اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۳ مه٬ ۱۳۹۷ ل


                          
دمشرانوجرګې داطلاعاتواوعامه اړيكو رياست ،دافغانستان دملي شورا  دويم تقنيني كاري كال په پاى  ته رسيدو سره د درېيم تقنيني كال پيل ، دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله  مجددى ،دولسې جرګې رئيس ښاغلي محمد يونس قانوني، د  اداري پلاوو او دملي شورا د دواړوجرګومحترمو غړوته مباركې وايې ،وياړي چې دافغانستان ځوان پارلمان سره لدې چې په دويم كارې كال كې له ډيرو ستونزواوخنډونو سره مجامخ او دبيلا بيلو پيښو  تريخ  اوخوږ  خوند يې څكلى ؤ،درېيم كاري كال پيل كوي اود خپلوتجربو دپرمختګ اوودې د بهيرپه پړاو  كې ځاي نيسي.
كه څه هم دافغانستان دګران ملت  دمرګونې دردونو چې د څووروستيو لسيزو دبيلابيلو ورانيو اوويجاړيوپه سينه كې رامنځته شوي اوهم دهيواد  سياسى ، پوځې او اقتصادى نظامونو ګډوډۍ او څو ضلعي كړكيچونو درملنه ډيره سخته او  ګرانه ده ، خوخلك يې  په  ډيرې بې صبرې سره داوارۍ هيله  لري ،خپلوملي ارمانونوته د رسيدواو راتلونكودندو د سرته رسولو لپاره زړوړاو غښتلو ګامونو اخيستلو ته  ا ړتيا ده .
كه چيرې په دى وخت كې دودى اوپرمختګ په لور دنوى پارلمان دكارى بهير برياليتوبونوته دنورو دووقوودكاري كړو وړو په پرتله وكتل شي ، نوپه تير يوه كال كې ،بايد دملي شوراپه كړو بې باوره نشو او نه دځينو كسانو په څيرچې يواځى له منفې نيوكو  سره   عادت  لري ، دملي شورا  د درېوو بنسټيزو دندو  كارې  پايلوته   چې د(قوانينو تصويب ، دحكومت په كړوباندې څارنه او دخلكو دارادې تمثيل دې) په كمه سترګه و ګورو.
اوبايد داسى حساب هم ونكړ،چې دهند،چين، امريكا ،جرمنې اونورو  پارلمانونو(څومره)  كار كړى دى؟ او د افغانستان پارلمان څومره كار كړيدى ؛ځكه هغوي دتجربه لرونكو اجراييه اوقضايه قووسره څنګ په څنګ كاركوي، دلسګونواو سلګونو كلونو تجربې لري او له كورنيو او بهرنيو كړكيچونو او ناورينونو سره هم لاس اوګريوان ندي ،له بده  مرغه چې دافغانستان پارلمان دغه شان امكانات نلري.
په داسې حال كې  چې ډيره موده نه ده تيره شوې خو دافغانستان پارلمان له (نشت ) څخه د(شتون ) په لور ګام پورته كړى دى.
دپارلمان  كړه بايد ديوې ځانګړې زاويې څخه دهغوشتو شتو كړكيچونواو سختو ورځو په پرتله چې زمونږ هيواد وال يې له اړخ څخه دتيريدو په حال كې دي وڅيړل شي.
په هرډول ، په دې رساله كې ، دملي شورا ديوې جرګې (مشرانوجرګې) د تير يوه كال دكړولنډ رپوټ دكرونولوژي(نيټه په نيټه )  په بڼه درنو لوستونكو ته وړاندى كوو.او د درېيم كارې تقنينې كال د دوام  لپاره ،دتجربو په لاسته راوړلو، دښو چارو په ترسره كولو سره د منان خداى (ج) له دربارڅخه دلازياتو برياليتوبونو هيله كوو.
دافغانستان پارلمان په ځينو لاسته راوړنو باندې دمنګلو په ټيڼګولو سره ددې وړتيا موندلې ده ،چې  ترڅو د پارلماني چارو د څيړونكو او كارپوهانو ،منتقيدينو، طرحې او رغنده علمي نظرونه ،دهيواد  دروانو شرايطو،وضعې اواحوال سره( ترسره شوي او نه ترسره شوي كارونه )  په يو خيل والى كې   وڅيړي  ،اود غوښتنې سره سم هغو نويو وړانديزونوته چې راتلونكى يې پرې ښه او لاښه كيږي،وړاندى كړي په علمي نظر كتلي دي اوتود هركلى يې ورته كړى اوپه خپلو راتلونكو كارى پړاونو كې به ترې ترخپلې كچې ستره ګټه واخلي.

 


دمشرانو جرګې  ددوهم كاري كال كړنې
(د۱۳۸۵كال دسلواغې له لومړۍ نيټى څخه د۱۳۸۶كال دليندۍ تر پنځلسمې نيټى پورى)
۱۳۸۵كال دسلواغې لومړۍ نيټه:  دملي شورا دوهم كاري _ تقنيني كال دافغانستان دولسمشر په پرانستونكې ويناپيل شو.
په غونډه كې ، چې دولسې جرګې درئيس محمد يونس قانوني په مشرۍ جوړه شوې وه ،دملي شورا پرغړو برسيره دولسمشر مرستيالانو،قاضي القضات ،جهادي مشرانو،دكابينې غړو،په هيواد كې هستوګن دسياسي نمايندګيو ډيپلماتانو اوبهرنيو ميلمنو ګډون كړى ؤ.
ولسمشرد خپلې وينا په بهيركې دملي شورا د تير كال دكړنو، دهیواد  دروانو حالاتو،په هیواد کی د بریالیتوبونو او شتو خنډونو ، دافغانستان دملی شوراد اغیزاوکړو وړو،دهیواد ددری ګونو قوو تر منځ  دهمکارۍ او پوهاوی په اړتیا ، دافغانستان په بیا رغونه کی دنړیوالی ټولنی په اغیزاودتروریزم اومخدره توکیو سره په مبارزه اوځینو نورو مهمو مسایلو په اړه خبري وکړی او  ددی تر څنګ چی دملی شورا د يوه كال كارونه یی  ګټور او مثبت وبلل، و ویل : ویاړ لرم چی دلوی  خدای (ج) په مرسته او دهیواد داساسی قانون داحکامو سره سم دملی شورا کلنۍ غونډه پرانیزم .
محمد يونس قانونی ،    ددی  ترڅنګ  چی د اجراییه ،  مقنینه اوقضایه قوو ترمنځ داړیکو او هم غږۍ  دټینګښت غوښتونکی شو و ویل : څارنه دروڼتیا لامل دی نه ددُښمنی ، داځکه چی ددولت د ادارو څارنه ددولت اوخلکو ترمنځ واټن له منځه وړي .
دمشرانو جرګې لومړي نايب په خپلې وينا كې وويل: تیر کال په بنسټيزه توګه  یو کاری اودتجربو کال و، او اوس لاره  هواره شوی  ده .نو پدی بنسټ به په نوی کاری کال کی  دملی ګټو په پام کی نیولو سره  ارزښتمند قوانین تصویب اواړینی پریکړی به وکړو.
د يادونې وړ ده چې په همدې ورځ د مشرانو جرګې د رييس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرې  دمشرانو جركې يو پارلماني پلاوي د چين د هيواد په كتنه بوخت ؤ.

پروفيسور مجددي او ورسرهپلاوي يې دچين د ايالتي شورا دكميټې له رئيس وانك ګوانګخيان او نورو لوړ پوړو چارواكو سره وكتل او ددواړو هيوادونو دپارلمانونو ترمنځ يې په  ددوستانه اړيكو خبرې وكړې.
دسلواغې۳مه:  دملي شورا دمشرانو جرګې ددوهم كاري كال لومړۍ غونډه دمشرانو جرګې دلومړي نايب سيدحامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه كې دتيركال دكړنو  څخه يادونه وشوه او داداري پلاوي اودكميسيونونو درئيسانو  په ټاكلوكې دشايسته سالارۍ داصل په پام كې نيولو باندې ټينګا ر وشو.
د يادونې وړ ده چې دداخلي دندو د اصولو سره سم د مشرنو جرګې لومړى او دويم نايب ، د مشرانو جرګې منشي او دمنشي نايب  د هر كاري كال په پيل كې د جرګې د غړو له خوا ټاكل كيږي .دغه راز په غونډه كې دهيواد په روانومسايلو او دمشرانوجرګې دغړو د داخلي  دندو  په اصولو كې په تعديلونواوزياتونو خبرې وشوې ، اوپه  داخلي اصولو باندي دكار كولو په موخه ۳۶ كسيزه  پلاوى وټاكل شو.
دسلواغې۴مه: دمشرانو جرګې دكورنيو دندو په اصولو كې دتعديلونو  دكميسيون غونډه ددې كميسيون درئيس سناتورپوهاند عبدالله حقايقي په مشرۍ جوړه شوه.په غونډه كې دكميسيون غړو په داخلي دندوكې د يولړ تعديلونو او زياتونو په اړه خپل نظرونه څرګند كړل ، د داخلي دندو اصول دمشرانوجرګې دكړ نو لپاره يو چوكاټ دې  چې خپلې دندې پكي پرمخ بيايې، دا اصول دلومړى كال په پيل كې په اتلسو څپركو او( ۱۰۱ )  مادوكې تصويب  شوي ؤ.
دسلواغې ۵مه: دمشرانو جرګې د داخلي دندو په اصولوكې دتعديلونواوزياتونو دكميسيون په غونډه كې چې مشري يې ددې كميسيون رئيس عبدالله حقايق كوله ،دكميسيون غړي ديولړ وړاندې شويو تعديلونو اوزياتونو په سر سره سلا  شول.
دسلواغې۷مه: دمشرانو جرګې فوق العاده غونډه دپروفيسور حصرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
په دې غونډه كې دمشرانو جرګې مشردتيريوه كال كارونه مثبت وارزول.
په همدې ورځ مشرانو جرګې ديوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولوسره دولسي جرګې د غړي مولوي محمد اسلام محمدي وژل  وغانده او ددې وژنې  دعاملينو  دنيولو غوښتنه يې وكړه.
دسلواغې ۱۰مه: دمشرانو جرګې داداري پلاوى  څلورغړي دداخلي دندو د اصولو سره سم ، د غړو دمخامخ اوپټورايو له لارې وټاكل شول،چې سيدحامد ګيلاني د۴۱رايوپه اخيستلولومړى نايب،ډاكتربرهان الله شينوارى د۵۶رايوپه اخيستلودوهم نائب،پوهيالى امين الدين مظفري د۴۹رايوپه ګټلومنشي اوعبدلخالق حسيني دجرګى  دغړوپه تاييد سره دمنشي دنايب په ټوګه  وټاكل شول.ديادونې وړ ده چې  د اداري پلاوي نوموړي څلور غړي د تير كال په ټاكنو كې هم همدا شان برياليتوبونه درلودل .
دسلواغې ۱۱ مه: دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور مجددي دپغمان ولسوالۍله يوشميراوسيدونكوسره چې خپل خپلوان يې دڅرخى پله  په زندان كې بنديان دي،وكتل.
پدې كتنه كې محمد هارون دنورو په استازيتوب دپغمان ولسوالۍ دهغوديارلسوتنوپه اړه چې د ۱۳۸۵كال د زمرى دمياشتې په بې نظميوكې  تورن اونيول شوي  وو او دڅرخې پله په زندان كې شپې او ورځې تيروي ؛او دا يې يوه خپل منځي موضوع وبلله اودهغوي دخلاصون غوښتونكي شول .
پروفيسور مجددى ددوي شكايتونه واوريدل او ويې ويل چې دخلاصون په موخه به يې له اړوندو ادارو سره خبرې وكړې.
په همدې ورځ : دشكايتونو داوريدو د كميسيون په غونډه كې چې مشري يې ددې كميسيون رئيس ډاكټرزلمي كوله د پروميتوس اوولي هوتك دشركتونوترمنځ دپور  دعوا اواره شوه.
د ولي هوتك د وارداتي شركت د شكايت پر بنسټ ، د" پروميتوس دودانولو شركت " دودانولو د توكو د پلورلو له دركه څه ناڅه اويا زره ډالره پوروړې دى او په ادا كولو كې يې وخت تيروي ، د كميسيون د هڅو په پايله كې د" پروميتوس دشركت رييسه" "ميرمن اسكاچيدم " ومنله چې نوموړى پيسې به د يوې مياشتې په اوږدو كې د ولي هوتك شركت ته وركړي .
دسلواغې ۱۴مه: دمشرانو جرګې عمومي غونډه دمشرانو جرګې ددويم نايب برهان الله شينواري په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه كې سناتورانو دمشرانوجرګې دكارونو دښه پرمخ بيولو ،دكميسيونونو درئيسانودټاكنودطرزالعمل اوهمداراز ديارلسو كميسيونونو ته  دشپاړسګونو كميسيونونودراكميدو په اړه خبرې  اتري وكړې.
په همدې ورځ: دمشرانو جرګې رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي دكابل ښاردشپاړسمې ناحيې له يوشمير اوسيدونكوسره ددوي دسيمه ييزو ستونزو  د حل په موخهوكتل.
په دې كتنه كې د خدايداد د كلي د شورا رييس سلطان  محمداحمدي د نورو په استازيتوب وويل : د زمان خان د كلا د پروژې دشپيته متره سړك د ودانولو په بهير كې ددوي ځمكې د ۱۳۴۶ كال د بيي له مخې استملاك شوي اود كورونو د ودانولو لپاره په بله سيمه كې ورته ځمكې هم نه وركول كيږي  او نوموړي دا كار غير قانړني وباله .
د مشرانو جرګې رييس ددوي شكايت  دحل په موخه اړونده مرجع ته راجع كړ .
دسلواغې۱۶مه: دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دمشرانوجرګې عمومي غونډه جوړه شوه په غونډه كې دسناتورانوويناوي د كميسيونونو درئسانواو منشيانو دټاكلو په كړنلاره ولاړې وې .
همدارنګه په همدې ورځ ، دمشرانوجرګې رئيس دكونړ ولايت دنرنګ اوناړۍ ولسواليو له يوشمير اوسيدونكو سره وكتل او دهغوي دستونزو داوارى لپاره يې اړوندو مراجعو ته لارښونه وكړه  .
دغه راز پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي ددايكندي ولايت دګيزاب ولسوالي له اوسيدونكوسره وكتل .
په دې كتنه كې غلام رسول دنورو په استازيتوب دمواصلاتې لارو ، دليږدونكو وسايطو دغلا اوپه شخصي زندانونو كې دمالونو دخاوندانود ساتلو په باب خبرې وكړې .
پروفيسور مجددي وويل چې داستونزه به دهيواد له ولسمشر سره طرحه كړي ترڅو ددغه ولايت د خلكو ستونزې اوارې شې.
دسلواغې ۱۷مه: د پروفيسور مجددي  په مشرۍ دمشرانو جرګې عمومي غونډه  جوړه شوه.
په غونډه كې يوځل بيا دكميسيونونودرئيسانو،مرستيالانواومنشيانودټاكنوپه اړه بحث وشو.
په همدې ورځ ، دمدني ټولنودسازمانونو او دملي شورا ترمنځ داړيكودټينګولو شورا خپله پنځمه غونډه د جنسيت اومدني ټولنې دكميسيون دمرستيال ډاكتر ميربت خان منګل په ګډون جوړه شوه .
په غونډه كې،چې دډله ييزورسنيواومدني ټولنويوشميراستازواومسوولينوبرخه درلوده درسنيوپه بې پريتوب ، دقت ، غيرسياسي والي اودژوناليستانو د يوې واحدې اتحاديې دجوړيدوپه اړه نظرونه څرګند كړل او ددموكراسۍ په ټينګښت اودمدني ټولنې په جوړيدو كې دمطبوعاتو رول مثبت وارزول شو.
دسلواغې ۱۹مه: دمشرانوجرګې دويم نايب برهان الله شينواري دڅوسناتورانوپه ملتيا دكابل په پوهنتون كې دكانكور دازموينې بهير وكوت او په كانكوركې دشا ملو زده كوونكو دستونزو په اړه  يې له چارواكو څخه پوښتنې وكړې.
ښاغلي شينواري وويل : د ازموينې بهير روڼ ( شفاف ) او د قناعت وړ ؤ ، خو د سړه هوا دهازموينې د ګډون كوونكو او استادانو لپاره د ستونزو لامل ګرځيدلى ؤ .
دسلواغې ۲۱مه: دپروفيسورحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دمشرانوجرګې عمومي غونډه جوړه شوه.
په غونډه كې پريكړه وشوه،چې دمشرانوجرګې ددايمي كميسيونونودرئيسانوټاكنې دې دكميسيونونوپه دننه كې ترسره شي.
دغه رازپه غونډه كې دملي پخلايني دمنشور په اړه دولسې جرګې مصوبه وړاندى شوه اودلازيات غوراو څيړلو په موخه دتقنيني چارو كميسيون ته وسپارل شوه.
په همدې ورځ ، د شكايتونو داوريدو  اودكورنيو  چارو كميسيونونو په دجلا جلا توګه غونډې وكړې چي دشكايتونو داوريدو دكميسيون  په غونډه كې دكابل ښاردخيرخانې مينې داوسيدونكو له خوا د خير خانې مينې  دځمكوپه اړه څرګندونې وشوې.
سيدجمال آغادنورو په استازيتوب وويل: په دې ځاي كې داوسيدو كورونو ځمكه دولتې ده اودكورونو دنشتوالي له كبله د خلكو له خوا پرې كورونه جوړ شوي دي او دكوم چا لخوا پر دوي نده پلورل شوې . په غونډه كې وپتيل شوه چې دښارې پراختيا وزير دې دزياتومالوماتو دوركولو په موخه دكميسيون يوې راتلونكې  غونډې  ته راوغوښتل شې.
په همدې ورځ، دمشرانوجرګې مشر پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي په كابل كې دامريكا دمتحدو ايالتونودسفير له مرستيال ريچارد سره وكتل.
پدې كتنه كې دسفير نوموړى مرستيال په افغانستان كې دسولي په ټينګيدو كې  دپروفيسور مجددي  پرونډې ټينګار وكړ .
دغه راز په يوه جلا كتنه كې پروفيسور مجددي د سمنګانو ولايت له يوشمير اوسيدونكواو دولسې جرګې دغړي مولوي محمداسلام محمدى  دكورنۍ له غړو سره وكتل .
پدې كتنه كې مولوى خيرمحمد دنورو په استازيتوب د محمدى كړو وړو اوشخصيت په باب رڼا واچوله ويې ويل چې ، غوښتنه كوم چې دنومړې شهيد ځوي ابدال الله محمدي  دخپل  حال سره سم په يوه مناسبه څوكۍ  وټاكې،پروفيسور مجددي ،په داسې شر ايطوكې دنوموړى شهادت  نه جبره كيدونكى وباله ويې ويل چې ددې ولايت دخلكو غوښتنه به له لوړو دولتې چارواكو سره طرحه كړې .
دسلواغې ۲۲مه : دمشرانوجرګې په عمومي غونډه كې چې دپروفيسورحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوې وه ،له شپاړلسوڅخه ديارلسوته ددې جرګې دكميسيونونودراكميدو په اړه خبرې وشوې.
همداراز دډاكټر زلمي په مشرۍد شكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې دلوړو زده كړو وزير محمد اعظم دادفر دسناتورانو پوښتنوته ځوابونه وويل.
دلوړوزده كړو له وزيرڅخه دهيواد په ولايتونو كې دكانكوردازموينې ، په ازموينه كې ددرغلۍد محنيوي ،د تحصيلي بورسونو دكانديدانودڅرنګوالي ، له يوه پوهنتون څخه بل پوهنتون ته دښځينه محصلينو د تبديلولو اويو لړ نوروموضوع ګانو په اړه پوښتنې وشوې .
دلوړوزده كړو وزير وويل چې دلاومواسانيتاوودرامنځته كولو په موخه دهيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د ازموينې اخيستلو اتلس حوزې جوړي شوې دې .په ازموينې  او دبورسونو دكانديدانوپه برخه كې ددرغلۍد مخنيوې لپاره هم ځينې ګامونه پورته شوې دې ،اوله يوه پوهنتون څخه بل پوهنتون ته په همغه پوهنځې كې دښځينه محصلينو بدلون دمعياري نمرو له مخي شونې دې .

دسلواغې۲۳مه:دنړيوالواړيكو،ولايتي شوراګانو،دشكايتونو داوريدو،دتقنيني اوحقوقي څارنې دچارو، دشهيدانواومعلولينودچارو،دطبعي زيرمو او چاپيريال ساتنې دچارو ،دجنسيت اومدني ټولنې ،ددفاعي او دځمكنۍ بشپړتيا دكميسيونونورئيسان،مرستيالان اومنشيان دپټواومستقيمورايوله لارې وټاكل شول.
دسلواغې ۲۴مه: دمشرانوجرګې عمومي غونډه دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه كې دكميسيونونو درئيسانودټاكلوپه اړه دمشرانوجرګې دځينوغړونظرونه واوريدل شول،اوپريكړه وشوه،چې اداري پلاوى دې له هغوسناتورانوسره چې په دې اړه ملاحظات لري خبرې وكړي او پايله دې دمشرانوجرګې راتلونكې غونډې ته وړاندې كړي.
په همدې ورځ، دقومونو،قبايلواوسرحدونوچارو،مصونيت اوامتيازاتو،مواصلاتواومخابراتو اودښاري پراختيادكميسيونونورئيسان،مرستيالان اومنشيان وټاكل شول.
دسلواغې ۲۵مه: دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور مجددي دچين دولسي جمهوريت له سفيرليوجين ،چې په افغانستان كې يې دماموريت دوره پاى ته رسيدلۍ وه دمخه ښې  كتنه وكړه.
په همدې ورځ ،دمشرانوجرګې لومړي نايب سيد حامد ګيلاني ،په كابل كې دانګلستان دسفارت له شارژدافير سره وكتل او دمشرانوجرګې په كاري سيستم،دنړۍ په پارلمانونوكې دسنادمجلس په ارزښت  اود۱۳۸۶لمريزكال د بودجې په اړه يې خبرې وكړې.
همدارنګه دشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې چې ددې كميسيون درئيس ډاكتر زلمي په مشرۍجوړه شوې وه ، دښارجوړونې وزير ،كابل ښاروال اودكورجوړولو(تهيۀ مسكن)  رئيس درا رسيدلو شكاياتونوپه اړه ځوابونه وويل.
دښارجوړولو وزيرانجنيرمحمديوسف پښتون د كابل ښار داوولسمې ناحيې داوسيدونكو دشكايت په اړه وويل ،چې په هيواد كې له درې ميليونو جريبو څخه په زياتې ځمكې خيټه اچول شوې ده، چې اتلس زره جريبه يې په كابل كې ده او ددغو خيټه اچوونكو له ډلې څخه په مطبوعاتو كې يوازى دكابل ولايت د امنيې پخوانې قوماندان امان الله ګذر نوم اخيستل شوى دى.
دغونډې په بله برخه كې په شپاړسمې ناحيې پورې اړوند د زمان خان كلا دخلكو شكايت چې كورونه يې دكابل ښارپه ماستر پلان كې استملاك شوې دي ،كابل ښاروال وويل ،چې د استملاك دقانون له مخې دځمكو په ويش كې دنوموړې سيمې خلكوته دلومړيتوب حق وركول كيږي ،او نورې ستونزې به يې دښاروالۍ له لا ري اواري شې.

دسلواغې۲۸مه : درئيسانودكميټې فوق العاده غونډه دمشرانوجرګې درئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه كې دكميسيونونودكار،د۱۳۸۶لمريزكال دبودجې دمنظورۍ اودبادغيس په ولايت كې دپستې دځنګلونودموضوع په اړه بحث وشو او لازم تصميمونه ونيول شول.
دسلواغې ۲۹مه :دمشرانوجرګې دمالي اوبودجى كميسيون په غونډه كې چې دمحمد اكبروحدت په مشرۍ جوړه شوې وه،دفوايد عامې وزارت مرستيال انجنير ولي محمد رسولي په۱۳۸۶لمريز كال كې ددې وزارت دعادي او پرمختيايي بودجې  په اړه مالومات وركړل.
همدارنګه په همدې ورځ ،دانجنيرمحمد عارف سروري  په مشرۍ دكورنيو چارو دكميسيون په غونډه كې چې،دملي امنيت داداري اومالي شورا رئيس،اودجمهوري رياست دساتنى درياست مرستيال د۱۳۸۶لمريزكال په بودجه كې ددې ارګانونودبودجې په اړه مالومات وړاندې كړل اود نوموړو ارګانونو لپاره د لازياتې بودجې غوښتونكي شول.
دسلواغې ۳۰ مه :دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور مجددي په افغانستان كې داروپاد ټولنې له استازى  فرانسس ويندرل سره وكتل.
پدې كتنه كې ښاغلى ويندرل دولسې جرګې لخوا دملي پخلاينې دتصويب شوى منشور په اړه دمالوماتوغوښتنه وكړه .
دمشرانوجرګې مشر وويل ،چې په اسلام كې بښنه اوتيريدنه شته ، خو حق العبد په زيانمن شوې شخص پوري تړاولرى اوددى منشور په اړه دمشرانوپه جرګه كې تصميم نيول كيږي.
د۱۳۸۵كال د كب  لومړۍ نيټه: مشرانوجرګې د پاكستان دصوبه سرحد ايالت دوالي علي احمدخان اوركزي دورستيو څرګندونو په اړه  يوه مطبوعاتي اعلاميه چې ويلي يې ؤ، په افغانستان كې دترهګرۍ  په وړاندې جنګ نشته،بلكې دغه جنګ اوس په يوه سياسي ازادي غوښتونكي غورځنګ  اوښتى دى خپره كړه ، مشرانوجرګې ددې اعلاميې په خپرولوسره دپاكستاني چارواكوداډول څرګندونې په ښكاره ډول دافغانستان په چاروكې لاسوهنه او دپاكستان دوه مخى سياست   وباله او هغه يې په كلكه رد كړې .
د كب ۲مه: دچاپيريال ساتنې اوطبعي زيرمو دكميسيون په غونډه كې ،چې دمحترمى حبيبي په مشرۍ جوړه شوې وه،دكرنې وزارت فني اومسلكي مرستيال غلام مصطفى جواد اودځنګلونو  لوى رئيس انجنيرحضرت خاورين دبادغيس ولايت  دپستې دځنګلونو په اړه مالومات وړاندې كړل.
فني او مسلكي مرستيال وويل ،په هيوادكې دپستې ځنګلونه ۴۵۰زره هكټاره ځمكه رانغاړى چې ډير يې دبدخشان ، تخار،كندز،بغلان،سمنګان،سرپل ،فارياب او دبادغيس په ولايتونو په طبيعې ډول شتون لري او دبادغيس ولايت دخلكودعوايدو ډيره برخه د پستې دځنګلونواوڅړځايونو څخه تر لاسه كيږي ،چې له بده مرغه داوږدوجګړوپه پايله كې دځنګلونو دساتنې نظم ګډوډ شوى دى او په بې رحمانه ډول غوڅ شوي دي ، ده وويل: دبادغيس ولايت دپستې ديوسلو اتيا  هكټاره تخريب شويو ځنګلونوپه سيمه كې ، د پستې د ځنګلونود كرلو او بيا رغولو لپاره ، د ځنګلونو د رياست له خوا ددولت  يو ميليون ډالره بودجه لګول شوى ده .
دشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې دكونړولايت والي حاجي شاليزي ديدار ،ددې ولايت دولايتي شورا رئيس اوڅوتنوغړو، دچارتراش لرګيو په اړه دنيوكواو په ځانګړې توګه پاكستان دهغو د ليږدولو په باب مالومات وړاندې كړل.
د كب ۳مه:دمشرانوجرګې په فوق العاده غونډه كې ،چې ددې جرګې دلومړي نايب سيدحامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه،د۱۳۸۶لمريزكال دبودجې پرمسودې خبرې اترې وشوې.
په  غونډه كې ۲۱تنو سناتورانو دهيواد دانډوليزې ودې ، دمامورينو اوښوونكو حقونو ته پاملرنه ، دروغتيايې ، پوهنې او مواصلاتو دبرخې پراختيا او دخلكو لپاره دبوختيا دمنابعود موندلو په باب خپل نظرونه  اوړانديزونه  وړاندي كړل .ترڅو د ۱۳۸۶ كال په بودجه كې يادو شويو ټكو ته پام وشي  .
په پاې كې دغونډې سلا پردې شوه چې دمشرانوجرګې په فوق العاده غونډه كې دې دغه موضوع وڅيړل شې.


د كب ۴مه : پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي دخپل كار په دفتركې دفدراتيفې روسيې دبهرنيو چارو له وزيرسرګي لاوروف سره وكتل .
په دې كتنه كې ،سرګي لاوروف له ترهګرۍ  او مخدره توكيوسره دمبارزې په برخه كې د روسيې   دمرستوژمنه وكړه.
د كب  ۵ مه: دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په كابل كې دمصر دسفير له نايب احمد عبدالعظيم سره وكتل.
پدې كتنه كې دو اړو لورو دترهګرۍ په پيدايښت اوسرچينوخبرې وكړې او په دې اړه يې خپلې اندښنې څرګندې كړې ،ښاغلي عبدالعظيم دمشرانوجرګې او دسولې د خپلواك كميسيون په څوكيو باندې دپروفيسور مجددى دكړوستاينه وكړه او ددواړو هيوادونو تر منځ يې ددوستانه اړيكو پر دوام ټيګار وكړ .

