اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل

د څلورم تقنيني كال لمړۍ غونډه كې د ملي شورا د مشرانو جرګې د كارې لاسته راوړنو لنډيز

 

د ۱۳۸۷|۱۱|۱څخه تر ۱۳۸۸ |۳|۱۷ هجرې شمسې پورې

د څلورم تقنيني كال لمړۍ غونډې چې د ۱۳۸۷ كا ل د سلواغې له لمړۍ نيټې څخه پيل شوې وه له څلور نيمو مياشتو وروسته د ۱۳۸۸ كال د غبرګولي په ۱۷ نيټه په داسي حال كې پاي ته ورسيده چې مشرانو جرګې لاندې برياليتوبونه تر لاسه كړې دي چې په لنډ ډول وړاندې كنږي .

 

1-      د 39 غونډو جوړيدل

2-      د كميسيونونو د 435 نوبتي غونډو جوړيدل

3-      په كميسيونونو او عمومي غونډو كې د وزيرانو او نورو جګپوړو دولتي مقاماتو 389 تسجوابونه او استماع

4-      د خلكو د ستونزو او غوښتنو 38 مورده انعكاس

5-      ولا يتونو ته د څارني او معلوماتي سفرونو او د كابل ښار د ادارو 15 مورده كتنه

6-      د خلكو د عريضو او شكايتونو 490 مورده غور او څيړنه

7-      د 22 قوانينو او تقنيني سندونو تصويبول

8-      د 10 نړيوالو تړونونو او كنوانسيونونو تصديق .

 

د مشرانو جرګې د برياليتوبونو لا زياته سپړنه په لاندې ډول وړاندې كيږي :

الف : د قانون جوړولو په برخه كې

د قوانينو تصويب

1- د افغانستان د اسلامي جمهوريت په محاكمو كې د ګمركې محصول د تعرفې تصويب ، طرحه او تعديل

2- پر عايداتو باندې د مالياتو قانون تصويب

3- د ۱۳۸۸ كال د ملي بودجې د طرحې په اړه مشورتي نظر يو تصويب

4- د شهيدانو او تريتم شويو د پاتي كسانو د حقوقو او امتيازونو د قانون تصويب

5- د شيعه ګانو د شخصيه احوال د قانون په اړه د ولسي جرګې د پريكړې تائيد

6- د اوبو د تصويب قانون

7- د پوليسو د قانون تصويب

8- په بانكې معاملو كې د غير منقولو مالونو د رهن د قانون تصويب

9- كوچنيو بانكونو ته د څلور مليونه يورو د پور د وركولو د سند تائيد

10- د عامي روغتيا د قانون تصويب

11- د قضائيه قوې د تشكيل او واك د قانون تصويب

12- په بانكې معاملوكې د منقولو مالونو د رهن د قانون تصويب

13- په عسكرې محاكمو كې د جزا يې اجرااتو د قانون تصويب

14- د شكمنو تورنو او محكومينو د استرداد د قانون تصويب

15- د ملي اردو د افسرانو او بريد ملانو د ذاتي چارو د قانون تصويب

16- د سوداګرۍ د ثبتولو او علايمو د قانون د طرحې  تصويب

17- د لوړو زدكړو د موسسو د علمي كدرونو د معاشونو او امتيازونو د قانون په اړه د غړو د طرحې تصويب

18- د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د قانون د طرحې تصويب

19- د مالونو د حمل او نقل د قانون تصويب

20- د ملكي خدمتونو د كاركونكو د قانون تصويب

21- د افغانستان د دولت د مقاماتو د سلوكې اړيكو د تنظيم د قانون د طرحې ردول

د نړيوالو تړونونو او نورمونو تصديق

1- ( د كار د نړيوالو معيارونو ) د درې اړخيزو مشورو د ۱۴۴ ګڼي د كنوانسيون تصديق 
2- د معلولو افرادو د مسلكې زواكمن تيا او د كارموندلو د 159 ګڼي د كنوانسيون تصديق

