د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ١٣٩٢ کال د وري ٢٥مه نيټه
دننګرهار ولايت د پرمختيايي شوراګانو د ريسانو ،
د ولايتي شورا او په ملي شورا کې د ننګرهار ولايت دخلکو د استازو دري اړخيزه غوڼده
د ننګرهار دخلکو د غوښتنو په اړه د کابينې د ځينو غړو سره د دغې ولايت د بيا رغونې
او نوي رغونې په اړه نن جوړه شوه .
دغه غونډه چې د ملي شورا د مشرانو جرګې د رئيس
فضل هادي مسلميار په مشرۍ د ملي شورا په مقر کې جوړه شوي وه ، د دغې ولايت له
مشرانو څخه پنځوسو تنو په دغې ولايت کې د ترسره شويو کارونو د مننې تر څنګ د
ټولنيزو ، اقتصادي او پوهنې په برخو کې ، د دغې ولايت د خلکو طرحې ، غوښتنې او ستونزې
د کليو د پراختيا او بيا رغونې ، فوايد عامي او دعامي روغتيا د وزيرانو او د پوهنې
او کرهڼې د وزارتونو له معينانو سره طرحه او تر بحث لاندي ونيوې او په دغې ولايت
کې يې هر راز پرمختګ مساعد وباله او د حکومت له اوږدو کارونو د پروژو د جوړولو څخه
يې د خلکو پراخ ملاتړ څرګند کړ .
.JPG)
په دي ناسته کې څو تنو د دغې ولايت د ستراتيژيک
موقعيت او نفوسو په تناسب د حکومت د پراختياي بودجې په کموالي نيوکه وکړه او د
پرمختيايي پروژو تطبيق ، د استنادي ديوالونو جوړيدل ، د ښوونځيو د تعميراتو جوړيدل
، د بيکارۍ کمښت ته پاملرنه ، د شاتو د مچيو ، چرګانو ، مالدارۍ ، د کرهڼې د فارم
د جوړيدو ، د ځنګلونو څخه ساتنه ، د پلونو ، پولګيو او سړک جوړيدل ، د زيتونو د
فابريکې ، د ننګرهار کانال بيا رغول ، د دغې ولايت په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي
مرکزونو د جوړيدو ، د مرکزي روغتون د سمباليدو او د يو پينځه سوه بستريز روغتون د
جوړيدو ، د پوهنې د تشکيلاتو کم والي او د درسي کتابونو کمښت يې له اړوندو
مسئولينو سره طرحه کړ ويې ويل موږ يواځي په دي برخه کې د حکومت عملي اقدام غواړو
نه داچې پرمختيايي پروګرامونه راتلونکې کال ته وځنډول شي .
په دي ناسته کې د کليو د پراختيا وزير انجنير
احمد ويس برمک د دغې وزارت د بودجې په اړه معلومات وړاندي کړل زياته يې کړه د
نوموړي بودجې اويا فيصده د ملي يووالي پروګرام ته ځآنګړي شول چې د کليو د پراخوالي
او بيا رغونې لپاره يو متوازن پروګرام دي . نوموړي وويل د ننګرهار ولايت په ٢٢ ولسواليو
کې اته سوه پروژي د ٢٣ ميلونو ډالرو په ارزښت جريان لري او د تيرو لسو کلونو په لړ
کې د دغې وزارت له خوا ١٤٠٠ پروژي پلي شوي دي او دروان کال په لړ کې به د بيلا
بيلو پروژو په برخو کې ١٥ ميليون ډالره ولګول شي .
همدا راز د فوايد عامي وزير انجنير نجيب الله
اوژن په ننګرهار ولايت کې د دغې وزارت د کړنو په توضيح سره وويل سږکال په هيواد
پروژو ته منجمله په ننګرهار کې ١٥٠ ميليونه ډالر په لاس کې لري . او د بهسودو پله
د ډيزاين مراحل تکميل او د دې د خاوې د ازمايښت وروسته داوطلبۍ ته وړاندي کيږي .
نوموړي د تورخم _ جلال آباد پر سړک د کار د کندۍ د تاييد تر څنګ زياته کړه چې ٣٥
فيصده د ډيزاين مراحل يې تکميل او داوطلبۍ ته به وړاندي شي اوژن ژمنه وکړه د
ولايتونو په کچه د فوايد عامي رياستونه به سمبال او مناسبه بودجه به يې په واک کې
ورکړي .
.JPG)
د دغې ناستي په بله برخه کې ، د عامي روغتيا
وزيرې داکتر ثريا دليل د ننګرهار ولايت په کچه د کارونو د پرمختګ څخه يادونه وکړه
ويې ويل : د مرکزي روغتونونو او د عدلي طب د بيا رغونې کار ٨٥ فيصده تکميل او د
اورتوپيدي دوه عمليات خونې جوړي شوي او د نوموړي روغتون په تجهيز کې د طبي وسايلو
له لحاظه پاملرنه کيږي همدا راز د ننګرهار ولسواليو په کچه د قابلګۍ او نرسنګ
پروګرامونه پيل شوي دي . نوموړې وويل د هيواد په ٣٤ ولايتونو کې د روغتيايي
خدمتونو کارکوونکو لپاره د دوي په مياشتيني حقوقو کې لس فيصده زياتوالي راغلي او د
ولايتونو په کچه د روغتونونو د خدمتونو د ريفورم او بيا کتنه پيل کړي ده .
دغه راز د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين
وويل چې په روان کال کې د دغې ولايت په يو شمير ښوونځيو کې بستونه زيات شوي او
يواځي په ننګرهار کې اتيا ديني مدرسي شتون لري او د ښوونکو د ښارګوټي د کتابتون د
جوړيدو ، په لرو ولسواليو کې مدرسو لپاره د ليليې او د مدارسو د ارتقاي
په برخو کې يې معلومات وړاندي کړل ، ژمن شو چې ټولو ستونزو ته به رسيدګي وکړي .
همدا راز د کرهڼې وزارت معين د خپلو کارونو د
شميرلو تر څنګ وويل په ننګرهار کې د لبنياتو د فابريکې په جوړيدو سره په يو شمير
اوسيدونکو په ځانګړي توګه ميرمنو ته به د کار زمينه برابره شي . نوموړي د دغې
وزارت د راتلونکې پلان او کار په حال د تطبيق شويو پروژو لست په ليکلي ډول په ملي
شورا کې د ننګرهار ولايت د استازو په واک کې ورکړ .

په پاي کې د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلم يار
په داسي حال کې چې دغې ولايت پوري اړوند موضوعګاني يې راټولولي د ځينو مسئولينو له
خوا د پروژو د بودجې په نه لګښت يې نيوکه وکړه ويې ويل : مشرانو جرګه د خلکو ګډ
کور دي او د دغې خاوري د اوسيدنکو په خدمت کې ځاي لري او ټينګار يې وکړ چې نوموړي
مسئولين د طرحه شويو ستونزو او وړانديزونو په حل کې اقدام وکړي او ژمنه يې وکړه چې
ننګرهار پوري اړوند عريضي او وړانديزونه به په رسمي ډول آړوندو وزارتونو ته واستوي
او د اجرا څخه به يې څارنه وکړي .