اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٤ کال د ليندۍ ٨ مه

د ملي شورا د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د يو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې خبريالانو ته فدراتيفي روسيې ته د خپل وروستي سفر د پايلو په اړه معلومات وړاندي کړل:

 8-Qaws94-KAN1.JPG

ويې ويل په هغې کتنه کې چې د ياد هېواد چارواکو سره وشوه د مسکو چارواکي ژمن شول چې لس زره ميله سپکه وسله به ژر تر ژره د افغان امنيتي ځواکونو په واک کې ورکړل شي او زياته يې کړه چې د افغانستان پارلماني پلاوي د مسکو چارواکي پوه کړل چې تروريزم سيمه تر ګواښ لاندي راوړي، اړتيا شته تچې د تروريستانو د ټکولو په موخه افغان ځواکونو ت ه درنې وسلې او جنګي څرخکي الوتکې ورکړل شي چې په دي برخه کې کار جريان لري. د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې مسکو ته د افغان پارلماني پلاي سفر د لاسته راوړنو ډک ګاڼه، ويې ويل د مطرح شويو مسايلو سربېره د تروريزم، نشه يي توکو سره د مبارزي، د هېواد د بنسټونو جوړول ، ترميم او اقتصادي مسايلو د څرنګوالي په اړه ګټور بحثونه ترسره شوي چې په راتلونکې کې به د ديپلوماتيکو لارو څخه وڅيړل شي.

ShareThis Copy and Paste
ShareThis Copy and Paste