اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د زمري ۲۷ مه٬ ۱۳۹۷ ل

بسم الله الـرحمن الـرحـیم

 

د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت ملی شوري

مشرانو جرگه

د شپاړسمي تقنيني دوري د څلورم كال د كاراو فعاليت لنډ رپوټ

د 1392كال د كب  میاشتی د16مي  څخه د 1393  كال د مرغومي مياشتي د(30) مي پوري

 

 د اساسي قانون د حكمونو مطابق د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملي شوري د يو لوړتقنينی ارګان په توګه ، د خلكو د ارادي ښكارندوي او د ټول ملت څخه استازيتوب كوي . ملي شوري د دولت له دري ګونو قواوو څخه يوه قوه ده چي دندي يي د ملت د ستونزو او مشكلاتو په پام كي نيولو سره د لازمو قوانينو تصويب ، د حكومت پر كړنو د قانون په رڼا كي څارنه او د خلكو استازيتوب دي . د تقنيني كال موده نهه مياشتي ده چي په دوو څــلورنيمو مياشتنــيو غونډو باندي ويشل كيـږي .

مشرانو جرګي د ملي شوري د يوي خوني په توګه د اساسي قانون د حكمونو په رڼا كي خـپلي دنــدي د تيــر اجلاس پــه موده كي پــه لانــدي تــوګه سر تـــه رسولي دي .

لــنــډيــــز :

۱ــ   ( 78  ) ځــله د عــمــومي غــــونـــډو دايـــريـــد ل .

۲ــ  ( 818 ) ځله د كميسيونونو د نوبتي غـونډو دايـريدل .

۳ــ  د (353) تنو په شمير كميسيونونو اوعمومي غونډو ته د وزيرانو اونورو لوړ رتبه چارواكو را بلنه او استجواب.

۴ــ (15) ځله د ولايتونو او كابل د مركزي اداروڅخه د څارني او معلوماتو په موخـــه ليـدنه.

۵ــ د(401) په شمــيـر د خلكـــوڅخه  د را رسيدلوعــريــضو او شكايــتونو پـــه اړوند غــور او څيـړني

۶ــ  د(27) عنوان قــوانــينــو تصويــب .

۷ــ  د(11) عنوان نړيوالو كنوانسيونونو او تړونونو تصديق .

۸ــ  د ( 53 ) اعلاميي ، پــريكـــړي اوپيـغـــامــــونــــوصادرول .

9-     د مشرانوجرګي د غړو (21) رسمي سفرونو تنظيمول .

 

پــــــدي بــــــرخـــــــه كــــي بشپــــــړ معـــلـومـــــــات :

   الف : د قانون جوړولو په برخه كي .

د قوانينو تصويب:

۱- د سوداګريزو قراردادونو د قانون د طرحې تصويب.

۲- د دخانياتو او تنباكو د كنترول د قانون د طرحې تصويب.

۳- د ولايتي شوراګانو د قانون د طرحې تصويب.

۴- د قضاييه قوې د واكونو او تشكيل د قانون د ځينو موادو د تعديل په اړه د تقنيني فرمان تصويب.

۵- د دولتي او غير دولتي املاكو د غير قانوني تصرف او غصب د قانون د طرحې تصويب.

۶- په ارزښت باندې د ماليې د دېرښت د قانون د طرحې تصويب.

۷- د ټاكنو د قانون د ۱۹ مې مادې د تعديل په اړه د غړو د طرحې تصويب.

۸- د كانونو د قانون د طرحې تصويب.

۹- د ماشومانو سرغړونو ته د رسيده ګۍ د قانون د ۶ مې مادې د تعديل د طرحې رد.

۱۰- د مدني محكمو د اصول د قانون د ۱۷۹مادې د تعديل د طرحې رد.

۱۱- د جزايي اجراآتو د قانون د ۶۷ مادې د تعديل د طرحې تصويب.

۱۲- د قضاییه قوې د واكونو د تشكيل د قانون د ۶۷ مې مادې د درېيمې فقرې د تعديل د طرحې تصويب.

۱۳- د ترهګرۍ د تمويل د مخنيوي د قانون د طرحې تصويب.

۱۴-  د پيسو د تطهير او له جرمونو څخه د ترلاسه شويو عوايدو د مخنيوي د قانون د طرحې تصويب.

۱۵- د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې د لغوې د طرحې رد.

۱۶- افغان خوراكي توكو باندې د سيلوګانو او ارزاق د تصدۍ د حقوقي شخصيت د بدلون د طرحې رد.

۱۷- د واټ د ترافيكو د قانون د ۵۲ مې مادې د تعديل په اړه د حكومت د طرحې تصويب.

۱۸- د ملي شورا د غړو د حقوقو او مصئونيت په باب د ولسي جرګې د طرحې رد.

