اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
پنج شنبه ٬د زمري ۲۱ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ١٣٩٢ کال د وري ٢٨ مه نيټه

 له اداري فساد سره د مبارزې دڅرنګوالى ،دخلکو د ښه استازيتوب اود تقنينى تحقيق دخدمتونو د وړاندې کولو ترعنوان لاندې روزنيز ورکشاپ نن دسيل پروژې په نوښت د مشرانو جرګې ددارالانشارئيسانو،امرا نو اوکارکوونکو ته دملي شورا په کتابتون کې جوړ شو

28hamal1392comessyoun (2).JPG

دغه ورکشاپ دمشرانو جرګې ددارالانشا دلوى رئيس سيد حفيظ الله هاشمى له خوا پرانيستل شو.

وروسته دسيل پرو ژې رئيس ډاکترجان پيترسن اوپروفيسرديماري راول ددغو موضوعګانو په باب لکچرونه ورکړل او په افغانستان کې په اداري فساد د برياليتوب دلارو چارو اود ښې حکومت والي په باب خبرې وشوې

28hamal1392comessyoun (1).JPG