اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٢ کال د غوايي ٢١ نيټه

دمشرانو جرګې  دغړي ارواښاد سليمان ياري جنازه نن دکابل په جمال مينه کې دسخي زيارت په انګړ کې په درناوى سره خاورو ته وسپارل شوه .

دارواښاد دجنازې دښخولو په مراسمو کې دسنا مجلس رييس فضل هادي مسلميار دمشرانو جرګې لومړي نايب ، دويم نايب اوغړو ،حاجی محمد محقق او دولسي جرګې يوشمير غړو ، ډاکتر صادق مدبر ، دکابينې  يو شمير غړو، لوړ رتبه  دولتي کارکوونکو دسولې دعالي شورا غړو ، عالمانو ، سپين ږيرو ، فرهنګيانو او يو زيات شمير کابل ښاريانو ګډون کړي و .

په دې مراسمو کې دکلام الله مجيد دڅو مبارکو ايتونو په تلاوت سره  دارواښاد روح ته دعا وشوه او دارواښاد سليمان ياري دژوند ليک اوکارنامو له لوستلو وروسته دمشرانوجرګې  رييس فضل هادي مسلميار ديوې وينا په ترڅ کې دارواښاد دشخصيت دبيلابيلو اړخونو په باب او دده مړينه يې سنا مجلس ته يوه ستره ضايعه وبلله .

دغه راز دافغانستان د نجات د ملي جبهې  درييس او داسلامي دولت  دموسس پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي پيغام د ډاکتر ذبيح الله مجددي له خوا چې سناتور ياري په دغه جبهه کې  درهبري دهيئت  غړيتوب  درلود او دجمهور رييس دمرستيال محمد کريم خليلي  پيغام دده ددفتر درييس له خوا له همدې امله  ولوستل شو او دغه راز دحاجي محمد محقق له خواوينا ، دسناتور مير بهادر واصفي له خوا مرثيه او امتنانيه وينا دارواښاد  دزوى حامدياري له خواوړاندې شوه چې په ټولو دغو خبرو کې دسليمان ياري دخير انديشي ، عدالت غوښتنې او ملت دوستي او دارواښاد دټولنيزو ، فرهنګي ، سياسي او جهادي ارزښتناکو خدمتونو  يادونه وشوه .
الحاج سليمان ياري  دحاجي نيک محمد زوى چې زيات عمر يې په لوړو دولتي پستونوکې او درې دورې دملي شورا په غړيتوب کې تير کړ او دجهاد او مقاومت له نومياليو څخه و او دهغې ناروغي له امله چې ورپيښه شوې وه دجمعې په شپه دغوايي په شلمه د نهه اويا کلنۍ په عمر په حق ورسيد .

ټاکل شوې ده دارواښاد فاتحه دثور دمياشتې په دري ويشتمه نيټه له غرمې وروسته دارواښاد دخپلوانو او دسنامجلس دمشرتابه له خوا دعيدګاه په جامع جومات کې  واخستل شي .