۱۹- د ټولنيز ملاتړ د قانون د طرحې تصويب.

20- معلوماتوته د لاس رسی قانون دطرحی تصویب.

21- د نړيوالوتړونونو او ميثاقونو قانون دطرحي تصويب

22- د غمرازي د قانون دطرحي تصويب

23- دسوداګريزو نښو(علامو) د ثبت د قانون په ځينو مادوكي تعديل ايزاد او الغا تصويب

24- په نظامي قطعاتو كي د اطفالو(ماشومانو) د استخدام د منع قانون دتصويب

25-  د 1394 مالي كال د بودجي په اړه د مشورتي نظريو تصويب

26- دكانونوپه قانون كي د تعديل او حذف د طرحي تصويب

27- د احصايي د قانون په ځينو مادوكي وړانديز شوي تعديلونو تصويب

 

د نړيوالو تړونونو او ميثاقونو تصديق :

۱- د افغانستان او فنلند ترمنځ د همكاريو د هوكړه ليك تصديق.

۲- د افغانستان او ناروې شاهي هېواد ترمنځ د استراتيژيكو همكاريو په اړه د هوكړه ليك تصديق.

۳- د ايكو د علمي بنست د منشور تصديق.

۴- د آسيا د اقتصادي همكاريو د سازمان(ايكو)  د ښوونيز بنسټ د منشورتصديق.

۵- د پيله ورۍ د نړيوال كميسيون د جوړېدو د كنوانسيون تصديق.

۶- د انسان په ځانګړي توګه د ښځو او ماشومانو د قاچاق د مخنيوي، راكمونې او تعزير په اړه د نړيوالو سازمان شويو جرمونو پر وړاندې د ملګرو ملتونو د كنوانسيون د الحاقي پروتوكول تصديق.

۷- د مسلحانه شخړو پرمهال د كلتوري مالونو د ملاتړ له پاره د ۱۹۵۴كال د لاهې كنوانسيون تصديق.

9- دافغانستان اسلامی جمهوریت او دالمان فدرالی جمهوریت ترمنح د دوه ارخیزی همکاریو موافقه لیک د سریزی دپای پارگراف کی دتعدیل طرحه تصدیق.

10- دافغانستان اسلامی جمهوریت او امریکا متحده ایالاتو ترمنح د امنیتی او دفاعی همکاریوقرارداد تصدیق.

11- دافغانستان اسلامی جمهوریت او دشمالی اتلانتیک د ترون سازمان(ناتو) ترمنح په افغانستان کی د ناتو ترمشری لاندی د متقابلوموافقه شویو فعالیتونو د ترسره کولوپه برخه کی د ناتو حواکونو او پرسونل د وضعیت په باب دقرار تصدیق.

 

د دي كال په بهير كي د قوانينو په اړه د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ هیئت د غونډو جوړيدل .

۱- د سوداګريزو قراردادونو د قانون د طرحې په اړه.

۲- د قضاييه قوې د واكونو او تشكيل د قانون د ۶۷ مې مادې د درېيمې فقرې د تعديل د طرحې په اړه.

۳- د كانونو د قانون د طرحې په اړه.

۴- د ملی شورا دغړو د حقوقو او مصئونيت د قانون د طرحې په اړه.

۵- د ټاكنو د قانون د ۱۹ مې مادې د تعديل په باب د غړو د طرحې په اړه.

6- د غمرازي د قانون دطرحي په اړه

7- د نړيوالوتړونونو او ميثاقونو قانون دطرحي په اړه

 

ب :ـ د خلكو د ستونزو او غوښتنو د غبرګون او استازيتوب په برخه كي .

د شپاړسمي تقنيني دوري په څلورم كال كي  د مشرانو جرګي غړو د عمومي مجلس او كميسيونونو له طريقه په مختلفو غونډو كي د خلكو د اساسي ستونزو او مشكلاتو د حل په موخه ( 401) عرض پاڼي او شكايتونه تر پوره غور او څيړني لاندي نيولي او د كړنو په موخه ئي اړونده څانګو او ادارو ته استولي دي او همدارنګه د ملي او نړيوالو مسايلو د څيړلو څخه وروسته ئي (53) پيغامونه  ، اعلاميي او پــريكــړي صادري كړيدي .

 ج :ـ د پارلماني نظــارت د پلي كيدو په برخــه كي :

د اجرائيه قوي د كړنو اود قانون د تطبیق څخه نظارت د  پارلمان د مهمو دندوڅخه  شميرل كيږي چي اساسي قانون دغه واك پارلمان ته وركړيدي . مشرانو جرګي د شپاړسمي دوري په څلورم تقنيني كال كي  د خپلو كاري پلانونو مطابق د كميسيونونو په ذريعه د مختلفو وزارتونو او دولتي ادارو څخه يو شمیر چارواكي د استماع او استجواب په موخه عمومي غونډو او د كميسيونونو غونډو ته رابللي دي او په مختلفو برخو كي د هغوي څخه معلومات غوښتي دي همدارنګه د مشرانو جرګي غړي د پلاوو په تركيب كي (15) ځله د نظارت په خاطر د يو  شمير مركزي ادارو او ولايتونو څخه ليدنه كړيده .