په همدې ورځ دشير محمد اخند زاده په مشرۍ د دفاعي اوځمكنۍ بشپړتيا كميسيون غونډه وكړه.
په دې غونډه كې دكورنيوچارو وزارت مالي متخصص رونالډوجي لين ددې وزارت دبودجوي مسايلوپه اړه مالومات وړاندې كړل. اوله ماليې وزارت سره دكورنيو چارو وزارت دبودجوي قراردادنودستونزو په اړه چې د ۱۳۸۴كال راهسې نه دي اجرا شوي ، خبرې اترې وشوې، دكميسيون پريكړه پدې وشوه چې دماليې وزارت مشرتابه پلاوى دى دمالوماتو دوړاندى كولو لپاره دكميسيون يوې راتلونكې غونډې ته راوبلل شې.
محمدناصرعطايي په مشرۍدمواصلاتواومخابراتودكميسيون په غونډه كې، داوبواونرژۍ وزارت دپلان رئيس، دنوموړي وزارت دپلانونو په ځانګړې توګه دبرېښنا دمزو دبيارغونې اوداوبو دتاسيساتو دبياجوړولوپه اړه مالومات وړاندې كړل.
دپلان رئيس وويل : داوبو رسولو ۱۹۰۰ پروژې چې دجګړو پرمهال زيانمنې شوي وي ،له دغې ډلې څخه تردې دمه ۷۰۰ پروژې بيارغول شوې دې، دحيراتانو څخه ترنايب آباداو مزارشريف و او له نايب آباد څخه تر پلخمري پورى  دبريښنا د ۲۲۰ كيلوواټه مزي  دغځولوكار روان دي.
د كب ۷مه : د مشرانو جرګې رئيس پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي  ، د بدخشان ، كندهار او بلخ  ولايتونو له څو تنو اوسېدونكو او عالمانو سره  په جلا جلا توګه وكتل .
په دې كتنه كې مولوي عبدالحى محب اوسيد خيرالدين دبدخشان ولايت د اوسيدونكواو ديني طلابو په استازيتوب د ستونزو او كاري بنديزونو څخه يادونه وكړه  او ددې غوښتونكي شول  چې دپوهنې دوزارت له خوا دې ددوي ته دلوړو او معتبرو مدرسو د فراغت سندونه ،تصديق او  وركړل شي.
پروفيسور مجددي د قندهار او بلخ د خلكو ستونزو په اړه وويل: زمونږ هيواد دتيرو ديرشو كلونو جګړو په اوږدو كې  لوټه لوته شويدى ، چې دغه لوټه لوټه شوي او ويجاړ هيواد بيا جوړونه په لنډه موده كې ناشونې ده ،خو دولت د خپلو مالي امكاناتو په حدودو كې په متوازن ډول د هيواد د ودانولوپه لاره كې ګامونه پورته كوي.
د كب ۸ مه :د مشرانو جرګې عمومي غونډه دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
په غونډه كې دولسي جرګې د پاسپورتونو  دجواز او په بين الپارلماني ټولنه كې د افغانستان د غړيتوب  مصوبه تصويب شوه .
دغونډې په پيل كې دپاسپورت دويش په اړه دولسي جرګې مصوبه تربحث لاندې ونيول شوه ، او دنظرونو په وړاندې كولوسره مصوبه درايو په اكثريت تصويب شوه.
همدارنګه په غونډه كې په بين الپارلماني ټولنه كې چې د نړۍ د اعتبارلرونكو پارلمانونو څخه جوړه شويده ، دافغانستان د ملي شورا غړيتوب تصويب شو .
د كب ۹ مه :د سرحدونو او قبايلو چارو وزير عبدالكريم براهوى دشكايتونود اورېدو اود قومونو او قبايلودچارو د  كمېسيون په غونډو كې د خوشال خان او رحمان بابا په لېسو كې د زده كوونكو د جذب د څرنګوالي په اړه  معلومات  وركړل .
دسرحدونو چارو وزير وويل چې ، ځيني كسان پدي ليسوكې دشامليدو لپاره د لوړپوړو چارواكو له امرونو څخه ګټه اخلي ،چې داكار پخپله د وړ او مستحقو كسانو دحق تلفۍ لامل شوى دى.
په همدې ورځ، دانجنير محمد عارف سروري  په مشرۍ  دكورنيو  چارو دكمېسيون  په غونډه كى  دملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ  د كمېسيون غړو ته مالومات وركړل  .
دملي دفاع وزير دموسٰى كلا ولسوالۍ دامنيتې وضعې په باب ديوې پوښتنې په ځواب كې وويل  : له پوځې پلوه پدغه ولسوالۍ كې د دولتي حاكميت دراوستلو لپاره كومه ستونزه نشته ، مونږدهغو سپين ږيروهڅو ته سترګې په لاره يو چې دپوځي عملياتو پرته د دولتي حاكميت دراوستلوغوښتونكي دي .
د كب ۱۰   مه:  دډاكتر زلمي په مشرۍدشكايتونود اورېد و په كمېسيون كې ، د پروان ولايت د ولايتي شورا رئيس  ، غړو ، علماوو او متنفذينو د  ولسي جرګې د غړې او دنوموړي ولايت د ښوونې او روزنې له رئيسې اغلې سامعه سادات څخه  خپل شكايتونه  نوموړي كمېسون ته  وسپارل .
دولايتې شورا رئيس احمد شفيق او مولوى سيدرحيم آغا دنورو په استازيتوب وويل : ميرمن سامعه سادات دقانون خلاف دولسې جرګې دغړيتوب پرته دپروان ولايت د پوهنې درئيسې په توګه هم دنده ترسره كوي ، چې له موجه دلايلو پرته دخپل واك څخه په ناوړه ګټې اخيستلو سره د دينې مدرسو د آمرينو اوښوونكو د دمنفكۍ اوبدلون  امرونه صادروي ، له دې كبله دپروان ولايت عالمان،ددينومدرسو ښوونكي او دولايتې شورا رئيس اوغړي تري ناراضه دي .
كميسيون وپتيله چې دپوهنې وزير دې ددى كميسيون يوې غونډې ته راوبلل شې.
د كب ۱۲ مه : دهېواد دبهرنيو چارو وزير ډاكټر رنګين دادفر سپنتا  د احمد شاه رمضان په مشرۍ دمشرانو جرګې  د نړيوالوچارو  د كمېسيون دغړو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
د سپنتا څخه دبهرينو هيوادنو سره دافغانستان دبهرنى سياست ، دخليج دحوزې او په ځينو نورو  هيوادونو كې دافغان ګډوالو اوبنديانو دناوړه حالت، په هند كې دافغان ناروغانو درملنې پرمهال دژباړونكو دمعامله ګرۍ ،دبهرنيو چارو وزارت كادري اواداري پاليسۍ ، دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دديپلوماتيكواړيكو دناسموالي او يو شمير نوروموضوع ګانو په ا ړه يو لړ  پوښتنې وشوې، دبهرنيوچارو وزير وويل : په ټولو برخو كې يې هڅې كړې دې او په راتلونكى كى به په دې اړه ديره پاملرنه وشي.
د كب ۱۳  مه:  د مشرانو جرګې په عمومي غونډه كې ښاغلي پوهيالي امين الدين مظفري د ملي شورا د خبرونو دخپرولو په اړوند دملي تلوېزيون راپور غونډې ته وړاندې كړ .
ورپسې په غونډه كې يوولس تنو سناتورانو  ته دنده وركړل شوه چې دمشرانوجرګې داطلاعاتو اوعامه اړيكو له رياست سره په مشوره كې مطبوعاتې مقرره  او ستراتيژي تنظيم كړي او دمشرانوجرګې غونډې ته يې وړاندى كړى ترڅو له مخې يې انډوليزه او تعادل لرونكې خپرونې تضمين شې.

همدارنګه د څرخى پله  د بند د بنديانوپه اړه رپوټ  د شكايتونو داورېدو دكمېسيون د مشر ډاكټر زلمي له خوا غونډې ته واورول شو . په رپوټ كې دبنديانو دژوند په اړه راغلي وو،چي ۷۱۴ تنه بنديان پرته د نسبتې دوسيو له څيړني څخه بنديان دي.
د ۳۲۰ تنو په شمير كې بنديان چې دمحكوميت موده يې پوره شوې ده اوهمدارنګه  ۱۱۶تنه بنديان د ولسمشر دبښنې دفرمان شتون  سره سره لا تراوسه  هم په بند كې پاتي دي ، په غونډه كې وپتيل شوه چې لوي څارنوال عبدالجبار ثابت دى د موضوع د روښانه كولو لپاره غونډې ته مالومات وركړي.

د كب ۱۴مه : دمحمد ناصر عطايي په مشرۍ د مواصلاتو اومخابراتو  په كمېسيون كې د ښارجوړونې وزير انجنير محمد يوسف پښتون  ، د هېواد  د مهمو ښارونو د اوبو رسولو  د سيستم  د خدمتو نو په باب د كمېسيون غړو ته ځوابونه وويل .
نوموړى وويل :  داوبورسولو په خدماتې سيستم كې بودجوې ستونزه نلرو، بلكې وخت ته اړتيا لرو چې له دغې ډلې څخه ، داوبو رسولو نوى سيستم رامنځته شوى، څاګانې كيندل شوي اوپه۱۴ ښارونوكې داوبو لويې زيرمې چې ړنګې شوې وې ترميم شوې دې ، دغه راز دافغان ،بنايې او دكورجوړولو درېواړه دستګاوې، داتو ميليونو ډالروپه ارزښت په اخيستلو شويو وسايلوبيارغول شوي دي .
دكورنيو چارو په كمېسيون كې چې د انجينرمحمد عارف سروري په مشرۍ جوړ شو، د ماليې  د وزارت له  مرستيال ښاغلي وحيدالله شهراني څخه د كورنيو چارو وزارت  او ملي امنيت  د مالي ستونزو ،  د قرارداديانو د پيسود نه اجرا كولو ، د لېږد  دوسايلو لپاره د تخصيص دنه وركولو او دماليې وزارت لخوا دولسمشر د  مالي احكامو د نه  اجرا كولو په اړه پوښتنې وشوې .
د كب  15 مه: د مشرانو جرګې په عمومي غونډه كې ، چې د پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه   ، په ننګرهار او كاپيسا ولايتونو  كې  د ائتلافي ځواكونو لخوا زموږ د څو تنو هېوادوالو شهادت  وغندل شو.
د مجلس غړو  د ائتلافونو د ځواكونو د غير مسؤولانه عملياتو په اړه  د څرګندونو او نيوكو وروسته  چې ،په نوموړو ولايتونو كې  د يو شمير بې ګناه هيواد والو د شهادت او ټپي كيدو لامل ګرځي  ، محكوم او د جلا اعلاميې په صادرولو سره يې پريكړه وكړه چې د موضوع د څيړلو او په نوموړي ولايتونو كې د وروستيو قربانيانو كورنيو ته د ډاډګيرنې د څرګندولو په خاطر ، يادو شويو ولايتونو ته دې د مشرانو جرګې پنځه كسيزه پلاوىواستول شي.
په همدې ورځ ، پروفيسور مجددي د باميان ، سرپل او فراه د ولايتونو له اوسيدونكو سره  ددوي د سيمه ييزه ستونزو د اوارولو په موخه وكتل .
د كب 1۶ مه: دډاكتر زلمي په مشرۍ دمشرانوجرګې دشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې لوي څارنوال عبدالجبار ثابت دكميسيون دغړو پوښتنو ته ځواب ووايه .په غونډه كې د ۱۱۱تنو بنديانو موضوع چې دبند موده يې بشپړه كړې ده او۷۱۴تنو نورو چې نسبتې دوسيې يې دڅارنوالۍ لخوا نه څيړل كيږي اولاتراوسه په بند كې پراته دي ، طرحه شول ،لوي څارنوال په دې ا ړه وويل: ما  له ستر محكمې څخه دلارښوونې غوښته وكړه ،هغوي راته داسې لارښوونه وكړه چې دداشان بنديانوڅخه دې چې دبند موده يې بشپړه شوي ده ضمانت واخيستل شې ، كه څه هم په قانون كې ضمانت شتون نلري ،او هيڅ داسې كوم څه نشته چې دقانون خلاف دى دتورن دوسيه  له يوې مياشتي څخه زياته موده په څارنوالۍ كې پاتې شې .

دانجينرمحمدعارف سروري په مشرۍ دكورنيوچارو دكميسيون په غونډه كې دكابل  امنيه قوماندانۍ  د لسمې ، يوولسمې او دولسمې او ديارلسمې  امنيتي حوزو له آمرينو څخه داړوندو ساحو دامنيتې وضعې په اړه پوښتنې وشوې،ځينې ستونزې وويل شوې او په يادوشويو حوزوكې دامنيتې وضعي دښه والي په اړه تصميم ونيول شو.
د كب 17مه :د مارچ د اتمې نيټې دښځو دنړيوالې ورځې له امله ، دمشرانو جرګې دمباركۍ پيغام صادر شو .
په همدې ورځ ،  د پير سيد ابراهيم ګيلاني په مشرۍ د قومونو او قبايلو د كمېسيون  په غونډه كې  ، د كورنيو چارو د وزارت  د سرحدي ځواكونو  لوى  قوماندان  پاسوال  عبدالرحمن ،د افغانستان په جنوب ختيځو پولو كې د كمېسيون  د غړو  پوښتنوته ځواب ووايه ، او په دې اړه دغونډې غړوځينېتصميمونه ونيول.
.
.
د كب 18  مه:دډاكتر زلمي په مشرۍ د شكايتونو داوريدو په كميسيون كې ، په كابل شكيب هوټل كې د اېراني هنرمندمهراج  د كنسرت په باب  د كابل ښار دڅو تنو ښاريانو شكايت ليك ترغور لاندى ونيول شو .
د كب  ۱۹مه :دمشرانو جرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي  د خپل كار په دفتر كې د ملګرو ملتونو د سر منشي د مرستيال جيمز ميري  سره د هېواد د سياسي  ، بيارغونې او نظامي وضعې په اړوند خبرې وكړې .
په همدې ورځ : دانجينر محمد عارف سروري په مشرۍ دكورنيو  چارو په كمېسيون كْْې ،د هېواد د امنيتي وضعې په ځانګړي ډول  د زيانمنوشويو  ولايتونو لكه  غزني ، لوګر او كاپيسا  په اړه خبرې وشوې او پدې سلا وشوه  ، چې دسناتورانو يو پلاوى دې د دغو ولايتونو   د امنيتي وضعې دڅيړلو په موخه نوموړو ولايتونو ته سفر وكړي .

       د كب  ۲۰مه :  مشرانو جرګې  د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ غونډه وكړه .
په غونډه كې د اجرائيه او مقننه قوو ترمنځ د كاري  اړيكو د لا ښه والي په اړه خبرې وشوې   اواړونده  طرحې يې غونډې ته  وړاندې كړې   .

د كب ۲۲ مه: د مشرانو جرګې عمومي غونډه د پروفيسور `حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د ځينو كمېسيونونو د رپوټونو داوريدوپه موخه  جوړه  شوه .
د كب  23مه: دجنسيت  او مدني ټولنې په كمېسيون كې د كابل ښاروال  روح الله امان څخه  د نرخونودكنترول، دغير سټنډرډ توكو د پلورلو،د ښار د پاكوالي او د ښار  دسړكونو پر غاړو د پلورونكوشتون په اړه پوښتنې وشوې .ده وويل : دازاد بازار دغوښتنې له مخې كابل ښاروالۍ يواځې دپلورنې دشيانو دكيفيت څيړنه او څارنه كوي ، هغه لبنيات او دڅښاك پيداوار چې له ګاونډيو هيوادنو څخه راوړل كيږي ، مواد يې دټاكل شوي كميسيون له خوا پلټل كيږي اودخوراكې معيارونو سره دسمون په صورت كې بازار ته وړاندې كيږي ، كابل ښاروال زياته كړه : دكابل ښار دكثافاتو دپاكولو او خښه ولو لپاره مو د چمتلې ، كاريز مير او تره خيلو په سيمو كې ځايونه ټاكلي دي او دښار دښه نظم په موخه مو لار ښوونه كړيده، ټول هغه صنفونه چې په ښار كې فعاليت كوي بايد دماركيټونو دتنظيم په رياست كي ثبت شې ،دغه راز مودباغ عليمردان د۶۰ متره سړك په څنګ كې د ۵۰۰ تنوګرځنده پلورونكو لپاره ځاى ټاكل دى .
.
د كب ۲6مه: د امنيتي او نظامي   پروګرامونو د څرنګوالي  په  موخه ، په ځانګړي ډول د دفاع ، كورنيو چارو وزيرانواو ايساف او ائتلاف  د قوماندانانو په ګډون دملي شورا په مقر كې  استماعيه غونډه جوړه  شوه .
په غونډه كې دامنيت په بيلا بيلا اړخونو خبرې اترې وشوې .
دملي دفاع وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردګ دخپلې ويناپه ترخ كې داحضارات په برخه كې د ملي دفاع د وزارت دچمتووالي، پلانونواو شتو ستونزو په اړه تماس ونيوه او ددښمن دپلانونو او چمتووالي په اړه چې ډيره برخه به يې دځانمرګي بريدونو او چاودنو ولاړه وي او هم يې دجګړې ددواړو لورو تر منځ د تياريو په هكله په روښانه ډول معلومات وړاندې كړل .
دكب ۲۷ مه :د مشرانو جرګې غونډه  دپروفيسر حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه  شوه .
په غونډه كې د مشرانود جرګې دمنشي نايب ښاغلي عبدالخالق حسيني پشه يي د سيمه ييز امن جرګې د كمېسيون د غونډى رپوټ ، چې په لومړي ځل په اسلام اباد كې جوړ  شوې ؤ  وړاندې كړ.
په رپوټ كې دنوروموضوع ګانو سربيره داسې راغلي وو: دواړه لوري دې دجرګې دجوړيدودځاى، د دواړولورو دګډون كوونكو دشمير، دجرګې دجوړيدو په نيټه او اجندا پر سر لومړنې سلا ته ورسيدل، پريكړه وشوه چې د دواړو لورو دكميسيون ګډه غونډه دې دوري د مياشتې په ۲۱مه نيټه دافغانستان په پلازمينه كابل كې جوړه شې.
د۱۳۸۶کال دوري د مياشتې ۴ مه : دانجينر محمد افضل احمدزي په مشرۍ ، د مصونيت او امتيازاتو په كمېسيون كې ، د ملي شورا دغړو وړانديز ، چې پكې د ملي شورا په انګړ كې يو روغتيايي كلينك او ملي شورا د ساتونكو لپاره  داوسېدو د ځاى غوښتنه شوې وه، ومنل  شو .
په همدې ورځ ،د مشرانو جرګې د دارلانشا رييس انجنيراسدالله فلاح  د خپل كار په دفتر كې  د بريتانيا دپارلمان دپخواني سكرتر جنرال  (( سر ، ايم ، ډاويس ))  سره  دپيژنګلوي كتنه  وكړه .
پدې كتنه كې دواړولورو د دواړو هيوادونودسنامجلسونو دكار په څرنګوالي خبرې وكړې .
دوري  ۵ مه: دمشرانو جرګې عمومي غونډه د مشرانو د جرګې دلومړي نايب سيد حامد ګيلاني په مشرۍجوړه  شوه .
په غونډه كې دپيسود نړيوال وجهي صندوق د(۱۱۹) ميليونو ډالرو پور، تربحث لاندې ونيول شو.
پردې پريكړه وشوه چې ددې پور داخيستلواودهغه دمشروعيت په اړه دې دماليې وزير او دسترې محكمې د دارالافتاء رئيس راتلونكې غونډې ته راوبلل شې .
همدارنګه ، دماشومانو د سرغړونودڅيړنو  اودملاتړ وړ ماشومانو اودمحبسونو او توقيف  ځايونو  د قانون  د مصوبو په اړه  ، دنظر د اختلاف د له منځه وړلو لپاره دملي شوراددووګډو كمېسيونونو لپاره د شپږكسيزاو پنځه كسيز پلاوىټاكل د تائيد وړ وګرځيد .
دوري ۶مه:  حضرت صبغت الله مجددي د بادغيس ولايت  د څو تنو مشرانو ، علماوو او مخورو سره د خپل كار په دفتر كې ددغه ولايت دسيمه ييزو ستونزود اواري په موخه وكتل .
په دې كتنه كې د نوموړي ولايت د علماوو د شورا رئيس مولوي محمد عثمان حق طلب او مولوي حبيب الله د نوزو په استازيتوب د خپلو سيمه ييزو ستونزو او د پستې د ځنګلونو د له منځه تلو په اړه خبرې وكړې وويل: ددغه ولايت د پستې ځنګلونه د تيرو جګړو په بهير كې له منځه تللي دي ، كله چې  هيواد د سياسي نظام خاوند شو ،مونږ دا هيله درلوده چې ددغې ملي پانګې  د پراختيا او ساتنې لپاره به ګامونه پورته شي ، خو تر اوسه نه يوازى د نوموړو ځنګلونو ساتنه نده شوې ،بلكې ځمكې يې په شخصي ملكيتونو بدلون مومي .
دمشرانو جرګې رئيس ددوي ستونزې غملړلې وبللې وويل : دولت بايد نه يوازى د هيواد د ټولو اوسيدونكو ستونزي د خپلو مالي امكاناتو سره سم حل كړي، بلكې د ملي پانګو د ساتنې لپاره جدي مكلفيتونه هم لري .
همدارنګه په همدې ورځ پروفيسر مجددي د ګوانتنا مو د دوو زندانيانو د مدافع وكيلانو سره  وكتل چې ،دغو  دوو مدافع وكيلانو له ښاغلي مجددي څخه په افغانستان كې دننه ، زندانيانو دد وسيو د څيړنې  او ددوى دراتلونكي برخليك  په اړه معلومات  وغوښتل  ، چې په اړه يې پروفيسر مجددي معلومات وركړل .
دوري ۷مه: مشرانو جرګې  د نړيوال بانك دپيسو د وجهي صندوق د ۱۱۹ مليونو  ډالرو  پور  تصويب كړ .
دغه غونډه چې دپروفيسور مجددى په مشرۍ جوړه شوې وه  دبې وزلۍ دپروګرام په چوكات كې د ۱۱۹ ميليونو ډالرو پور چې دلسو كلنولپاره په سلوكې دنيمې په ګټه يې ادارى لګښت ترسره كيږي ،دماليې وزارت دمرستيال وحيدالله شهرانې له څرګندونووروسته دسترې محكمې دفتوا په شتون كې چې شرعى خنډ ونلري او مشروع ګټه يې په هيواد كې دننه د دينې مدرسو په جوړولو ولگول شې تصويب شو.
دوري ۹ مه: د افغانستان دخلكو اود نړۍ ټولومسلمانانو په نامه  د سرور كائنات  او د بشر د ستر لارښود  حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم  دسپيڅلي ميلاد په مناسبت دمشرانو جرګې د مباركۍ پيغام صادر شو .
دوري ۱۱مه: دپروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ د مشرانو جرګې غونډه دځينوكميسيونونوداوريدو په موخه جوړه شوه .
په غونډه كې دښار اوكور جوړولو له وزير، داوبو اوانرژۍ ، ترانسپوت، فوايدعامې وزارتونو له يوشمير چارواكوسره دمواصلاتو اومخابراتو دكميسيون د دويم كارى كال دكړو په ا ړه  دګډې غوڼدې رپوټ د محمدناصرعطايې لخوا وړاندى شو.
همدارنګه ځينونوروكميسيونونوهم خپل رپوټونه غونډې ته وړاندې كړل .
په غونډه كې پريكړه وشوه چې وړاندى شوې رپوټونه دى داجرااتو لپاره اړوندو ادارو ته وړاندى شې.
دوري ۱۳ مه: دمشرانو جرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي  په كابل كې د مصر د هېواد له سفير ښاغلي كريم عمر شرف اوپه كابل كې دايران هيواد دسفارت له مرستيال ښاغلي اشجع زاده سره دهيواد دپارلمانې چارو په اړه جلاجلاتوګه كتنې او خبرې  وكړې.
دمصر دسفير ښاغلي كريم عمر شرف سره په كتنه كې پروفيسور مجددي د دو اړو هيوادنو ترمنځ ديو پارلمانى پلاوى په جوړولواودنړۍ په روانو حلاتو كې  دافغانستان او مصر تر منځ ددوستۍ داړيكو  ټينګښت ګټوروبلل شو.

دوري۱۴مه: پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي ، په كابل كې د امريكا د متحدو ايالتونو د سفير ښاغلي  رابرت نيومن سره وكتل .  په كتنه كې د دواړو هېوادونو په اړيكو او په اوسنيو حالاتو كې  د هېواد په سياسي او پوځې وضعې خبرې وشوې .
په همدې ورځ،  د ملي شورا  ددواړو مجلسونو د جنسيت  اومدني ټولنې دګډو كمېسونونوغونډه،دمدني ټولنې د بنسټونواو دافغانستان دمقننه  قوې د جوړولو سره د مرستو دپروژې  (سيل )  په شتون كې  جوړه شوه .
دوري۱۵ مه: د سرحدونو،قومونو او قبايلو چارو په كمېسيون كې چې د محمد حسن غازي زاده په مشرۍ يې غونډه وكړه  ، دهېواد د سهيل ختيځ زون د نا امنيو ، د سرحدي پوليسو دنه تجهيز،په خپل وخت د معاشونونه اجرا كول  او همدارنګه له څړ ځايونو څخه د كوچيانود منع كولو په باب له كورنيو چارو وزيرضرار احمد مقبل  څخه پوښتنې وشوې  ، چې د كورنيو چارو د وزير لخوا ورته مالومات وركړل شول دكورنيو چارو وزير وويل : دجګړه يزو فعاليتونو ترسره كول دپوليسو ددندو اساسي برخه نده ، بيا هم دنورو امنيتې ادارو سره دهيواد په سهيل اوسهيل ختيځ كې دپوليسومرستندويه برخه فعاله شوى ده او پدې نږدې راتلونكې كې به يوه پنځه زره كسيزه قطعه دجګړه مارو دراننوتو دمخنيوي او دامنيت دتامين په موخه په سهيلې سيمو كې جوړه شې .
د همدې ورځې له ماسپښين وروسته ،حضرت صبغت الله مجددي دپنجشير ولايت له ځينو اوسېدونكو سره وكتل او ددغه ولايت په اړوندو ستونزو يې خبرې وكړى .
پدې كتنه كې  د حاضرو كسانو په استاويتوب څو تنو ، د عزيزاحمد پيرزاده پتجشير د مقبرې او ددغه ولايت د مدرسې  دبيا وغاونې په اړه خپل غوښتن ليكونه وړاندې كړل او هم يې د خپلو سيمه ييزو  ستونزو او د پنجشير په ولايت كې د بېوزلۍ او بيكارۍ په اړه خبرۍ وكړې. د مشرانو جرګې رييس نوموړى غوښتن ليك د وړ اجرااتو په موخه د جمهوري رياست مقام ته ليږله .
دوري۱۶مه : د سيد حامد ګيلاني په مشرۍ  د مشرانو  جرګې د چارو دادارې او نړيوالو اړيكو دكمېسيون ترمنځ ، دنړۍ د پارلمانونو سره ددوستۍ د كمېټو  درامنځته كولو په موخه ګډه غونډه وشوه .په غونډه كې  د فرانسې  د سنا سره  د مشرانو جرګې  ددوستۍ دكمېټې تړون   له لازمو بدلونونو نه وروسته د غونډې  لخوا ومنل شو .
همدارنګه په همدې نيټه ، داطلاعاتواوفرهنګ وزير عبدالكريم خرم دشكايتونوداوريدو كميسيون ته داطلاعاتې اونشراتې مسايلو په اړه مالومات وركړل.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير وويل: تلويزيوني چينلونوته يې مشوره وركړې ده ترڅو په مذهبى ورځو، لكه دمحرم او مولود شريف په ورځو كې ځانګړې خپرونې وكړې ، ده زياته كړه، دطلوع تلويزيون د آنتن له پلوه پنځه سوه ډالره مياشتنى ټكس ندى تحويل كړي اودلمر تلويزيون له رسمې اجازې پرته دالجزيرې دتلويزيون پروګرامونه خپروي ، په غونډه كې وپتيل شوه چې دطلوع اولمر تلويزيون چارواكې چې كميسيون ته رابلل شوي وو اوندي راغلي ، په پارلماني چارواكې ددولت وزارت دى، ددواړوتلويزيونونو چارواكي دمطبوعاتو دقانون څخه دسرغړونې له امله دمالوماتو دوركولو لپاره دكميسيون يوې راتلونكې غونډې ته راوغواړي .

