اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۱۲ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

۱۳۹۰ كال د سلوغې ديرشمه

د مشرانو جرګې د ديني ، فرهنګي ، پوهنې او د لوړو زدكړو د چارو كميسيون نن د يو مطبوعاتي كنفرانس په لړ كې ، د شرعي  او اسلامي مكلفيت په توګه د  اسلامي حجاب په رعايتولو تينګار وكړ .

دغه سپارښتنه د ميرمنو ويندويانو د تيز سنګار څخه د ځان ساتنې او د رسنيو د چمتو كوونكو له خوا د اسلامي حجاب د رعايتولو په باب د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د وروستي ليك په تاييد وړاندي شوه .

د رسنيو د بنسټونو ځينو مسئولينو په دې برخه كې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ليك په هيواد كې د بيان د آزادۍ څخه مخنيوي او د طالبانو غوښتنې وبللې . په داسي حال كې چې نوموړو سناتورانو د آزادې د بيان څخه د ملاتړ تر څنګ وويل چې د بيان آزادي د هيواد لس كلنې لاسته راوړنې دي چې د هيواد ښكلي دودونه او د اسلامي حجاب رعايت د بيان آزادۍ ته كوم زيان نه رسوي او بايد ديني او شرعي مكلفيتونه مراعات شي او د پرديو د فرهنګ چيچيلو او نفوذ څخه بايد د هيواد راتلونكې ته نجات وركړو او رسنۍ او مدني بنسټونه نبايد د حجاب رعايتول د آزادۍ له بيان سره ترتيب كړي .

نوموړو زياته كړه په اسلامي هيواد كې د حجاب مراعاتول واجب او د پروردګار امر دې او بايد هغه خويندې چې په دفترونو او رسنيو كې كار كوي ځان په اسلامي او مدني قوانينو اعيار كړي نو پر دې بنسټ د اسلام مبين دي د حجاب په رعايتولو او د ميرمنو په عزت او عفت ټينګار كړي دي .

دغه راز دغې سناتورانو د سنامجلس په استازيتوب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ليك څخه خپل ملاتړ وكړ او د ټولو څخه يي وغوښتل تر څو ټول اسلامي او شرعي موازين رعايت كړي .