د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر
د ۱۳۹۱ كال د چنګاښ څوارلسمه
د هيواد په سرحدي ولايتونو د پاكستان راكټي بريدونو ، د ايرانيانو له خوا د افغان مهاجرو زورول او د ايران او پاكستان څخه د دوي د اجباري شړلو ضرب العجل د مشرانو جرګې د شكايتونو د اوريدو د كميسيون كلك غبرګون راپارولي .
د دغې كميسيون د رئيس ډاكټر زلمي زابلي نن د يو مطبوعاتي كنفرانس په لړ كې وويل ، د ايران او پاكستان حاحكمان غواړي افغان مهاجر په غيرقانوني او د نړيوالو نورمونو خلاف له دغې هيوادونو وشړي او حتي د ايران مسئولينو دستور وركړي تر څو په افغان مهاجرو خوراكي توكي او د څښاك اوبه ونه پلورل شي د نوموړي په وينا افغان مهاجر په دغه هيواد كې د سرويس موټرو څخه د استفادي اجازه نه لري او هم د ايران اوسيدونكو ته ويل شوي چې افغان مهاجر په كار كې استخدام نه كړي . نوموړي د دغه هيوادونو د مقاماتو اعمال د نړيوالو كنوانسيونونو او قوانينو سره په ټكر كې بولي او د هيواد په جمهور رئيس ، د بهرنيو او مهاجرينو چارو په وزيرانوړ يې نيوكې وكړي ويې ويل بايد پخوا يې د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدو په موخه يې ايران او پاكستان ته هيئت استولي واي . دغه راز نوموړي د مهاجرينو په چارو كې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي كميسارۍ او د بشري حقوقو په چپې خولي سختې نيوكې وكړي ويې ويل د افغان مهاجرو غير قانوني شړلو ، شكنجې او ربړونو سره سره د دغې سازمان چارواكي د دغې هيوادونو په غير انساني اعمالو پر وړاندي بي تفاوتي غوره كړي او كوم غبرګون يه نه دي ښوولې او زياته يې كړه په هغه صورت كې چې مسئول مقامات په دې برخه كې جدي پاملرنه ونه كړي نو د ملګرو ملتونو د سازمان او د دغې سازمان د عدالت پر وړاندي به عنواني شكايت او سراسري سوله ييز لاريون ترسره كړو .
ښاغلي زابلي وويل د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د امريكا د متحده ايالاتو تر منځ د اوږدمهالو همكاريو د سند د لاسليك وروسته په افغان مهاجرو د ګاونډيو هيوادونو فشارونه زيات شوي دي چې دوي غواړي د فشار له طريق خپلو موخو ته ورسيږي .
نوموړي د سوال په ځواب كې وويل تر اوسه له پاكستان څخه تر زرو زيات راكټونه په سرحدي ولايتونو لګيدلي خو په هيواد كې ميشت د ناټو ځواكونو په دې برخه كې كوم اقدام نه دي كړي او بهرنيان غواړي چې افغانستان يو كمزوري حكومت ولري او زياته يې كړه چې بهرني ځواكونه د هيواد د امنيتي ځواكونو د تقويې په خاطر تر پوښتنې لاندي راغلي دي .