اصلي پاڼه | دری | English |
Expand
Expand
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
Expand
مونږسره اړيكه
شنبه ٬د كب ۷ مه٬ ۱۳۹۵ ل
hashmi.jpg
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د ښاغلی سید حفیظ الله هاشمی د مشرانوجرګې د دارالانشاء عمومی رییس لنډه پیژندنه

زوکړه، زدکړه او مهارتونه:

ښاغلی سید حفیظ الله هاشمی د سید عبدالحق خان زوی د ۱۳۴۹ لمریزکال د وری میاشتی په ۱۹ مه نیټه د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ د میاصاحب کلی په یوه روحانی او دینداره کورنۍ کی سترګی دُنیا ته وغړولی.

لومړنی زده کړی یې دکابل ښار د محراب الدین په ښونځی کی په ۱۳۶۲ لمریز کال په بریا پای ته ورسولی، په همدی کال د کابل په میخانیکی لیسه کی شامل او په ۱۳۶۶ لمریزکال کې له یادی لیسې څخه په ښه درجه فارغ شو.

د ۱۳۶۷ لمریز کال د کانکور آزموینې په پایله کی د ننګرهار پوهنتون د انجینرۍ پوهنځی ته بریالی او هلته یې له یوه کاله زده کړی وروسته د دویم صنف په شروع کی په هیواد کې د هغه وخت د ناسمو شرایطو او جکړو له امله هجرت ته اړ شو.

په ۱۳۷۰ لمریز کال یې د پیښور د ښوونکو له شرعی عالی معهد څخه د ۱۴ ټولګی بری لیک تر لاسه او دلسانس په کچه لوړې زده کړی یې د امریکی د متحده ایالتونو د واشنګټن په نړیوال d1 پوهنتون کې په ۱۳۸۷ لمریز کال پای ته ورسولې او د واحد د د خپلواک پوهنتون د اړوندو رسمي دندو د ترسره کولو ترڅنګ د اداره او تجارت ماسترۍ د برې لیک د ترلاسه کول او دخپلی پوهې د کچی د لوړو په موخه د داکتری سند حاصلول لپاره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

ښاغلی سید حفیظ الله هاشمی د کمپیوتر زیاتره پروګرامونه لوستی او په ورځنیو چارو کی د کمپیوتر په کارولو بشبړ برلاسی لری. نوموړی له پښتو او دری برسیره په عربی او انګلیسی ژبو بشپړه برلاسي لري او خبری٬ لیکنی او ژباړني پری کولی شي. هغه د مدیریت٬ ادارې٬ پلان جوړولو٬ برنامو په ترتیبولو٬ تنظیمولو او کنترول په برخو کی د لوړ مهارت خاوند دی.

هغه په ګڼ شمیر کورنیو او بین المللی روزنیزو سمینارونو او ورکشاپونو کی ګډون کړی چی دامریکا ٬کاناډا٬ اکوادور٬ فرانسه٬ سویس٬ جرمنی٬ ایټالیا٬ فلیپین٬ قزاقستان٬ سعودعربیه ٬ امارات٬ هندوستان٬ پاکستان٬ قطر٬ ایران ٬ ازبکستان٬ تاجکستان هېوادونو په روزنیزو پروګرامونو کې یې د ګډون یادونه کولی شوو د نمونه په شکل.

کاري تجربې او دندې:

·         په ۱۹۹۳ زیږدیزکال د پېښور د العون الاسلامي د نړیوالی خیریه موسسې د ارشیف د مدیر په توګه؛

·         په ۱۹۹۴ زیږدیزکال د یاد د مدینی منورې د دارالایتام د لیلیې د مدیر په توګه؛

·         په ۱۹۹۸ زیږدیزکال د یاد دارالایتام د تدریسي مرستیال په توګه؛

·         په ۲۰۰۳ زیږدیزکال په کابل کې د اساسی قانون د تدوین د کمېسون په دارالانشاء کې د لوژستیک او ترانسپورت د مسؤل په توګه؛

·         په ۲۰۰۵ زیږدیزکال په کابل کې د ملګرو ملتونو د اداری UN د نماینده ګی زیرمتونونو عمومی مسؤل په توګه؛ ( د انتخاباتو په کمیسون کښی در ریاست جمهوری او پارلمانی انتخابات)

·         په ۲۰۰۶ زیږدیزکال د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشاء د لوی ریاست د ترانسپورتي چارو د سلاکار په توګه؛

·         په ۲۰۰۷ زیږدیزکال د نوموړي ریاست د ترانسپورت د رئیس په توګه؛

·         په ۲۰۰۹ زیږدیزکال د همدی ریاست د خدماتو د رئیس په توګه؛

·         په ۲۰۱۱ زیږدیز کال د چارو ادارې او وزیرانو شورا د دارالانشاء د لوی ریاست د مالی او اداری چارو د مرستیال په توګه؛

·         په ۲۰۱۲ زیږدیزکال تر دری میاشتو د چارو اداری او وزیرانو شورا د دارالانشاء د لوی ریاست د مالی او اداری چارو د مشاور په توګه؛

·         له ۲۰۱۲ زیږدیزکال څخه تر اوسه په خارج بست کی د مشرانو جرګی د دارالانشاء د عمومی رئیس په توګه دنده ترسره کوی.

نوموړی د رسمی دندو د ترسره کولو ترڅنګ د هېواد د ولایتي شوراګانو په عمومی غونډه کې د اداری چارو د مسؤل؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن په ګډه جرګه کې د اداری او ترانسپورتي چارو د مسؤل ؛ د سولی په ملی مشورتی جرګه کی د خدماتو دعمومی مسؤل او په عنعنوی لویه جرګه کی د مشاور په توګه؛ او په دودیزه لویه جرګه کې د دارالانشاء د اداري مرستیال په توګه خپلی اړوندې دندې په بشپړ اخلاص٬ ریښتینولۍ او بریا ترسره کړې دي.

ښاغلی سید حفیظ الله هاشمي د غوره او ښو اخلاقو خاوند دی٬ له کارکوونکو او مراجعینو سره ښه چلند کوي٬ د دندو له ترسره کولو سره ښه بلدتیا او په اړه یې بشپړ مهارت لري. له همدې امله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لوړ مقام له لوري څلور ځله د ستاینلیکونو٬ څلور ځله د لومړی درجی تقدیرنامو او دیوه عالی دولتی مډال په ترلاسه کولو ویاړل شوی دی. همدارنګه د مشرانو جرګی د کمیسونونو او عمومی تالار د انتقال کمیسیون، دولتی او غیر دولتی اداراتو لخوا تقدیر او تحسین شوی دی.

واده یې کړی٬ دوه زامن او درې لوڼې لري.

د اړيکې شميرې   : 0708822222

بريښنا ليک     : shafi203@yahoo.com