اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
سه شنبه ٬د لړم ۲۱ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٤ کال د لړم ١٣ مه

د اړوندو وزارتونو سره د مشرانو جرګې د معلولينو، شهيدانو او کډوالو د پاتې کسانو د چارو د کمېسيون د ترلاسه شويو معلوماتو د څېړنې کنفرانس نن د ياد کمېسيون له خوا جوړ شو.

دغه کنفرانس چې د انترکانتيننتال په هوټل کې د البا موسسې په مرسته په لاره اچول شوي وو، په کې د معلولينو بنسټونو او د اتحاديو د استازو سربېره، د مشرانو جرګې دويم نايب ډاکټر محمد آصف صديقي، د ملي شورا د دواړو مجلسونو ځينو غړو، د مشرانو جرګې د دارالانشا لوي رئيس، د کار، تولنيزو چارو، پوهنې، عامې روغتيا، ماليې وزارتونو او د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون، بدني روزنې او سپورت مسئولينو ګډون کړي وو.

د مشرانو جرګې دويم نايب په هېواد کې د معلولينو د يو شمېر ستونزو په اړه خبري وکړې، زياته يې کړه هغوي چې د اسلام، آزادۍ، د ملي نواميسنو او ځمکنې بشپړتيا څخه د دفاع په لاره کې يې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي، د  اړوندو مسئولينو او مرستندونو ټولنو له خوا ورته کمه پاملرنه شوي ده او زياته يې کړه چې په هېواد کې د جګړې دوام او د ټيکاو نشتوالي، د پرديو لاسوهنې، د يوې ګټورې استراتيژۍ نشتوالي، د ټولنې د معلولې برخې ته د رسدګۍ خڼد ګرځيدلي او په ملي شورا کې د خلکو استازي د قانوني واکونو سره چې لري يې د قانون جوړونې، د حکومت له کړنو څخه د څارنې او د خلکو څخه د استازيتوب په برخو کې تل په هېواد کې د معلولې ټولنې څخه ملاتړ کړي او هيله مند يو چې د ملي يووالي حکومت مشران د ټولنې دي برخې ته لا زياته پاملرنه وکړي.

ورپسې د مشرانو جرګې د معلولينو او شهيدانو د پاتي کسانو د چارو د کمېسيون رييس مېرمن نفيسې سلطاني، د کمېسيون مرستيال عبدالباقي بريال او د استازو مجلس د معلولينو چارو د کمېسيون مشر استاد محمد اکبر د خپلو خبرو په ترڅ کې د معلولينو د حقوقو او امتيازنو قانون او د معلولينو د نړيوال کمنوانسيون په پلي کېدو چې افغانستان ورپوې تړل شوي دي د معلولينو د ستونزو او په ځانګړي توګه دولتي ادارو کې د معلولينو د استخدام او کارموندنې، د ولايتونو د کار او ټولنيزو چارو په رياستونو کې د فساد د شتون، تحصيلي بورسونو کې د ستونزو، د شهيدانو وارثانو او معلولينو ماشومانو له پاره د روزنې او پالنې د ښه زمينو د نشتوالي او يادې برخې ته د ښو روغتيايي خدمتونو د وړاندي کولو څخه يادونه وکړه او د اړوندو ادارو يې وغوښتل تر څو په دي برخه کې پاملرنه وکړي.

همدا راز د کار او ټولنيزو چارو وزارت معين د ټينګار تر څنګ په ياد وزارت کې د فساد شتون د کافي بودجې نشتوالي او په يادې ادارې کې د کار حجم د دي وزارت په لاره کې عمده ستونزې وبللې او د معلولينو له پاره د خپلواکې ادارې د جوړېدو غوښتونکې شو.

همدا راز په دي کنفرانس کې د معلولينو د استازو له خوا ځينې پوښتنې مطرح شوې چې د حکومتي مسئولانو له خوا يې ځواب وړاندي شو او هم يادو مسئولينو د نړيوال کنوانسيون او د معلولينو د حقوقو او امتيازونو قانون په پلي کېدو، د معلولينو د خپلواکې ادارې د جوړېدو ټينګار وکړ په پاي کې د دارالانشا لوي رييس سيد حفيظ الله هاشمي د د معلولينو ستونزو ته د رسيو په موخه د دا ډول ناستو جوړېدل ګټور وبلل او د پروګرام د جوړوونکو او ملاتړ کوونکو څخه يې قدرداني څرګنده کړه .

ShareThis Copy and Paste
ShareThis Copy and Paste