3-د ماشومانو د كار د ناوړه بڼي په اړه د 182 ګڼه كنوانسيون تصديق

4- د نړيوال سازمان د 19 مادې د تعديل د كنوانسيون تصديق

5- د قطر دولت ته د افغان كارګرانو د استخدامولو د تنظيم په اړه د قطر او افغانستان د حكومتونو تر منځ د موافقه ليك تصديق

6- د افغانستان او قزاقستان د جمهوريتونو تر منځ د همكاريو د اړيكو د تامين د تړون تصديق

7- د يونسكو سازمان د فرهنګې بيانونو د ډولونو د ساتني او پراختيا د ميثاق تصديق

8- د ناملموسو فرهنګې مراثونو د ساتني د كنوانسيون تصديق

9- د سره صليب نړيوالې كميټې پورې اړوند د 1949 كال د اګست د 12 د ژنيو پر ميثاقونو باندې د زياتو شويو پروتو كولونو تصديق

10- د افغانستان د اسلا مي جمهوريت او تر كيې هيواد تر منځ د نړيوا ځمكنۍ ترانسپورت د موافقه ليك تصديق

 

اعلاميي ، پريكړه ليكونه او طرحې :

1-      د عشر زكات د راټولولو د خپلواكې ادارې د جوړولو په اړه د مشرانوجرګې د طرحې تصويب

ب : د خلكو د غوښتنو او ستونزو د خپرولو په برخه كې :

 

د مشرانو جرګې غړو د ژمنيو رخصتيو له پاي ته رسيدو او څلورم تقنيني كال د لمړۍ غونډې له پيل وروسته په عمومي او د كميسيونونو په بيلا بيلو غونډو كې د خلكو اساسي ستونزې او مشكلات طرحه او په ځينو مواردو كې د كميسيونونو او اړوندو دولتي ادارو له لارې د هغو د تعقيب او څيړني غوښتنه وكړه چې عمده موارد يې په لاندې ډول دي

- د زابل او خوست په ولايتونو كې د بهرنيو پوظونو د عملياتو له عمله د ملكې افرادو د سرزيان

- په جيلونو كې ادارې فساد

- په ټول هيواد كې امنيتي ستونزې

- د لغمان په ولايت كې د ملكي خلكو د سر زيان

- په هيواد كې د ټاكنو تيارې او امنيتي ستونزې

- په هيواد كې د بهرنيو پوځونو د فعاليتونو قانوني كيدل

- په هوايي شركتونو كې د مسافرينو ستونزې

- په ښوونځيو او پوهنتونونو كې د درسي توكو ، ميزونو ، چوكيو ، لابراتوارونو او كتابتونونو كمښت

- په محاكمو كې د امنيتي ګاردونونشتوالي او د هغوي د معاشونو كمښت

- د سړكونو ، پلونو او پولګيو د بيا رغاوني نشتوالي

- روغتيايي ستونزې او د روغتونونو كمښت

- د سړكونو د جوړولو د كار نه كنترلول

 د نيمروز ولايت د پوهني په مشرتابه د بي كفايته كسانو ګمارل

- په نيمروز كې پرله پسي وچكالي

- ايران ته د كډوالو د تګ راتګ له امله د ستونزو رامنځ ته كيدل

- د بيا رغاوني د نشتوالي له امله په سمنګانو كې مضاهرې

- له بزګرانو سره د كرني وزارت نه همكارې

- د څښاك د اوبو كمښت

- د سمنګانو په ولايت كې د سړكونو جوړول

- په بغلان كې د خلكو تښتول

- د آمو سيند په غاړو كې د خنډونو د جوړولو ستونزه

- د هغو كډوالو ستونزې چې له پاكستان څخه كونړ ته راغلي دي

- د بادغيس ، بلخ ، بدخشان او هرات ولايتونو له سيلاب ځپلو نه مرسته

- د هيواد په ولايتونو كې د ځانمرګو بريدونو ستونزې

- معلولينو او معيوبينو ستونزې او هغوي ته د پوره بودجې نشتوالي

- معلولينو ته د معاشونو كمښت او په وخت سره په هغوي باندې د معاشونو نه ويشل

- په هرات ښار كې د وړكتونونو نشتوالي

- له معلولينو سره ناسم چلند

- له شهيدانو له كورنيوسره مرسته

- د معلولينو د ځواكمنتيا نشتوالي

- دكاپيسا ، كندهار او پروان په ولايتونوكې د نجونو د ښوونځيو د زده كوونكو مسمومول

- په ولايتونو كې د سيلاوونو راوتل او د غور ، سمنګانو ، بدخشان او فراه په ولايتونو كې د كورونو ويجاړيدل او د خلكو او څارويو له منځه تلل

