د
مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٣ کال د ليندۍ ١٢ مه
د مشرانو جرګې د رييسانو د کميټې په غونډه کې چې نن د دغې
جرګې د رييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوه؛ پريکړه وشوه چې د روان کال د
ليندۍ د مياشتې په ١٦مه نيټه د يکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د ماليې وزارت
سرپرست او نور اړونده مسوولين د ١٣٩٤ مالي کال د ملي بودجې د مسودې په باب د
معلومات د وړاندې کولو په لاره کې په غونډه ګډون وکړي او د سناتورانو پوښتنو ته دې
ځواب ووايي او هم وپتيل شوه چې د کانونو په قانون کې د تعديلاتو د طرحې په باب هم
خبرې وشي.
دغه
راز په غونډه کې په داسې حال کې چې د کميسيونونو د کاري چارو په باب خبرې کيدې،
پريکړه وشوه چې د روان کال دليندۍ دمياشتې په ١٨مه نيټه د سه شنبې د ورځې په غونډه
کې د ١٣٩٤ مالي کال د ملي بودجې مسوده او د امنيتي ځواکونو په ليکوکې د ماشومانو د
استخدام د منع د قانون د طرحې په باب خبرې وشي .