د
مشرانو جرګې مطبوعاتي د فتر
د ١٣٩٤ کال د وري ١٩ مه
د
مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د يادې جرګې د ريسانو د کمېټې
د جمهوري رياست د چارو ادارې د مرستيال او د چارو ادارې د پارلماني چارو د رئيس په
ګډون سره جوړه شوه.
د
ريسانو کمېټې په زابل ولايت کې د ٣١ مسافرو د تښتولو د برخليک د ناڅرګند والي څخه
اندېښنه څرګنده کړه، ټينګار يې وکړه چې حکومت بايد د دي افرادو په خوشي کولو کې
ګټور ګامونه پورته کړي.
همدا
راز د دولتي کارکوونکو په استخدام کې ممنوعيت او د سرپرستانو د کار د دوام پر بنسټ
د مسئولانو د نه واک، د دولتي پلاويو د ترکيب په ګمارلو کې د حکومت دوه
ګونې چلند، ولايتونو څخه د مشرانو جرګې کاري رپوټونو ته د حکومت نه پاملرنه او
رسيدګي، عربي هېوادونو کې د افغان کارګرانو جدي ستونزې چې پاکستاني پاسپورتونه لري
او دي شخړې ته نه رسيدګي، د سنا مجلس د دارالانشا مسلکي او متخصصو کادرونو له پاره
د مناسب معاش د نه په پام کې نيول او ځينې نور مسايل هغه موارد وو چې د جمهوري
رياست د چارو ادارې مسوولانو سره شريک شول او د دولت د دري ګونو قواو تر منځ د لا
زياتې همغږۍ پر جوړېدو او د اړوند قانون سره سم د دوي له امتيازونو څخه د پخوانيو
سناتورانو د برخوردارۍ په اړه ټينګار وشو.

دغه
راز په غوڼده کې وويل شول چې د بريښنا شرکت مسوولانو د بريښنا ستنې په اساسي ډول
نه دي ترميم کړي او امکان شته چې په نږدي راتلونکې کې يو ځل بيا تخريب شي.
د چارو
د اداري مرستيال يادو سوالونو ته د ځواب تر څنګ څرګنده کړه چې جمهوري رياست او ټول
دولتي ارګانونه کوښښ کوي تر څو دغه مسافرين د خپلو کورنيو غيږو ته ستانه شي او هم
يې څرګنده کړه چې مطروحه موضوعګانې به د جمهوري رياست او اړوندو ارګانونو سره
شريکي کړي او حل لارې به يې وپلټي.
همدا
راز په غوڼده کې پريکړه وشوه چې د دفاعي چارو کمېسيون دي د هلمند ولايت څخه خپل
کاري رپوټ او د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون دي خپل کاري رپوټ د وري د مياشتې ٢٣
نېټې عمومي غوڼدې ته وړاندي کړي او هم دي د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د
چارو کمېسيون دي د هېواد څخه بهر د افغان محصلانو د مدد معاش د نه ورکړې په اړه
خپل رپوټ د وري د مياشتې د پينځه ويشتمې نېټې عمومي غونډې ته وړاندي کړي او هم
څرګنده شوه چې امنيتي مسوولان دي په هېواد کې د روانو حالاتو په اړه د وري د
مياشتې ديرشمې نېټې عمومي غونډې ته حاضر او د سناتورانو پوښتنو ته دي ځواب وړاندي
کړي.