د وري ۱۸ مه : د ملي شورا رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي ،د فدراتيفې روسيې د ژورنالستانو سره په مركه كې دمتحدې ملي ټلوالې  تشكيل ردكړ او په اوسنيو شرايطو كې يې د دغې جبهې شتون دافغانستان په زيان وباله .
د مشرانو جرګې رييس وويل: د هيواد غوڅ اكثريت خلك په دې شرايطو كې دداډول جبهو په جوړولو سره موافق نه دي او يوازې بهرني هيوادذونه ورڅخه ګټه پورته كوي .
په همدې ورځ ، د نړيوالو چارو دكمېسيون په غونډه كې چې د احمدشاه رمضان په مشرۍ وشوه ،د تاجكستان او ازبكستان په هېوادونو كې  د افغان كډوالو ، د زده كړو ستونزې  د ښوونې او روزنې له وزير  ښاغلي محمد حنيف اتمر سره  مطرح شوې .
ښاغلي اتمر وويل: دپوهنې وزارت به دامكاناتو په پام كې نيول سره ډيرژر په نوموړوهيوادونو كې دافغان كډوالود بچيانو دښوونيزو ستونزو د ليرې كولو لپاره دافغانستان دښوونيز نصاب سره سم دوه ښوونځي جوړ كړي.
دډاكتر زلمي په مشرۍد شكايتونو داورېدو د كمېسيون  غړو ته ، د حج او اوقافو وزارت مرستيال د پل خشتي  جومات  ترڅنګ دهټيو  د ورانولو او بيا ودانولو په اړوند مالومات وركړل چې د كمېسيون دغړو لخوا د قناعت وړ وګرزېدل .
د كورنيو چارود كميسيون په غونډه كې چې د انجنير محمد عارف سروري په مشرۍ جوړه شوه ، دكورنيو چارو د وزارت  اداري مرستيال عبدالمالك صديقي  د تذكرې او پاسپورت  د وېش  په اړه معلومات وركړل اودكميسيون غړو، مراجعينوته دپاسپورت او تذكرې دويش دښه والي په اړه نوموړي مرستيال ته اصلاحي نظرونه وركړل .
دغه راز د همدې كميسيون په بله  غونډه كې دكاپيسا والي عبدالستار مراد ددغه ولايت دامنيتې وضعې په باب دكميسيون غړو ته مالومات وركړل او د كاپيسا ولايت دامنيه قوماندانۍ،پوليسو او دمحبس دمدير فعاليتونه يې دقناعت وړ او دستاينې وړ وبلل .
دوري ۱۹مه: دملي شورا د دواړو جرګو ګډ كمېسيون  د ماشومانو د سرغړونې او د ملاتړ وړ ماشومانو دقانون په مصوباتو كې د نظرد اختلاف د له منځه وړلو  لپاره دبحث او خبرو اتروو وروسته موافقې ته ورسيدل .
دوري ۲۰مه : د محترمه حبيبي په مشرۍدچاپيريال ساتنې او طبيعي زېرموكمېسيون ، دچاپېريال ساتنې د خپلواكې ادارې رئيس شهزاده مصطفى ظاهرد نوموړي رياست د پرمختيايي بودجې په اړه معلومات وركړل .
ښاغلى مصطفٰى ظاهر وويل : په روان كا كې ددې ادارې پراختيايي بودجه نهه اعشاريه څلور ميليونه ډالره اوعادې بودجه يې ۶۳ميليونه ډالره ده ،چې تراوسه پوري دپارلمان لخوا نده تصويب شوې ،ده زياته كړه، دبودجې دتصويب په صورت كې ،په روان كال كې په ټول هيواد كې اته پروژې په پام كې نيول شوې دې ،چې دكورنيو ، دكليو دپراختيا ، كرنې ، اوبواو انرژۍ او دكابل ښاروالۍ په مرسته به  بشپړې شې.
د ډاكتر زلمي په مشرۍد شكايتونو داورېدو دكمېسيون غړو،دروغتونونو څخه د رارسېدلو شكايتونو په بنسټ  د عامې روغتيا د وزارت د معالجوي خدمتونو درئيس سلام جلالى او دكابل ښارد روغتونونو له ځينو مسوولينو څخه پوښتنې وكړې .
د مولوي ارسلان رحماني په مشرۍ د پوهنی،لوړو زده كړواو مذهبي چارو كمېسيون دهغو محصلينو دعريضو په اړه ، چې د كانكور په ازموينه كې بې پايلې پاتې د ي  غونډه وكړه ، ترڅو ددې ستونزې داوراولو لپاره اړوند وزارتونه  لازم  تصميمونه ونيسي .
د محمد عمر شيرزاد په مشرۍ د ولايتي شوراګانوكمېسيون ،دمتحدې ملي ټلوالې، دموخو په اړوند چې نوې رامنځته شوېده  بحث وكړاو درايو په اكثريت پرېكړه  وشوه، چې ددې ټلوالې ځينې موخې لكه د پارلماني نظام رامنځته كول اوپه ولا يتونو كى دټاكنو  غوښتنه يې د ملي ګټو خلاف وبلله   اوهغه يې رد  كړه  .
د احمد شاه رمضان په مشرۍدنړيوالو چارو په كمېسيون كې  د آمو سيند د دواړو غاړو سرحدي ستونزې او د افغانستان او تاجكستان د سفيرانو وړانديز تر بحث لاندې ونيول شوچې هركال د اوبو د كچې د راپورته كيدو له امله د افغانستان د خاورې ډيره برخه  دآمو سيند د اوبو لاندې كيږي . .
دوري ۲۱مه: د مشرانو جرګې عمومي غونډه ددويم نايب ډاكتر  برهان الله شينواري په مشرۍ جوړه شوه .
په غونډه كې دخوست دعالمانودشورادرئيس شهيد مولوى نورمحمد ،افغان ژورناليست اجمل نقشبندي اوديوې موسسى د۶تنو افغان كاركونكو روح  ته، چې دطالبانو لخوا په شهادت رسېدلي وو دعاوشوه . وروسته سناتور انو د طالبانو لخوا دملكي اسيرانو د تښتونې او وژنې  په اړه خبرې وكړې  او په دې اړه يې  يوه درې  فقره ييزه ځانګړې اعلاميه صادره كړه  .
دوري ۲۳مه : د عدليې وزارت  مرستيال  محمد قاسم هاشمزي او د محبسونو رئيس عبدالسلام  عصمت .دډاكتر زلمي په مشرۍ د مشرانو جرګې  د شكايتونو داورېدو دكمېسيون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
دوي وويل : دهغوبنديانوپه اړه چې دبند موده يې پوره شوې ده ، په پرله پسى ډول ۱۷ مكتوبونه لوي څارنوالۍ ته ليږلي دي ، خو لوي څارنوالۍ ،د ضمانت په دليل نوموړي بنديان نه دي خوشي كړي ،په داسې حال كې چې په قانون كې ضمانت شتون نلري .
دوري ۲۵مه: پروفيسر مجددي  د شكردرې ولسوالۍ دځينو سپين ږيرو سره دهغوى دسيمه ييزه  ستونزو د اوريدو په اړه وكتل .
پدې كتنه كې دنورو په استازيتوب نفيسې سلطاني  د خپلو سيمه ييزه ستونزو لكه دسړكونو دبيا رغاولو ،دكلينيكونودجوړولودښوونځيو دودانيو د ودانولو ،دملي همبستګۍ د پروګرامونو دكا دچټكوالي ،د څاګانو دكيندلو ، د مخابراتي خدمتونود رامنځته كولو او بزګرو ته د مرستو په اړه  خبرې وكړې .
پروفيسور مجددي د ټولو هيوادوالو ستونزې يوشان وبللې زياته يې كړه ،ددوي د سيمه ييزه ستونزودليرې كولو په خاطر به  موضوع اړوندو چارواكو ته وسپاري .
دغه شان دمشرانو جرګې رئيس  دكڼو دټولنې له لسو تنو استازو سره ددوي د ستونزو د اوارولو په موخه وكتل .
په كتنه كې د نوموړې ټولنې يو تن غړي د نورو په استازيتوب ددغې ټولنې په اړه مالومات وركړل وويل: د څلورو كالو راهيسې د غه ټولنه ، د كڼو د پوهاوي او پوهې وركولو( افهام او تفهيم ) د پرمختيا په موخه د هيواد په مركز او ولايتونو كو كار او فعاليت كوي او دپروفيسور مجددي څخه يې غوښتنه وكړه چې د انجمن سره ،دانجمن د اداري دفتر په خاطرديوې ودانۍ د لاسته راوړلو مرسته وكړي .
د مشرانو جرګې رييس وويل چې دغه موضوع به له جمهور رييس سره شريكه كړي.
دورى ۲۶مه : د قومونو، قبايلو او سرحدونو چارو دكمېسيون غړود پير سيد ابراهيم ګيلاني په مشرۍ  د كوچيانو دستونزو د او دهغوي ستونزو ته د حل د لارو چارو د لټون په موخه غزنى ولايت ته سفر وكړ.
په  خبرواترو كې دولايتې شورا غړو ډاكترمحمدغنى اوډاكتر  عباس على رموزي دكوچيانو لپاره د هستوګنځيوداو دڅارويو لپاره  دفارمونو په جوړولو ټينګار وكړ چې په دې صورت كې به د دوي ټولې نمګړتياوې لكه ښوونه روزنه ، روغتيا اونورې ستونزي هم اوارې شې.
دغزنى ولايت ولايتې چارواكو،دكميسيون له غړو سره ژمنه وكړه  چې د قومومونو دمشرانوسره په ناستواو كتنواو دمشرانوجرګې دوړانديزونو په پام كې نيولوسره به د امن او عامه نظم په تامينولواودسيمې دخلكو سره دكوچيانود لانجوپه مخنيوى كې ډيرې  هلې ځلې وكړې.
په همدې ورځ ،دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د مشرانو جرګې غونډه  جوړه شوه.
په غونډه كې د كورنيو چارو ، قومونو او قبايلو ، چاپېريال ساتنې او طبيعي زېرمو دكمېسيونونو د رپوټونو  ترڅنګ ، په  بدخشان ولايت كې د ډله ييز قبر د موندلو رپوټ دهغه ولايت د سناتور سعد الله ابو امان  لخوا وړاندې شو،د ولسي جرګې ددولتي  تصديو د مصوبې  په اړوند د جمهوري رياست  ۱۰۳ مه ګڼه  فرمان د ځينو تعديلاتو سره يو ځاى د ملي اقتصاد كمېسيون  ته د غور او څيړنې لپاره وسپارل شو.
دوري ۲۷مه:  د اطلاعاتو او كلتور وزير عبدالكريم خرم  د نړيوالو اړيكو د كمېسيون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل ،چې  د موضوع اصلي منځپانګه (محتوا) په هندوستان ، تاجكستان او ازبكستان هېوادونو كې دافغانستان  د سفارت  كلتوري اتشې وې چې د تعليق په حال كې پاتې دي.
داطلاعاتواوفرهنګ وزير وويل،چې افغانستان په اتو  هيوادونو كې فرهنګې اتشې لرې چې دمعاشونواومادي امكاناتوله پلوه دهغوي ستونزې  دكابينې غونډې  ته وړاندې شوې دې،خو كابينې د مالي امكاناتواود بودجې دنشتووالي له امله دافغانستان په سفارتونو كې فرهنګې اتشې ځنډولې دې.
دوري  ۲۸ مه: پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي د پاكستان د عوامي ګوند ( نيشنل پارټۍ ) د مشر اسفنديار ولي خان   سره وكتل .
په دې ناسته كې  د ډېورنډ دكرښې دواړو غاړوپه ميشتو قومونو باندې دتيري ، د افغانستان په خاورې باندې ددښمنانودلاس وهنې او همدارنګه دافغانستان په كورنيو چارو كې د پاكستان په ناوړه  لاس وهنې  هم خبرې و شوې .
په دې كتنه كې پروفيسور مجددى ددوا ړو هيوادونواوپه ځانګړى ډول دسرحدې پولې په دواړو خواووكې دميشتو قومونو د دوستۍ په پياړوتيا او دسولي ،امن او اقتصادي هوساينې په ټينګښت يې ټينګار وكړ.

دوري ۳۰ مه: دمشرانو جرګې د  ولايتي شورا ګانو د كمېسيون پلاوي  د محمد عمر شېرزاد په مشرۍ  دلوګرو ولايت د امنيتي ، اقتصادي او بيارغونې  د پروسې د ليدنې  په موخه هغه ولايت ته سفر وكړ .
پلاوي دنوموړى ولايت له والې عبدالكريم هاشمې ، د دولتې ادارو له رئيسانو،دولايتې شورا له غړو سره ،د نوموړي ولايت دخلكو دشتوستونزو په اړه خبرې وكړې ،اودستونزوپه اوارولو كې يې داړوندو ادارو دپاملرنې غوښتنه وكړه.
د ۱۳۸۶كال دغويي لومړۍنيټه : دافغانستان دملى شورا دمشرانوجرګى رئيس پروفیسورمجددى په كابل كى دچين اومتحدو ايالتونو دنويو سفيرانوسره په جلا جلا ډول دپيژندګلوۍ كتنه وكړه .
په همدى نيټه : پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى دبدخشان ، كندز، بادغيس اوتخار ولايتونو دسپين ږيرو اومخورو سره وكتل اودنوموړو ولايتونو دخلكو ستونزې يې واوريدې.
پدې كتنه كې ډګروال عبدالرؤف د نورو په استازيتوب ، د نوموړي ولايت د هغو دوه سوو تنو اوسيدونكو په اړه چې د تاجكستان په هيواد كې د مخدره توكو د قاچاق په تور له ۱۵ كلونو څخه تر ۲۰ كلونو پورې په بنديخانو كې پراته دي خبرې وكړې وويل :دد هغو معلوماتوله مخې ،دهغې موافقې پر بنسټ چې دولسمشر كرزي او د تاجكستان د ولسمشر امام علي رحمانوف د بنديانو له ډلې څخه به بې ګناه كسان خوشې شي او مجرمين به د خپل بند د مودې د تيرولو په خاطر د افغانستان زندانونو ته را ولېږدول شي ، خو پدې اړه لا كوم تصميم نه دى نيول شوى .
پروفيسور مجددي وويل چې ددوي ستونزه به د ولسمشر سره شريكه كړي .
دغويي ۳ مه : دمشرانوجرګى رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى دلغمان ، لوګراو كندوز ولايتونو له سپين ږيرو، استازو اودولايتى شورا ګانو له غړو سره په جلا جلا توګه وكتل .
د لغمان ولايت د اوسيدونكوسره په كتنه كې ، د لغمان ولايت د ولايتي شورا رييس حاجي عبدالجميل افضل زاده ، د نورو په استازيتوب  د سيمه ييزو ستونزو په ځانګړې توګه د ائتلافي ځواكونو له خوا د ملكي وګړو د نيولو او په نوموړي ولايت كې د سولې د ټينګښت دخپلواك كميسيون  د دفتر د جوړولو په اړتيا خبرې وكړې .
پروفيسور مجددي ، د خلكو پر مهمو ستونزو رڼا واچوله وويل، د لغمان ولايت دبنديانو موضوع به د اړوندو ارګانونو سره شريكه كړي .
د لوګر ولايت د خلكو په استازيتوب مولوي غلام رباني طيب ، د۱۳۸۱ كال د حج د فريضې د اداكولو په وخت كې د لوګر ولايت د اوسيدونكي مولوي علم ګل د تري تم كيدو او د سعودي عربستان د استخبارات په لست كې د هغه دنوم د شاملولو په اړه د مرستې او همكارۍ غوښتونكى شو. پروفيسور مجددي وويل، چې دغه موضوع به په كابل كې د سعودي عربستان له لارې تعقيب كړي .
دغه شان د كندز ولايت د اوسيدونكوپه استازيتوب ، قوماندان عبدالغفور باوري د نوموړي ولايت د امنيتي حالاتو ، بيا رغاونې او د نوموړي ولايت د سيمه ييزو ستونزو په اړه خبرې وكړې .
د مشرانو جرګې رئيس وويل چې دولت د خپلو مالي امكاناتو په شتون سره د هيواد د متوازنې پرمختيا ژمنتيا لري .
دغويي ۴مه :  مشرانوجرګى د۱۳۵۷ كال دكمونيستى كودتا  دشهيدانوپه ياد غونډه وكړه.
دغه رازپه غونډه كى  دنوموړوشهيدانو د ياد ديادونې تر څنګ ، دلوى څارنوال په دغه ټكى نيوكه وشوه چى"مشرانوجرګه د قانون د موادو په حواله دلوى څارنوال دغوښتلو واك نلرى".
په غونډه كې وويل شول چې لوې څارنوال داساسى قانون له مخې داجراييه قوې غړى دى ، نوموړى بايد داساسى قانون، ۱۰۳مه، مه۱۳۴او ۹۳مادې مطالعه كړي.
دغويي ۵مه : دكليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير محمد احسان ضيادحاجى محمد اكبر وحدت په مشرۍ دمالى اوبودجى كميسيون ته ددغه وزارت دروان كال دكارى پلا نونو اودهيواد په  ۸۵۳ كليو كى دسړكونو دروانو چاور په باب مالومات وركړل.
نوموړى وزير وويل : اوس دغه وزارت دبيلا بيلوولايتونودخلكو دستونزو داوارولو لپاره دشپږوملي پروګرامونو له لارې كاركوي ، ده زياته كړه، د كليو روغتيا ساتنه به دڅښاك داوبودبرابرولود ملي پروګرام له لارې دڅلورو زرو څاګانوپه كيندلو او په ولايتونو كې د بريښنا د ۸۷۸ پروژو په بشپړيدو سره پلې شې.
دغويي ۶ مه : دپيرسيدابراهيم ګيلانى په مشرۍ دملى روغې جوړې په لنډ مهاله كميسيون كې ددولت دناراضيانو او افغانى طالبانوسره دمفاهمې او په هيواد كې د امنيت دټينګيدو لپاره دملى ځواكونو په پياوړتيا خبرې وشوې.
دغويي ۷ مه :د افغانستان د اسلامي انقلاب د برياليتوب د پنځلسمې كاليزې له امله دملي شورا دمشرانو جرګې د مباركۍ پيغام صادر شو .
دغويي  ۸ مه :د مشرانو جرګې د رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي او دولسي جرګې د رئيس محمد يونس قانوني په مشرۍ  دملى شورا د دواړو جرګو يو پلاوى، په اندونيزيا كى دبين الپارلمانى ټولنى په ۱۱۶ غونډه كې دګډون په موخه دغه هيوادته روان شو.
پدې كنفرانس كې د دموكراسۍ په پلې كولو او دبشري حقونو په تاميندو كې دپارلمانونو په ونډه خبرې وشوې.اود افغانستان پارلمان په نوموړى غونډه كې دلومړى ځل لپاره ددې اتحاديې غړيتوب ترلاسه كړ.
دغويي ۱۱مه : دسيدحامد ګيلانى په مشرۍ دمشرانوجرګى په غونډه كى دجهورى رياست د ۱۰۳ ګڼه فرمان پربنسټ ددولتى تصديو په ا ړه دولسى جرګى طرحه ديولړ تعدلاتو سره يوځاى تصويب شوه.
ددى قانون دطرحې اصلي متن په شپږوفصلونواودرې اتيا مادوكې راټول شوى دى .
دغويي ۱۲مه : دمشرانو جرګى دلومړى نايب سيدحامد ګيلانى په مشرۍ جوړې شوې غونډې دمشرانوجرګى دكميسيونونو اودموجودو سياسى ډلود كړنو  په باب خبرې وكړى اووړ تصميمونه يي ونيول.
په همدى نيټه : په ډيرې خواشينۍ سره ،دمشرانوجرګى غړى سناتوراستاد عبدالصبور فريد دكابل ښار په خير خانى مينى كى دناپيژندل شويو كسانو لخواد ترهګرۍ په يوه بريد كې په شهادت ورسيده .
دغويي ۱۳مه : دافغانستان د ملى شورا مشرانوجرګى  ديوې اعلاميى په ترڅ كى دسناتوراستاد عبدالصبور فريد شهادت دهيواد د دښمنانو كار وباله اودغه عمل يى په كلكه وغانده اوهم يې ډير ژر ددغې پيښې د عاملانو د نيولو غوښتنه وكړه .
په همدى نيټه : دشهيد استاد عبدالصبور فريد جنازه دمشرانوجرګى درئيس حضرت صبغت الله مجددي اودملى شورا ديو شمير غړو په ګډون  ديو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ كې دكاپيسا په ولايت كى خاورو ته و سپا رل شوه .
دغويي ۱۵مه:د مشرانوجرګې د فوق العاده غونډې ګډونكوونكو داستاد عبدالصبور فريد د قاتل دنيولواومحاكمه كولوغوښتنه وكړه .
په همدى ورځ: دتراسپورت اوهوايى چلند وزير ديپلوم انجنير نعمت الله احسان جاويد ، دمحمداكبر وحدت په مشرۍ دمشرانوجرګى دمالي اوبودجى كميسيون ته ددغه وزارت او د۱۳۸۶كال د بودجې په  اړه مالومات وركړل.
ده وويل : دترانسپورت وزارت په پام كې لري چې په روان كال كې خپل كارې پلانونه د پراختيايې پروګرامونو اونوروبرخو دوړتياپه لوړولوكې عملي اوپلي كړي .
دغويي ۱۶مه: دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ دمشرانوجرګى په جوړه شوې غونډه كى ، په اندونيزيا كى دبين الپارلمانى ټولنى په ۱۱۶ غونډه كى دملى شورا دپلاوي دګډون اوپه دغه ټولنه كې دافغانستان دغړيتوب په اړه لنډ رپوټ دمشرانورجرګې د منشى نايب عبدالخالق حسينى پشه يي لخوا غونډې ته وړاندى شو.
په رپوټ كې د پلاوي لاسته راوړنې په دغه اتحاديې كې دافغانستان غړيتوب بلل شويدي .
دغويي ۱۷ مه : دمشرانوجرګې  رئيس  پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى دازاده ګانو دشورادمشرتابه له استازو سره وكتل .
دنوموړواستازوغوښتنه دا وه چې دهغو شهيدانو په ياد چې د كمونيستى واكمنې پرمهال شهيدان شويدي يوڅلى جوړ او دڅرخى د پله  واټ دې دازاه ګان په نوم  ونومول شي.
پروفيسور مجددى په خپلو خبرو كې وويل: ستاسي غوښتنه دافغانستان دخلكو غوښتنه ده ، دهيواد ازادې دافغانستان دمسلمانوخلكو دجهاد او شهادت ثمره ده.ددې اصل له مخې مشرانوجرګې په خپلې وروستۍ غونډې كې پريكړه وكړه چې دكمونستې حاكميت پرمهال دشهيدانو په ياد دې دڅرخى پله په سيمه كې يو منار، جومات اود دينې علومو مدرسه جوړه شې.
دغويي ۱۸ مه :  دكابل ولايت امنيه قوماندان، پاسوال عصمت الله دولتزي دمشرانوجرګى دكورنيوچارو ، دشكايتونو داوريدو اودمصونيت او امتيازونو دكميسيونونوګډې غونډې ته دشهيد استاد عبدالصبور فرېد  دقاتل دنيولو په باب مالومات وركړل ويې ويل : ترپنځو راتلونكو ورځوبه دغه قاتل ونيول شى.
په همدى نيټه :  دمشرانورجرګې غونډى د سولى ،  امنيت ، ملى پخلاينى او دناامنيو په باب دمشرانوجرګې دملى روغې جوړې د لنډ مهاله كميسيون۱۴ ماده ييزه طرحه دملى روغى جوړې اوملى پخلاينې په موخه دځينوزياتونوپه راوړلو سره تصويب كړه .
همدا رنګه په همدې ورځ، دمشرانوجرګى رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په كابل كى دجاپان سفير جوسى كوسوجى سره دوسلودراټولولو اودسولى دټينګښت دخپلواك كميسيون په باب خبرې اترې وكړې.
دغويي  ۱۹مه : دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيوچارو وزير ډاكتر رنګين دادفر سپنتا او دګډوالو دچارو وزير، دايران څخه په زور دافغان ګډوالو دايستلو په اړه ، داحمد شاه رمضان په مشرۍدمشرانو جرګى دنړيوالو اړيكو دچارو دكميسيون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
دنوموړو وزيرانو ځوابونو دكميسيون د غړوقناعت حاصل نكړ.اوپه دى اړه ددولت اونړيوالو مرستندويو موسسو دمرستواوپاملرنى غوښتونكي شول.
په همدى ورځ: دمولوى ارسلان رحمانى په مشرۍ دمذهبى ، پوهنى اولوړوزده كړو اودډاكتر باختر امين زي په مشرۍ دعامه هوساينى دكميسيونونو په ګډه غونډه كى  دلوړو زده كړو وزير ډاكتر محمد اعظم دادفر او دكابل ولايت دجنايى جرمونو سره دمبارزې لوي مدير عليشاه پكتياوال د۱۳۸۵كال دكانكور په ازموينه كى دګډونكونكو دعريضو پربنسټ دحق تلفې پر موضوع خبرې اترې وكړې.
دلوړوزده كړو وزير وويل :ورځ په ورځ دكانكور دداوطلبانو زياتوالې اودپوهنتونونو او لوړو زده كړو دموسسو دشمير په زياتولو كې د دولت كمزورتي د لوړوزده كړو دوزارت په وړاندى لوى خنډ دې ، چې د سرغړونواو ستونزو په وړاندى دمبارزې لپاره سالمې ادارې او نويو وسايلو ته اړتيا لري.
عليشاه پكتياوال وويل:د ۱۳۸۵ كال يو زيات شمير فارغانو د پوليسو قوماندانۍ ته مراجعه كړى وه او ددوي له عريضو څخه مونږ ته دا جوته شوه چې د كانكور په ازموينه كې په پراخ ډول درغلۍ شويده .
په همدى نيټه :دانجنير محمد عارف سروري په مشرۍ ، دكورنيوچارو په كميسيون كى دملى امنيت لوى رئيس امرالله صالح داستاد عبدالصبور فريد دقتل او دهغه دقاتل دنيولو په اړه دكميسيون دغړو پوښتنو ته ځواب وركړ.
دغويي ۲۰ مه : دماليې وزير انوارالحق احدى ، ددغه وزرات مرستيالانو او دمركزى ادارو رئيسانو د ډاكتر زلمي په مشرۍ دمشرانوجرګى دشكايتونو داوريدو په كميسيون كى دملى شورا دامنيتى منسوبينو دمعاشونو په زياتوالى اودولسمشر دفرمان دشتون سره سره دملى شورا دغړو دكورونو دكرايى دنه اجرا كولو په اړه دغونډى دغړو پوښتنو ته  ځوابونه وركړل.
دماليې وزير دملي شورا دامنيتې كاركوونكو دمعاشونو په زياتوالې كې ځنډ  دولسمشر دفرمان په متن كې محدوديت  او په ۹۱كود كې دپيسومحدوديت وباله ،ويې ويل ، چې له دى سره سره به ياده شوې موضوع د جمهوري رياست سره شريكه كړې ترڅو ورته د حل يوه لاره ولټول شي.
دغويي ۲۲مه : دمشرانوجرګى رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي دمتحده عربى اماراتو له پلاوي سره په كتنه كې په  نورمسايلو دخبرو ترڅنګ ،ددغه هيواد دمرستو غوښتونكى شو.
په همدى ورځ : دعدليى وزير سرور دانش دپوهنوال محبوبى حقوقمل په مشرۍ دمشرانوجرګى دتقنين اوحقوقى څارنې دچارودكميسيون په غونډه كى دكميسيون غړو ته، ددغه وزارت دتشكيل او دهيواد دځينو ولايتونو دجيلونو داوسني حالت په اړوند مالومات وركړل.   ده وويل ډيړه ستره  ستونزه دا  ده چى  دهيواد په ديارلسو ولايتونو كى  بنديان په كرايي كورنوكي ساتل كيږي  چي پدي باب يو لړ تدبيرونه ترلاس لاندي نيول شوي دي .
دغه شان يې د خپل وزارت د تشكيل په اړه وويل چې د عدليې وزارت په حقوقي ، ددولت د قضاياوو ،محبسونو او نورو برخوكې ملكي او پوځي كاركوونكي كار كوي
دغويي ۲۴مه : دمشرانوجرګى د داخلى دندو داصولو دتعديل كميسيون ددى جرګې دلومړى نايب سيدحامد ګيلانى په مشرۍ  په جوړه شوې غونډه كې ددغو اصولو په طرحې باندى  دلومړۍ مادى څخه ترنهمى مادى پورى خبرې وكړې .
په همدى نيټه: دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور مجددې دخپل كار په دفتر كې ،  په كابل كى دمصر دجهموريت دپخوانى كونسل اودهغه نوى ځاى ناستى سره وكتل.
دغويي۲۵مه : دحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ دمشرانوجرګى په غونډه كى د دپكتيا والى رحمت الله رحمت وويل  ددغه ولايت دځاځيو په ولسوالۍ باندى دپاكستانى ځواكونو په بريد كى ۱۳تنه وژل شويدي او ګمان كيږى چې پاكستانى ځواكونو دمخكى څخه دبريد پلان درلود .
ده وويل :"دجګړې په پاى كې د درې اړخيزه كميسيون پلاوى چې  ددغه ولايت له دولتي چارواكو  ، دنړيوال ائتلاف  ځواكونواو دپاكستانى لوري څخه جوړؤ  او دپولې هغه خوا ته يى خبري اتري وكړى ،  پاكستاني لوري زمونږد يوې پوستې او دسرحدى كنډك دقوماندان د لرې كولو غوښتنه وكړه ، افغانى پلاوي دهغوي غوښتنې ونه منلې او په پاى كې ددغ كميسيون غونډه پرته له كومې پايلې پايته ورسيده .ده زیاته كړه ، دراګرځيدلو پرمهال پاكستاني ځواكونو په پلاوي وسله وا ل بريد وكړ چې په پايله كې دنړيوال ائتلاف د ځواكونودوه تنه  ووژل شول.
دكميسيون غړي ددى عمل دغندلو ترڅنګ ، دحكومت څخه دسرحدى ځواكونو د لانور پياوړى كولو غوښتونكى شول .
دغه راز دغونډې په پاتې برخه كې ځينو كميسيونونوخپل  كارى رپوټونه غونډى ته وړاندى كړل.
په همدى ورځ :دمشرانوجرګى رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي  په كابل كى دشهزاده كريم آغا دسفيراواستازى ښاغلى على موجى سره وكتل.
داوړو لورو دافغانستان دودې اوپرمختګ په موخه د اقتصادى ، سوداګريزواو پانګې اچونې دتجربو د راليږدولو په اړه خبرې وكړې.
دغويي ۲۶مه : دكانونو وزيرانجنير محمد ابراهيم عادل د محمد رنګين  مشكوانى په مشرۍ دكورنيوچارو  په كميسيون كې وويل :  په اوسنيو شرايطو كې دهيواد داقتصاد د ودى لپاره يواځينۍ لاره  ددولتي سكتورونو  خصوصي كول دي . ده د خپلو خبرو په دوام زياته  كړه چى دهغى په پلى كيدوسره به لس كاله وروسته افغانستان پوراخيستلو ته اړ نه وى.
د ده په وينا په هيواد كې له ۳۰ زرو څخه زيات كا نونه شته چې  له دغې ډلې څخه دلوګر د عينكو دمسو  كان د دواطلبۍ پړاو ته وړاندى شوى دى چې څوبهرني شركتونه پدى اړه پانګى اچونى ته چمتوشوي دي .
د داوطلبۍ دبهير دبشپړيدو وروسته به په سلوكى پنځوس ګټه ددولت خزانى ته  ورسيږى.
دغه راز ددى كان په رايستلولو كى به ۳۰ زره كسان په رسمى او۱۰ زره نور به  په غيررسمى ډول بوخت شى.
دغويي ۲۸ مه : دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى د ډنمارك دشاهى هيواد له لومړي وزيرښاغلى اندروف فاګ راف موسن  اوملګري پلاوي سره وكتل.
پروفيسور مجددى دهيواد له ښوونځيوسره د ډنمارك هيواد، د۲۱ ميليونوټوكو درسى كتابونو دمرستى څخه د مننى ترڅنګ د ډنمارك لوړپوړي پلاوي ته دهيواد د ژوندانه په بيلا بيلو سياسي،ټولنيزو او اقتصادي بدلونونو په باب چې د وروستيوپنځو كلونو په اوږدوكې رامنځته شوي دي معلومات وړكړل.
دغويي ۳۰ مه :   دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ  دمشرانوجرګې په جوړه شوې  غونډه كې د ولسي جرګې د غړې ملالۍ جويا څرګندونې چې د طلوع تلويزيون څخه خپرې شوې دې دجرګى دغړو داعتراض لامل شوې او پرې خبرې اترې وشوې .
ملالۍ جوياپه دې مركه  كې ، دوينا او پارلماني  فرهنګ خلاف ،ملى شورا ته چې د دواړو جرګو څخه جوړه ده سپكې سپورې ويلې دې او په غونډه كې د غړو د اعترض وړ وګرځېدې .نوموړې په خپلو دغو خبرو كې ولسي جرګې ته د( طويلې... ) خطاب كړى ؤ.
ولسي جرګې هم ددغو سپكواوسپوروڅخه دډكې وينا په وړاندې چې دغې   متعرضې ميرمنى د  ملى ، سياسى او دخلكو  داستازو په وړاندې ترسره كړې ده ، جدي غبروګونونه وښودل، دولسي جرګې غړي په دې سلا شوي ؤ چى دجويا جنجال جوړونكى كړه وڅيړى او پايلى يى مشرانو جرګى ته هم واستوى.
د۱۳۸۶كال دغبرګولي لومړۍنيټه:د پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دمشرانو جرګې عمومي غونډه، د مشرانو جرګې دكميسيونونو دكاري رپوټونو داوريدو په موخه  جوړه شوه.
غونډې ته دجوزجان ولايت استازي سيد حامد بيګ جانزاده دنوموړي ولايت دستونزو په اړه خپل راپور وړاندې كړ.په غونډه كې پريكړه وشوه، چې د نوموړي ولايت داړوندو اداروچارواكي دې داستجواب لپاره دمشرانو جرګې كميسيونونو ته راوبلل شي.
دغبرګولي ۲مه: دمشرانوجرګى رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله دخپل كار په دفتر كى دلغمان ولا يت دولايتې شورا ديوشميرغړو او ددغه ولايت دعليشنګ او دولت شاه ولسواليو له سپن ږيرو سره وكتل.
دكتنې پرمهال پداسى حال كى چى دمشرانوجرګى منشى عبدالخالق حسينى پشه يي  حاضر ؤ مولوى عبدالقهار اومولوى فراجغان دنورو په استازيتوب د خپلو سيمه ييزو ستونزو اوهم يې دمولوى درويش شاه دخلاصون په اړه چې پرته له كوم جرم او ګناه د وري په ۲۶ نيټه نيول شويدى  خبرې وكړې .
دغه راز  دوي دلغمان په ولايت كى دسولې دټينګښت دخپلواك كميسيون د څانګى دجوړيدوغوښتونكي هم شول.
پروفيسور مجددى وويل : ځينى كسان دناسمورپوټونواو دلايلوله امله چى دشخصى سيمه ييزدښمنيو زيږنده دي دبهرنيوځواكونو لخوا نيول كيږى ، چى پدى اړه ډيرې عريضى  دسولى دټينګښت خپلواك كميسيون ته رارسيدلى دې .
دمشرانوجرګى رئيس زياته كړه: مادبهرنيانوسره په خپلو كتنو كى دبيګناه وګړو دنيولو موضوع تل ياده كړى ده غوښتنه ترى شويده  چې خپل وسله وال ځواكونه داستخباراتى رپوټونو په روغتيا اوڅيړنه مكلف كړى  .

