لمنځه وړو مقرره، په دولتي او روزنيزو سيمو کې د جنسي زورونې د لمنځه وړو مقرره په يادو سيمو کې پلي کړي او دي وزارت سره د تاوتريخوالي سره د مبارزي په امر کې ياري وکړي. د يادولو وړ ده چې په دي ناسته کې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال او د ملي يووالي حکومت د اجراييه رئيس پيغام هم ولوستل شو چې د تاوتريخوالي سره د مبارزې په امر کې د حکومت له ملاتړ څخه يادنه شوې وه او هم د لومړي مرستيال د پيغام په يوې څنډه کې راغلي وو چې د تيرو ورځو په ترڅ کې د نوموړي د کوښښونو له امله چې يو شمېر مخالفانو غوښتل يوه مېرمن په جوزجان کې سنګسار کړي مخنيوي شوي دي.

9-Qaws94-MUT2.JPG

د دي ناستې په پاي کې سناتورې شفيقي نوروز خيل د دي ناستې لس ماده ييز پريکړه ليک په لوست پيل وکړ چې په هغې کې غوښتنه شوې چې د ملي يووالي حکومت دي په دي مورد کې خپل پروګرامونه زيات کړي او هم د علماي کرامو له خوا د ديني روزنو د رواجولو، د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د عاملانو د محاکمې، د ملي شورا له خوا د دي پديدي سره د مبارزي له پاره د هېواد د ملي بودجې په سقف کې د ځآنګړي ستون د ځانګړتيا، د مسئولنو ارګانونو د رپوټ وړاندي کولو، د ملي او نړيوال ملاتړ پراخوالي، د نړيوالو همکاريو زياتوالي او د ملي شورا له خوا د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي د منع قانون د تصويب غوښتونکې شول او هم د ملي او بين المللي رسنيو څخه د تاوتريخوالي د لمنځه وړو په موخه د پروګرامونو د خپراوي او شغلي فرصتونو د رامنځته کېدو غوښتونکې شول.

ShareThis Copy and Paste
ShareThis Copy and Paste