د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٢ کال د غوايي نهمه نيټه
د مشرانو جرګې د اداري هيئت غړو ، د ريسانو
کميټي او د پارلماني ګروپونو استازو په يوې جدا کتنه کې د آستراليا پارلماني هيئت
سره د بيلا بيلو موضوعګانو په اړه خبري وکړي .
.JPG)
په کتنه کې د مشرانو جرګې لمړي نايب محمد علم
ايزديار د هيواد د سولې او ثبات په تامين کې د آستراليا د مرستو او رول څخه
قدرداني وکړه ويې ويل ، افغانستان په ټولو برخو په ځانګړي توګه د آستراليا لوري
سره د پارلماني اړيکو د ټينګښت په باب د پراخوالي غوښتونکې دي او هيله مند يو چې
استراليا د ٢٠١٤ کال وروسته د دواړو هيوادونو د ستراتيژيکو هوکړه ليکونو په چوکاټ
کې د افغانستان همکار اوسي او نړيواله ټولنه خپلې مرستې د موثريت په
خاطر د هيواد د ملي بودجې له لاري ولګوي .
.JPG)
ازديار په هيواد کې د آزادو ، شفافو او سراسري
ټاکنو دجوړيدو داهميت د اړيکې تر څنګ وويل د ښاريانو د ډاډمن امنيت د تامين او د
هيواد د سرحدونو څخه د دفاع لپاره اړتيا شته چې افغان امنيتي ځواکونه په ځانګړي
توګه ملي اردو تجهيز او تمويل شي او د نوموړي هيئت څخه يې وغوښتل تر څو د
افغانستان په کورنيو چارو کې د ځينو ګاونډيو او کړيو د لاسوهنو څخه په مخنيوي کې
دخپل رول څخه همکاري وکړي .
.JPG)
ورپسي د آستراليا د پارلماني هيئت رئيس ښاغلي
هري جنکس په داسي حال کې چې د دغه هيواد په نسبت يې د افغانستان د خلکو دنيک احساس
څخه قدرداني وکړه ، ويې ويل د افغانستان د مشرانو جرګې د غړو پيغامونه به د
آستراليا په پارلمان کې طرحه کړي .
.JPG)
نوموړي د ٢٠١٤ کال وروسته د دغه هيواد له مرستو
څخه ډاډ ورکړ او افغان ځواکونو ته د امنيتي مسئوليتونو د ليږد د پروسي په اړه وويل
، آستراليا د افغانستان د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د راتلونکې کال د ټاکنو
بهير څخه د نړيوالي ټولنې د غړي په توګه همکاري کوي تر څو د اعتماد وړ نتيجه
ترلاسه شي . په غوڼده کې همدا راز دويم نايب حاجي رفيع الله ګل افغان او يو شمير
سناتورانو د مشرانو جرګې د دارلاانشا د کارکوونکو د ظرفيت د ارتقا د لوړيدو ، د
کانونو د راويستلو په برخه کې د همکارۍ او د هيواد د کرهڼيز سيستم د ميکانيزه کيدو
، د نړيوالي سوداګرۍ سازمان ته د افغانستان د ملحقيدي ، د تحصيلي بورسيو د ډيرښت ،
په آستراليا کې
.JPG)
د افغان مهاجرو ستونزو د حل او د ځينو نورو مواردو په
اړه خپلې يو لړ پوښتنې او وړانديزونه طرحه کړل چې د آستراليايي هيئت له خوا د
همکارۍ ژمنه ورکړل شوه .