- په عمومي ډول د بهرنيو پوځونو له خوا د ملكې كسانو د وژني ستونزه او په هيواد كې د دغوپوځونو د قانوني كيدو په اړه ژر غوښتنه

- د مذهبي مناسكو په اجرا كې د ننګرهار ، سره رود د سيمي د هندوانو ستونزې

- د ننګرهار په ولايت كې د ځمكې پرسر د سيمي له خلكو سره د كوچيانو د لانجې ستونزه

- د هيواد په مركزاو ولايتونوكې د سوالګرو زياتوالي او د خلكو وزګارتيا ،

- په هلمند كې د ناامنيو ستونزه

ج : د پارلماني څارني په برخه كې :

 

د اجرائيه قوي د قوانينو او اجرااتو د تطبيق څارنه د پارلمان يوه مهمه او اساسي دنده ده چې اساسي قانون دغه واك پارلمان ته وركړي دي چې د مشرانو جرګې غړو د څلورم تقنيني كال په لمړۍ غونډه كې په دي برخه كې لاندې اقدامات كړې دي :

- د اړوندو كميسيونونو له خوا د يو شمير وزارتونو او دولتي ادارو د كارې پلانونو او تشكيلاتو غوښتنه او څيړنه

- عمومي غونډې ته د بيړنيو مرستو د كميټي د غړو بلنه

- د بانك نوټونو د چاپولو په اړه عمومي غونډې ته د افغانستان بانك د رييس بلل او استجواب

 

1 – د نړيوالو چارو كميسيون :  د بهرنيو چارو وزارت د قونسلي چارو د رييس او د لومړيو او دويمو مديرانو ، د كار او ټولنيزو چارو د معينانو واصل نور مهمند او غوث بشرې ، د كارګرانو د ټولني د رييس ، اي   جي   ايف   او آي   ال   او  د موسسو د استازو ، د كورنيو چارو ، بهرنيو چارو او دملي دفاع د وزارتونو د معينانو د ملي امنيت د لوي رياست د مرستيال ، د سوداګرۍ او اقتصاد د وزارتونو د معينانو ، د سوداګرۍ د خونو د رييس ، د آريانا شركت د رييس او د دغه شركت د عملياتي مدير ، د بهرنيوچارو وزارت د معين او لمړې مدير ، د كډوالو د چارو وزارت د معين ، د بهرنيوچارو د وزارت د دريمو او څلورمو سياسي مديرانو ، د بهرنيو چارو ، كورنيو چارو ، عامي روغتيا ، انرژۍ او اوبو او د سرحدونو چارو د وزارتونو د معينانو ، د كورنيو چارو وزارت د لوي سرحدې قوماندان او د آريانا ، پامير صافي او كام اير د هوايي شركتونو د ريسانو غوښتل او رابلل .

2- د ولايتي او ولسواليو د شورا ګانو او د مصونيت او امتيازونو كميسيون : د كابل ښاروال ، د وزيرانو شورا ، د چارو د ادارې استازې ، د ملي امنيت د لوي رياست د مرستيال ، د ټاكنو د خپلواك كميسيون د دارلاانشا د مرستيال باركزې ، د حج او اوقافو وزارت د معين ، د ماليي وزارت د مالي معين ، د ټاكنو د كميسيونون د دارلاانشا د رييس ، د كابل د امنيه قوماندان د ترافيكو د رييس او د كابل ولايت د ملي بس د رييس غوښتل او رابلل .

