اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

 د ۱۳۹۲ كال د ليندۍ يولسمه نېټه

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار نن د مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كې د الكترونيكي تذكري څخه د ( قوم او دين) كليمو د ليري كولو په اړه د مشرانو جرګې پر وړاندي د يو شمېر كړيو تورونه رد كړل ويې ويل ، چې دغه دواړه كلمې د حكومت د طرحي په اساس چې مشرانو جرګې تصويب كړي ده د تذكري په چپ كې ځاي پر ځاي شوي دي . د سنا مجلس رئيس ، يو شمېر رسنيو څخه په ګلي او د دې كړيو د منفي تبليغونو او شخصيت وژنو څخه په سختې نيوكې سره وويل چې بايد ټول خلك د دې تذكري

11-tmatDSC_0009.JPG

 متن او محتوا په دقيق ډول مطالعه كړي چې هم دين او هم افغان د حكومت او عدليې وزارت د طرحي سره سم د (چپ) په داخل يعنې د الكترونيكي تذكري په حافظه كې تصويب شوي چې البته هيڅ افغان او مسلمان دي كار ته راضي نه چې د خپل ملي او ديني پيژندګلوۍ څخه منصرف شي ، په ځانګړي ډول د افغانستان مشرانو جرګه به هيڅ كله د دې دوو مهمو پيژندنو څخه مخ ونه ګرځوي . نوموړي زياته كړه چې د (قوميت او دين ) په ګډون شاوخوا پينځه ديرش نور معلومات چې د تذكري په ښكاره پاڼه كې نه دي ځاي پر ځاي شوي په چپ كې ساتل شوي دي . مسلم يار زياته كړه چې د دواړو مجلسونو ګډ هيئت ګمارل شوي تر څو د تذكري د تخنيكي امكاناتو په پام كې نيولو سره يو شمېر اختلافي موارد حل كړي . نوموړي د هېواد په اوسنيو شرايطو كې د يو شمېر رسنيو له خوا د حقايقو په خپرولو كې د پټه خوله پاتې كېدو او يا هم د رسنيو د دروغجنو اطلاعاتو او يا هم د لاريونونو له لارې د عامه ذهنونو د بدلون له پاره كوښښونه زيانمن وبلل ، د هېواد له خلكو يې وغوښتل چې د مشرانو جرګې رايو او پريكړو باندې اعتماد وكړي .