د مشرانو جرګې
مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٣ کال د
ليندۍ ٢٦ مه
د
مشرانو جرګې د دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان په مشرۍ د ريسانو د کمېټې په
غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا ټاکلو او د کمېسيونونو د کاري چارو د تنظيم په اړه
د بحث سربېره، څرګنده شوه :
چې د هېواد
عمومي وضعيت، په وزارت خانو او ولايتونو کې د سرپرستۍ د څرنګوالي د راروان ژمي له
پاره د بيړنو حالاتو د کمېټې د تياري په اړه بحث وشي. او د جدي په دويمه د سېشنبې
ورځې په عمومي غوڼډه کې د هېواد د امنيتي وضعيت په اړه د معلوماتو د وړاندي کولو
په موخه دي د افغانستان د ملي امنيت مشاور محمد حنيف اتمر اشتراک وکړي او د
سناتورانو پوښتنو ته دي ځوابونه وړاندي کړي، او هم د احصائيې په قانونکې د تعديل
طرحه دي عمومي غونډې ته وړاندي شي.

همدا راز په
غونډه کې د پاکستان د پيښور په ښار کې پر يو پوځي ښوونځي پروني تروريستي بريد چې
له امله يې شاوخوا ١٤٠ تنه ووژل شول او د دوو سوو زيات ټپيان شول په کلکه غندي او
هيله څرګنده شوه چې د پاکستان حکومت دي د افغانستان په همکارۍ د تروريزم پر وړاندې
د مبارزې په برخه کې چې د اسلامي او انساني ټولو موازينو خلاف دي، عملي اقدامات
وکړي.
د غونډې په پاي
کې د دفاعي چارو او کورني امنيت کمېسيون ته دنده وسپارل شوه تر څو د ياد کمېسيون
په يوې غونډه کې د امنيتي ارګانونو لوي چارواکي دعوت او د دي ارګانونو د تدابيرو
په اړه رپوټ عمومي غونډې ته وړاندي کړي.