 

3- د شكايتونو د اوريدو كميسيون : د سوداګرۍ وزارت د نفتي توكو د رييس ، د هوټلونو د تصدۍ رييس او د انتر كانتيننتال د هوټل د رييس ، د لوړو زدكړو وزارت د معين او د كابل د طبعي علومو د پوهنتون د رييس ، د جيهون ، ازادۍ او اريانا شركتونو رييسانو ته ليك ، د افسوتر د رييس ، د عبدالله نومي ، د مزارشريف ښار د اوسيدونكې ډاكټر محمد ضيا ، د خوست د والي د مرستيال او د ځمكې د ويشلو د كميسيون د غړو ، د مخابراتو وزارت د پلان د رييس او د ماليي وزارت د مالي معين د سرپرست ، د خوست د والي د مرستيال ، كابل ښاروال ، پوهني وزارت د معين ، د ايكو يب د رييس ، د پوهني وزارت د تداركاتو د رييس او د تعميراتو د رييس ، د ماركيټونو د تنظيم رييس ، د كابل ښاروالي د شپاړسمي ناحيي د رييس ، د عامي روغتيا وزارت د فارمسۍ چارو د رييس ، محسن نومي ، د كورنيو چارو وزارت د تاسيساتو د رييس او د ښووني او روزني د رييس ، د ترانسپورت د وزير ، د كورنيو چارو وزارت د امنيتي معين ، د دغه وزارت د تروريزم پر خلاف د مبارزې د رييس ، د سيمه ئيزو ارګانونو د رييس ، د پروان ولايت د والي او امنيه قوماندان او د دغه ولايت د ولايتي شورا د غړي عبدلصمد ، د غوربند د سياه ګرد ولسوال او د امنيه قوماندان د خوست او فرنګ ولسواليو د امنيه قوماندانانو او د دغو ولسواليو د جنائي چارواكو ، د دفاع د وزير د مرستيال او د دغه وزارت د تاسيساتو د رييس ، لوي څارنوال د څرخې پله د جيل د رييس او د بګرام د جيلونو د مسئول ، د كابل د امنيه قوماندان او د پوليسو د څلورمي امنيتي حوزې د آمر د پلخمرې د نساجۍ د فابريكې د مرستيال او د هغه د پخواني رييس ، د انرژۍ او اوبو او د ماليي د وزارتونو د معينانو ، د ماليي وزارت د بودجې د رييس ، د سوداګرۍ د وزير ، د افسوتر شركت د رييس او مرستيال ، د كليو د پراختيا او كرني د وزارتونو د معينانو ، د كورنيو چارو د وزارت د امنيتي معين ، د تروريزم پر خلاف د مبارزې د رييس ، د كورنيو چارو وزارت د قرارداديانو ، د ماليي وزارت د معين او د دغه وزارت د انسجام د بورد د غړو ، پوهاند ډاكټر چراغ علي د روغتون د ودانۍ د قرار دادي او موضف هيائت ، د كندوز ولايت د امنيه قوماندان او د استناف د څارنوالۍ د رييس ، د سوداګرۍ وزارت د نفتي موادو د رييس ، د اريبا او افغان بيسيم د مخابراتي شركتونو د ريسانو ، د افسوتر د باروړلو د رييس ، د كورنيو چارو وزارت مالي رييس او د بودجي د مدير د سوداګرۍ وزارت د نفتي توكو د رييس ، د پلخمرې د نساجۍ فابريكې رييس او مرستيال ، د كابل ښاروال ، د بګرام ولسوال ، د لوګرد ولايتي شورا د رييس او د يو تن عارض غوښتل او رابلل

4- د قومونو، قبایلو، سرحدونو، کډوالو او کوچیانوچارو کمیسیون   د ملي دفاع د وزیر د ویاند جنرال عظیمي د قومونو اوقبایلو، عامې روغتیا، پوهنې ، ترانسپورت کورنیو چارو او فواید عامې وزارتونومعینانو، دکابل ښاروال او د کډوالو چارو وزارت د وزېر رابلل او غوښتل

 

