اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۰ مه٬ ۱۳۹۸ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۲ كال د وږي ۱۷ مه نيټه

په هغه صورت كې چې مسئول چارواكي د نورستان ولايت امنيتي او اقتصادي وضعيت ته پاملرنه ونه كړي ، دغه ولايت به د مخالفينو لاسته ورشي .

دغه مطلب د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدو د كميسيون رئيس ډاكټر زلمي زابلي نن د يو مطبوعاتي كنفرانس له لاري په داسي حال كې چې د دې ولايت سناتوران حاضر وو ، څرګند كړ ويې ويل چې يوه اونۍ وړاندي د نورستان ولايت د سناتورانو په ملګرتيا د يو سفر په لړ كې يې ترلاسه كړي چې د دې ولايت خلك خوراكي توكو ، د روغتيايي خدمتونو ترسره كيدو ، د مسلكي ښوونكو شتون ، د امنيت ټينګښت ، د مواصلاتي لارو د خلاصيدو او د سړكونو جوړلو ته ډيره اړتيا لري .

ډاكټر زلمي زياته كړه د دولت د مخالفينو د جدي تاوتريخوالو له امله په نورستان كې د يوې نيمې مياشتې راهيسې د مواصلاتي لارو تړل ، د دې سبب شوي چې پنځوس كيلو ګرامه اوړه په شپاړسو زرو افغانيو وپلورل شي . دغه راز نوموړي په دې ولايت كې د خلكو د ستونزو پر وړاندې د نورستان د والي په نه پاملرنې نيوكه وكړه ، ويې ويل : يو شمير امنيتي منسوبين وايي چې د نورستان د امنيې قوماندان هره مياشت د دوي زر افغانۍ معاش د ځان په ګټه وضع كوي او هم د دې قوماندانۍ له خوا د سرتيرو يو شمير اعاشوي مواد حيف ميل كيږي.

17sunbola1392jalasssa (1).jpg

زابلي زياته كړه د امنيې قوماندانۍ پوري اړوندې موضوعګانې څارنوالي ته ليږل شوي او د مواصلاتي لارو د پرانيستو او د روغتيايي خدمتونو د وړاندي كيدو په برخو كې د ملي دفاع او عامي روغتيا وزيرانو سره خبري شوي دي ، خو د دوي له خوا د ژمنو سره سره ، په دي برخه كې كوم عملي اقدامات نه دي شوي . په داسي حال كې چې ډاكټر زلمي په نورستان ولايت كې بيا رغاونه او نوي رغاونه ناڅيزه وبلله ، ويې ويل چې د وروستيو دولسو كلونو په لړ كې د يو ميلون ډالرو څخه په كمو پيسو په دې ولايت كې د بيا رغاونې كارونه ترسره شوي دي .

نوموړي وويل چې د نورستان مشران خبرداري وركوي ، په هغه صورت كې چې د دوي امنيتي او اقتصادي ستونزې حل نه شي د مركزي حكومت سره به خپلې اړيكې پري كړي او ټينګار يې وكړ چې ژر تر ژره دي د چارو مسئولين د نورستان ولايت ته جدي پاملرنه وكړي له دي پرته به راتلونكې مسئوليت د دوي پر غاړه وي .