په همدې ورځ: دمشرانو جرګې له لوري دغبرګولي ددريمې نيټې دښوونكي دورځې په وياړ دمباركۍ پيغام صادرشو.
همداشان د احمد شاه رمضان په مشرۍ دمشرانو جرګې دنړيوالو چارودكميسيون  په غونډه كې دمشرانو جرګې او دفرانسې هيواددسنا دمجلس ترمنځ ددوستۍ كميټه پرانستل شوه.
دغبرګولي ۳مه:دنشه يي توكو په وړاندې دمبارزې دوزارت وزير حبيب الله قادري دمشرانو جرګې د كورنيو چارو دكميسيون په غونډه كې چې دمحمد رنګين مشواڼي په مشرۍ جوړه شوې وه،  د غونډې برخه والو ته دنوموړي وزارت دكړنو په اړه مالومات وركړل.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې وويل چې دغه وزارت د كوكنارو د مخنيوي اوله منځه وړلو په خاطر، كورنيوچارو، كرنې،دكليو دپراختيا اوعامې روغتيا وزارتونو ته پاليسۍ جوړوي اوپدې لاره كې ددوي فعاليتونه ، دمخدره توكو سره د مبارزې د وجهي صندوق څخه برابروي ،اوهم دكوكنارو د مخنيوي او له منځه وړو په كار كې ددوي دفعاليتونو څارنه كوي .
دغه شان په همدې ورځ ، دمشرانو جرګې په داخلي اصولو او دندو كې دتعديل لنډمهاله كميسيون  دمشرانوجرګې دنائب منشي عبدالخالق حسيني پشه يي په مشرۍ غونډه جوړه كړه.
په غونډه كې د داخلي دندو اصول ترشپږم څپركي پورې وڅيړل شول او يولړ تعديلونه او اضافات پكې راوستل شول او پاتې مواد يې راتلونكې ورځې ته وځنډول شول.
دغبرګولي ۵مه:دمشرانو جرګې رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي د ملي دفاع له وزير عبدالرحيم وردګ سره وكتل.
پدې كتنه كې ددفاع وزير دهيواد دپوځې وضعې په باب دمشرانوجرګې رئيس ته مالومات وركړل ويې ويل، ملى ا ردو د پراخيتا او د دندو دوړتياو دترلاسه كولو په حال كې ده چې دنړيوالو ځواكونو سره په بشپړ پوهاوى كې ، دخپلو دندو په ترسره كول بوخت دي .
په همدې ورځ : د الحاج شير محمد اخند زاده په مشرۍدمشرانو جرګې دځمكنۍ بشپړتيا او دفاعي چارو په كميسيون كې ددفاع وزير ستر  جنرال عبدالرحيم وردګ ، دنوموړي كميسيون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
دشهيدانو،معلولينو ،دكار اوټولنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نورمهمند دنوموړي وزارت دستراتيژۍ،پاليسۍ او په وزارت كې دمعلولينو دثبت او راجستردبهير په اړه،دمعلولينواو شهيدانو دورثو دچارو كميسيون ته مالومات وركړل.
دغه شان دعدليې وزارت مرستيال  دهيواد په بيلابيلو ولايتونو كې د لسو زندانونو دجوړولو لپاره ددې وزارت له پراختيايي بودجې څخه  د سلو مليونو افغانيو دتخصيص په اړه،د انجينرمحمد عارف سروري په مشرۍ دمشرانو جرګې د كورنيو چارو د كميسيون غونډې ته مالومات وركړل اوويې ويل،چې په پام كې دي  دروان كال ترپايه به دهرات ،كندهار ،هلمند او كابل زندانونه ورغول شي.
دغبرګولي ۶مه:دمشرانو جرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په كابل كې دايران د اسلامي جمهوريت له سفير محمد رضا بهرامي سره وكتل او له ايران څخه دافغان كډوالو دراايستلو په اړه يې خبرې وكړې.
په همدې ورځ ،د پروفيسور مجددي په مشرۍ  دمشرانو جرګې په عمومي غونډه كې دګمركاتو دقانون دپنځلسمې مادې دتعديل د تقنيني فرمان په اړه د ولسي جرګې مصوبه تصويب شوه.
دغبرګولي ۹مه: دمې د لومړۍنيټې  په وياړ چې دكارګر نړيواله ورځ ده، دافغانستان دكارګرانو دملي اتحاديې د مركزي شورا له لوري افتخاري مډالونه دمشرانو جرګې رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي، دمشرانوجرګى دمنشى نايب عبدالخالق حسينى پشه يي ، دمشرانوجرګى دشكايتونو داوريدودكميسيون رئيس ډاكتر زلمى اوپه غياب كى دتقنين دچارو دكميسيون رئيسى پوهنوال محبوبې حقوقمل او دكميسيون مرستيالې نجيبى حسينى ته وركړل شول.
دغبرګولي ۱۱مه: دمشرانو جرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي د يوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ  دسعودي عربستان دپارلمان په رسمي بلنه نوموړي هيواد ته ولاړ.
ددى سفر موخه د داوړو هيوادونو ترمنځ د پارلمانى اړيكو ټينګښت دى ، په دې سفر كې د دواړو جرګو غړو او د دارالانشاء كاركوونكو ګډون درلود .
دغبرګولي ۱۳مه: دمشرانو جرګې دلومړي نايب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ دمشرانو جرګې په عمومي غونډه كې دسولې ، ملي پخلاينې اوامنيت په اړه دملي پخلاينې دموقت كميسيون طرحه په بشپړه توګه تصويب شوه.
نوموړې طرحه  دجګړې دعلتونواوعواملو دپه ګوته كولو ترڅنګ په څوارلسو مادو كې رانغښتل شوې ده ، چې موخه يې په هيواد كې دتيرو جګړو د فعالينو نه تعقيبول دي

همداراز په غونډه كې  هغه پارلماني سياسي ګروپ ، چې د ملي انسجام په نوم ياديږي ،د سيد حامد ګيلاني په مشرۍ د ۶۲سناتورانو په ګډون د نوموړي ګروپ دوياندفضل كريم محمودي له لوري دغونډې برخه والو ته اعلان شو.
دغبرګولي ۱۶مه: دځمكوالۍ دقانون د۶۹مې مادې دتعديل دطرحې په اړه دولسي جرګې دمصوبې په موخه دمشرانو جرګې  فوق العاده غونډه د پروفيسور مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
د ۳۰كالو لپاره د صالح الزارع ځمكو او د۹۰ كالو لپاره د بكروباير( موات )ځمكو په اجارې  وركول او دنوموړي قانون د ۶۹ مې مادې په اړه دحكومت په وړاندې شوې طرحه كې تعديل  اودولسي جرګې  مصوبه د مشرانو جرګې ديوشمير غړو له لوري غير شرعي كار وبلل شو او پريكړه و شوه، چې دمشرانو جرګې او دولسي جرګې اړوند كميسيونونه دې په دې اړه بحث وكړي،تر څو داسلامي احكامو په رڼا كې د ځمكه والۍ دقانون د تعديل د طرحې دتصويب لپاره دحل يوه مناسبه لاره ومومي.
دغبرګولي ۱۷مه:دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال محمد كبير فراهي دډاكتر زلمي په مشرۍ  دمشرانو جرګې د شكايتونو داوريدلود كميسيون غړو ته ، په سعودي عربستان كې دميشتو افغانانو دويزې او پاسپورت دستونزو په اړه مالومات وړاندې كړل.
نوموړى وويل :دغه موضوع څوځلې او په ځانګړى ډول دبهرنيو چارو دوزير په وروستى سفر كې ددغه هيواد دبهرنيو او كورنيو چارو له وزيرانوسره طرحه شوې ده چې په پايله كې يو توافق ترلاسه شوى دى ،ترڅو هغه افغان ګډوال چې په پاكستانى پيژند پاڼواو پاسبورت عربستان ته ننوتي دي دهغوي ويزه دې په افغاني پاسپورت بدله شې .
دغبرګولي ۲۰مه: دقرانكريم دڅو مباركو ايتونوپه تلاوت او دملي سرود په اورولوسره دځوانانوروزنيز پارلمان دمشرانو جرګې په تالار كې پرانستل شو، دځوانانو ددغه روزنيز پارلمان كار څلور ورځې دوام وكړ .
د ځوانان د روزنيز پارلمان غونډې ، دځوانانو دپارلماني روزنې په موخه جوړې شوې . ددغه پارلمان غړي ۱۰۱ تنه ؤ چې دكابل ښار د ښوونځيو ددولسمو ټولګيو څخه وتلي زده كوونكي  چې په تركيب كې يې په سلو كې ۵۱ نجونې اوپه سلو كې ۴۹ هلكان برخه درلوده .
دځوانانو د روزنيز پارلمان غړو په نوموړو ورځو كې په ځانګړي ډول د پارلماني غونډو ، د كميسيونونو دغونډو او د پارلمان دچارو دجوړولو بهير په عملي توګه تمثيل كړ ، ترڅو په راتلونكي كې  دهيواد  دسياسي او ملي مشاركت لپاره وهڅول شي .
دغبرګولي ۲۴مه: دولسي جرګې رئيس محمد يونس قانوني او دمشرانو جرګې لومړي نائب سيد حامد ګيلاني دملي شورا ديوه پلاوي په مشرۍ دهندوستان هېواد ته سفر وكړ.دسفر موخه دهند په پلازمېنه نوي ډهلي كې دملي شورا دستراتيژۍ دتطبيقي پلان په درې ورځني كنفرانس كې ګډون ؤ، چې په نوي ډهلي كې جوړ شوې ؤ .
دغبرګولي ۳۰مه: ((دشيطاني ايتونو ))دكتاب ليكوال سلمان رشدي ته د"شواليه" د لقب د وركړې په خاطر دمشرانو جرګې مطبوعاتي اعلاميه خپره شوه.
دمشرانو جرګې په اعلاميه كې دا اقدام په سختو ټكو كې وغندل شو اودا عمل يې د مسلمانانو او غيراسلامي ټولنو اعتقادي مسايلو ته ښكاره لمن وهل او ددوي ترمنځ دتفرقې اچول وهل وبلل او هم يې دا ډول عمل دخواشينۍ وړ وګاڼه .
دچنګاښ ۴مه:دمشرانو او ولسي جرګې اتو غړو په يوه مطبوعاتي كنفرانس كې دهلمند په ولايت دملكي كسانود وژلو له امله خپل كلك غبرګون څرګند كړ او دا ډول كړه وړه يې په سختو الفاظو وغندل او په دې اړه يې يو پنځه فقره يزه پريكړه ليك صادر كړ.
دچنګاښ ۵مه:دمشرانو جرګې دلومړي نائب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ يوه پلاوي په پاكستان كې ((دپارلمان غړي له  ماشومانوڅخه دملاتړ)) ترنامه لاندې په جوړ شوي  كنفرانس كې دګډون په موخه نوموړي هېواد ته سفر وكړ.
دغه كنفرانس چې دآسيايې هيوادونودبين الپارلمانې ټولنې لخوا په پاكستان كې جوړشوې ؤ،درې ورځې يې په جنوب ختيځه آسيا كې دماشومانود وضعې دښه والي په موخه خبرې اترې وكړى.

دچنګاښ ۲۴مه:دمشرانو جرګې له لوري (دافغانستان دمقننه قوې له جوړيدو څخه دملاتړ) (سيل) (يو ان ،ډي ، پي ) دپروژې رئيس جان پيترسن ته ،چې په افغانستان كې يې دماموريت موده پاى ته رسيدلې وه ستاينليك وركړل شو.
دچنګاښ ۲۷مه:دمشرانو جرګې دويم نائب ډاكټر برهان الله شينواري دملګرو ملتونو داسيادسيمه ييزو همكاريودهمغږۍ دچارو له مرستيال ستانسليوز او ملګري پلاوي سره دملي شورا په مقر كې وكتل.
پدې كتنه كې دمشرانو جرګې دويم نايب دافغانستان د ملي شورا سره د سيل د پروژې له لارې دملګرو ملتونو دمرستو څخه يادونه وكړه او په پارلمانى چارو كې يې ددې ادارې دنورومرستوغوښتنه وكړه .
د۱۳۸۶ كال دزمري لومړۍ نيټه: د ملت دباباد اعليحضرت محمد ظاهر دمړينې له امله دمشرانو جرګې دډاډګيرنې پيغام خپوراو دهغه د مړينې له امله يې خواشينۍ څرګنده كړه .
په همدې ورځ : له يوې نيمې مياشتنۍدوبني رخصتۍ وروسته دمشرانو جرګې لومړۍ عمومي غونډه دمشرانو جرګې دلومړي نائب سيد حامد ګيلاني په وينا جوړه  شوه.
په غونډه كې دمشرانو جرګې دويم نائب ډاكټر برهان الله شينواري، ددوهم كاري كال دلومړۍ دورې  كړنې مثبتې وارزولې او په نوې كاري دوره كې يې دمشرانو جرګې دغړودلا برياليتوبونو هيله وكړه.
دزمري ۷مه: دولسي جرګې ددريوو مصوبو دمعرفي او دولايتونو د رپوټونو داوريدو په موخه د مشرانو جرګې نوبتي غونډه د مشرانو جرګې د لومړي نائب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوه.
دولسي جرګې مصوبې عبارت وې له: پر نړيوالو موسسو دعقار ياځمكې دخرڅلاوقانون،درسنيو قانون او دمدافع وكيلانو قانون چې دغونډې ګډونوالو ته وروپيژندل شوې او دڅيړنې لپاره د نړيوالو اړيكو،دمذهبي ،پوهنې او لوړو زده كړو دچارو او تقنيني چارو كميسيونونو ته واستول شوې.
دزمري۹مه:دارواښاد سناتور عبدالصبور فريد دقتل او دولايتونو د راپورونو داوريدو په اړه  د مشرانو جرګې د دويم نايب ډاكتر برهان الله په مشرۍ ،دمشرانو جرګې د نوبتي غونډې لومړۍ برخه جوړه شوه.
دغونډې په پيل كې دمشرانو جرګې  دويم نايب ډاكتر شينواري په مشرۍ  دهيواد په مهمو ملي اوسيمه ييزو ستونزو آزاد بحثونه وشول ،وروسته پير سيدابراهيم ګيلانې دكوريايې يرغمل شويووګړو په باب خبرې وكړې ويې ويل چې بايد دغه موضوع  له طالبانو سره دخبرواترو له لارې اواره شې او دكوريايې يرغمل شويو د خلاصون په دې خبرو اتروكې يې دغزنې ولايت  دسناتور مولانا عبدالرحمان حكيمي د هراړخيزو اوفعالو هڅوڅخه يادونه  وكړه .
دغونډې په بله برخه كې چې دمشرانو جرګې د لومړي نايب سيدحامدګيلانى په مشرۍ جوړه شوه  داستاد عبدالصبور فريد دوژنې په قضيې كې داړوندو ادارو لخوا دتورنو كسانو دتحقيق ،پوښتنواوګرويږنو لړۍ پڅه وبلله ،وويل شول چې په لوړه كچه لاسونه شته چې غواړې ددغې قضيې دڅيړلو اومحكمې بهيرګډوډ كړى.
په همدې ورځ : دافغانستان اوپاكستان ترمنځ دسيمه ييز امن دجرګې دجووړولوپه اړوندو مسايلو دپوهاوي په موخه په نوموړې جرګه كې دغړو سناتورانو له لوري غونډه جوړه شوه.
دزمري ۱۱مه: دكابل،غزني ،پكتيا او خوست ولايتونو سناتورانو د حاجي وكيل محمد لايق په مشرۍ دامن سيمه ييزې جرګې په اړه غونډه وكړه.
او دجرګې  دبرياليتوب په لاره كې يې دنظر ديوالي په اړه خبرې وكړې.
زمري ۱۴مه:دولايتي شوراګانو دراپورونو داوريدو په موخه مشرانو جرګې خپله نوبتي غونډه د مشرانو جرګې دلومړي نائب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ جوړه كړه.
دغونډې برخه والو دسيمه ييزې امن جرګې دجوړيدو په اړه خپل واحد نظر وړاندې كړ.ځينو سناتورانو په نوبت سره دخپلو ولايتونو  راپورونه واورول.
دزمري ۱۶مه:دمشرانو جرګې دويم نائب ډاكټر برهان الله شينواري دناټو له عمومي قوماندان جنرال ډان ميكنل سره وكتل.
په ناسته كې ډاكټر شينواري دستونزو، په ځانګړي ډول دهېواد په ځينو ولايتونو كې دناامنيو په اړه خبرې وكړې اوويې ويل:دناټو او افغان ځواكونو ترمنځ همغږي ، دملكي وګړو دمرګ ژوبلې مخنيوى او په نويو اوعصري وسايلو دملي پوليسو او ملي اردوسمبالښت هغه څه دي، چې بايد جدي پاملرنه ورته وشي.
دزمري ۲۲مه:دهندوستان دازادۍ دورځې په وياړ دمشرانو جرګې دمباركۍ پيغام صادر شو.
دغه رازپه همدې ورځ دپاكستان دازادۍ دورځې په وياړهم دمشرانو جرګې دمباركۍ پيغام خپور شو.
دزمري ۲۳مه:دسيمه ييز امن د جرګې دپايلو په اړه، دمشرانو جرګې نوبتي غونډه دمشرانو جرګې درئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
دغونډې برخه والو ديادې شوې جرګې پايلې چې ددواړو خواو له خوا په ډيرې علاقمندۍ او خلاصې فضا كې جوړه شوه ، مثبتې وارزولې.
په همدې ورځ دمشرانو جرګې رئيس حضرت صبغت الله مجددي په كابل كې دكانډا له استوګن سفير عارف لالاني سره وكتل.
په دې كتنه كې دواړو لورو په افغانستان كې دروانې وضعې،امريكا ته دولسمشر دسفر،دسيمه ييز امن دجرګې دپايلو او دملي پخلاينې دكميسيون دلاسته راوړنو په اړه خبرې وكړې.
دزمري ۲۴مه: دكورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال  او ځينو نورو چارواكو دسناتور عبدالصبور فريد دشهادت دقضيې دڅيړنو دپايلو  په اړه دمشرانو جرګې د مصونيت او امتيازاتو دكميسيون په غونډه كې، چې دانجنير محمد افضل احمدزي په مشرۍ جوړه شوې وه ،معلومات وړاندې كړل.دامنيت عمومي رئيس په غونډه كې وويل: اسناد او مدارك ښيي چې شيرمحمد نومى اوعبدالهادي دنوموړي دريور په دې قضيه  كې لاس لري.
دطبيعي منابعو او چاپيريال ساتنې دكميسيون په غونډه كې، چې مشري يې محترمې حبيبې كوله، دچاپيريال ساتنې دادارې له عمومي رئيس مصطفى ظاهر ،دكرنې ،كادستررياست او دښاروالۍ له استازو څخه د كول حشمت خان په اړه پوښتنې وشوې . مصطفٰى ظاهر وويل ،چې دغه كول ۱۹۱ هكټاره ځمكه لري ،چې  ۴۵ هكټاره يې دزور واكولخوانيول شوې ده او پاتې برخه يې د دولت دنه پاملرنې له  امله د كثافاتو د راټوليدو په ځاې بدله شوې ده .
دزمري ۲۵مه:دمشرانو جرګې دوهم نائب ډاكټر برهان الله شينواري دهالنډ دشاهي هيواد له سفيرښاغلي هاندنس بكنلن برخ سره وكتل.
د دې كتنې خبرې درسنيو پرقانون چې دمشرانو جرګې له لوري ترڅيړنې لاندې دى راڅرخيدې.
په همدې ورځ دغور اوفراه ولايتونو څوتنو وكيلانو اوسناتورانو په يوه مطبوعاتي غونډه كې په يادوشويو ولايتونو كې دبيارغونې پر كارونو نيوكه وكړه او له حكومت څخه يې وغوښتل چې دبيارغونې كارونو دې كړندي او مسلكي كادرونه دې په ادارو كې ځاى پرځاى كړي.
دزمري ۲۷مه:دافغانستان د خپلواكۍدبيرته تر لاسه كولو د اته اتيايمې كاليزې په وياړ دمشرانو جرګې دمباركۍ پيغام خپور شو.
په همدې ورځ : د ډاكتر زلمې په مشرۍدمشرانو جرګې دشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې دكابل امنيه قوماندان پاسوال عصمت الله دولت زي او داتلسګونو امنيتي حوزو امرينو ،د نوموړي كميسيون دغړوپوښتنو ځوابونه وويل.
دولتزى وويل : دلنډه غرو كسانوكړه وړه چې په ښار كې دامن اونظم د ګډوډولو لامل كېږې ،دمخنيو په موخه يې په اتلس ګونو امنيتي حوزو كې ددوي د راټولول په موڅه هره مياشت عملياتي پروګرامومونه په لاره اچول كيږي چې پايلې يې دقناعت وړ دې.
دزمري ۲۹مه: دمشرانوجرګې دټولو غړو په استازيتوب څوتنو سناتورانو په يوه مطبوعاتي كنفرانس كې دمشرانو جرګې له رياست څخه د پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي استعفا دهېواد دروانو حالاتو په زيان وبلله او له هغه څخه يې وغوښتل چې خپل كار ته دوام وركړي.
داپه داسې حال كې وه، چې پروفيسور مجددي دزمري په درويشتمه نيټه دمشرانو جرګې په غونډه كې ويلي ؤ ،چې دسولې د ټينګښت په خپلواك كميسيون كې دزياتو مصروفيتونو له امله به خپله استعفاء ولسمشر ته وړاندې كړي .
دزمري ۳۰مه: مشرانو جرګې په هيواد كې دسون دموادو دنرخونودلوړيدو او دمدافع وكيلانو دقانون په خاطر غونډه وكړه.
په غونډه كې پرېكړه وشوه، چې دمشرانو جرګې په راتلونكې غونډه كې دې د گډون په موخه ، دماليې ،سوداګرۍ او اوبواو برېښنا وزارتونو وزيران راو غوښتل شي.
دغونډې په بله برخه كې كله چې پروفيسور مجددي دسناتورانو دغوښتنې پر بنسټ دمشرانو جرګې درئيس په صفت خپل كار ته دوام وركول ومنل وويل:سره له دې چې زيات مصروفيتونه لرم خو دمشرانو جرګې درئيس په توګه به  خپل كار ته هم دوام وركوم.
دزمري ۳۱مه: دمشرانو جرګې په فوق العاده غونډه كې چې د پروفيسور مجددي په مشرۍ جوړه شوې وه دمدافع وكيلانو قانون له يولړ تعديلونوسره تصويب شو.
په غونډه كې نوموړى قانون دولسي جرګې داكثرو تعديلونو په تاييد اود ۳۲ او۳۳مادو په منځ كې ديوې مادې په زياتوالى سره، چې دمدافع وكيلانو دټولنو مكلفيتونه په هغې كې مشخص شوي دي،په ټوليزډول په پنځو څپركو او درې څلويښت مادو كې تصويب شو.
د۱۳۸۶ كال دوږي لومړۍ نيټه : دمشرانو جرګې په فوق العاده غونډه كې چې دمشرانو جرګې دلومړي نائب سيد حامد ګيلاني په مشرۍجوړه شوې وه د رسنيو قانون ددوهمې مادې تر شپږمې فقرې پورې تصويب شو.
په همدې ورځ  دشكايتونو داوريدود كميسيون په غونډه كې چې د ډاكټر زلمي په مشرۍ جوړه شوې وه،كابل ښاروال روح الله امان،دسوداګرۍ وزارت مرستيال ضيا الدين ضيا اودنوموړي وزارت يوشميرمركزي رئيسانو دكميسيون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
دكميسيون غړو دلومړنيو اونفتي موادو دبيو دلوړوالي،دازاد بازار له نامه ناوړه ګټه پورته كول،د افغانستان په ټولنه كې دسالم رقابت څخه دانحصار دمفهوم د نه جلاكيدو ،دهېواد له اوسني اقتصادي حالت څخه دخلكو په تنګ راتلل په ځانګړي ډول دنفتي توكو د بيو دنه كنترول په اړه خپلې پوښتنې مطرح كړې.په پاى كې پردې پريكړه وشوه، چې راتلونكې غونډه ته دې دماليې اوسوداګرۍ وزيران اود كابل ښاروالۍ چارواكي دې ، په دې اړه دطرحې دوړاندې كولو لپاره راوبلل شي.
په همدې ورځ : پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي دسويلي كوريا دبهرنيو چارو وزارت  له مرستيال پاركيت ان كوك او په كابل كې دامريكا داستوګن سفير له مرستيال ښاغلي كرستوفردل سره په جلاجلا ډول وكتل.ددوي د خبرو اصلي محور دبرمته شويو كوريايانو پرراخوشې كيدلو،دهيواد دسياسي حالاتو پرښه والي او دمشرانو جرګې دكارونو دښه پرمخ بيولو پرمسايلو را څرخيده.
دوږي ۲مه: دمشرانو جرګې رئيس پروفيسور مجددي د يوه كاري سفر لپاره  كاناډا ته ولاړ.
دوږي ۳مه: دډاكتر زلمي په مشرۍدشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې داطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالكريم خرم او دترانسپورت وزير انجنير نعمت الله احسان جاويد د انتركانتيننتال هوټل دقرارداد او داريانا هوايي شركت داوسنۍ وضعې په اړه د برخه والو پوښتنو ته ځوابونه وويل،خو دنوموړو وزيرانو ځوابونه د كميسيون دغړو دقناعت وړ ونه ګرځيدل. غونډې وپتيله چې نوموړي وزيران دې د نوموړي هوټل دمديره پلاوي  سره يوځاى دكميسيون يوې راتلونكې غونډې ته راوبلل شې.
دا درېيم ځل دى چې دغه هوټل دټيټ قرارداد له امله چې ددولت په زيان تمام شوې ؤ، پدې كميسيون كې تربحث لاندى ونيول ، نوموړى هوټل په ۱۳۸۳كال كې دفريكام شركت سره دكال په پنځه سوه زره امريكايې ډالره له داوطلبۍ پرته قرارداد شوى ؤ.په داسى حال كې ، كله چې له دولت سره ؤ، په يوولسو مياشتو كې يې څلورميليونه ډالره عايد  ترلاسه كړى ؤ.
دداخلي چارو دكميسيون په غونډه كې، چې د محمد عارف سروري په مشرۍ جوړه شوې وه ،دكورنيو چارو وزارت له مرستيال عبدالمالك صديقي څخه  په هېواد كې دكوچنيو اداري واحدونو دجوړيدو په اړه پوښتنې مطرح شوې.
نوموړي وويل:ددولت د پريكړې سره سم په پام كې دي چې د كورنيو چارو وزارت ملكي برخه به دجمهوري رياست په چوكاټ كې  د سيمه ييزو ارګانونو دچارو خپلواكه اداره جوړه او مستقياً به ولسمشر ته رپوټ وركوي .
دوږي ۴مه : مشرانو جرګې درسنيو قانون ددريمې مادې له لومړۍ فقرې څخه تر ۲۱مې فقرې پورې تصويب كړ. دغه غونډه چې دمشرانوجرګې د لومړى نايب سيدحامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ، دنوموړي قانون د دريمې مادې په  لومړۍ فقره كې يې ځينى تخنيكې  تعديلونه او تعريفونه رامنځته كړل.
دوږي ۵مه: دمشرانو جرګې په فوق العاده غونډه كې چې د مشرانو جرګې دلومړي نايب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ،درسنيو قانون له څلورمې مادې څخه تر اوولسمې مادې پورې سره له يولړ تعديلونو تصويب شو.عمده تعديل ددې قانون په ديارلسمه ماده كې ؤ ،چې دولسي جرګې په مصوبې كې راغلي ؤ :ملي راديو تلويزيون د افغانستان د اسلامي جمهوريت په چوكاټ كې  اداره او بودجه يې د دولت او اعلانونولارې تامينيږي ، خو د مشرانو جرګې په تعديل كې " دافغانستان ملي راديو تلويزيون ټولنيزه رسنۍ دافغانستان ملت پورې اړه لري ، چې داطلاعاتو اوكلتور وزارت په چوكاټ كې اداره او بودجه يې دنوموړي وزارت ، دخدمتونو د وړاندې كولو او اعلانونو له لارې تامينيږي" تصويب شو .
دوږي ۶مه:دمخكينو غونډو په تعقيب دمشرانو جرګې په غونډه كې درسنيو قانون له اوولسمې مادې څخه تر شپږدېرشمې مادې پورې سره له يولړ تعديلونو او زياتوالي تصويب شو،چې يوه فقره ددې قانون په ۲۵مه ماده كې زياته شوه.داغونډه د مشرانو جرګې دلومړي نايب سيد حامد ګيلاني ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه.
دوږي ۷مه:دمشرانو جرګې په فوق العاده غونډه كې چې  دمشرانو جرګې لومړي نايب سيد حامد ګيلاني په رياست جوړه شوې وه،دټولنيزو رسنيو قانون له شپږديرشمې مادې څخه تر دوه څلويښتمې مادې پورې سره له يولړ تعديلونو تصويب شو.
په همدې ورځ دمشرانو جرګې لومړي نايب سيد حامد ګيلاني په كابل كې دامريكا دسفارت له سياسي كاركونكې ميرمن كيم ملكور سره وكتل.
په كتنه كې دمشرانو جرګې لومړي نايب دمشرانو جرګې دكاري بهير او درسنيو دقانون دتصويب په اړه نوموړې ته مالومات وركړل.
دغه رازدمشرانو جرګې دويم نايب ډاكټر برهان الله شينواري د(اين ،ډي ، آى)موسسې له رئيس الن فريدمن سره وكتل.
په كتنه كې دمشرانو جرګې دويم نائب دمشرانو جرګې اوولايتي شوراګانو ترمنځ داړيكو دټينګښت  اودولايتي شوراګانو دستونزو دلرې كولو په موخه ديو ځانګړي سيمينار دجوړيدو لپاره د مرستې غوښتنه وكړه. دنوموړې موسسې رئيس په دې برخه كې دخپلې همكارۍ ژمنه وكړه.
دوږي ۸مه: دسوداګرۍ وزير او ځينو نورو مسوولينو دنفتي موادو دبيو دلوړوالي،داريانا افغان هوايي شركت داوسنۍ وضعې ،دانتر كانتيننيتال هوټل او دكابل دصنعتي پاركونو دقرارداد په اړه دشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې چې دډاكتر زلمي په مشرۍ چوړه شوې وه مالومات وړاندې كړل.
دسوداګرۍ وزير ډوكتور مير محمد امين فرهنګ وويل : داسې لارې چارې تركار لاندې دي چې خصوصى سكتور دبازار دغوښتنې سره سم د اړتيا وړتوكي راوليږدوي ، ده زياته كړه چې په راتلونكو دوو اوونيو كې به (۲۰۰۰۰) زره ټنه نفت به هيواد ته راوليږدول شي ، دغه راز دولت دتاجكستان اوازبكستان هيوادونو سره په خبروكې دې ترڅوافغانستان ته دسوند توكوپه راليږدونكو سوادګرو ماليه كمه كړي.