5-د کورنې امنیت، دفاعي چارواو سیمه ییزو ارګانونو کمیسیون:   دملي دفاع وزارت د افسرانو او برید ملانو د ذاتي قانو ن دمسودې د دریو تنو تدوینوونکو، د چارو دادارې د دوو تنو حقوق پوهانو، د سیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې د رییس ، دملي دفاع وزارت د اوپراسیون د رییس ، دملي دفاع وزارت د وزیر او لومړي مرستیال ، دملي  دفاع وزارت دامنیتي معین، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معین او دملي امنیت د ولوې ریاست دلومړی مرستیال، د کابل ولایت د امنیه قوماندان او د امنیت د رییس ، د کندزولایت د امنیه قوماندان او ددغه ولایت د ترافیکو دمدیر، د عسکري محاکمو د تجربه لرونکو قانون پوهانو، دسیمه ییزو ارګانونو د ولایتي شوراګانود لوې رییس ، ددغې ادارې د پالیسې دمرستیال او د ولایتي شوراګانو د اړیکو د رییس، د غزني د والي او ددغه ولایت دولایتي شورا د غړو، د عدلیې وزارت دمعین او د جیلونو د لوې رییس، د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پرخلاف دمبارزې د رییس، د ترافیکو درییس، د ترافیکو دمدیر، د لایسنس او جوازسیر د رییسیانو، دملي امنیت دلوې ریاست د مرستیال او ددغه ریاست د چټک غبرګون د لوا دقوماندان، د کورنیو چارو د وزېر، دملي امنیت د لوې ریاست د امنیت د تامنینولو دمرستال، د سپینې تهانې، دمتیر، د لغمان ولایت د ترافیکو دمدیر ، د کابل -- جلال آباد د لوېې لارې د قوماندان او د سروبي د پوستې د قوماندان راغوښتل او رابلل.

 

6-د ملي اقتصاد، مالي او بودجې او عمومي محاسباتو کمیسیون : د مالیې او اقتصاد د وزیرانو، د سایت دموسسې له څوو تنو سره د اقتصاد د وزارت د دریو تنو ماهرانو، دمرکزي بانک د رییس او ددغه ریاست د دریو تنو دسلا کارانو ، د افغانستان بانک د رییس او ددغه ریاست ددریو تنو سلاکارانو، دمالیې وزارت ددریو تنو اقتصادي ماهرانو، ، دمالیې وزارت دمعین او ددغه وزارت دعوایدو درییس او یو تن متخصص ، د مالي معین، د بودجې د رییس او ددغه وزارت د یوشمیر متخصصینو رابلل او غوښتل،

 

7-دمواصلاتو او مخابراتو کمیسیون : د کابل دبریښنا مووسسې د رییس او د اوبو او انرژې وزارت د یوتخنیکي استازې ، د فواید عامې، کلیو د پراختیا، انرژۍ او اوبو او دکانونود وزارتونو دمعینانو، د پیښو ضد ادارې دمرستیال، د کابل ښاروالی دپنځمې ناحیې د رییس، د شاداب ظفر شرکت د رییس، د کابل ښاروالی د استملاکو د رییس ، دملي بس د تصدۍ د رییس ، د افغان بیسیم او روشن دمخابراتي شرکتونو درییسانو، دکابل ښاروالی دمرستیال، د کابل ښاروالي د پنځمې ناحیې درییس، د ترانسپورت د وزیر، د آریانا شرکت درییس، دملي بس د تصدۍ درییس، د نشه یې توکو پرخلاف دمبارزې دمعینت دسرپرست، د ساختمانی دتصدی د رییس، دعدلیی او کورنیو چارو د وزارتونو، سترې محکمې، لوې څارنوالی، داملاکود ریاست  او دکادستر دریاست د یو یو استازی،

د تخارولایت د کوکچې دسړک د قرادادیانو، د اوبو او انرژې د وزارت دمعین او ددغه وزارت دڅو تنو متخصصینو، د کانونو وزارت د اوبو او انرژی د څیړنود رییس، دمالیې وزارت دمعین او د عواید عامې وزارت دمعین راغوښتل او رابلل،

 

8-د تقنیني ، عدلي اوقضاېې چارو کمیسیون :دچارو دادارې د قانون دساتنې درییس ، د عدلېې وزارت د تقنین درییس ، د سید ولي سلطان او د چارو د ادارې دیاست دمرستیال جنرال عبدالحمید ،د بهرني سلاکار سوهاني، دمیرمن روح افزا، د سترې محکمې د یوچارواکی محترم رووف ، دعدلیې د وزیر ، د بهرنیو چارو د وزارت دمعیناو د دعدلیې د وزارت د تقنین د رییس راغوښتل او رابلل.

