د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٤ کال د وري ١٢ مه
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر د
١٣٩٤ کال د وري ١٢ مه دمشرانو جرګې درييسانو دکميټې غونډه نن دسنامجلس
ددويم نايب ډاکتر محمد اصف صديقي په مشرۍ جوړه شوه .
درييسانو کميټې پريکړه وکړه چې دروان کال دوري
دمياشتې په شپاړلسمه نيټه ديکشنبې دورځې په عمومي غونډه کې دې دکليو
دبيا جوړولو او پراختيا وزير ، دانرژۍ او اوبو وزارت سرپرست او له پيښو سره
دمبارزې رييس دروان کال دسيلاونو دراوتلو اودسيندونو داوبو دڅپانده
کيدو دخطرونو دمخنيوي لپاره چې دواورې دزياتوالي په نسبت به په ځينو
ولايتونوکې جدي ګواښونه رامنځته کړي دخپلو تدبيرونو او کړنو په باب توضيحات وړاندې
کړي . دغه راز وپتيل شوه چې ديکشنبې دورځې په غونډه کې دې
دمرکزي بانک د مندرسو پيسو دسوځولو په باب دملي اقتصاداو بودجې دکميسيون
رپوټ مجلس ته وړاندې شي
دغه راز تصميم ونيول شو چې دتوليد دځاى دنښو
نښانو دقانون طرحه چې دتدقيق کار يې په اړوندو کميسيونو نو کې پاى ته رسيدلى دى
دخبرو او تصويب په مقصد دروان کال دوري دمياشتې د اتلسمې نيټې عمومي
غونډې ته وړاندې شي .

دغه راز درييسانو په کميټه کې
په حکومتي ادارو په تيره بيا دپوهنې په وزارت کې دچارو دډبتيا
يادونه وشوه او پريکړه وشوه چې دجمهوري رياست دچارو دادارې لوى رييس
ډاکرعبدالسلام رحيمي درييسانو دکميټې دراروانې اوونۍ دچارشنبې دورځې په
غونډه کې ګډون وکړي چې په دولتي ادارو کې ددولت دکارکوونکو داستخدام دبهير د
ډبتيا په باب خبرې وشي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت په دغې ستونزې په پوهيدو
سره په دولتي ادارو کې داستخدام دبهير ډبتيا لرې کړي
درييسانو په کميټه کې دنورستان ولايت سناتور
دهغو وسله والو بانډونو له خوا چې نوي ددغه ولايت ددانګام په سيمه کې
پيدا شوي دي او تراوسه پورې يې په لسګونو تنه په ډيرې بې رحمۍ سره شهيدان
کړي دي او په لسګونو تنه نور يې اسيران کړي دي او په دغه ولايت کې يې دويرې
اووحشت فضا برابره کړې ده دتروريستي کړنو او دخلکو ديرغمل نيونې دپيل
په باب ټکان ورکوونکي رپوټ وړاندې کړ .
درييسانو کميټې د درې واړو امنيتي
ارګانونو له مسوولينو څخه يوځل بيا وغوښتل چې په ډير لنډ ممکن وخت کې
دې ددغه ولايت دخلکو چيغو ته ورسيږي او ددغو تروريستواو انسان وژونکو
ډلو د ډار اچوونکو بريدونو مخه ونيسي .