دوږي۹مه: دځوانانو دروزنيزپارلمان دوهمه غونډه دمشرانو جرګې دغونډو په تالار كې د نوموړي روزنيز پارلمان درئيس عبدالصبور مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
دروزنيز پارلمان غړودپارلماني چارو په اړه ، په برياليتوب سره دسيمه ييزامن جرګې دجوړيدو، دهيواد امنيتې او اقتصادي وضعې ، دځوانانو دبيكارۍ ، دمخدره توكو دكښت او قاچاق په وړاندې مبارزه ، اداري فساد ، دلومړنيو توكواو په ځانګړى ډول دسوند تو كوپه باب نظرونه او پوښتنې وشوې ، چې د مشرانوجرګې دمنشى پوهيالي امين الدين مظفري ، دولسې جرګې دغړې صبرينا ثاقب اودمشرانوجرګې د دارالانشاء دلوى رياست مرستيال محمد كاظم ملوان لخوا په نوموړو موضوع ګانو رڼا واچول شوه.

دوږي ۱۰مه: دملي اقتصاد دكميسيون په غونډه كې چې دفضل كريم محمودي په مشرۍ جوړه شوې وه ،دكانونو وزير انجنير محمد ابراهيم عادل اودمالګې دتوليد دكارخانو داستازو له لوري دكميسيون دغونډې دبرخه والو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.
غونډې په بازار كې دبې كيفيته اوغيرصحي مالګو موضوع تربحث لا ندى ونيوله ،د (آيندۀدرخشان ) مالګې دفابريكې خاوند وويل :ددولت له خوا دې داسې لارې چارې برابرې شې ترڅوتوليد  شوې مالګه له بهر څخه هيواد ته راوليږدوو، خو  دكانونو وزير دكورنۍ مالګې كيفيت څوځلې  له بهرنېو مالګو څخه ښه اواقتصادي وبلله .
په پاى كې كميسيون وپتيله چې دكانونووزارت ، دمشرانوجرګې داقتصاد كميسيون او دمالګوتوليد كوونكې  صنف څخه جوړ يوپلاوى دى دهيواد په شمال كې دمالګو كيفيت وڅيړي ترڅو په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شي .
دملي دفاع دوزير مرستيال انجنير محب الله اوځينو نورو چارواكو دتنقيص او ډي ډي ارشويو افسرانو دبرخليك ،دتخصص پرمهال ولايتونوته  د ډاكټرانو داستولواو ولايتونوته  دډاكټر په صفت دنرسانو دليږلو په اړه دكميسيون دغړيو پوښتنو ته ځوابونه وويل.
نوموړي ولايتونوته د ډاكترانو دليږلو په باب وويل ،داوسنې تعامل له  مخې ، دكمبود پرځاى ولايتونو ته دروغيتايې  پرسونل  ليږل  اودهغوډاكترانوځاى نيول چې دري كاله يې دخدمت موده بشپړه شوې ده  ترسره كيږي.
ده دافسرانو دتنقيص په  اړه وويل ،چې په ملي ا ردو كې دتنقيص لړۍ دملى جوړښت ، تخصص او دخدمت دمودې له مخې ترسره كيږي.
دوږي ۱۱مه:دمشرانو جرګې ددويم نايب ډاكتر برهان الله په مشرۍ دمشرانو جرګې په غونډه كې دډله ييزو رسنيو دقانون ۴۳ مې او ۴۴مې مادې چې دولسي جرګې له لوري تصويب شوې وې ،په يوولسو فقرو كې تصويب كړې.
دوږي ۱۳مه: درسنيو قانون له يولړ تعديلونو او زياتوالي سره دمشرانو جرګې په غونډه كې چې مشرۍ يې دمشرانو جرګې دويم نايب په غاړه درلوده تصويب شو.  ولسې جرګې دغه قانون په ۱۱ څپركو او ۵۳مادو كې تعديل اومشرانوجرګې  بياهغه  په ۱۱ څپركو او ۵۵ مادو ته لوړكړ.
دغه قانون د دولت لخوا په ۹  څپركو او۴۲مادوكې ملى شورا ته دتصويب لپاره وړاندى شوى ؤ.
دوږي۱۴مه:دمشرانو جرګې ددارالانشارييس انجنير اسدالله فلاح چې د مشرانو جرګې ددارالانشا مرستيال محمد كاظم ملوان هم حاضر و، دحكومتدارۍ او پارلمان دپياوړتيا دادارې په اړه د يو ،اس، آي ، ډي له متخصص ښاغلي كوين ګيټس سره وكتل.په دې كتنه كې دمشرانو جرګې دغړولپاره  دكاري شعبو دجوړولو او په اوږدمهاله قسطونو باندې ددارالانشا دكاركوونكو  لپاره داوسيدو دځاى د ودانولو په اړه خبرې وشوې.
دوږي ۱۵مه:دجيوميرندا كالاپه رياست د ناټو دپارلمان پلاوي دمشرانو جرګې له لومړي نايب سيد حامد ګيلاني سره وكتل.
په كتنه كې دترهګرۍ او القاعدې له لوري دخنډونو او همداراز په افغانستان كې دناټو دقواوو دشتون په اړه خبرې وشوې.
همداراز دمشرانو جرګې له لوري په خوست كې دامريكايي پوځيانو له خوا دفوټبال پرتوپ د طيبې د كليمې ليكل او بيا له هوا څخه ددغو توپونو د را غورځولو عمل ديوې مطبوعاتي اعلاميې په ترڅ كې وغندل شو.
دوږي ۱۷مه: دښار او كور جوړولو وزير انجنير محمد يوسف پښتون دملي شورا دغړيو لپاره د نمرو دويش اود ښارګوټي دجوړولو په اړه دمشرانو جرګې د مصونيت او امتيازنو دكميسيون په غونډه كې، چې دانجنير محمد افضل احمدزي په مشرۍ جوړه شوې وه ،دكميسيون غړيو ته مالومات وركړّ.
نوموړي وويل هغه ځمكه چې  دچهلستون په سيمه كې په پام كې نيول شويده ، له ويش نه يې دمخه بايد قانوني پړاونه، تخنيكي ،دښاري خدمتونو او د صلاحيت لرونكو چارواكو له لوري د ملكيت مسئلې بشپړې شي او پدې اړه اجراات تر سره كيږي .
دوږي ۲۰مه:  دسوداګرۍ وزير ډاكټر محمد امين فرهنګ دمشرانو جرګې په غونډه كې چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب سيد حامدګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ،په هيواد كې دسون موادو دبيودلوړوالي دلاملونو او په دې برخه كې دنوموړي وزارت دګامونو د پورته كولو  په اړه دسناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې كړل.
دسوداګرۍ وزيردنفتو او ګازو دبيو لوړيدل ، داوپيك لخوا دنفتو په توليدكې كموالي ، دروسيې اوقزاقستان لخوا په هر يوه ټن نفتو باندې له ۱۵۰ څخه تر ۱۷۰ ډالرو پورې د ټكس زياتوالى ، د ايران لخوا دبنزينو بيساري پيرودنه،  دسوداګرۍ وزارت  دنفتې موادو درياست بودجوې ستونزې، دڅوكورنيو شركتونو لخوا دنفتي موادوانحصار ، دځينوكورنيو شركتونو لخوا دنفتي توكو احتكار اوديو اوبل سره دسياليو په موخه نه ، بلكې په يوې ټولنې كې د څو لويو خصوصى شركتونو يو ځاى كيدل چې دسوندتوكوبيې په خپله  خوښه  پورته بيايې ،په ګوته كړل .
په همدې ورځ : دكابل بانك له لوري دمشرانو جرګې ددارلانشا كاركوونكو ته په كمپيوټري سيستم دمعاشونو دويش څانګه جوړه شوه.
دوږي  ۲۱مه: دشكايتونو داوريدو دكميسيون په غونډه كې چې دډاكتر زلمي په مشرۍ جوړه شوې وه، دبرېښنا اوانرژۍ وزير محمد اسمعيل خان وويل: دراتلونكي كال دوري ترمياشتې پورې به دافغانستان ډير ولايتونه ددايمي برښنا له نعمت څخه برخمن شي.
نوموړى دازبكستان هيواد څخه دبريښنا د پروژې  د مزيو په اړه چې دغزولو كار يې په بيړه روان دى وويل:۱۷۳ميليونه ډالره بودجه په ټول  هيواد كې  دسب ستيشننودجوړولو  دكار دچټكتيا لپاره لګول كيږي ،  چې اوويا ميليونه يې  دماليې وزارت لخوا دبرښنا وزارت په واك كې وركړل شوي دي .تر څو  پرې تريوه راتلونكى كال پورې له حيراتانو څخه ترلغمان پورې دبريښنا د بهير كار بشپړ شى.
دوږي۲۴مه: داداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون رئيس ډاكټر احمد مشاهد دمشرانو جرګې دمصونيت او امتيازونو دكميسيون په غونډه كې چې دانجنير محمدافضل احمدزي په مشرۍ جوړه شوې وه د كميسيون د غړوپوښتنو ته ځوابونه وركړل.
د كميسيون غړو ،له احمد مشاهد څخه دنوموړي كميسيون  دكړنو دشفافيت ، دسوپرسكيل  دمعاشونو دوركړې دڅرنګوالي او دسوپرسكيل له معاش څخه  دمشرانو جرګې ديوشمير مامورينو بې برخې كول چې پرشرايطو برابردي يو لړ پوښتنې مطرح كړې.
نوموړى د سوپرسكيل په معاشونو كې ناانډولې دكاركوونكو په صفاتو پور تړلي وبلل زياته  يې كړه ، ددغومعاشونو وركړه دكميسيون دشرط پاڼې او داړوندو ادارو درئيسانو په وړانديز پوهو كاركوونكو ته وركول كيږي،خو دنوموړى ځوابونودكميسيون دغړوقناعت حاصل نكړ ، دكميسيون  سلا پردې شوه ، چې يو پلاوى دى دمشرانوجرګې د  مصونيت اوامتيازونو دكميسيون او دملكي خدمتوتونواوادارى سمون دخپلواك كميسيون په ګډون جوړ اودسوپرسكيل د معاشونو موضوع دى وڅيړې .
دوږي ۲۵مه: دمشران جرګې د لومړي نايب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ، دزندانيانو د سپارلو له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت او دروسيې فدراسيون  ترمنځ دتړون په اړه دمشرانو جرګې غونډه، جوړه شوه.
په غونډه كې د نظرونودټكوپربنسټ پريكړه وشوه چې ،نوموړې مقرره دې دافغانستان ،ايران اوتاجكستان داسلامي جمهوريتونو دهوكړه ليكونو او دبهرنيو هيوادونو په سياسې نماينده ګيو اونړيوالو موسسو باندې دعقار دپلورنې قانون دى دمشرانوجرګې  دمذهبې ، تقنينې اونړيوالو چارو دكميسيونونولخوا له سره وڅيړل شې، اوددې مقررې دتاييد اويا رد په  اړه دى  خپل واحد نظر راتلونكې غونډې ته وړاندى كړى.
دوږي ۲۷مه:دمشرانو جرګې په غونډه كې دافغانستان له لوري له ايران ،تاجكستان او روسيې هېوادونو سره   دزندانيانو د تبادلې موافقتنامې د تاييد وړ وګرځيدې.
داغونډه دمشرانوجرګې د لومړي نائب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه. نوموړې موافقتنامې د مشرانوجرګې د مذهبي ،دتقنيني او نړيوالو اړيكو دچارو دكميسيونونو په ګډه غونډه كې تر څيړنې وروسته دالحاج محمد علم ايزد يار له خوا عمومي غونډې ته وړاندې شوې.
له ايران اوروسيې سره موافقتنامه په ۱۹مادو كې او له تاجكستان سره په ۱۵مادو كې دحكومت له لوري ملي شورا ته دتاييد په موخه راغلې وې،چې د ولسي جرګې له تاييد وروسته دمشرانو جرګې دغړو له خوا هم ومنل شوې.
په همدې ورځ : دتصديو د خصوصي كولو په اړه دجمهوري رياست۱۰۳ګڼه فرمان د ملي شورا ددواړو جرګو په ګډ كميسيون كې تر بحث لاندې ونيول شو.
په دې غونډه كې چې دسناتور پوهاند عبدالله حقايقي په رياست جوړه شوې وه،دنوموړي فرمان په اړه د مشرانو جرګې تعديل ومنل شو او تصويب شوه
دوږي۲۹مه:دمشرانو جرګې اوملي پخلاينې دخپلواك كميسيون رئيس حضرت صبغت الله مجددي دخپل كار په دفتر كې دايران له سفير محمد رضا بهرامي سره دمخې ښې كتنه وكړه.
په دې كتنه كې دايران داسلامي جمهوريت سفير ،په افغانستان كې د خپل كار دمودې په اړه خوښې څرګنده كړه ا وپه  بيلابيلو برخو كې يې دخپل هيواد دمرستوپه دوام ټينګار وكړ.
دوږى ۳۱مه:دمشرانو جرګې او ملي پخلاينې دخپلواك كميسيون رئيس حضرت صبغت الله مجددي دخپل كار په دفتر كې دمومندو او شينوارو دقومونو له مشرانو سره وكتل.
په دې كتنه كې دنوموړو قومونو استازو د هېواد پرروانو سياسي حالاتو رڼا واچوله او په خپلو سيموكې يې دبشپړ امنيت دتامين په اړه ډاډ څرګند كړ او زياته يې كړه،چې له يوشمير مرورو وروڼوسره يې دملي پخلاينې له پروسې سره ديو ځاى كيدو په موخه اړيكي نيولي دي.
د۱۳۸۶ كال د تلې لومړۍ نيټه: دپروفيسور حضرت صبفت الله مجددي په مشرۍ د مشرانو جرګې په غونډه كې ، د پوليسو دقواوو داصلاحاتود كميسيون په اړه د ولسي جرګې مصوبه، د كورنيو چارو او د تقنين او حقوقي څارنې په كميسيونونو كې د څيړنې وروسته، د محمد رنګين مشكواني له خوا غونډې ته وړاندې شوه ،  د ځينو زياتونو او بدلونونو وروسته دمجلس د غړوله خوا تصويب شوه .
د تلي ۲ مه : دمشرانو جرګې د لومړي نايب سيدحامد ګيلاني په مشرۍ  ، د مشرانو جرګې په فوق العاده غونډې كې د بهرنيو هيوادونو پرسياسي نمايندګيو او نړيوالو موسسو باندې د عقار د پلورنې قانون تصويب شو . دغه قانون د جرګي د غړود بيلا بيلو نظرونو او خبرو اترو وروسته د ځينو بدلونونو ( تغديلونو ) په راوستلو سره په دريوو فصلونو او څوارلسو مادو كې تصويب شو .
دغه شان په همدې ورځ د مشرانو جرګې رئيس او دسولې د ټينګښت د خپلواك كميسيون رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي  په كابل كې د بلغاريا د هستوګن سفير واليري ارژنتينسكي سره وكتل .
په كتنه كې له طالبانو سره د افغانستان ددولت د خبرو اترو پرطرحې آو د افغانستان د سياسي او امنيتي مسايلو په اړه د نظريو تبادله وشوه اودمخالفينو سره خبرې اترې  يې د هيواد لپاره د سولې د ټينګښت په كار كې ګټورې وبللې .
دتلي ۳ مه : د ځمكه والۍ دقانون د ( ۶۹ ) مادې  د تعديل په اړه د ولسمشر دفرمان په باره كې د ولسي جرګې  مصوبه د مشرانو جرګې په غونډه كې رد  شوه .
په دغه غونډه چې د پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوې وه ،د ولسي جرګې له خوا د ځمكه والۍ د قاانون د (۶۹ ) مادې د تعديل مصوبه د غونډې د غړو له لوري  د اسلامي فقې د احكامو ، اساسي قانون او ټولنيز عدالت پر خلاف وبلل شوه اوهغه يې رد كړه .
دغه راز  غونډې ته د اداري فساد په وړاندې د مبارزې نړيوال ميثاق وړاندې شو چې د غونډې دغړو د تائيد وړ وګرځيده او په دې ميثاق كې يې د افغانستان غړيتوب ګټور وباله .
په همدې ورځ :د مشرانو جرګې رئيس  په كابل كې د امريكايي پوهنتون له مشر شريف فايز سره وكتل .
په دې كتنه كې ښاغلي فايز د نوموړي پوهنتون په اړه معلومات وركړل ، ژمنه يې وكړه چې د ملي شورا د غړو لپاره به د همدې پوهنتون له ليارې د انګليسې ژبې پروګرام په لاره واچوي .
د تلي ۴ مه : د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال ، په سعودي عربستان او د خليج د سيمې په هيوادونو، كې   دهيواد والو د ويزي ستونزو ته د نه پاملرنې او هيواد ته د كډوالو د راستنيدو او وتلو په اړه د دقيقې شمېرنې د نشتوالي له امله،د ډاكتر زلمي په مشرۍ  د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدو د كميسيون د غړو پوښتنو ته ځوابونه وويل .
نوموړى وويل :دغه ستونزې د ۱۳۷۱ كال وروسته رامنځته شوې دې ، زياته يې كړه ،چې دافغانستان د دولت دهڅو سره سره بيا هم په بهر كې دافغانانوستونزې نه دې اوارې شوې.
دغه راز دشكايتونو د اوريدو د كميسيون رئيس  ډاكتر زلمي په يوې خبري ناستې كې  ، د نوموړي كميسيون په غونډو كې دڅو خبرتياوو سره سره د حج او اوقافو د وزير  نه ګډون  د اساسي قانون د ۹۳ مادې  پر خلاف يو عمل وباله وويل: د حج او اوقافو وزير ، دجوماتونو دبيا رغاونې د بهير د نه ګړنديتوب ،د ولايتونو دحاجيانو دونډې په ويش كې د عدالت نه تامينول ، د متحده اماراتو د هيواد له يوه هوايي شركت سره د تړون لاسليك كول ،د اريانا افغان هوايي شركت د پورونو د نه اداكولو اونورو څو مواردو په اړه دملي شورا د غړو پوښتنو ته دځواب ويلو څخه ډه ډه كوي ، ده دولسمشر څخه وغوښتل چې د نوموړي وزير سره دې د ملي شورا ستونزې حل كړي .
د تلي ۸ مه : د ډله ييزه رسنيو د قانون په تعديل كې داختلاف د حل په هكله د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ هيئت غونډه وكړه .
دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د مذهبي ، فرهنګي ، پوهنې او لوړو زده كړو د چارو د كميسيون درييس مولوي ارسلان رحماني په مشرۍ  جوړه شوې وه ، د دريمې مادې تر۲۱ فقرې پورې ددواړو جرګو له خوا د رامنځته شويو تعديلونو د نه يو خيل والي په اړه خبرې اترې وشوې . چې ددغو تعديلونو په اړه  يې ډېر اختلافونه كوچني ؤ آو د مشرانو جرګې له لوري  رامنځته شوي ډير تعديلونه  دنوموړى غونډې د غړو له خوا د تائيد وړ وګرځيدل .
په همدې ورځ : د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ملي شورا  مشرانو جرګې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ۱۳۸۶ كال د تلي د مياشتي د ۷ نيټې تروريستي بريدچې دافغانستان د سولې او امنيت د دښمنانو له خوا د ملي اردو د منسوبينو پر موټر وشو او په نتيجه كې زموږد هيوادوالود ۳۰ تنو د شهادت او د ۳۳تنو د ټپي كيدو سبب شو و غانده .
د تلې ۹ مه : د انجينر محمد عارف سروري په مشرۍد مشرانو جرګې د كورنيو چارو په كميسيون كې، د كورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال ډګر جنرال منيراحمد منګل ،په ځانګړې توګه په نوموړي وزارت كې دغيرمسلكي اشخاصو د ټاكلو ، دامنيتي كمپنيو د چارو د څرنګوالي ، اود قانون د تطبيق او ساتلو په اړه معلومات وركړل .
دډاكتر زلمي په مشرۍ د شكايتونو د اوريدو دكميسيون  په غونډه كې د آيسا رئيس وويل :د روان كال تر پايه پورې به د كابل په صنعتي پارك كې ۳۴ فابريكې په كار پيل وكړي .
همدا شان په همدې ورځ : د مشرانو جرګې د منشي نايب  عبدالخالق  حسيني پشه يي ، د مشرانو جرګې د ځينو غړوپه مشرۍ ، په كابل كې د تلې د مياشتې د ۷ نيټې د تروريستي بريد په پيښه كې  په څلورسوه بستريز او دملي امنيت په روغتونونو كې د بسترو ناروغانو د روغتيايي حالت پوښتنه وكړه .
د ناروغانو څخه د پوښتنې او خواخوږۍ د څرګندولو په بهير كې د مشرانو جرګې يوه اندازه نغدي مرستې هم پر دوي وويشل شوې .
په همدې ورځ:  د مشرانو جرګې دويم نايب برهان الله شينواري او دكميسيونونو رئيسانو په ملي شورا كې د انګلستان د پارلماني پلاوي سره وكتل .
په دې كتنه كې د مشرانو جرګې دويم نايب نوموړي هيئت ته د مشرانو جرګې دچارو د څرنګوالي او تشكيلاتي جوړښت په اړه معلومات وركړل اوددواړو لورو تر منځ ، ددواړو هيوادونو د پارلمانونو ترمنځ د اړيكو د ټينګښت ، افغانستان ته د انګلستان د هيواد د مرستو د بهير ددوام او ددغو مرستو د لګښت د څرنګوالي په اړه خبرې اودنظر تبادله وشوه .
دغه راز دكميسيونونو رئيسانو د انګلستان د ځواكونو د خپل په سر عملياتو له امله چې د ناتو د ځواكونو په چوكاټ كې فعاليت كوي د خپلې ناخوښي د يادولو تر څنګ دد ا شان شكايتونوليرې كولو ته  دنوموړي پارلمان د پاملرنې غوښتونكي شول .
د تلې ۱۰ مه : دملي شورا په ګډ كميسيون كې چې د مولوي ارسلان رحماني په مشرۍ جوړ شو ، د رسنيو په قانون كې ددواړو جرګو د اختلاف پر حل باندې موافقه وشوه او دغه قانون ،په دواړو جرګو كې د ډيرو خبرو او څيړنو وروسته په (۱۱) څپركو او (۵۵) مادو كې تصويب شو .
په همدې ورځ : د مشرانو جرګې عمومي غونډه په هيواد كې د امنيتي خصوصي كمپنيو د فعاليت په اړه جوړه شوه .
د غه غونډه چې د مشرانو جرګې د لومړي نايب سيد حامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوې وه ،په دې اړه د كورنيو چارو د كميسيون رپوټ د حاجي عبدالواحد خاكريزوال له خوا غونډې ته وړاندې شو .
د وړاندې شوي راپور پر بنسټ ، د غونډې غړو ، دځينو دغوكمپنيو موجوديت غيرقانوني او د انديښنې وړ او د كورنيو چارو وزارت  يې ددوي پر فعاليتونو دكنترول مسؤل وباله او د نوموړو كمپنيو د فعاليت پر قانوني كولو يې تينګار وكړ .
د تلې ۱۱مه :  د حاجي محمد اكبر وحدت په مشرۍ د مالي ، بودجې او عمومي محاسباتو په كميسيون كې ، د فوايد عامې وزارت وزير سهراب علي صفري ، د نوموړي وزارت د ۱۳۸۵ كال د بودجې او په هيواد كې د سړكونو د بيا رغاونې د څرنګوالي  په اړه د كميسيون غړو ته معلومات وركړل .
نوموړى ديادې شوو مسئلوپه بيلا بيلو برخو كې دمالوماتو دوركولو ترڅنګ وويل  ،چې دكليو اوبانډو دسړكونو جوړول دكليواوپراختيا وزارت دسړكونودجوړولو دپروژې له لارې ترسره كيږي ،چې دولسواليو له مركزونو څخه ترولايتونو پورې دفوايد عامې او دولسواليو دمركزونو څخه تركليوپورې دكليو اوپراختيا وزارت لخوا بيا رغول كيږي .
د ولايتي شوراګانو ، مواصلاتو او مخابراتو د كميسيونونو په ګډه غونډه كې د اوبو او انرژۍ د وزارت له مرستيال انجينر غلام صديق څخه د برښنا د صرفيېې د محصول ،په عادلانه توګه  د برښنا د ويش ،د برښنا د كنترول د سيستم ، د برښنا د تاسيساتو د بيا جوړونې او نورو موضوع ګانو په اړه  پوښتنې مطرح شوې .
نوموړى وويل :دبريښنا زاړه تاسيسات، دهغودبيا رغونې لپاره دپوره بودجې نشتوالى ، پنځوس په  سلو كې  دبريښنا په عوايد كې ضايعات او دځينو وزارتونو لخوا دبريښنا د مصرف نه وركول ، ددې لامل شوې چې په خلكو باندې دبريښنا دلګښت بيه زياته شې . د غونډې برخه والو دځينووزارتونو لخوا دبريښنا دمصرف نه وركول ترنيوكې لاندې ونيول ، او دهغوي ناوړه  اغيزه يې پر خلكو باندې  ظلم وباله .
د كورنيو اودفاعي چارو دكميسيونونو په ګډه غونډه كې ، په هيواد كې د رامنځته شوي امنيتي حالت او د ځانمرګو بريدونو د مخنيوي په اړه خبرې اترې وشوې .
د نسرين پارسا په مشرۍ د ژوندانه دچاپيريال او طبعي زيرمو په كميسيون كې د سوداګرۍ او صنايعو د وزارت له مرستيال ضياءالدين ِضياء څخه هيواد ته دبې كيفيته تيلو د را واردولو په اړه چې د هوا د ككړتيا سبب كيږي ، پوښتنې وشوي .
ده وويل: دبې كيفيته تيلو دقاچاق او راوړلو دمخنيوى لپاره بايد سرحدې پولې د دولت تركلكې څارنې لاندې ونيول شې، او هغه تيل چې هيواد ته راوړل كيږي بازارته له وړاندې كيدو مخكي بايد لابراتوار او تجزيه شې .
دتلې ۱۲مه : دملي شورا د دواړو جرګو په ګډه غونډه كې دمدافع وكيلانو په قانون كي دتعديل پر سر د راغلو تعديلونو په لري كولو هوكړه وشوه .
په غونډه كي چي دولسې جرګې  دغړي قاري  نذير احمد په مشرۍ جوړه شوي وه   د دواړو جرګو  له لوري په قانون كي د راوړل شويو تعديلونو په اړه بحث وشو او دا قانون په پنځو څپركو اوڅلور څلويښتو مادو كې تصويب شو .
دتلې ۱۴ مه : د الحاج شير محمد اخندزاده په مشرۍ دځمكنۍ بشپړتيا اودفاعي چارو دكميسيون په غونډه كې  دكورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال منير منګل او دنوموړي وزارت دسرحدونو دلوى رياست مرستيال سيدامان سادات دغونډي دبرخه والو پښتونو ته ځوابونه وويل .
په غونډه كي  دپوليسو په كمزورتيانيوكې وشوې او له امنيتي چارواكو څخه وغوښتل شول چې دعامه امنيت په ټينګښت كي  كلك ګامونه پورته او پدې برخه كې دې نوې طرحه كميسيون ته وړاندي كړي .
د ډاكتر زلمي په مشرۍ دشكايتونوداوريدو دكميسيون په غونډه كې ، دښوونې اوروزنې وزارت اداري مرستيال محمد صديق پتمن دننه په هيواد كې  له لومړنيو ټولګيو څخه بيا تر شپږم ټولګى پوري د ۲۳ميليونو درسي كتابونو دچاپ په باب چې په ۱۳۸۷كال كې به وشي مالومات وركړل .
دتلې ۱۵مه :  دمشرانوجرګې په غونډه كې چي ددغې جرګې ددويم نايب په مشرۍ جوړه شوې وه ، په هيواد كې امنيتي حالات وڅيړل شول .
په غونډه كې په هيواد كې دناامنيو دلاملونو،له دې ډلې څخه دخصوصي  امنيتي شركتونوشتون چې دكورنيو چارو په وزارت كې نه دي ثبت شوي ، په پوليسو كي اداري فساد او ځينې نور مسايل  وڅيړل شول.
د تلې۱۶مه :  دمشرانوجرګې او دسولې دټينګښت دخپلواك كميسيون رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي دخپل كار په دفتر كې په كابل كې دامريكا داستوګن سفير ويليم ووډ سره وكتل .
پدي كتنه كې ښاغلي مجددي دسولي دټينګښت دكميسيون دكارونواو په هيواد كې دملي پخلايني او جګړې دله منځه وړلو په باب خبرې وكړي او ويې ويل : تراوسه پوري دسولې او ملي پخلاينې له بهير سره ددولت ۴۷۰۰۰ تنه وسله وال مخالفين يوځاي شوي دي ښاغلي ووډ دافغانستان په اوسنيو شرايطو كې دسولې د ټينګښت دكميسيون كړه وړه  ګټور وبلل او پدې برخه كې يې دخپل هيواد دمرستو ژمنه وكړه .
دتلې  ۱۷ مه :  له ايران څخه په ډله ييز ډول دافغان كډوالو دراايستلو په باب ددغه هيواد دپريكړي او په هيواد كې د امنيتي حالاتو په اړه دمشرانوجرګې غونډه دمشرانوجرګې درئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوه.
په پيل كې دغونډې برخه والو له ايران څخه دافغان كډوالو دراايستلودپريكړې په اړه خبرې وكړې او په اوسنيو شرايطو كې يې داسي پريكړه يو ستر ناورين وباله اودعامه هوسايني اونړيوالو چاروكميسيونونو ته دنده وسپارله چې دكډوالو دراستنيدو پرمهال دې دهغوي لپاره داسانتياو دبرابرولوپه موخه له اړوندو چارواكوسره خبرې وكړې.
ورپسي دكورنيو چارو دكميسيون رئيس په هيواد كې دځانمرګو بريدونو په اړه ددفاع اودكورنيو چارو دوزارتونواو دملي  امنيت دلوي رياست دتدبيرونو په اړه خپل رپوټ دغونډې برخه والو ته وړاندي كړ.
همدارنګه دځانمرګو بريدونو دمخنيوي په موخه دبيړني كميسيون دجوړيدو طرحه چي دجنيست او مدني ټولني دكميسيون لخوا وړاندي شوې وه دغونډې ګډونوالودتاييد وړ وګرځيده او پريكړه وشوه چي يا ده شوي طرحه دې اړوندو ادارو ته وا ستول شې.
په  پاې كې د سولې په نړيوال فدراسيون كې دپيرسيد ابراهېم ګيلاني دګډون  رپوټ چې د روان كال  د وږي له ۳۰ مې نيټې څخه دتلې تردرېيمې نيټې پوري د ۱۸۰ هيوادونو  داستازو په ګډون دنيويارك په ښار كې جوړى شوې ؤ، دپوهيالې امين الدين مظفري لخوا دمشرانوجرګې غونډې ته وړاندى شو.
دتلې ۱۹ مه :  دنيكمرغه لوى اختر له امله دمشرانوجرګې دمباركۍ پيغام دهيواد ولسمشر ، دسترې محكمې رئيس اوغړو ، دكابينې غړو ، دوسله والوځواكونو جنرالانو ، افسرانو،دشهيدانو درنوكورنيو ،د افغانستان مسلمان ملت او دنړۍ مسلمانانوپه نامه خپور شو.