 

9-د دیني، فرهنګي،پوهنې علمي څیړنو او او لوړو زده کړو د چاور کمیسیون:  د لوړو زده کړو وزارت د تدریسي معین، دپوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د رییس، د بې بې عایشه صدیقي د لیسې دمدیرې او دیوشمیر زده کوونکو، د سترې محکمې د وثایقو دلوې درییس ، لوې څارنوال، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي معین، د تمدن او امروز د ټلویزونونود رییسانو ، د لوړو زده کړو وزارت د تدریسي معین، دکابل ولایت د حقوقو درییس ، د دولسمې ناحیې د حقوقو دمدیر، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزېر، د سترې محکمې د دووتنو قضاوتپوهانو، دعدلېې وزارت د تقنین درییس ، د سترې محکمې د څیړنو د رییس، دافغانستان بانک د رییس ، د عدلېې وزارت  د دوو تنو د تقنین د ریاست  د دوو تنو د کارپوهانواو دپوهنې د وزیر راغوښتل او رابلل.

 

10-د ښځو د چارو او د مدني ټولنې کمیسیون:  دښځو چارو وزارت د اقتصاد د ودې د رییسې، د کډوالو چارو ، د کار او ټولنیزو چارو او د ښځو چاور د وزارتونو د ښځو د ریسانو او ددغو وزارتونو د ښځو د شورا له یو یوتن غړو سره، د سرې میاشتې د سکرتر جنرال او کار او ټولنیزو چارو وزارت دمعین راغوښتل او رابلل،

 

11- د عامه سوکالۍ، طبیعي سرچینو او د ژوندانه د چاپیریال ساتنې کمیسیون:  دعامې روغتیا، کورنیو چارو، کرنې ، کډوالو چارو، ترانسپورت، کاراو ټولنیزوچارو، انرژۍ او اوبو، سودا ګرۍ ، بهرنیو چارو، ښاري پرمختیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزیرانو، دکابل د والي، د ژوندانه دچاپیریال ساتنې د رییس، د کابل ښاروالي دنورم او ستندرد د رییس، د افغاني سرې میاشتې د رییسې، دعامې روغتیا د وزېر، د فواید عامې د وزیر، دمالېې وزارت دمالي معین، د روغتیاېې قوانینو او څیړنې د رییس ، د حقوقو او سیاسي علومو د فاکولتې د یوتن استاد، دالمپیک دملې کمیټې د رییس، دعامې روغتیا د وزارت د معین او ددغه وزارت د دریو تنو اړوندو وزیرانو، د سوداګۍ وزارت دمعین، د سوداګرۍ وزارت د سودارګرۍ دخونو د رییس او دمرستیال، دعامې روغتیا وزارت د فارمسۍ دچارو درییس او دسیمه ییزې روغتیا د رییس ، د شهیدانو، معلولینو د چارو د وزارت دمعین او له څو تنو سلاکارانو سره د سرې میاشتې د مرستیال ، دعامې روغتیا، کورنیو چارو، کرنې ، کډوالو چارو، ترانسپورت، کاراو ټولنیزوچارو، انرژۍ او اوبو، سودا ګرۍ ، بهرنیو چارو، ښاري پرمختیا، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو دمعینانو، دکابل ښاروال او د کابل د ترافیکو د رییس ، دکابل ښاروالې دمرستیال او عامې د روغتیا دمحترم معین راغوښتل او رابلل.

دا دی په پورتنۍ شرحې سره د څلورم تقنینیي کال په لومړۍ غونډه کې د مشرانو جرګې بریالیتوبونه خپاره شول.

 

د مشرانو جرګې د دارالانشا د تقنیني چارو رییس

عبدالواسع فتاح

د ۱۳۸۸ کال د غبرګولې اتمه نيټه

ژباړونكي احمد ويس " خاورې "