اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٢ کال د غوايي ١٥ مه نيټه

دافغانستان دپارلماني خبريالانو کميټه نن دمشرانو جرګې دلومړي نايب ، اود ولسي جرګې ددويم نايب ، د منشي د نايب اود ولسي جرګې ددارالانشا درئيس په شتون ديوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول په ملي شورا کې پرا نيستل شوه .

15sawr1392jalasawa.JPG
په دې غونډه کې چې د ملي شورا د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه ،دسنا مجلس لو مړي نايب محمدعلم ايزديارددغه اقدام د ملاتړپه ترڅ کې ددغې کميټې جوړول دپارلمان دخبرونو اود حقايقو په منعکس کولو کې يوه اړتيا وبلله او وي ويل، رسنيو په ټولنه کې دخبر رسولو په برخه کې ارزښتنا ک رول لوبولي دي او هيله لرو چې دغه کميټه خپل هدفو نه له نافذوقوانينو سره سم تعقيب کړي.
ايزديارد مي دمياشتې ددريمې ،دمطبوعاتو د نړيوالې ورځې له ا مله دمطبوعاتو د برخې کارکوونکو ته مبارکي وويله اودرسنيو له خوا دپارلمان دپيښو د منعکس کولو له ا مله يې مننه وکړه اوډاډ يې ورکړ چې ملي شورا په تيره بيا د مشرا نو جرګه داساسي قانون اودډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو دقا نون په چوکاټ کې له دغې کميټې او له نورو ژورنالستا نو سره همکاري کوي .
دغه راز ده دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو په قانون کې دواردوشويو تعديلونو دپړاونو د بشپړولو غو ښتنه و کړه .

15sawr1392jalasawa (2).JPG
دغه راز په دې غونډه کې د ولسي جرګې دويم نايب صالح محمدسلجوقي هم دپارلماني خبريالانو د کميټې دجوړولو هرکلي او ملا تړ وکړ او جوړول يې دملي شورا دخبرونو دمنعکس کولو او په پارلمان کې دخپلو استازو په باب د موکلينو دپوهاوي په لاره کې يو مثبت ګام وباله او ژمنه يې وکړه چې له پارلماني خبريالانو سره همکاري کوي اود هغوى دستو نزو او غو ښتنو په حل کولو به اقدام و کړي.

15sawr1392jalasawa (1).JPG

دغه راز دپارلماني خبريالانو د کميټې رئيس اباسين زهير ،قدرت الله جاويد او عتيق الله بنا دپارلماني خبريالانو په استازيتو ب ددغې کميټې  د هدفو نو په باب رڼا وا چوله ،د پارلمان د همکاري د جلبولو په ترڅ کې يې د کميټو غړو ته ددفتر د تدارک غو ښتنه و کړه چې ددواړو مجلسونو د اداري هيئت له خوا له هغوى سره ژمنه وشوه