دتلې ۲۸مه : دمحمد رنګين مشكواني په مشرۍ دكورنيو چارو دكميسيون په غونډه كې دبادغيس ، فارياب او غزنى ولايتونو دامنيتي حالت په باب خبرې وشوې .
ورپسي دكونړ دزندان اوهلته دلاريونونو  دارامولو په اړه دحاجى سخي مشواڼي رپوټ غونډي ته وړاندي شو چې دغونډې دګډونوالو دپام وړوګرځيد.
دتلې ۲۹ مه: دپروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ دمشرانوجرګې په غونډه كې په برلين كې دافغانستان دسفير لخوا داسراييلودسفير دبلنې ، په دې وروستيو كې دپاكستان دكراچۍ په ښار كې دځانمرګي بريدونو او دكوچنى اخترپه ورځوكې دطلوع تلويزيون څخه ديوې كولمبيايې نيمه بربنډې سندرغاړې دكنسرت په اړه نيوكې  وشوې .
دتلي ۳۰ مه : پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى دافغانستان دمقنينه قوى څخه د( يو،ان ، ډى ،پى) دملاتړ دپروژې سيل دنوې ټاكل شوي رئيس ښاغلي استيفلي سره دپيژندګلوۍ كتنه وكړه .
دحقوقې څارنې او تقنيني چارو دكميسيون په غونډه كې چې دپوهنوال محبوبه حقوقمل په مشرۍ اوديو،اس،اي،آى ،ډي سوني دپروژې دپارلمانې چارو دكارپوه په ګډون جوړه شوې وه ، د دولت داساسي تشكيلاتو په اړه خبرې وشوې او پدې برخه كې وړ وړانديزونه مطرح شول .
د۱۳۸۶ كال دلړم لومړۍ نيټه: دپروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ ددغې جرګې غونډه د كميسيونونودرپوټونو اوريدوته ځانګړي شوې وه .
په غونډه كې سناتور عبدالواحد كاريزوال په هلمندولايت كي د روان امنيتي حالت په اړه غونډې ته رپوټ وړاندې كړ ويې ويل ، چې دولتي چارواكي په هغو ولسواليو كې چې دمخالفينو لاس ته ورغلې دي د دولت دحاكميت په راوستو ،دپاكستان سره په ګډو پولو كې د پرتو سيمو كنترول ، له نشه يي توكو سره دمبارزې او اداري فساد دمخنيوي په برخه كې پاتې راغلي دي چې دولت سره دمخالفينو دپياوړتيا لامل ګرځيدلي دي .
نوموړي په ياد شوي ولايت كې له مخالفينو سره دمبارزې ، نشه يي توكو دله منځه وړلو او دامنيت په راوستلو كې دبرتانوي ځواكونو كړنې رښتينې ونه بللې،دغه راز ده پدى ولايت كې دامنيتي حالت دښه والي او دادارې دسمون لپاره دغونډې برخه والو ته ځيني وړانديزونه وكړل چې دغونډې دغړو له خوا ومنل شول .
پردې پريكړه وشوه چې نوموړى رپوټ دې له وړانديزونوسره يوځاى ، اړوندو ادارو ته واستول شي.
ورپسي دامتيازونو اومصونيت د كميسيون رپوټ دډاكتر ميربت خان منګل لخوا غونډې ته وړاندې شو .
دلړم ۲مه :  دمشرانوجرګې منشى نايب عبدالخالق حسيني پشه يې دسيل پروژې له رئيس ښاغلي ستيف لي سره  دپيژند
ګلولۍ كتنه وكړه .
پدې كتنه كې دسيل پروژې دنويوپروګرامونو په اړه خبرې وشوې .
دمحمد اكبر وحدت په مشرۍ دماليې ،بودجې او عمومي محاسباتو دكميسيون په غونډه كې دمخابراتو وزارت تخنيكي مرستيال انجنيربريالي حسام د ۱۳۸۵او ۱۳۸۶كال دلومړۍ نيمايې قطعيې د  حسابونو په اړه مالومات وړاندي كړل.
دغه راز د نوموړي څخه دافغان بيسيم مخابراتي شركت له خوا د ۱۳۸۲ او۱۳۸۳ كلونو د ماليې نه وركول اود روژې په مباركه مياشت كې د مشتركينو څخه د اريبا د مخابراتي شركت له خوا د زيات پيسو اخيستلو په اړه پوښتنې طرحه شوې ، ده ژمنه كړه چې د كميسيون راتلونكې غونډې ته به پدى اړه معلوماتي سندونه او مدارك وړاندې كړي .
د محترمه حبيبي په مشرۍ دچاپيريال ساتنې دكميسيون په غونډه كې دستواګرۍ وزارت مرستيال ضياالدين ضياء، دچاپيريال ساتنې دپاليسۍدتحقيق رياست رئيس اودكابل ښاروالۍ مرستيال دچاپيريال ساتنې دخوندى ساتلو دوضعې دښه كولوپه اړه دكيسيون غړو ته مالومات وړاندي كړل .
دسوداګرۍ وزارت مرستيال وويل چې پدغه وزارت كې .دنورم او ستندرډ اداره ، هيواد ته وارد شوي نفتي توكي  د ټاكلو نورمونو سره څيړي ، خو هيواد ته د بې كيفيته تيلو د راوړلو لپاره بايددهيواد له لوري د هيواد پولې د جدي كنترول اوڅارنې لاندې ونيول شي .
دژوندانه دچاپيريال دلوې  رياست دپاليسۍ دتحقيق رئيس وويل : موږ خپل كاري پلا ن په رسمى ډول اړندو ادارو ته ليږلى دى ، خو دهغوي لخواتراوسه كوم ګام نه دى پورته شوى.

دانجينر محمد عارف سروري په مشرۍ دكورنيو چارو دكميسيون په غونډه كې ، دكابل والى حاجى دين محمد  دولايت دكار او فعاليت دڅرنګوالي په اړه معلومات وركړل.
دكميسيون غړو دكابل ولايت دنظارت خانې او توقيف ځايونو څخه د رارسيدلو شكايتونو ،د نيول شويواو بندي شويو افرادو دحالت ، د پوليسواو دولايت د محكمو او څارنواليوپه ارګانونو كې دبډې اخيستلواواداري فسادپه ا ړه پوښتنې مطرح كړې.

داحمد شاه رمضان په مشرۍ دنړيوالو چارو دكميسيون په غونډه كې،دبهرنيو چارو وزارت لومړي سياسي  مرستيال محمد كبير فراهي په المان كې داستوګن افغان سفير لخوا داسراييلو دسفير بلنه يوه تخنيكي ستونزه وبلله او زياته يې كړه چې په برلين كې دافغانستان دسفارت  لومړي سكرتر حسام الدين برومند په خپله دنده كې دغفلت له امله له دندې څخه ګوښه شوى دى .
دغه راز نوموړى په ايران او سعودى عربستان كې دافغان كډوالو دستونزو په اړه وويل : دبهرنيوچارو وزارت په دې برخه كې وړګامونه پورته كړي ، او په نږدى راتلونكى كې به يې ټولې ستونزې اواري شي.
د ډاكترزلمي په مشرۍ  دشكايتونوداوريدودكميسيون په غونډه كې چې داندراګاندى روغتون درئيس ډاكتر عبدالسلام جلالى ، دعامې روغتياد وزارت دشعاعي تحفظ اودمخابراتي شركتونو داستازو په ګډون جوړه شوي وه دمخابراتي  انتنونو دلګولو او پر روغتيا دهغودناوړه اغيزو په اړه خبري وشوې .
دماشوم دروغتيادروغتون رئيس وويل ، چې په روغتونونو، داستوګنې په سيمو ، كتنځيونو، او دوينې په بانكونو كې دآنتنونو لګول دروغتيايې  نورمونو او قوانينو خلا ف  كار دى ، ځكه الكترو مقناطسي څپې نه يواځې داچې په نويو زيږدلو ماشومانو ناوړه اغيزه اچوي ،بلكې دالتراسوند ،ستې سكن او نورو ازمايښتې ماشينونو په معاينو كې هم ګډوډې رامنځته كوي .
دافغان بيسيم دمخابراتې شركت دآنتن دلرى كولو په اړه ددغه شركت  داستازى ځوابونو دكميسيون دغړو قناعت حاصل نه كړ ، وپتيل شوه چې دانداراګاندې د روغتون رئيس دى له امنيتې چارواكو سره په مشوره كې ،پدې اړه بيړنى  ګام پورته كړي.
دمحمد عمرشيرزاد په مشرۍ  دولايتي شورا ګانودكميسيون په غونډه كې چې دښوونې اوروزنې داداري مرستيال محمدصديق پتمن اونوموړي كميسيون تر منځ جوړه شوې وه ، په ناامنو ولايتونو كې دښوونې او روزنې دحالت په اړه خبرې وشوې ، چې د غونډې د برخه والوله خوا په ناامنو سيمو كې ، دښوونې او روزنې وضعيت دانديښنې وړ وبلل شو .
په غونډه كې دكندهار اوزابل ولايتونوسناتورانو وويل چې په كندهار كې له ۳۶۰ ښوونځيو څخه ۱۳۶او دزابل په ولايت كې ۱۱۸ ښوونځي تړل شوي، چې په ټوليزه توګه په نوموړو دوو ولايتونو كې ۶۳زره زده كوونكي دښوونې او روزنې له نعمت څخه بې برخې پاتي دي.
كميسيون دښوونې اوروزنې وزارت له مرستيال سره په سلا مشوره دې پريكړې ته ورسيد چې ، ددي زده كوونكو لپاره دي دولايتونو په مركزونو كې ليليي جوړه شي .

