اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د مشرانو جرګې جوړښتExpand د مشرانو جرګې جوړښت
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
کورني اسنادExpand کورني اسناد
خپرنیزېExpand خپرنیزې
مونږسره اړيكه
چهارشنبه ٬د غبرګولي ۱۲ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر

د ۱۳۹۰ كال د سلواغې ۲۲ مه

د مشرانو جرګي دشکايتو نو د اوريدو د کميسيون رئيس ډاکتر زلمي زا بلي په يومطبو عا تي کنفرانس کې دسرپل له والي څخه ددغه ولايت د خلکو دشکايتونو د نه څيړنې اود مها جرينو دراستنولو د چارو وزارت په مر بوطاتوکې په شرايطو د  نه برا برو اشخاصو دټا کنې اود نورو مواردو په باب په دولتي مقاماتو نيوکي وکړي.

نوموړي  څرګنده کړه چې په سرپل ولايت کې له وګړنيو مظاهرو وروسته چې ديو شمير هيوادوالو د مرګ ژو بلي سبب شوې مخکې له دي هم  په سر پل ولايت کې په والي پورې د اړوندو کسا نو د اخلاقي او اداري فساد په باب ددغه ولايت له وا لي څخه د خلکو دشکايت په باب خبرې شوي وې اود هيواد جمهور رئيس څو ځلې د موضوع د څيړنې لپاره هيئتو نه دغه ولايت ته واستول خو تر او سه پوري داسي کوم اقدام نه دى شوى چې ددغه ولايت د خلکو د قناعت وړ وګرځې

د ه خبر داري ورکړ چې د خلکو شکايتونه دي ډي ژر وڅيړل شي چې ددوي غو ښتنو ته دنه پا ملرني په صورت کې به حالات خړ پړ شي چې اصلي مقصر به دولتي مقامات وي

 دغه را ز په دي مطبو عا تي کنفرا نس کې د هغو سندونو په باب خبري وشوې چې دمها جرينو درا ستنولو د چارو د وزير له خپلوا نو څخه د مشاوريت په پستونو کې په لوړ معاش سره د بي کفايتو اود  ټيټې سويې لروونکو اشخاصو او کسا نو په ټا کنې دلالت کوي چې ددغه وزارت کارونه يې په ډب سره مخامخ کړى دى  او له اړوندو مقا ما تو څخه د موضوع دڅيړنې غو ښتنه وشوه

يوه هندي او کا ناډا يي شرکت ته د کا نو نو وزارت له خوا دباميا نو د حاجي ګګ د او سپنې د کان درا ايستلو د کار سپارل چې يواځې دوه مليو نه ډالره بانکي تضمين لري اود قرارداد د بهير پړا ونه په شفافيت سره نه دې بشپړ شوي ، په داسي حال کې چې يو افغا نۍ شرکت چې نږدي يو زرو دوه سوه مليو نه ډالره بانکي تضمين لري اودداو طلبي په شرايطو اود توليد په بهير کې د افغا نا نو په استخدام ژمن دى او دا کار د افغا نستان په ګټه دى هم نيوکه وشوه او په دې برخه کې يې دکا نو نو د وزير دڅرګند ونو غو ښتنه وشوه

د با ميا نو ولايت د يو تن او سيدونکى شکايت چې اد عا کوي تيرکال يې د يو سلو ديرشو زرو ډالرو په قرارداد سره په دغه ولايت کې وا وري پا کى کړي دي ، خو ددغه ولايت مسوولينو تر او سه پوري دده پيسې نه دې ورکړي او هم ديو شمير دوکاندارا نو شکايت چې اد عا کوي دبا ميا نو والي دوي ته ويلي دي چې تاسي په بل قوم پورې اړه لر ي بايد په دي ولايت کې دوکان ونه لري چې دغه موضوع درې مياشتې مخکې د باميا نو د والي په احضار ولو سره له دې سره طرحه شوه چې تر او سه پوري شکايت نه دى لري شوى وروسته له خپله والي اود څارنوالۍ له مقا ماتو څخه وغو ښتل شول چې په دي باب دي څيړنې و کړې اود خپلو اجرا ا تو په باب دې کميسيون ته خبر ورکړي چې تر اوسه پوري يې نتيجه نه ده ور کړي او کميسيون د خلکو دشکايت د لري کولو لپاره د جدي څيړنې غو ښتنه و کړه