 

 

پـه عمومي غــونــډو كي :

د داخلي دندو د اصولو مطابق مشرانو جرګه په هفته كي دوه ورځي عمومي غونډي او دري ورځي د كميسيونونو غونډي جوړوي ، مشرانو جرګي په تير كال كي (78) عمومي غونډي جوړي كړيدي چي پكي (27) عنوانه مختلف قوانين تصويب او (11) عنوانه نړيوال  تړونونه او كنوانسيونونه تصديق شويدي .

په عمومي غونډو كي معمولآ د قوانينو او موافقتنامو طرحي ، مهم ملي مسايل او د وزيرانو استجواب تر بحث لاندي نيول كيږي  چي په تير كال كي لاندي دولتي چارواكي  عمومي غونډو ته رابلل شويدي .

۱- د كابل ښار سړكونو ته څېرمه د ويالو د بندېدو او د كاناليزسيون د نه شتون په اړه كابل ښاروال او د كاناليزسيون او اوبو رسولو لوى رئيس ته بلنه.

۲- د كانكور آزموينې د پايلو په باب د رسېدلو شكايتونو او ستونزو په اړه د كانكور د كميټې غړو او د لوړو زده كړو او د پوهنې وزيرانو ته بلنه.

۳- په هېواد كې د امنيتي وضعيت د خرابېدو په باب د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست او د كورنيو چارو وزير ته بلنه.

۴- په هېواد كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتوالي په باب په وزارتونو كې د جندر د آمرينو او د ښځو چارو د وزارت وزيرې ته بلنه.

۵- د ملي امنيت د لوى رياست سرپرست او د كډوالو چارو، كورنيو چارو او بهرنيو چارو وزيرانو ته بلنه.

۶- اعتياد نه د مخنيوى، د روږدو د درملنې او د نشه يي توكو د كښت او قاچاق  څرنګوالي د مبارزې په باب  په كورنيو چارو وزارت كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې د مرستيال، د سرې میاشتی د رئيسې او  د كار اوټولنيزو چارو وزارت وزير، د عامې روغتيا وزير او د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې وزير ته بلنه.

۷- د رياست جمهوري د مقام د حكم د تطبيق په اړه د ماليې وزير ته بلنه.

8- د مخدره توکو سره د مبارزی او دعامی روغتیا سرپرست وزیرانو ته بلنه.

9- د ټولگټی وزارت سرپرست وزیر ته بلنه.

10- د ټاکنود خپلواک کمیسیون مرستیال او دهغه د دارالانشا رئیس ته بلنه.

11- د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست ته بلنه.

12- دمالیی وزارت سرپرست وزیر او دهغه وزارت د بودجی ټیم غړوته بلنه.

13- د کانونو او پطرولیم وزارت سرپرست ته بلنه.

14- دمالیی وزارت سرپرست وزیر او دهغه وزارت د بودجی ټیم غړوته بلنه.

15- دملی دفاع او کورنیوچاروسرپرست وزیران او دملی امنیت عمومی رئیس ته بلنه.

 

د دې اجلاس په لړ كې په مجموعي توګه 33 دولتي چارواكو ته په عمومي غونډو كې د سوال او ځواب په موخه بلنه وركړل شوې ده.

د كميسيونونو په غونډو كي :

د مشرانو جرګي كميسيونونه په هفته كي دري ورځي غونډي جوړوي چي په تير يو كال كي يي ( 818 ) غونډي جوړي كړيدي ، مشرانو جرګه د دوولسو كميسيونونو لكه د نړيوالو چارو كميسيون ، د ولايتي شوراګانو او د غړو د خونديتوب او امتيازاتو كميسيون ، د شكايتونو د اوريدلو كميسيون ، د قومونو ، قبايلو او كوچيانو چارو كميسيون ، د محلي ارګانونو ، كورني امنيت او د فاعي چارو كميسيون ، د مالي ، بودجي او ملي اقتصاد كميسيون ، د مخابراتو او مواصلاتو كميسيون ، د قضايي ، عدلي او تقنيني چارو كميسيون ، د علمي تحقيقاتو ، لوړو تحصيلاتو ، معارف او ديني چارو كميسيون ، د مدني ټولني او ښځو چارو كميسيون ، د چاپريال ساتني او عامه هوسايني كميسيون او د شهيدانو ، معلو لينو د پاتي كسانو او كډوالو چارو كميسيونونه دي .

