د
مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٤
کال د وري پينځمه
د
مشرانو جرګې د ريسانو د کمېټې غونډه نن د يادې جرګې د دويم نايب ډاکټر محمد آصف
صديقي په مشرۍ او په پارلماني چارو کې د دولت د وزير پوهنمل غلام نبي فراهي په
ګدون سره جوړه شوه.
په
غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا د تنظيم په اړه د خبرو تر څنګ پريکړه وشوه چې د
لوړو زدکړو وزارت سرپرست او د ياد وزارت د بورسيو او کانکور ازموينو د کمېټې
مسوولان دي د کانکور پايلو د اعلان د څرنګوالي او د متقاضيانو څخه د ګڼ شمېر د نه
جذب او د بورسيو د ويش د څرنګوالي په اړه دي د روان کال د وري د مياشتې نهمې نېټې
غونډې ته څرګندوني وکړي او همدا راز پريکړه وشوه چې د ننګرهار ولايت څخه د
معلولينو او شهيدانو د پاتې کسانو د چارو کمېسيون کاري رپوټ دي هم دي غونډې ته
وړاندي شي .

همدا
راز ټينګار وشو چې د تقنيني، عدلي او قضايي چارو کمېسيون دي د ودونو مراسمو د
جوړېدو د قانون طرح او د نړيوالو چارو کمېسيون دي د متعارفو وسلو څخه د استفادي د
ممنوعيت کنوانسيون د راتلونکې اونۍ د سېشنبې ورځې عمومي غونډې ته وړاندي کړي.
همدا
راز په غونډه کې د لويو لارو د ناامنيو، په ځينو وزارت خانو کې د بستونو د تنقيص
او د يو شمېر متخصصو کادرونو بي سرنوشتي څخه هم يادونه وشوه، ټينګار وشو چې مسوول
ارګانونه دي د يادو مواردو په حل کې جدي کوښښ وکړي.
ورپسې
په پارلماني چارو کې د دولت وزير پوهنمل غلام نبي فراهي د مقننه قوې سره د حکومت د
اړيکو د ټينګښت او د کاري چارو د تنظيم د څرنګوالي په اړه د خبرو تر څنګ، وويل چې
د ملي شورا د دواړو مجلسونو د غړو د کاري چارو د موقع په اجرا او د اړيکو د چټکتيا
په موخه دي ياد وزارت د ملي شورا سره نږدي يو دفتر جوړ کړي.