دلړم ۵مه :  د مولوي ارسلان رحماني په مشرۍ  دمذهبې ، فرهنګي ، پوهنې اولوړوزده كړوچارو دكميسيون په غونډه كې دارشاد حج او اوقافوله وزير نعمت الله شهراني څخه په ولايتونو كې د ۱۳۸۶ كال دحاجيانو دونډې او دهغوي دليږدپه اړه پوښتنې وشوې .
دحج اواوقافو وزير وويل: په روان كې دحاجيانو ونډه ۲۴۱۰۰ تنه ده ، چې ترتيب شوى جدول يې ټولو ولايتونو ته ليږل شوى دى اوسعودى عربستان ته  دهغوي دهريوه دليږدولو لپاره ، دارياناافغان اوكام ايرهوايې شركتونو سره  دقرارداد دلايحې له مخې يو زرو سل ډالره كرايه  داوړو لورو ته وركول كيږي .
ده دجوماتونو اوتكاياوو دبيا رغونې په اړه وويل چې دولت دمالى امكاناتو په پام كې نيولو سره پدې اړه اقدام كوي.
د شكايتونو داوريدودكميسيون په غونډه كې چې د ډاكتر زلمي په مشرۍ جوړه شوې وه ، دبدخشان والى ژمنه وكړه چې ددى ولايت دخاش په ولسوالۍ كې دڅښاك او كرنې لپاره داوبو ستونزه به ددغې ولسوالۍ له خلكو سره په سلا مشوره كې اواره كړي .
دفضل الكريم محمودي په مشرۍ دملي اقتصاد دكميسيون په غونډه كې دكليو دبيا رغونې او پراختيا وزارت مرستيال انجينرر راز محمدراز دهيواد دځينو ولسواليو داوسيدونكو دعريضو ،وړانديزونو اوسيمه ييزو  ستونزو  په اړه  پوښتنې وكړې .
نوموړى ددغو ستونزو د څيړلو  د ژمنې ترڅنګ د ملى پيوستون دفعاليتونوپه اړه مالومات وركړل ويې ويل : ۳۳۰۰۰پروژې دكار په حال كې دې ، چې له دې ډلې څخه ۱۴۰۰۰ زره يې ګټې اخيستنې ته وړاندى شوي دي او تراوسه پورې پنځه اويا په سلوكې كلي اوبانډې دملى پيوستون دپروګرام ترپوښښ لاندى راغلي دي .
همداراز دانجنير محمد عارف سروري په مشرۍدكورنيو چارودكميسيون په غونډه كې دولايتې بيارغونې دډلو ددووتنو سياسي سلاكارانو سره ددوي دفعاليتونو په اړه خبر ې اترې وشوې .
دكميسيون غړو په ځينو ولايتونو كې ددغو ډلوفعاليتونه پڅ وبلل او دچټكتيا غوښتنه يې وكړه .
په همدې ورځ : د دواړو جرګو دنړيوالو او عامه هوساينې دكميسيونونو ګډه غونډه جوړه شوه او له ايران څخه دشلو زرو افغان كډوالو د راايستلو په اړه يې بحث وكړاودزياتو مالوماتو دوړاندي كولو په موخه پريكړه وشوه چې په راتلونكي غونډه كې دې دبهرنيو چارواوګډوالوچارو د وزارتونومرستيالان او په ملګروملتونو كې دګډوالو دعالي  كميشنرۍ مسوول ګډون وكړي .
دلړم۶مه : دمشرانوجرګې په غونډه كې   چې دمشرانوجرګې درئيس پروفيسورمجددى په مشرۍ  جوړه شوي وه ،  دننګرهاراو  ارزګان ولا يتونودامنيتي اوټولنيز حالت په اړه رپوټونه واوريدل  شول.
دلړم ۷ مه : دمشرانوجرګې رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى دكابل  ښار دڅلورمې ناحيې له  مشرانواو سپين ږيرو  سره وكتل ، ددي كتنې موخه دڅلورمې ناحې دخلكو دستونزواوارول ووچې اړوندو ارګانونو ته واستول شوې .
په دې كتنه كې د سيمې د جومات ملا امام مولوي عبدالرحمن ، ډاكتر محمدعزيز اوداهل هنود اوسك داوسيدونكوپه استازيتوب اوتارسنګ ، دښارولۍ له خوا ددوي دكورونو دويجاړولو په اړه خبرې وكړې وويل،دكابل هوايي ډګر _ انتركانټيننټال ترمنځ دنوي سړك جوړولو په پروژه كې نه يوازى ددوي كورونه ،بلكې يو جومات او د اهل هنود دخلكو يو درمسال هم ويجاړيږي . دوي زياته كړه چې ،چې كابل ښاروالۍ بايد ددوي ملكيتونه د ورځې په نرخ محاسبه استملاك كړي او هم دى په مناسب ځاى كې ددوي د جايداد په بدل كې ځمكې وركړل شي .
پروفيسور مجددي د دولت دموخو او دهغوي د چارواكود كړنو دتشريح او روښانولوتر څنګ وويل چې د سړكونو او لارو جوړل د عامه خلكو په ګټه دي ، خوكله چې د اشخاصوګټې په كې زيان مومي بايد په كلكه په پام كې ونيول شي ، لارښوونه يې وكړه چې كابل ښاروالۍ ته دى په ليكلي ډول يادونه وشي ترڅو دشرعي حكمونو سره سم او دنافذوقوانينو په پام كې نيولو سره ، ددوي دملكيتونو د استملاك په برخه كې د ورځې د نرخ سره سم ګامونه پورته كړي .
دغه راز دمشرانو جرګې رئيس وويل چې ددوي د ستونزو دحل لپاره به له ولسمشر سره خبرې وكړي .
په همدې ورځ  : د انجنيرمحمد عارف په مشرۍ دكورنيوچارو دكميسيون  په غونډه كې دعدليې وزارت له مرستيال ډاكترمحمدقاسم هاشمزي اودكابل  زون له قوماندان محمد سالم احساس څخه د توقيف خانو اونظارت ځايونو په اړه پوښتنېوشوې .
پدې غونډه كې دعدليې وزارت له  مرستيال څخه وغوښتل شول ، چې دځاي دكمښت له امله دې دامكان په صورت كې دكابل د توقيف ځاي ودانۍ نظارت خانې  ته وركړل شې ،خو دهغه لخو اپه توقيف ځاي كې دزياتو تورنوكسانو دشتون له امله دكميسيون دغړو غوښتنه ونه منل شوه ، زياته يې كړه: امنتې ادارې دقانون له مخې تورن كسان له ۷۲ ساعتونو  څخه زيات په توقيف ځاي كې نه ساتې او هغوي څارنوالۍ ته سپارې .
هغه د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل :دڅرخي پله له زندان څخه د خطرناكه مجرم تيمور دتيښتې دقضيې په تحقيق كې ،يو پلاوى ټاكل شوى دى او ددې پيښې جزييات به وروسته روښانه شې ، خو دكابل په توقيف ځاې كې دعدلي ادارو لخوا دتورنو كسانو څخه دبډو داخيستلو په باب نوموړي ، دكميسيون دغړو دپوښتنو په  اړه روښانه ځواب ورنكړ.
دكميسيون غړو دتورنو كسانو د ستونزو داواري او نه څيړلو له امله نيوكه وكړه،يادونه يې وكړه چې تردې دمه يې په اوارولو كې كوم ګام ندى پورته شوى.
دلړم ۹مه :  دافغاني سرې مياشتې رئيسې فاطمې ګيلانې ، دبهرنيو چارو وزارت مرستيال محمد كبير فراهي اودګډوالود چارووزارت مرستيال عبدالقادراحدي دنړيوالو چارو اوعامه سوكالۍ دكميسيونونو په ګډه غونډه كې له ايران څخه دافغان ګډوالودرايستلو به باب مالومات وړاندي كړل .
ښاغلي فراهي له ايران څخه په خپله خوښه دافغان  ګډوالو دراستنيدلو په برخه كې دايران او افغانستان ترمنځ شوې پريكړې ته په  اشارې سره وويل : دبهرنيو چارو وزارت او ايراني چارواكو ترمنځ خبرې اترې روانې دې او دې ستونزې  ته به يوه مناسبه لاره  ومومي .
دګډوالودوزارت مرستيال وويل: دبيرته راستنيدونكو ګډوالو لپاره داسا نتياوو دبرابرولو په موخه دنيمروز  اوهرات په ولايتونو كې دهركلي دوه پنډغالي جوړشوي دي چي دسلو زرو ګډوالودځاي پرځاي كيدو وړتيا لري .
پدې لا ره كې د چين هيواد له مونږ سره د دوه سوه زورډالرو اوسرې مياشتې  دسلو زروډالرو دمرستې ژمنه كړې ده .
دمحمد عمرشيرزاد په مشرۍ دولايتې شوراګانو دكميسيون په غونډه كې دلوړو زده كړوله تدريسي  مرستيال پوهنوال محمد عثمان بابري څخه په تودو سيموكې د كانكور دازموينې او د لوړوزده كړو دنويو جوړو شويو موسسو په باب پوښتنې وشوې .
نوموړي دفراه په ولايت كې دنوي پوهنتون جوړيدل او په باميانو كې يې دشپې پوهنتون جوړول ،له مادي امكاناتو اوبشري منابعوشتون پرته ناشونى كار وباله .
دلړم ۱۰ مه : دكابل ښار يوشمير ديني علماوو له عربې پرته په درې ژبه دقرآن پاك دنسخودچاپ اوويش په اړه خپل شكايت، دمشرانوجرګې دشكا يتونو داوريدو كميسيون ته څرګندكړ.
په غونډه كې چې  مشري يې ډاكتر زلمي كوله دكميسيون غړو دعلماوو له څرګندونو وروسته ژمنه وكړه چې دامسله به د اړوندو  ادارو له لارې په كلكه وڅارې ترڅوعاملينو ته  يې دشرعې احكامو سره سم سزا وركړي .
دلړم ۱۲مه : دمشرانوجرګې په فوق العاده غونډه كې چې دمشرانوجرګې درئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ  جوړه شوې وه ،دقرآن كريم دنيمګړې ژباړې او چاپ عاملين چې د دناڅرګندو كسانو لخواترسره شوى او پردري متن يې د(قرآن پاك) نوم ايښى دى  وغندل، اوداكار يې داسلامي موازينو څخه څرګنده سرغړونه وبلل شوه .
دغونډې برخه وال له خبرواترو وروسته دې پريكړې ته ورسيدل :
۱ –مشرانوجرګه ((دقرآن پاك )) په نوم دنوموړي كتاب چاپ اوخپرول داسلام دمقدس دين دحكمونوله مخي غير شرعې كار بولي اوغندنه يې كوې .
۲ – خپرې شوې نسخې دې ژر ترژره داجرايه قوي اوخلكو په مرسته را ټولې شې .
۳ – دنوموړى كتاب په چاپ او خپرولو كي دې ښكيل كسان غوث زلمى ، قاري مشتاق او په كابل كې دنوري مطبعې مسوول دمحكمي تر پريكړې پور ممنوع الخروج وي .دكورنيوچارو وزارت اونورې اړونده ادارې دې دهغوي دوتلو مخنيوى وكړي .
۴ – دمذهبې ، فرهنګې ، پوهنې او لوړوزده كميسيون ته دنده وسپارل شوه چې ،نوموړى كتاب دى له شرعې پلوه وڅيړي او پايله دې عمومې غونډې ته وړاندى كړي.
په همدې ورځ: دمشرانوجرګې رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى  دكندهار ولايت دكوچيانو له يوشمير مشرانوسره دهغوي دستونزو دلري كولو په موخه وكتل .
همداراز ،دولايتې شوراګانو دكميسيون په غونډه كې دمحمد عمرشيرزاد په مشرۍ دكليودپراختيا وزارت مرستيال سيد شريف حسيني او دكابل ښاروالۍ داستازي په ګډون جوړه شوې وه ، په هيواد كې دولايتې شوراګانو دودانيو د ډيزاين او دهغوي دستونزوپه اړه خبرې اتر ې وشوې .
نوموړوچارواكو، په يادوشويو برخوكې مالومات وړاندى كړل،خودكميسيون دغړو قناعت يې حاصل نكړ، كميسيون وپتيله چې دښارجوړلو وزير او كابل ښاروال دې دكميسيون يوې راتلونكې غونډې ته راوبلل شې.
په همدې ورځ:دډاكترزلمي په مشرۍ دشكايتونوداوريدوپه كميسيون كې،دكابل ښاروالې د مرستيال ، دښاري پرمختياد وزارت مرستيال،دمكروريانونو دڅارنې اوساتنې دتصدۍدرئيس اودمكروريانونو ديوشمير اوسيدونكواو نوموړي كميسيون د غړو تر منځ  غونډه وشوه .
په غونډه كې دمكروريانونوداوسيدونكو څخه دمركزګرمۍ دټكس داخيستلو په اړه خبرې وشوې .
دښاري پرمختيا دوزارت دمرستيال څرګندونې دغونډې د برخه والو دقناعت وړ ونه ګرځيدې ، پريكړه وشوه چې دښاري پرمختا وزارت ، دمكروريانونو دساتنې اوڅارنې تصدۍ او دكابل ښاروالۍ دې پدې اړه له سره غور وكړى اوپه يوه اونۍ كې دى راتلونكې غونډې ته خپل رپوټ وړاندې كړي.
دمحمد اكبروحدت په مشرۍ دمالي، بودجې او عمومي مخاسباتو دكميسيون په غونډه كې ديو،ان،ډي،پي ددووتنو سلاكارانو سره په مشوره كې، دبودجوې مسايلو، دپراخيتايي بودجې له لګښت څخه څارنه او دپراختيا يي پروژو دطرحوپه اړه خبرې اترې وشوې .
دلړم ۱۳مه : مشرانو جرګې ،دمشرانوجرګې رييس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ يو ځل بيا دقرآن پاك ترنامه لاندې د اصلي متن څخه پرته دتحريف شوي ژباړې اودكميسيونونو درپوټونوداوريدو په موخه غونډه وكړه .
دلړم   ۱۴مه :
دنړيوالو چارو دكميسيون په غونډه كې دعسكري سزا پرقانون سربيره په پاكستان كې دبيړنى حالت  اعلانول و څيړل شول اد دغه  حالت يې دنوموړى هيواد لپاره دانديښنې وړوباله .
دلړم   ۱۵مه : د پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ ،دمشرانوجرګې غونډې  دكميسيونونو رپوټونه واريدل.
دغونډې په پيل كې د دايكندى ،ارزګان او فراه ولايتونو سناتورانو  په دغو ولايتونو كې دامنيتي حالت دخرابيدو ،  دخلكو دوژلواو دوسله والو مخالفينودزياتوالي په اړه غونډې ته مالومات وړاندى كړل ،دغونډې  پريكړه په دى وشوه چې سناتوران دي خپلې امنيتې ستونزې دملي دفاع اوكورنيو چارو دوزيرانواو دملي امنيت درئيس په ګډون له ولسمشر سره شريكې كړې .
همدارنګه سناتورمحمد يونس شيرين آغا دشكايتونو داوريدو دكميسيون رپوټ چې د( اف ،كا ،اچ )  له شركت سره دانتر كانتيننټل هوټل د قرارداد ، دكابل داندارګاندې په روغتون كې دافغان بيسيم دنصب شوې انتن ، دكورنيو چارو وزارت په ذمه دساختمانې شركتونو د ۶۸ ميليونه افغانيو دپور دنه ورركولو او له عربې متن څخه پرته دقرآن پا ك ژباړه او دمكروريانونو دمركزګرمې دټكس د لوړيدلو په اړه ليكل شوي وو، غونډې ته وړاندى كړاو
له خبرو او څيړلو وروسته يې په اړه لازم تصميمونه  ونيول شول.
په همدې ډول دپيرسيد ابراهيم ګيلاني په مشرۍ د قومونو، قبايلو او دسرحدونود چارو او دفضل الكريم محمودي په مشرۍ دملي اقتصاد او دمالي او بودجې د چاروكميسونونو په وار سره خپل رپوټونه غونډې ته وړاندې كړل چې په اړه  يې وړ تصميمونه ونيول شول .
دلړم ۱۶مه :  دمشرانوجرګې درئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ  ددغې جرګې اداري پلاوي،په صنعتي بغلان كې د ولسي جرګې د شپږو تنو د شهادت له امله د غمرازۍ دڅرګندولو په موخه دولسې جرګې په عمومې غونډه كې ګډون وكړ.
په غونډه كې دولسې جرګې رئيس محمد يونس قانونى دملي اقتصاد دكميسيون دپلاوي دسفردموخې اودبغلان غمجنې پيښې درامنځته كيدو په اړه بشپړ مالومات وړاندي كړل .
دمشرانوجرګې رئيس ، دمشرانو جرګې د غړو په استازيتوب  په خپلو خبروكې دولسې جرګې دغړو او بې ګناه وګړو شهيدول يې پرملت ، دموكراسۍ او پرمختګ باندى بريد وباله او ويې ويل: مشرانوجرګه دشهيدانو كورنيو اوخپلوانو ، دولسې جرګې غړو ، دولت او دافغانستان ټول ملت ته خپل د ډاډ ګيرنې مراتب وړاندي كوي.
پروفيسورمجددى داډول ترهګر عملونه ، انساني اواسلامي ضد كړه وړه وبلل اوهغه يې وغندل .
په همدې ورځ:مشرانو جرګې، دنوى بغلان په تروريستي بريدكې د ولسي جرګې د غړو او نورو شهيدانو  په اړه ، خپله مطبوعاتې اعلاميه خپره كړه او ددې پيښې عاملين يې وغندل .
همداراز دمشرانوجرګې رئيس پروفيسورمجددى دخپل كار په دفتركې دليبيا دهيواد دمرسته وركوونكو موسسو دنړيوال كنفرانسونو له منشى ابراهيم علي سره وكتل او دكار دڅرنګوالي په اړه يې ورسره خبرې وكړې.
پدې كتنه كې ښاغلي ابراهيم دنوموړې موسسې دكړنو په ا ړه دمالوماتو دوركولو په  ترڅ كې وويل: دروغتيا په برخه كې به دخپلو مرستو لمن دافغانستان ټولو ولايتونو ته وغځوي .
دمشرانوجرګې رئيس پروفيسورمجددى دنوموړې موسسي مرستې وستايلې او دلازياتو مرستو هيله يې وكړه .
دلړم ۱۷ مه :  دبغلان ولايت  په ترهګره پيښه كې دولسي جرګې د شپږوتنود غړو اوپنځه تنو ساتونكود جنازې په مراسموكې دګډون اودحكومت له خوا ددې پيښې دعاملينو  دموندلو اونيولو له امله ،دمشرانوجرګې فوق العاده غونډه دحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ جوړه شوه .
په غونډه كې سناتورانو، دبغلان په ولايت كې ددغه ناځوانمردانه تروريستي عمل د غندلو په ترڅ كې چې دملت پراستازو، اوسيدونكو اوزده كوونكو وشو ،پريكړه وكړه چې دعمرې حج څخه د ۲۲تنوسناتورانو دبيرته راستنيدو سره به داقضيه په خپلو راتلونكوغونډو كې وڅيړي.
دلړم ۱۹ مه : مشرانوجرګې دبغلان دترهګرې پيښې له امله چې په كي دولسې جرګې شپږتنه  غړي او يو شمير ساتونكي اودسيمې بي ګناههركلي كوونكي شهيدان شول فوق العاده غونډه وكړه، اوپدې  اړه يې وړتصميم ونيوه.
دغه غونډه چې د پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ  جوړه شوې وه ،سناتورانود ملت د استازو او د معصومو ماشومانو د وژلوله امله دخواشينۍ په څرګندولو سره وويل:ددا ډول ترهګرو بريونو دمحنيوي بنسټيزه لاره داده چې بايد دترهګرو ځالې دى دپوځي اوديپلوماسۍ لپه لارو چارو له منځه يوړل شي ، دولت اونړيوال ځواكونو ته يې څرګنده كړه چې  بايد د ځانمرګو او تروريستي بريدونو ددرملنې او مخنيوي په لاره كې كلك اوغوڅ ګامونه پورته كړي ، ځكه خلك له داسي عملونو څخه پوزې ته رسيدلي دي .
دمشرانوجرګې غړو پريكړه وكړه چې پدې برخه كې به خپل وړانديزونه اوطرحې له ولسمشراو دناټو له چارواكو سره شريكوي .
همداراز دغونډي برخه والو خپل تصميمونه په اووفقرو كې راغونډ كړل .
دلړم۲۱مه : يوشميرسناتورانو په كابل كې د اردو په څلورسوه بستريز روغتون كې دبغلان په ترهګره پيښه كې دټپي شويو كسانو پوښتنه وكړه.
دوي دولسې جرګې دغړو شكريې عيسٰى خيل اومحمد هاشم فولاد او نورو ټپيانو چې په دغه روغتون كې د درملنې لاندى دي ، پوښتنه وكړه اود لوى او بښونكي خداى (ج) څخه يې دهغوي دژر رغيدو هيله وكړه .
پردى مهال له ټپيانوسره د غمشريكۍ د څرګندولو تر څنګ  دنغدوپيسو مرسته هم وشوه .
دلړم ۲۲مه : مشرانوجرګې دپروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ غونډه وكړه .
دغونډې په پيل كې دبغلان دپيښې دشهيدانوپاك روح  ته د كلام الله مجيد د څو مباركوآيتونو په لوستلو سره د هغوسناتورانو له خوا چې نوي د سعودي عربستان څخه را ستانه شوي ؤ دعا وشوه.
ورپسې په هيواد كې دروان امنيتي حالت ، دلومړنيوخواراكې موادو دبيو دلوړيدو ، دخلكواو په تيره بيا د دولتي كاركوونكودكم عايد،دخلكو اقتصادي او ټولنيز ژوند په وړاندى د اجرايه قوې دنه پاملرنې اوبې تصميمۍ ،او دافغانستان په اوسنيواقتصادي او ټولنيزوشرايطو كې دازاد بازار دكاپي شوي موډل شته والي او له هغه څخه درامنځته شويو ستونزو په اړه   خبرې وشوې اوپدې ا ړه يې خپلې انديښنې څرګندې كړې .
په پاې كې پريكړه وشوه چې دكرنې اومالدارۍ وزير دى دمشرانوجرګې  غونډې ته راوبلل شې اود سږ كال  دكرنيزو حاصلاتو،دمني دكښت د كمپاين ، د دولت له لوري له كروندګرو سره دمرستې اوددغه وزارت د ځينونورو اړوندومسايلو په اړه دې مالومات  وړاندى كړي .
همدارنګه غونډې ته ،دمشرانوجرګې دويم  نايب ډاكتر برهان الله  شينواري دننګرهار ولايت دبټې كوټ ولسوالۍ  دپيښى په اړه چې پكې ديوې كورنۍ درې تنه غړي دايتلافي ځواكونو لخوا وژل شوي ؤ ، رپوټ وړاندي كړ.
دغه راز سناتور كفيل نورمحمددملي اقتصاد ، سناتورې طيبې زاهدي دشهيدانواومعلولينو ، سناتورې نفس ګل خدمت دجنسيت اومدنې ټولنې دكميسيونونو رپوټونه، غونډې ته  وړاندي كړل .
دلړم۲۳مه :  د مشرانوجرګې اوملي پخلاينې دخپلواك كميسيون رئيس پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى ، په افغانستان كې دنړيوالوځواكونو له عمومي قوماندان ښاغلي دان مكنيل سره وكتل او دهيواد پرامنيتې او پوځي  حالاتو يې خبرې اترې وكړې .
په دې كتنه كې ښاغلي مكنيل وويل: مونږ هڅه كوو چې دپولو د ټينګښت او كورني امنيت د تامين لپاره د ملي پوليسو سره مرسته وكړو او ددولت اوهيواد دخلكوسره د هر ډول ممكنو مرستو ژمن دئ .
په همدې ورځ : دمالي اوبودجې دكميسيون په غونډه كې چې د ډاكترزمان بهلول په مشرۍ جوړه شوې وه ، دنشه يې توكو په وړاندى دمبارزې له سرپرست وزير جنرال خدايداد او دنوموړى وزارت له يوشمير چارواكو څخه ددغه وزارت د ۱۳۸۵ كال او دروان كال دلومړۍ نيمايې دقطعيه او دوزارت دپاليسۍ اوپرګرامونو په باب پوښتنې وشوې .
هغوي دځوابونو له وړاندى كولو سربيره،دمخدره توكود توليد او قاچاق په وړاندى ددغه وزارت  د مبارزې دنويو تدبيرونو، لاروچارواو طرحو په  اړه مالومات وركړل .
دانجنير محمد افضل احمدزي په مشرۍ دمصونيت اوامتيازونو دكميسيون په غونډه كې د اداري سمون اودملكي خدمتونو دخپلواك كميسيون دپاليسۍ، بشرې منابعو ،تقنين اودانسجام رئيسانو په دولتي ادارو او دمشرانوجرګې د دارالانشاءدكاركوونكوپه  اميتازي معاشونو سوپر سكيل كې دانډول دنشتوالى په باب مالومات وړاندي كړل .
د كميسيون  پريكړه  په دې وشوه چې دعدالت دتامينولو په موخه دى په نږدى راتلونكې كې د مشرانوجرګې پرهغو كاركوونكو چې د سوپر سكيل معاشونه اخلي، دمصونيت او امتيازونو دكميسيون دغړيوپه وړاندى دى داداري سمون دكميسيون له لورى له سره غور وشې .
د ډاكتر زلمي په مشرۍ دشكايتونوداوريدودكميسيون په  غونډه كې  دلوګر ولايت امنيه قوماندان دهغې دعوې په باب چې، دشيرخان اودهغه دتره  ترمنځ د ۲۶بسوو ځمكې  پرسر وه ، مالومات وړاندې كړل .
دغونډې په دوهمه برخه كې دپاميردهوايې چلند دشركت دمرستيال څرګندونې چې په اوړي كې يې ددى شركت دالوتنودځنډ په اړه وكړې دكميسيون دغړودقناعت وړ ونه ګرځيدې اوپريكړه وشوه چې دپاميردهوايې شركت رئيس دى دكميسيون په راتلونكې غونډه كې برخه واخلې .
دمولوي ارسلان رحمانې په مشرۍ دمذهبې، فرهنګې ، پوهنې اولوړوزده كړودكميسيون  په غونډه كې ،دقرآن پاك د درې ژباړې په اړه دارشاد، حج اواوقافو وزارت پرفتوا خبرې وشوې اوپريكړه وشوه چې فتوا دى د اسلامي فقهې دحكمونوپه رڼا كې په هراړخيز ډول وڅيړل شي .
د لړم۲۴مه : دمشرانوجرګې اودسولې دټينگښت دخپلواك  كميسيون رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى ، د پاكستان دكورنيو چارو د پخواني وزير آفتاب احمد خان شيرپاو په بلنه ديوه رسمى سفر په موخه دپاكستان اسلامي جمهوريت ته روان شو.
د لړم ۲۵مه : دمشرانوجرګې رئيس  پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په  داسى حال كې چې دپاكستان دكورنيوچاروپخوانى وزير  آفتاب احمد خان شير پاو او دمشرانوجرګې د دارالانشاء رئيس انجنير اسدالله فلاح هم حاضر و ، دپاكستان د اسلامي جمهوريت  دمشرانوجرګې رئيس او دعظمٰى صدارت له  سرپرست ښاغلي ميا محمد سومرو سره په اسلام  آباد كې وكتل.
پدې كتنه كې دواړو  لورو ، ددواړو هيوادونوددينې اوګاونډيتوب پر حقوقو خبرې وكړې ،اودسيمه ييزامن دګډې جرګې وروسته يې داړيكوښه والې ته اشاره وكړه ، اوددغو مناسباتوپه حياتي  ارزښتونويې ټينګار وكړ.
دغه شان د پروفيسور مجددي په امامت او دپاكستان دسنامجلس او نورو پاكستاني چارواكو په ګډون ، د پاكستان د پارلمان په جومات كې د جمعې لمونځ اداء شواوددواړو هيوادونو دسولې او امنيت لپاره دخير دعا وشوه .
د لړم۲۶مه :دمحمد عمر شيرزاد په مشرۍ ، دولايتې شورا ګانو په كميسيون كې دعدليې وزارت دمحبسونوله رئيس عبدالسلام عصمت څخه دكابل اوځينو ولايتونو په بنديخانوكې دبنديانو دستونزو په اړه پوښتنې وشوې.
پدې غونډه كې چې د كابل دولاتيې شورا څوتنو غړو هم ګډون درلود ، دمحبسونو رئيس دكابل دڅرخى پله په بنديخانې كې دروغتيايې او پاكۍ ، دپوره خوړودنشتوالى ، دژمنيو جامو، په ټاكلى وخت دځينوبنديانودنسبتي دوسيو دنه څيړلو،دهغو ماشومانو په اړه چې له ميندو سره په بندكې شپې او ورځې سبا كوي او په مخدره توكودځينو بنديانو دروږدي كيدلوپه باب ځوابونه وويل اوهم يې په خپلو چارو كې دشتو ستونزو په  اړه مالومات وركړل.
همدارنګه دلوګر ، ميدان وردګو ،بغلان اوبدخشان دولايتې شوراګانو څخه دبنديانودساتنې دځاى دنشتوالي په اړه  درارسيدلو  شكايتونو په باب  دكميسيون دغړولخوا يادونه وشوه ،ښاغلى عصمت وويل: ددې ستونزې داوارولولپاره يې په عاجل ډول ،ځينو ولايتونو ته دلسوتنوپه ظرفيت  كانټينرونه ليږلي دي او په راتلونكى كې دولايتونو دبنديخانو ودانۍ په نوي ډيزاين سره جوړيږي.
دپيرسيد ابراهيم ګيلاني په مشرۍ ، دقومونو ،قبايلو او سرحدونو چاروكميسيون، دامنيت په تامينولو كې  دخلكوونډه تربحث لاندى ونيوله ، كميسيون وپتيله چې دټولنيز نظم او امنيت  په تامينولو كې په خپله خوښه  داربكي ځواكونو رامنځته كول به اغيز ولرى.
همدارنګه په همدې ورځ ، دبلجيم دپارلمان سره   دملي شورا  دمشرانوجرګې دبين الپارلمانې دوستۍ دكميټې غړو، په كابل كې دبلجيم دسياسي نماينده ګۍ له رئيس ښاغلي جين لويس ون بل سره وكتل .
پدې كتنه كې دكميټې دجوړيدو په ارزښت ،دامنيت په تامينيدواود دواړو هيوادونو ترمنځ دبين الپارلماني ټولنې دتجربو په راكړه وركړه خبرې اترې وشوې.
دلړم ۲۷  مه : دمشرانوجرګې عمومي غونډه ددغې جرګې دلومړي نايب سيدحامد ګيلاني په مشرۍ جوړه شوه
په پيل كې سناتورډاكتر ميربت خان منګل دخوست  ولايت په امنيتې وضعې او په دغه ولايت كې دده په كور دوسله وال بريد اوپكې دده د درېوو وروڼو دټپيكيدو رپوټ غونډې ته وړاندې كړ ويې ويل: دبريد پر مهال سره لدې چې ، امنيتې چارواكو او پخپله والى ته  په پرله پسې ډول تيليفوني احوال وركول كيده ،خو  دهغوي لخواهيڅ كوم عملي اوعاجل اقدام ونه شو.
ده دخوست ولايتې اداره په بې كفايت تورنه كړه ويې ويل: دهغوي كمزوروكړو دخلكو اودولت ترمنځ واټن رامنځته كړى دى .
دغونډې غړو بريدكوونكي وغندل ، او ددى بريد په اړه يې دخوست دوالى اونورو چارواكو په  نه پاملرنې كلكه نيوكه وكړه ،او دحكومت لخوا ددې پيښې دڅيړلو،اوددغه شان امنيتي ګواښونو دمخينو غوښتنه وكړه.
ورسته ، په څلورو څپركو او ۳۹ مادوكې دعلومو اكاډمۍ قانون ، په څوارلسو څپركو او(۱۵۳) مادوكې د كار قانون، دافغانستان اوايران داسلامي جمهوريتونو ترمنځ د مرستې ، دنباتاتواو بوټو  دساتنې اوقرانطين،دپانګې اچونې هڅونه اوملاتړ ، دمجرمينو دبيرته سپارلو او دقضايې چارو دموافقتنامو په اړه دولسې جرګې مصوبې غونډې ته وړاندې او دغور اوڅيړلو لپاره  اړوندوكميسيونونوته وسپارل شوې.
دغه راز دعسكري جزا قانون دپوهنوالې محبوبې حقوقمل لخوا دتصويب په موخه غونډې ته وړاندى شو،چې د(۴۸) مادو څخه يې څلور مادې دغونډې دخبرو اترو وروسته تصويب شوې.
دلړم ۲۸ مه :دډاكتر زلمي په مشرۍ دشكايتونو داوريدو په كميسيون كې دارادې ورځپانې دلړم د  ۲۲مې نيټې په ګڼه كې  د(بازى بزرگ جديد ) ترسرليك لاندى دچاپ شوي مطلب په اړه، چې په هغه كې په افغانستان كې  دطالبانو په دوره كې دبرياليتونو اوناكاميودڅيړلو ترڅنګ ، دايران ددولت لخوا دطالبانو په وړاندى دشهيد احمدشاه مسعود څخه دفشار دمهرې په نوم داستفادې كولو ټكى په اړه  دنوموړى شهيد  دبنياد لخوا رارسيدلى شكايت ترغور لاندى ونيول شو .
دكميسيون غړو يادونه وكړه ، چې دافغانستان خلك ، دهيواد د داشان شخصيتونو په وړاندي دا ډول عبارتونه نه مني ، وپتيل شوه چې دارادې ورځپاڼې مسوول مدير دى دشكايتونو داوريدو دكميسيون دچهارشنبې دورځې غونډې ته دځواب وركولوپه موخه راوبلل شې .
دغونډې په بله برخه كې د پامير هوائي شركت  د الوتكو دالوتنو دځنډ ، د مسافرينو دبكسونو د تري تم كيدو، دميلمنو سره د ميلمه پالانو دناسم چلنداو دتخنيكې خدمتونو دكمزورتيا په ا ړه دنوموړى شركت له رئيس څخه پوښتنې وشوې .هغه ژمنه وكړه چې په راتلونكى كې به د دغه شان سرغړونو مخه ونيسى .
دغه راز په غونډه كې دپغمان په ولسوالۍ كې دسلګونو جريبو ځمكې په اړه دنوموړې ولسوالۍ دشش گذر داوسيدونكودعريضو په اړه ، د وزير ابراهيم خان د ورثې او عريضې كوونكو سره خبرې اترې وشوې .كميسيون وپتيله چې دواړه لوري دې دملكيت سندونه ،  دڅيړلو په موخه كميسيون ته راوړي.
دډاكتر باختر امين زي په مشرۍ دعامه هوساينې په كميسيون كې د ماشومانو دروغتون روغيتايې چارې چې څه موده مخكې ترې ددغه كميسيون غړو ليدنه كړې وه ،ښې او مثبتې و ارزول شوې. دكميسيون سلا پردې شوه چې دعامې روغتياوزارت دى ، دنوموړى روغتون رئيس ، او دكاري ډلې غړې په تحسين ليكونو سره وستايې.


دلړم په ۲۹ مه : مشرانوجرګې ، ولسې جرګې لخوا  دعسكري جزا تصويب شوې قانون، په لومړې ماده كې دتعديل په ر امنځته كول سره يواځې په ملى اردو پورې داړوندې جزا په نوم تصويب كړ.
دغه غونډه چې د مشرانو جرګې د رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ جوړه شوې وه  ، نوموړى قانون يې تر ۲۴ مادې پورې تصويب كړ .