كميسيونونه خپلي دندي د خپلو كاري اساسي اصولو مطابق چي د هغي عمده موارد عبارت دي له : د حكومت او غړو له خوا د وړاندي شويو قوانينو د طرحو څيړنه ، د ولسي جرګي څخه د راغليو مصوباتو څيړنه او عمومي غوندي ته د هغوي په اړه وړانديز ، د كميسيونونو په واك كي د شاملو تقنيني فرمانونو تعديل او يا لغوه او د هغوي رپوټ وړاندي كول عمومي غونډي ته ، دي . برسيره پر دي  كميسيونونه د خلكو د ستونزو حل او د اجرائيه قوي د كړنو څخه نظارت  د اړونده ادارو څخه د استجوابونو ، ليدنو او رسمي مكتوبونو د ليږلو له لاري سرته رسوي چي په ټوليزه توكه ( 353 ) ځله په عمومي غونډو  او د كميسيونو په غونډو كي د دولت لوړ پوړي چارواكي استجواب او استماع شويدي .

 

په ټوليز شمېر د عمومي غونډو، د کمېسيونونو د غونډو، د ريسانو د کمېټې د غونډو، د مشرانو جرګې د رئيس او اداري پلاوي د کتنو او د مشرانو جرګې د نورو اړوندو فعاليتونو ٧٦٣ خبرونه ترتيب او د يادو ناستو څخه فلمونه او انځورونه اخيستل شوي چې د دولتي او خصوصي رسنيو له لارې خپاره شوي دي .
٢د (١) مطبوعاتي کنفرانس تنظيم او د ټوليزو رسنيو له لارې يې خپرول.
٣د (٢٣) موردو پريکړه ليکونو، اعلاميو او د مبارکۍ او ډاډګېرنې د پيغامونو برابرول، ترتيب او خپرول.
٤ د (٦٠) ګڼو په شمېر هر ورځ د کورنيو او نړيوالو معتبرو سايټونو څخه د خبري بلوتن برابرول او ويش يې د جرګې په غړو په مجموعي ډول  ١١٥٠ ګڼې.
٥د ملي شورا ويبپاڼې ته په پښتو ژبه د ٧٦٣ خبرونو ژباړل.
٦ - په پښتو ژبه د ٧٦٣ خبرونو اپلود او په دري ژبه د ٧٦٣ خبرونو اپلود چې په ټوليز ډول ١٥٢٦ ته رسيږي.
٧د ټوليزو رسنيو ١٥ ژورنالستانو سره هر ورځ اړيکه.

د ملي شورا د تقنيني شپاړسمې دورې د څلورم کال د دويمې غونډې په اوږدو کې د مشرانو جرګې د رسمي جريدې پينځه مسلسلې ګڼې(٩٢،٩٣، ٩٤، ٩٥ ، ٩٦ ) او د عيان فصلنامه درې مسلسلې ګڼې (٢٨ ، ٢٩ ، ٣٠ ) تهيه، ترتيب او تصحيح شوي او د ډيزاين وروسته چاپ او ويشل شوي دي.
د اعيان فصلنامې (٣١، ٣٢) ګڼې مطالب راټول شوي او د ايديت او ډيزاين چارې يې ترسره شوي او د چاپ په موخه د البا موسسې ته ليږل شوي دي او همدا راز د مشرانو جرګې د رسمي جريدې د (٩٧ او ٩٨ ) ګڼې هم تر چاپ لاندي دي.
په ټوليز ډول څوارلسو ښوونځيو او ادارو ته مراجعه شوې او ٢٠٤٩ تنو ته پارلماني پوهاوې ورکړل شوي دي.
د مشرانو جرګې غږ تر نامه لاندي ٥٢ راډيويي پروګرامونه برابر او ترتيب شوي او د ملي راډيو له لاري خپاره شوي دي.
د ملي شورا د مشرانو جرګې په اړه د هېواد په ملي ژبو د معلوماتي موادو برابرول او په مينوالو يې ويشل.
د نويو سناتورانو د ويش له پاره د اعيان تحقيقي فصلنامه او د مشرانو جرګې د رسمي جريدي د نشريو او معلوماتي موادو برابرول.
د نويو سناتورانو له پاره د بيوګرافي فورم ترتيب او ويش.

٣٦ غونډې د ملي شورا د تقنيني شپاړسمې دورې د څلورم کال د دويمې غونډې په پلان کې شاملي وي چې په عملي ډول ٣٦ عمومي غونډې تر اوسه جوړي شوي دي چې د ٣٧٠٨ دقيقو او ٨،٦١ ساعتونو سره برابريږي په مسلسل ډول د اجندا او د اجندا څخه بهر خبري دي.

په پورته توګه د شپاړسمي تقنيني دوري د څلورم كال كاري لنډ رپوټ وړاندي شوو .