اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ١٣٩٤ کال د وږي ١١ مه

په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو د خلکو د يو شمېر استازو، جهادي قوماندانانو او مشرانو تر منځ نن هم په يادو سيمو کې د ترهګرو له نفوذ څخه د مخنيوي او د امنيتي وضعيت د ښه والي په اړه په کابل ښار کې مشورتي ناسته جوړه شوه.

دغونډی په پیل کی د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار د هېواد په بېلا بېلو سيمو او په ځانګړي توګه د هېواد په ختيځو ولايتونو کې د امنيتي وضعيت په اړه خبري وکړې او يو ځل بيا يې ټينګار وکړ چې بايد د ترهګرو پر وړاندي،چې په بېلا بېلو نومونو په يادو سيمو کې ويره اچوونکې فعاليتونه ترسره کوي،بایدمجاهدين اومشران د امنيتي ځواکونو سره په همغږی  کی د دوي په د له منځه وړلو له پاره اړینی هڅی تر سره  وکړي.

11-Sunbola94-KNF1.JPG

د مشرانو جرګې رئيس په داسي حال کې چې د افغانستان او په ځانګړي توګه د هېواد د ختيځو سيمو د وروڼو قومونو پر يووالي او اتحاد باندی یی ټينګار کاوه، ډاډ يې ورکړ چې د هېواد څخه د دفاع په موخه به د امنيتي ځواکونو تر څنګ ودريږي.

ورپسې د امنيت د ټينګښت د څرنګوالي په اړه  په ملي شورا کې د خلکو يو شمېر نورو استازو، جهادي قوماندانانو او د مشرقي سيمو مشرانو هم خپلې نظريې وړاندي کړي، څرګنده يې کړه چې د نورو سيمو په پرتله د ننګرهار ولايت د شينوارو د ولسوالۍ امنيتي وضعيت د کورنيو او بهرنيو ويره اچوونکو تر سخت ګواښ لاندي دي، بايد ټول خلک د هېواد د مېړنو ځواکونو تر څنګ ودريږي تر څو ویره اچوونکو ته غاښ ماتوونکې ځواب ورکړل شي.

11-Sunbola94-KNF2.JPG

دناستی په پاي کې د ګډونوالو د نظريو له څرګندولو وروسته  پريکړه وشوه چې په ولسي جرګه کې د ننګرهار دخلکو د استازي حاجي حضرت علي تر مشرۍ لاندي پلاوي دي د ناامنو سيمو امنيتي وضعيت وڅيړي او بیا به ددی څیړنو په نتیجه کی  اړینی کړنی ترسره شی

ShareThis Copy and Paste
ShareThis Copy and Paste
ShareThis Copy and Paste
 
 
 
Share