د دلړم په  ۳۰ مه :    د پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ دمشرانوجرګې په نننۍ فوق العاده غونډه كې دعسكري جزا قانون له (۲۵) مادې څخه تر (۳۴)  مادې پورې تصويب شو.
په غونډه كې سناتورانو د ملى دفاع وزارت دحقوقې چارواكو دڅرګندونواونظرونو په پام كې نيولو اودخپلو څرګندونواونظرونوله  وركولو وروسته درايو په اكثريت سره ، دولسې جرګې لخوا په (۲۵) مه مادې كې دولسې جرګې تعديل ، او  د (۳۰) مې مادې په لومړۍ او دويمې فقرې كي  اصلي متن او دولسې جرګې په مصوبه كې  په (۳۰) او (۳۳) مادو كې  زياتو شويو فقرو حذفول   تصويب شول.
پدې غونډه كې چې دملي دفاع وزارت دحقوقو رئيس تورن جنرال محمد امين نورستاني په ګډون ددغه وزارت پلاوي برخه درلوده ،
ددې قانون دلومړۍ مادې دتعديل  په اړه  دولسې جرګې لخوا د( وسله والو قواوو ) اصطلاح چې پكې ملي اردو ، ملي پوليس او ملي ا منيت شامل او تعريف شوي وو ، خپلې نظرېې وړا ندې كړې ، ويې ويل چې دپوليسو او ملي امنيت سره دملي اردو دندې اودوسلو ډولونه توپير لرې، پوليس دعامه نظم سموونكي اوساتونكي دي ،او داوسنى ملي امنيت دندې ملكي دي ، چې دوسله والو قواوو برخه نه شميرل كيږي، او دغه قانون يواځې دملي ا ردو لپاره چې وسله وال ځواك ورته ويل كيږي تدوين شوى دى .
په همدې ورځ :دمولوي ارسلان رحماني په مشرۍ  دمذهبې ، فرهنګې ،پوهنې او لوړوزده كړو دكميسيون په غونډه كې ، دلوړو زده كړو دوزارت له معين پوهنوال محمد عثمان بابري اودكابل پوهنتون له رئيس پوهاند ډاكتر عبدالرحمان اشرف څخه په پوهنتونونو كې دكريدت د درسي سيستم ، ازمويني ، دپولې څخه بهر دافغان فارغانو دسندونو دنه تصديق او دپوهنتونونو څخه دهغو محصلينودويستلو دڅرنګوا لي په  اړه پوښتنې وشوي چې په نا قانونه ډول يې پوهنتونونو ته  لاره پيداكړي ده .
دمحمدناصرعطايي په مشرۍ دمواصلاتواومخابراتوپه كميسيون كې دفوايد  عامي وزارت معين ډاكتر محمدولي دروان كال دلومړۍ نيمايي داجرااتو په باب مالومات وركړل .
هغه وويل ، دهيواد په  ولايتونو كې ۲۶ پروژي چې دمواصلاتې لارو جوړول  پكي شاملي دي ،تركار لاندي دي، زياته يې كړه ، دغه وزارت دتمويل كوونكوادارو په مرسته د حلقوي او هغو سړكونوپه بيا روغونه چې هيواد له ګاونډويو هيوادونو سره تړلي ډيرې هڅي كوي چي په ټوليز ډول د (۵۰۱۹ )كيلومترو په و اټن سره سړك تركار لاندي دي ، چي پدي لاره كې دمرسته كوونكو هيواونو ژمنه د دووميليونو ډالروپه شاوخواكې ده .
دمحمدعالم ايزديار په مشرۍ دنړيوالو چارو په كميسيون كې دبهرنيو چارو وزارت د سياسي اودملګړوملتونودڅانګو مديرانو دنوموړمديرتونو دكار دڅرنګوالي په اړه شويو پوښتنو ته ځوابونه وركړل .
پدې غونډه كې دشهيدانودپاتي كسانواو دمعلوليو دكميسيون رئيسي ميرمن طيبې زاهدى دمعلوليت دنړيوال تړون سره دافغانستان ديوځاي كيدو اودبن دپريكړوددريمې مادې دپنځم بند   له مخي دهيواد معلولينو سره دمرستې لپاره د صندوق درامنځته كولوپه موخه دمالوماتو  غوښتونكي شول خو دنوموړى وزارت دملګروملتونو څانګې مديرڅرګندونودكميسيون دغړو قناعت حاصل نكړ.
دغه راز په همدې ورځ : دمشرانوجرګې او دسولې دټينګښت دخپلواك كميسيون رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددي دافغانستان دكركټ ډلې له  اتلو غړو سره وكتل .
پدې كتنه پروفيسور مجددى داسيايې لوبو دستاينې ترڅنګ داسلام دمبارك دين له نظره دسالمو ورزشې لوبو په اهميت خبرې وكړې او دوي ته يې دخير دعا وكړه ، زياته يې كړه چې په نيكو كارونوكې  دانسان برياليتوب ، دتقوا او ايماندارۍ سره ترلاسه كيداى شې .

دليندۍ  ۳مه : په هيواد كې  دامنيتې ګواښونو او دهغوي څخه دخلاصون دلاروچارو دلټون په موخه د افغانستان دملى شورا د دواوړو جرګو درئيسانودكميټې  ګډه او فوق العاده غونډه جوړه شوه. په غونډه كې دولسې جرګې مشر محمد يونس قانونى دهيواد امنيتې حالت دانديښنې وړ وباله ويې ويل : امنيت دخلكو دژوندانه بيلا بيل اړخونه اغيزمن كړي دي او د دولت دمخالفينو فعاليتونه ، تښتونې، وسله والې غلاوې ، ځانمرګې بريدونه اودهيواد دامن لرونكوولايتونودوضعې دخرابولو په موخه دمخالفينو هڅې ، دهيواد د نا امنه كولو نښې نښانې دې . چې بايد داوارولو لپاره يې ، دهيواد له ولسمشر ، امنتيې  اودناتو له چارواكو سره دنويو لارو چارو او طرحو په اړه  تصميم ونيول شي.
دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور مجددى هم په خپلو ويناو كې دهيواد امنيتې وضع ناسمه وبلله ويې ويل چې په هيواد اونړۍ كې ناامنۍ  داوس اوراتلونكې لپاره دستونزو زيږونكې ده .
دمشرانوجرګې مشر دناامنيو كورنيو او بهرنيو اړخونو ته هم اشاره وكړه ويې ويل، چې تيرو جګړو دټولنې د يوې برخې  په ذهنواواخلاقو  ناړوه اغيزې كړې او داسي كسان شته چې ،اسلامې او ټولنيزواخلاقو او دادابوپرخلاف او دپيسو دلاسته راوړلو لپاره په هر ډول ناوړه عملونو اوآن په وژونو، ځانمرګو بريدونو ، تښتونو لاس پوري كوي ، اوبهرني عوامل يې د جګړمارانو  تمويل كوونكي په لاره اچونكې سرچينې دي چې له افغانستان څخه بهر او په ځانګړى ډول د( آى ، اس ،آې ) استخباراتې فعاليتونه دي چې دغه شان لوبې پخپله دپاكستان اونړۍ لپاره هم  ناوړه امنيتې خطرونه رامنځته كوي .
په غونډه كې درئيسانو دكمېټې غړو دهيواد دامنيتې حالاتو په  باب ورته نظرونه وړاندي كړل اودخلاصون مناسبې لارې چارې يې وړاندې كړې .
خو په هيواد كې دامنيتې ناورين دحل په موخه وروستۍ پريكړه ، درئيسانو دكمېټې راتلونكې غونډې ته وځنډول شوه .

دليندۍ  ۴مه : دپروفيسور مجددى په مشرۍ دمشرانوجرګې په غونډه كې د( عسكرى جزا قانون) له ځينو تعديلونو سره تصويب شو.
دغه قانون چې دحكومت لخوا دپړاونو دوهلو لپاره راليږل شوى و، دولسې جرګې له تصويب وروسته دمشرانوجرګې د دريوو غونډوپه ترڅ  كې په درېوو څپركو او(۴۸) مادو كې تصويب شو.
دليندۍ  ۵مه :  دآمر سعدالله په مشرۍ دمواصلاتواومخابراتو په كميسيون كې دكابل دبريښنا موسسې رئيس دنوموړى موسسې دپراختيايې پرګرامو په اړه دمالوماتو دوړاندى كولو ترڅنګ ، دسناتورانو پوښتنوته ځوابونه وويل. ده دتاجكستان څخه ددراليږديدونكې بريښنا دمزو دتمديديادونه وكړه ويې ويل :تر راتلونكى كال پورى به دغه پروژه بشپړه اودبريښنا له پلوه به دكابل ښاريانو ستونزه اواره شې.
نوموړى ديوې پوښتنې په ځواب كې ، دبريښنا نشتوالى او په كابل ښاركې دبريښنا نامنظم ويش، دسروبې ددستګاو ترميم او دد ستګاه  دځينو تجهيزاتو زوړوالى يې په ګوته كړ ويې ويل،چې په ۲۰ راتلونكو ورځو كې به داستونزه اواره شې.
دطيبې زاهدې په مشرۍ دشهيدانو ،معلولينواوټولنيزوچاورپه كميسيون كې د معلولينو داتحاديې درئيسانو په ګډون د ليندۍ د۱۲مي دمعلولينودنړيوالې ورځې دنمانځنې په اړه خبرې اترې وشوې ،اوپدې اړه تصميمونه ونيول شول.

دليندۍ ۶مه :  دسيدحامدګيلاني په مشرۍ دمشرانو جرګې غونډه دځينو سناتورانودرپوټونو داوريدو په موخه جوړه شوه .
په پيل كې عبدالباقى بريال دمعلوليت دنړيوال تړون سره دافغانستان دمعلولينو  داتحاديې ديوځاې كيدو په ا ړه دمعلولينو غوښتنه ، دبن دغونډې دپريكړود درېيمې مادې پربنسټ دجګړې دقربانيانو لپاره دمرستندويه صندوق جوړول اود معلولينو لپاره د قانون وضع كول  ، مطرح كړل، اودمعلولينو دبې شميره ستونزو داوارولو لپاره دجرګې دغړو دلازياتې پاملرنې غوښتونكې شو.
وروسته ډاكترمحمدزمان بهلول دباميانو دخلكو دژوندد وضعې په اړه دخپل وروستى سفررپوټ وړاندى كړ، او دخلكو ډيرې ستونزې دكوردنشتوالي او په غارونو كې ژوند ،لرغونى كرنيز سيستم اولږ حاصل ،دتګ سختې لاري او روغتيايې خدمتونوته نه پاملرنه يې په ګوته كړل ،اودژمى له رارسيدو مخكې په يادوشويو برخو كې داړوندو چارواكو د بيړنيو ګامونو دپورته كولو او پاملرنې غوښتونكى شو.
دغه راز په غونډه كې ځينو نورو سناتورانو په بيلابيلو ولايتونو كې دورته ستونزو په اړه رپوټونه وړ اندى كړل.
همدارنګه دوسله والو ځواكونو دمكتبي ظابطانو اوساتنمنانو دقانون په باب دولسې جرګې مصوبه د دفاعي چارو دكميسيون لخوا غونډې ته وړاندى شوه.خو دكورنيو ، دفاع وزارتونو اودملي امنيت درياست دواكمنواستازو دګډون داړتيا په پام كې نيولو له امله راتلونكې غونډې ته وځنډول شو.
دليندۍ ۷مه : دحاجې محمد اكبر وحدت په مشرۍ دمالى اوبودجې په كميسيون كې د ماليې وزارت دخزاينو رئيس د ۱۳۸۵كال دعوايدو او د دولتي ادارودمعاشونو دنوى سيستم په اړه مالومات وركړل .
ده وويل،چې پدې رياست كې دثبت اواخيستلو  اودولايتونو دمستوفيتونو  څخه  دراپورداخيستلونوى كمپيوترى سيستم  يي رامنځته كړې او عملي كاري يې دهرات په ولايت كې پيل شوى دى ، چې دى كار اسانتيا او په كاركې روڼتيا رامنځته كړى ده .
ده زياته كړه دهيواد په مركز اوولايتونو كې په انفرادې ډول دمعاشونو دوركول سيستم تركار لاندى دى ، او په پام كې ده چې دبانكونو اوصرافانو له لاري معاشونه په خپل وخت وركړل شي.
نوموړى دتير كال عوايد د( يوپنځوس ميليارده افغانيو )په شاوخوا او دروان نيم كال عوايد يې د ( يووشتوميلياردو افغانيو ) څخه زيات وښودل .
داحمد شاه رمضان په مشرۍ دعدليې ، كرنې اواقتصاد وزارتونو استازو دايران داسلامى جمهوريت سره دموافقت ليكونو په اړه مالومات وركړل.       دغونډې غړو ددوي دڅرګندونو سره سم دقضايې همكارۍ ، يو بل ته دمجريمينو سپارل دبوټو اونباتاتو  قرنطنيه كول اودايران له دولت سره دپانګې اچوني ملاتړ او هڅونې په برخو كې دموافقت ليكونو لا سليكول اغيزمن وبلل .

دډاكترباختر امين زي په مشرۍ د عامه سوكالۍ دكميسيون په غونډه كې دماليې وزارت دګمركونو رئيس دليږدونكو وسايطو دمحصول په ا ړه د سوداګرو لخواد رارسيدولو شكايتونو په باب پوښتنو ته ځوابونه وويل .
نوموړى وويل ،چې ددغو وسايطو اشترنګونه په دوبۍ كې  له ښې لاس څخه كيڼ لاس ته بدل شوي دي  ،چې ډيريې ترافيكي پيښو درامنځته كيدو لامل كيږي ، نو لدى كبله  دغه شان وسايط دپرزې په نوم محصول كيږي ،چې پدې اړه دولسمشر فرمان هم شته .
كميسيون وپتيله چې دسوداګردستونزې  داوارولو په اړه دې  له ولسمشر سره وكتل شي.
د ډاكتر زلمي په مشرۍ دشكايتونو داوريدو كميسيون د سوداګرۍ وزارت دنفتي توكوتصدۍ  درئيس په ګډون غونډه وكړه .
.دنفتي توكو دتصدۍ رئيس وويل: اوس مهال دكابل په  ښاركې په مناسبه بيه دولت دتيلودويش ۲۱ مركزونه فعال كړي دي ،چې اووه ټانكونه دمخكنى قرارداد له مخي دخصوصي سكتور په واك كې  وركړل شوي وو،چې بيرته به  ددې تصدۍ په چوكاټ كې فعال شي.
ده وويل چې ۱۸۰ ټانكره بې كيفيته تيل يې دحيرتانو په بندركې قرنطين كړي  ، اونسبتې دوسيې يې څارنوالۍ اوعدلي محكموته ليږل شوي دي ، خو دقضايې چارواكو لخوا يې برائت ترلاسه كړى دى.
دغونډې په بله برخه كې دكابل ښاروالۍ مرستيال ددرېيمومكروريانونو په ساحه كې دماركيټ دجوړولو په باب مالومات وركړل ،ويې ويل ،چې له څيړنو وروسته داڅرګند شوه چې دماركيټ خاوند هيڅ ډول قانوني سندونه په واك كې نلري ، خونوموړى دعوا كوي چې  دملكيت سندونه يې دجګړو له امله سوزيدلي دي.
دكميسيون سلا پردې شوه چې په دغه ماركيټ كې دې دموضوع ترتثبيت پوري دنورو هټيو دجوړولو مخه ونيول شي.

دليندۍ ۸ مه : په هيواد كې دامنيت دټينګيدو په باب  يوځل بيا  دملى شورا د دواړو جرګو درئيسانو كميټې ،دملى دفاع اوكورنيو چارودوزيرانو اودملى امنيت دمرستيال په ګډون ګډه غونډه وكړه .
دملى دفاع وزيرعبدالرحيم وردګ دهيواد دملي اردودڅرنګوالى اوڅومره والى په باب مالومات وركړل ويې ويل :په هيواد كې كورني اوبهرني ځواكونه چې دامنيت تامينولولپاره فعاليت كوي ، د دولت وسله وال مخالفين  ورسره دمخامخ جګړې ځواك نلري اوډيرپه ځانمرګو اومهالنيو بريدونولاس پوري كوي .
ده دغه راز دراتلونكى كال دپسرلى په موسم كې د دولت دمخالفينو دبريدونودمخنيوى په موخه دنيول شويو تدبيرونو په اړه مالومات وركړل زياته يې كړه  ،چې په پام كې ده  دامريكا دسنا جرګه په راتلونكې ميلادى كال كي يوزواته سوه ميليونه ډالره دافغانستان دملي اردو دپياوړتيا لپاره تصويب كړي او هم په نږدى راتلوونكې كې دامريكا متحد ايالتونه لس زره ميله وسله اولس ترانسپورتي او پوځې الوتكې دافغانستان له ملى اردو سره مرسته وكړي.
دكورنيو چارووزير ضرار احمد مقبل ددې ترڅنګ چې دكابل په ښاركې  درجرمنو دكچې په راټيټولو كي د پوليسودكړوڅخه يادونه وكړه . څرګند يې كړه چې دغه وزارت په كابل ښاركې دښه امنيت او عامه نظم  دراوستلو په موخه ښار په څلورو امنيتي  زونونو ويشلى دى.
ده دهغوامنيتې خصوصي شركتونودتړلو په اړه چې دكورنيو چارو وزارت لخوا دفعاليت  جواز يې نه درلود وويل، چې تردې دمه اووه شركتونه تړل شوي دي او ګڼ شمير وسلي او مهمات ترې ترلاسه شوي دي اوپه پام كې دي چې شل نورشركتونه هم وتړل شي.
دملى شورا د دواړو جرګو رئيسانو دامنيت دښه والى په اړه دطرحواونظرونو دوړاندى كولو ترڅنګ ،له دغو چارواكو څخه وغوښتل چې له هغو مجاهدينو څخه چې دجګړې او پوځي عملياتو  په تاكتيك ښه پوهيږي ،دملى اردو په ليكوكې جذب كړي او دپوځي عملياتو پرمهال دملكي وګړو دمرګ ژوبلې دمخنيوي لپاره ترخپله حده هڅه وكړي .
دليندۍ  ۱۰ مه :  دمشرانوجرګې اودسولې دټينګښت دخپلواك كميسيون رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى دهرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ دسپين ږيرو اوعالمانو سره  وكتل .
پدې كتنه كې تورمحمد خان دنورو په استازيتوب ددغې ولسوالۍ دخلكودسيمه ييزو ستونزو اودبي ګناه بنديانو دخوشې كولو ،دبيارغونې او ولايت ته ددغې ولسوالۍ د لوړولو په اړه خپلې غوښتنې طرحه كړې .
پروفيسور مجددى دشينډنډ ولسوالۍ دخلكو دقربانيو ديادونې ترڅنګ وويل ،چې د دولت دمالي امكاناتو په پام كې نيولوسره به ددوي ستونزې د دولت دمشرتابه سره مطرح كړي.
په همدې ورځ :دصديقې بلخى په مشرۍ دجنسيت اومدنې ټولنې په كميسيون كې د ماشومانو داصلاح او روزنې درئيس څخه ددې مركز دمحجوزينولپاره د خوړودنشتوالى ، دمناسب ځاى ، دپاكۍ دچارو، دبريښنا دنشتوالى اودهغوي د دوسيو دنه څيړلو په اړه پوښتنې وشوې. ددې مركز رئيس مطرح شوې ستونزې رد كړې ويې ويل چې دخواركي توكو دبيو دلوړيدو اويوه تن  ديوې شپې او ورځې  لپاره  په تخصيص شوېو   (۴۰) افغانيو نشې  كولاي دهغوي لپاره پوره خواړه چمتو كړي.او په خپل وخت دهغوي د دوسيو څيړل يې دقضايي اوعدلي ادارو مسووليت په ګوته كړ،خو په ځينو برخو كې دنوموړى ځوابونو دكميسيون دعړو قناعت حاصل نكړ ،او دهغوي دستونزو په اوارولوكې دنوموړى دپاملرنې غوښتنه وكړه .
داحمد شاه رمضان په مشرۍ دنړيوالو چاروپه كميسيون كې دبهرنيو چارو وزارت دسياسى اوپارلمانې څانګو مديرانودخپلو اړوندو حوزو په اړه رپوټونه وړاندي كړل ،چې دكميسيون دغړو لخوا مثبت وارزول شول.
د ليندۍ ۱۱مه : دپروفيسور حضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ دمشرانوجرګې په غونډه كې  دقضايې مرستو د پانګې اچونې څه ملاتړ او هڅونه ، دبوټو دقرنطينې دساتنې اودمجرمينو دسپارلو په باب دافغانستان اوايران داسلامې جمهوريتونو ترمنځ ، موافقه ليكونه تاييد شول .
دغه موافقه ليكونه دمشرانوجرګې د نړيوالو چارو په كميسيون كې له څيړنې او غور وروسته دمحمد علم ايزديارله خوا غونډې ته وړاندى شول چې دغونډې دغړو لخوا درايو په ا كثريت سره تاييد شول .
دغه راز په غونډه كې دملى دفاع او كورنيو چارو دوزارتونو او دملى امنيت دلوي رياست داستازو په ګډون دوسله وال پوځ دمكتبې وړو ظابطانو اوساتنمنانو د ذاتې چارو قانون په باب دولسې جرګې دمصوبې په باره كې خبرې وشوې.
په همدې ورځ ، دمشرانوجرګې او دسولې دټينګښت دخپلواك كميسيون رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى دټاكنودتنظيم په چارو كې دملګروملتونو(يوناما) د فتر داستازي ښاغلي كاريج جنس سره وكتل .
   پدې كتنه كې جنس دراتلوونكو رياستې او پارلمانې ټاكنو دترسره كولو دڅرنګوالى په برخه كې ددغه دفتر دچمتووالى په اړه دمشرانوجرګې رئيس ته مالومات وركړل .
پروفيسور مجددى ديوناما د دفتر له كړو څخه دمننې ترڅنګ ،ټينګار وكړ تر څو دټاكنو دفتردټاكنو دكاركوونكوپه اصلاح كې ډيره پاملرنه وكړې ترڅوصادق او بې پرې كسان ونسې ،چې راتلونكې ټاكنې روښانه او د ناوړه ګټې اخيستنې څخه پاكې ترسره شي ،او د راتلونكو ټاكنو په څرنګوالي كې شكايتونه پاتې نه شې .
همدارنګه په همدې ورځ دمشرانوجرګې د دويم نايب ډاكتر برهان الله شينواري په مشرۍ (۲۳) تنه سناتوران دهندوستان دپارلمان څخه دكتنې او دقانون جوړول په وركشاپ كې دګډون لپاره نوى ډهلې ته روان شول .
دليندۍ ۱۲مه :  دمشرانوجرګې رئيس پروفيسور حضرت صبغت الله مجددى دالمان دفدرالى جمهوريت له سفير اوداروپادټولنې له استازى هانس بورګ سره دملى شورا په مقر كې وكتل .
پدې كتنه كې دهيواد دسياسى اوامنيتې حالاتو په باب خبرې وشوې ، دمشرانوجرګې رئيس دپوځې عملياتو پر مهال دهيواد له امنيتي ځواكونو سره دآيساف دپوځونو دهمغږۍ په اړيتا باندي ټينګار وكړ ويې ويل : هغه كسان اوا فراد چې دطالبانو په نوم دافغانستان ددولت په وړاندى ولاړدي ، ډير يې افغانان ندي ، اودبهرنيو هيوادونواتباع هم دهغوي په ليكو كې شامل دي ،موږ له نړيوالې ټولنې څخه چې د تلپاتې ثبات لپاره له پولي اخوا دترهګرو اوالقاعدې اصلې اډې دړې وړې كړې .
په همدې ورځ : دهيواد ولايتونو ته  دطبې خدمتونو دترسره كولو په موخه د ۴۰ تنو متخصيصينودليږلو دشكايت  په اړه د روغتيا وزرات ګام پورته كول ، د ډاكتر زلمي په مشرۍ دشكايتونو دارويدو دكميسيون او د نوموړى وزارت دبشري منابعو رئيس ترمنځ په غونډه كې وڅيړل شول ، په پايله كې كميسيون وپتيله چې دنوموړى وزارت دلايحې پربنسټ  دې نوموړي متخصيصين په نوبت سره ولايتونو ته وليږل شي چې په دې اړه ددغو متخصيصينو موافقه هم ترلاسه شوه .
ددغه كميسيون دغونډې په بله برخه كې دافغان بيسيم مخابراتې شركت لخوا دپنجشير ولايت دځينو سيمو دنه پوښښ په اړه ددغه ولايت داوسيدونكو شكايت دافغان بيسيم دسلاكارسره وڅيړل شو .نوموړى ژمنه وكړه،چې دنوموړى ولايت پاتې برخې به هم ددغه شركت ترمخابراتي پوښښ لاندي راشې.
دغه شان په همدې كميسيون كې دكابل دطبې پوهنتون له سرپرست سره د درېيم چانس دازموينې په برخه كې دځينو محصلينوپرغوښتنې خبرې  اترې وشوې او دنوموړى پوهنتون سرپرست ژمنه وكړه ،چې دپوهنتون دعلمي شورا په غونډه كې به ددوي دبرخه ليك په اړه تصميم ونيول شي .
احمد شاه رمضان په مشرۍ دنړيوالو چارو په كميسيون كې ددغه كميسيون او پارلماني ډلو داساساتو په اړه امريكا دمتحدو ايالاتو دپرمختيايې اداري ( يو،اس ،اى ،آى ،ډى ) سره مشورتې غونډه وشوه.
دليندۍ ۱۳مه : پروفيسورحضرت صبغت الله مجددى په مشرۍ ،دمشرانوجرګې  په غونډه كې دجرګې د داخلي دندوپه اصولو  كې دتعديلونو په ا ړه خبرې وشوې .
دمشرانوجرګې دداخلي دندو  اصولو ، د مصونيت  اوامتيازونو دكميسيون له  څيړنو او غور وروسته ،  له  ځينو وړانديز شويو تعديلونو سره يوځاى دكميسيون دمشر انجنير محمد افضل احمدزې لخوا غونډې  وړاندى شو.
چى له لومړۍ مادې څخه تر لسمې مادې پورې دجرګې دغړو له خبرواترو وروسته تصويب شو،چې له دې ډلې څخه په  درېيمه او اوومه ماده كې بدلون رامنځ ته شو او نهمه ماده اودرې فقر په  لسمه ماده كې زياتې شوې.
په همدې ورځ:دمشرانوجرګې لومړى نايب سيد حامد ګيلاني دننګرهار ولايت د بټى كوټ ولسوالۍ له ځينو سپين ږيرو،عالمانو اومشرانوسره وكتل .
په دې كتنه كې ډاكتر صديق مومند دنورو په استازيتوب دخپلو سيمه ييزو ستونزو په باب خبرې وكړې ويې ويل ، چې ددغې ولسوالۍ مشرانودروان كال دروژې په مياشت كې دهيواد له ولسمشر سره ديوې غونډې په ترڅ كې دبټى كوټ ولسوالۍ كې دامنيت دتامينولو اودنشه يې توكو پرخلاف  دمبارزې په برخه كې ژمنه وكړه  او ولسمشر ددغې ولسوالۍ دخلكو اودمعيشت اودكرنې دځمكو دكمښت له امله دروان كال دتلې دمياشتې په اتلسمه نيټه دننګرهارولايت مسوول چارواكو ته لارښوونه وكړه چې دغازى اباد دفارم دځمكو پنځه بلاكونه دى دكركيلي په موخه دبټى كوټ ولسوالۍ خلكو ته په معقوله توګه په اجاره وركړل شې  .
ده زياته كړه چې  موږ دولسمشر دحكم دپلي كولو په موخه دننګرهار ولايت له چارواكو سره خبرې كوو دوي زموږ دعرض په وړاندي د  رد ځواب راكوي ، او ددغې سيمې ځمكې دشخصى ملاحظاتو له مخي په ناقانونه توګه  دناوړه گټه اخيستوونكوپه واك كې وركول كيږي.
دمشرانوجرګې لومړي نايب ددې ستونزې اودولسمشر دحكم داجرا په وړاندې كاري خنډونه وليكل ويې ويل چې ددغې ولسوالۍ دخلكو دستونزو داوارولو په موخه به موضوع له اړوندو چارواكو سره شريكه كړي.

دليندۍ ۱۴مه : دمشرانوجرګې په فوق العاده غونډه كې د داخلي دندو په اصولو كې د راوړل شويو تعديلو له مخې دمشرانوجرګې دشپاړسګونو كميسيونونو شمير يوولسو كميسيونونو ته راكم شو ، دغه غونډه چې دمشرانوجرګې لومړي نايب سيدحامد ګيلاني يې مشري كوله. ددغې جرګې د داخلي دندو په ا صولوباندې له يوولسمې مادې څخه ترپنځلسمې مادې پورې كار وشو،چې له دې جملې څخه په پنځلسمه ماده كې له شپاړسو كميسيونونو څخه يوولسو كميسيونونو ته دمشرانوجرګې دكميسيونونو دكمولو په باب دمصوونيت اوامتيازونو دكميسيون دوړانديز تعديل دغونډې دغړو دتصويب وړ وګرځيد اوددفاعې  چارو، ولايتې شورا ګانو ، معلولينودچارو ، قومونو اوقبايلوچارو،او دژوندانه دچاپيريال ساتنې دكميسيونونوچارې نورو كميسيونونوته وسپارل شوې ، دغه راز دفرهنګې ،پوهنې او لوړوزده كړو برخه له مذهبې كميسيون جلا او په مستقل ډول جوړ شو وروسته دملى شورا د دواړو جرګو درئيسانو دكميټې اودافغانستان داسلامي جمهوريت دامنيتې ادارو ګډه طرحه دزياتو مالوماتولپاره دمشرانوجرګې دمنشې دنايب عبدالخالق حسينې پشه يې لخوا غونډې ته ولوستل شو ، ټاكل شوې ده دملى شورا يو شمير غړي ددغې طرحې داجرا كولوپه موخه  دهيواد له ولسمشر سره وګوري ،دغه راز دافغانستان دملى شورا دژمنيو رخصتيو په وخت كې دملى شورا دغړو د دندوپه باب دولسمشر فرمان غونډى ته ولوستل شو ، دملى شورا دغړو يوه نيمه مياشت رخصتې دروان كال د ليندۍ دمياشتې له شپاړلسمې نيټې څخه دسلواغې دمياشتې ترلومړۍ نيټې پورى دافغانستان داساسى قانون د ۱۰۷ مادې له مخې د ا منيت دتامينولو او دسيمه ييز ادارودسمون، دلومړيتوبونودپه ګوته كولو، او دسيمه ييز ادارو ،عالمانو او سپين ږيرو په ګډو هلو ځلو سره  دپر مختيايې پروژو په پلې كولو باندې دڅارنې په موخه دهيواد دولسمشر لخوا صادر شوى دى .

 

 

ليكوونكى : هدایت الله واحدي
    ژباړن : محمد آصف رؤوفي
ايډيتور : عنايت الله رمز
    مهتمم : قدم علی نیکپی